غزل 
نه هغه پیغلي، نه منګی شته، نه ګودر زړګیه
نشته ځوانان نه یې ټولئ،نه مازدیګر زړګیه

طبل دجنګ مي بیا تر غوړ شو دې ناورین وطن کي
د یو په لاس کي ده چاړه دبل خنجر زړګیه

بیایې دخور لاسونه سره شول دخپل ورور په وینو
زموږ په کلي کي همداسي وي اختر زړګیه

دې سپین پوستکو کي تور زړونه دي اعتبار وړ نه دي
خدای خو دي ساته ددې سپینو له هر شر زړګیه

دبې وسئ عالم مي دا ده چي د سر دښمن مي
راسره ناست ده په ډوډئ په یو ټغر زړګیه

وینم په خوب کي اژدها زموږ هیواد کي ګرزي
دي یو یې پرې کړله غړئ او د بل سر زړګیه

چي یې اړتیا وه هر سړي به ترینه مخ واړاوو
سیدخو ځکه له هر چا ده مرور زړګیه

................
سیدشاه خروټی-لندن