غزل
د ارمان ډیوې تیارو ته رڼا ورکړه
په مسکائې سرو لمبو ته رڼا ورکړه
څو به زړه یې د هجران د درد نوکارو
جوړ په زړه ناسور زخمو ته رڼا ورکړه
د لحد تیګې د زړه نه یې جنت جوړ کړ
یو ګلاب چې د مرګ شپو ته رڼا ورکړه
د آسمان د زړه په درز د وینې څاڅکي
د سپیرو د ښتو چینو ته رڼا ورکړه
مرګه ستا نه یې له درده پناه غوښته
زندګي یې ستا لمحو ته رڼا ورکړه

 رحیمه پشتونجار