له سپينو ورېځو څاڅكي څاڅكي وريدلو باران
د بوډۍ ټال كې لكه ستورى ځنګيدلو باران
خدايه د دې تورو ټوپكو غاړې ژر وچې كړې
چې مو د چم پر مازديګر وكړو د ګلو باران
بيګا آسمان هم د سپين غره پر ښكلا ډير وژړل
لكه پټۍ پر ماتو څانګو غوړيدلو باران
هغه دى بيا شوې وريځې پورته له (( بزرګې څوكې ))
د كلي خلكو خو دا ډير وخت يادولو باران
د نازولي ياد وږمې مې داسې غيږ كې واخلي
لكه چې وشي سنځل ګل كې د سنځلو باران
چې تورې وريځې د تور غره پر څوكه سيورى وكړي
بيا نو وريږي په شيبو زمونږ پر كلو باران
د ډيرو خلكو په راتلو به پابندي لګوو
زمونږ په كلي كې كه خداى وكړي د ښكلو باران