غزل

يو مختصر شانتې کتاب يې دومره ډېره نه يې
لا حافظې ته مې راځې لا خو مې هېره نه يې

په هغه شپه په خوب نيولو سترګو خوب نه راځي
په کومه شپه چې مې په زړه کې ته راتيره نه يې

بالا دې ښکل کړل د بدرنګې زمانې مخونه
ته د خپل حسن په جذبو کې لا راګېره نه يې

زه چې له درده ستا په مخ کې غلى ودريدمه
زنده ګۍ ته رانه د مرګ په شان چاپيره نه يې

تاته درلاندې يمه تا نه مې ساه ټوله نه کړه
ځمکې که ته مې له قدم ځينې برسېره نه يې

طالب منګل