له رقيبانو سره روغ چلیږي

فقط له ما سره نېرنګ کوي

بل چې څپېړې ورکړي خاندي ورته

ماته تکړه دی ما سه جنګ کوي

مونږ د پړانګانو غورځنګ تار په تار کړو

اوس تَروړۍ په مونږ غورځنګ کوي

پخوا پنجاب کې خلکو لنګ تړلو

اوس په کابل کې خلک لنګ کوي

د کلي خلکو وې چې اور به ورکړو

په کوم يو ځای چې رباب ترنګ کوي

کړاؤه ځه چې په چکر ووځو

پېغلې مو بيا لو د لونګ کوي