څلوریزي

رقیبان وایې پښتانه په مینه نه پوهیږي
زه سیدشاه په دې خبره ډیر ځوریږم

قسم مي کړی دا خبره به غلطه کړمه
له نن نه وروسته په هر ښکلي مینیږم
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،
په پښتنو کي دا دستور دی اشنا
په جار به نه کړې د الفت خبري
ډیري په فخر او په ډاګه یې کړه
چي وي هر څومره د نفرت خبري

««««««««««««««««««««

د افغان دغه عادت هیڅ نه بدلیږي
د نړئ له زورورو سره ګار کړي

مخکي کور ته به ورتلل د جنګ لپاره
اوس یې خپل کور ته راغواړي،بیا پرې وار
کړي

،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

زه داسي خلکو ته حیران پاتي یم
کاراونه سپک کړي خو دراانه ځان ګڼي

نه کړي پښتو نه په پښتو پوهیږي
خو ګوروی بیا هم پښتانه ځان ګڼي
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

سیدشاه خروټی-لندن