غزل 
یوه هیله ده ښایسته ده لکه مینه
د دردونو یو شیبه ده لکه مینه
د آسمان د ستورو خونو کې ده پټه
تل ځلیږي خو خپه ده لکه مینه
رنګ ېې نشته، ده سپیڅلې لکه پرخه
تړمو اوښکو یو څپه ده لکه مینه
هر احساس ورته د زړه په سترګو ژاړي
د شاعر د درد ټپه ده لکه مینه
د بیلتون د سرو لمبو په جام کې لامبي
د غمجن زړګي نشه ده لکه مینه
د ارمان د سمندر تر غاړې ناسته
په سرو سترګو رحیمه ده لکه مینه