راپخلابه مې خپل يارشي،کــــه خدای وکړي

 بيابه ځما دخوښـۍ وارشي،کـه خـدای وکـړي

 دراتـګ لاريـي په غـــبرګـــو ســترګــــو څــارم 

راښـکـاره به په دې لارشـي، که خـدای وکړي

ددوزخ په څــېر ژونـــد ســخــت دانـتـظــاردئ

 وخــت بـه تـېر دانـتـظـارشي،که خدای وکـړي

 چـه يار نـشته شپه او ورځ په مـا تـورتـــــم دی

 داتورتم به روڼ سهار شي ،کــه خـدای وکـړي

 مرور يار کـه خـدای بـيـرته په لاس راووســت

 ټول ژوندون به مې بهار شي ،که خـدای وکړي

 بـيا به کــور ته ،دخـوښـيـو کــــــــاروان راشـي

 دغمو به کـــډې بـار شـي، کــه خــدای وکــړي

 کــه قـــــيـام تـه يـي دزړه شـهـزادګـــئ راغـــلـه

 دزړه کـور به يي دربار شي ،کـه خـدای وکړي

 الحاج الهام الدين قيام -  والدورف /جر مني

other_peoms

ګاونډيه! / الحاج الهام الدين قيام

غيرتي ولس / الحاج الهام الدين قيام

بی انصافي/الحاج الهام الدين قيام

بې ننګانو! / الحاج الهام الدين قيام