صفت الله کړاؤ

لرې ګلاب لرې غونچې شونډې
لکه د اور لمبې لمبې شونډې
ډېر زړور پۀ حجرو مۀ ګرځېږه
څوک به دې وخوري ياره سرې شونډې
خلک لۀ سترګو نه ټڼډارې وهي
ما ته دې جوړې کړې نخرې شونډې
نن پۀ نشه کې درته وايمه چې :
کۀ راته را دې کړې وړې شونډې
چې دوه پۀ دوه وو لۀ خندا ډکه وې
چې پلار دې راغی اوس چيچې شونډې
مچۍ پۀ خولۀ باندې تاويږي درته
هلته يې ليدلي پتاسې شونډې
نن پۀ هوا دی پۀ ځان نۀ پوهيږي
کړاؤ خوړلي دي پستې شونډې