ګل ورينې يې وږمې وې خــــــــــــــــــــــو تۀ نۀ وې

چې د غرو ســــــــر کې مو شپې وې خو تۀ نۀ وې

ټوله شپه ســــــنګر کې کلک پيرې ته ناست وم

لۀ شـــــــوګير مې سترګې سرې وې خو تۀ نۀ وې

د نښـــــــــــــــــــــتر منډان مرمو دپيکا غوڅ کړل

پۀ ما بلې ســـــــــــــــــــرې لمبې وې خو تۀ نۀ وې

د (کړاؤ) مـــــــــرګ ته دوه درې ، ملګريه واوره!

پۀ حســــــــــــــــاب پاتې شېبې وې خو تۀ نۀ وې