ټولو ونو کې نښــــــــتر مې ډېر خوښيږي

پۀ ښايسـت کې خپل دلبر مې ډېر خوښيږي

د ســــــــــــــــــهار زرينو وړانګو ته سلام دی

پۀ زړۀ وايم مازديګر مې ډېر خـــــــــوښيږي

د ســـــــــــــــــــــــــپين مخ تجلا ساتي لۀ نـظره

تورو زلفو! ســـتا لښکر مې ډېر خوښـيږي

چې غـــــــــــــــــمونه د وطن پۀ کې پراتۀ وي

هـــــــــــــغه زړۀ هغه ځيګر مې ډېر خوښـيږي

چې غمونه د هيواد وي پۀ کې نغښـــــــــتي

داسې فکر داسې سر مې ډېر خـــــــــوښيږي

چې د خيال تـــــــــــصوير يې زړۀ باندې اثر کا

داسې شعر داسې هنر مې ډېر خوښـــــــــــيږي

چې ځانونه يې هـــــــــمېش لۀ خاورې ځار وي

غيرتي شانتې عسکر مې ډېر خوښــــــــــــيږي

چې ياري يې همېشه شعرو کې ســــــــــتايي

د وطن ســــــــــــــمه او غر مې ډېر خوښيږي