ځه كنه غصه شه چې دې وګورم
لږه غوندې سره شه چې دې وګورم
زه له خدايه غټ څاڅكي باران غواړم
ته پكې لمده شه چې دې وګورم
ډير دې لېوني كړل ډير يريږي اوس
حسنه غرغره شه چې دې وګورم
شيخ كه د كعبې په نوم ونه ليدې
ماته ميكده شه چې دې وګورم
ته داخوبولې سترګې مه غړوه
سركېده اوده شه چې دې وګورم
دومره مساپر څپاند ته ووايه
مونږ كره دې شپه شه چې دې وګورم
15.02.2010
- زاهدالله (ځلاند) شينواری
حوره يې خو رنګ د جانان نه لرې سپينه يې ښايست په ايمان نه لرې
څه به سر او تال زړونو ته واچوې ته خو يو زره ياقربان نه لرې
ولې د ځان...
15.02.2010
- زاهدالله (ځلاند) شينواری
له سپينو ورېځو څاڅكي څاڅكي وريدلو باران
د بوډۍ ټال كې لكه ستورى ځنګيدلو باران
خدايه د دې تورو ټوپكو غاړې ژر وچې كړې
چې مو د چم پر مازديګر وكړو د ګلو باران
بيګا آسمان هم د سپين غره پر ښكلا ډير وژړل
لكه پټۍ پر ماتو څانګو غوړيدلو باران
هغه دى بيا شوې وريځې پورته له (( بزرګې څوكې ))
د كلي خلكو خو دا ډير وخت يادولو باران
د نازولي ياد وږمې مې داسې غيږ كې واخلي...