زمـــــونــــږه کلي تــــــه ږلې د ځــــــــناورو راځــي

د ظالـــمــــانو ، جـــــــابرانو ، ســــتمګرو راځـي

د دنيا خـــــلکو ته کمزوري او بې وسـه ښکارو

ځــــکـــه مـــو سيمې ته لښکر د زورورو راځـي

وروره! څۀ نه لرو يوه روپۍ د خدای پۀ رضا !

لۀ هرې خوا نه دا سوالونه د ســوالګرو راځـي

کله چې دمه شـــــــم د يار لۀ تورو زلـفو لانـدې

جنتي بوی ترينه د مشــــک او د عنبرو راځـي

د يار لۀ پاره غـــرونه غـــرونه مينه زړۀ کې لـرو

خو پۀ والله که (فاطمي ) چــــــل د خبرو راځي