ټګ ریبار
د رنګونو له بازاره څه دې راوړل
راته ووایه له یاره څه دې راوړل
د لاس نښه چې جانان درکړه تا څه کړه
ته هم ټګ شولې ریباره څه دې راوړل
نن خو راشه یو څه غوړې کیسې وکړه
د ښایسته ؤ له بنډاره څه دې راوړل
ملنګان په انتظار درته ولاړ دي
د شاهانو له درباره څه دې راوړل
له مودو وروسته راپیښ شولې نېکمله
ته چې راغلې په دې لاره څه دې راوړل
16.08.2011
- محمدالله آرین احمدزی
بلاله ستا د اذان نوا ده ورکه په ماښام بلالهاوس روژه ماتی به کوم په کوم امام بلالهته وې د مور د زړه دوينو د غو ټېو پرخهاوس راورېږې مې د زړه په اور مدام بلالهد اسلام دين او د پښتون په نوم ډ غر ې وهياصلي نا مرد دی بېلوي رانه ګلفام بلالهستاجدايي کړم سندريزه د نغمو په کوګلسلګۍ د غم غواړ ي رباب نن داعلام بلالهنن مې د اوښکو ډيوې داسې غمځپلې شولېچې هر فريادې کړي فغان دا ستا په نام بلاله...
17.08.2011
- محمدالله آرین احمدزی
څو ښکلې پښتو لنډۍ ویې لولۍ او که که مو کومه نوې ښکلې لنډۍ په ذهن کې درګرځې د تبصرو په کړکۍ یې موږ سره شریکه کړۍ او یا یې هم د بلاګ له لارې د اړیکو د مینو له لار را ولیږۍ ترڅو یې خپرې کړو او نو ر هم ترې خوند واخلي.
څوک د واده په ارمان دینه
چاته په کور کې شاه بلبلې ناستې دینه
کله خفه کله غصه شي
زما اشنا د ماشومانو خوی کوینه
څوک یې مړوند باندې اوده شي...