ستاچي واړه واړه خندا پريښوده
ځکه خو ما دغه کوڅه پريښوده
ساقي اوس ته هم ګر ځواجامونه
ما درته ډاکه ميخانه پر يښوده
ګلونه ډېر وو خوباغوان بخيل وو
بلبلان ځي نن يئ باغچه پريښوده
دا بي وافا راته وئيلئ نه شي
يار ته ما داسې يارا نه پريښوده
یار می کفن ته سرف غوټې ورکړې
مجبوره ده يار نښانه پريښوده
محمدامين مجبور تڼی
15.03.2010
- yaseeen shafaq
په ډاډه زړګي راځه وېرېږه مه
یار دیارپښتنه کړي شرمیږه مه
دپتنګ تومت په شمع خلک وایئ
تومتونو ته دی یار ځوریږه مه
یوا ورځ به د رقیب ګریوان کړم څیرې
بی وسئ ته می اشنا ژاړيږه مه
په مرګي که سره بيل شو دا بيل نه يو
دمجبور نه پو ژوندون بيليږه مه
.........................................................................
{ محمدامين مجبور تڼی افغان خوست }...
16.03.2010
- yaseeen shafaq
زمـــــــــــــــا د دواړو ستــــــــــــــــرګو تـــــوره
 ...