غزل

دعاګانې مې په لپه کې ذرې شوې
نه مې سترګې له دريابه راستانې شوې


رڼاګانې يې په لپو،لپو څښلي
چې په مخ کې يې مچکې تکې سرې شې

لوپته کې يې رنګونه دي شليدلي
زما سترګې چې راپرېوتې ايرې شوې

بې اروا مې تخيل درپسې تللى
په کې لوڅې د غزلو هدېرې شوې

چې نغمې بې عبادته شوې په تار کې
را ايسارې د سندرو زمانې شوې


يو طالب چې سجده کېښوده په ځمکه
نو ليمې يې په شرابو کې لندې شوې

طالب منګل