غـزل

راغلې قـــدمونه دې شـمېـرې جنۍ

ته وا زلــــزلې راویـښـــــوې جنۍ

پروت دې د کاکُل ترسـیورې لاندې یم

ړنګې دي د عـطــروسلــسلې جنۍ

تا دخپل سینګارپه شوق کې ډوبې کړې

ټولې ایــیـنې شوې خولې خولې جنۍ

ژوند له تورو خــــاورو ټوکېدلی دی

ژوند بېرته دی خاورې او ایرې جنۍ

ټـول رنګونه تاتـــــه ســـلامي ولاړ

شوخې سترګې څومره دې خوږې جنۍ

څــه له زلمــیتوبـــه درتـــه ووایــم

نه شـــته اعــتبار په حوصــلې جنۍ

څـاڅـکې د اوبو دې له پـېکي څاڅي

پــیڅـي د ټکــري ولې چیـچې جنــۍ

ګل دې د کتاب پاڼــو کې ایــښی دی

فــال مــې په شعـروکې لــټوې جنۍ

 سید فخرالدین هاشمي

کراچۍ ــــــــــــــــــ  ۱۳۸۴ لمریز