غزل 
جام د زهرو مې په ټول وجود کې مات دى

له پخوا نه مې اوس درد په زړه کې زيات دى

رڼاګانې مې په سترګو کې شليدلي

نن مې خداى سره د اوښکو ملاقات دى

د سندرو سپين مخونه مې ښکل نه کړل

راټول کړى مې په لپو کې خيرات دى

چې له خپلې زنده ګۍ نه بهر نه شوم

دا مې ستا له زنده ګۍ سره نجات دى

طالب منګل