غزل

وحشي ګوزار ته دومره تږی پخوانه وې  چیرته
وخته سنګسار ته دومره تږی پخوانه وې چیرته

نن مې په څه داوښکو څاڅکي په بڼو   نڅوې
درده اظهار ته دومره تږی پخوانه  وې   چیرته

سترګې دې جار شم خدایږو نن دې په اسانه وکړ
ګرانه انکار ته دومره تږی پخوانه   وې   چیرته

څنګه دیار په سر هوس    د جوارۍ   واخیستې
بخته قمار ته   دومره تږی   پخوانه وې    چیرته

یوڅه خوشته دی چې دزړه وینه مې خال ته غواړې
حُسنه سینګارته دومره تږی  پوخوان ه وې  چیرته

کله   ناکله   مې   خپل زړ  ه راته  کررار   ووایې
غضري یا   ر ته دومر   ه تږی پخوانه    وې چیرته

۲۰۰۹/۱۱/۱۹
ساجر