موږ لکه اوښکې یوستومان تصویرپه لپوکې وړو
په چامین یو دجانان تصویر په لپوکې وړو

ته  خو  راوګوره موږ څومره  شهکاري کړیې ده
دسرې نتکۍاودپیزوان تصویر په لپوکې وړو

مسته ملنګه ستاپه اه اوالاهووه نه شوه
ولاړودستړي ژوند خزان تصویرپه لپوکې وړو

شیخه رښتیا تاته دې نوي رنګ کې څنګه ښکارو
جام مو په سردی دایمان تصویرپه لپوکې وړو

نوربه لاڅومره انتظاریو دښکلاډولۍ ته؟
عمرونه وشو دارمان تصویرپه لپوکې وړو

دزړه په سریې راته داغ دناخوالېو یښی
خوږمن زیګروي یودزمان تصویرپه لپوکې وړو

بیامودچم په میقده زاهدې سترګې اوري
په خم سنګساردی دمغان تصویرپه لپوکې وړو

خدایزده چې بیا به کله خوږپه ترنم رااوري
موږجل وهلي دباران تصویر په لپوکې وړو

ملګرو نورله غضري دترنګ امید عبث دی
زه اوغزل دواړه یووران تصویرپه لپوکې وړو

۲۰۰۷/۶/۷ساجرسعودي عرب