سرپاڼه
مقالې
ډیورنډ کرښه
لیکنې خپرول
له فیسبوک څخه
افغان ولسمشر وايي د سولې لپاره یې په یوه نوي جوړښت کار پیل کړی دی. ولسمشر غني ویلي جګړه به سختوي خو سولیزې لارې به ورسره ډاډمنوي. ښاغلي غني دا خبرې د افغانستان د سولې شورا نوې مشرتابه پېژندنې غونډه کې کولې، چې نوي ټاکل شوي مشر يې کریم خلیلي هم نن پر کار پیل وکړ. #سوله
د عراق صدراعظم په موصل کې د اسلامي دولت د خلافت د پای ته رسیدلو اعلان وکړ، خو شدیده جگړه لا اوس هم روانه ده. عراقي قواوو د بل ستر برید لپاره چمتووالی نیولی دی او د موصل څخه سلگونه زره خلک بې ځایه شوې دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له امنیتي ادارو او ځواکونو وغوښتل چې سر له همدا اوس نه د راتلونکو پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره امنیتي تدابیر ونیسي او د ټاکنو ټولې پروسې په امنیتي لحاظ خوندي کړي، بل لورته امنیتي چارواکي وايي، که څه هم ګواښونه ډېر دي خو د ټاکنو امنیت ته به تیاری نیسي.
په کابل کې د کرکټ نړیوال لوبغالی جوړیږي، د هند د ای پي ایل په څیر د افغانستان د اې پي ایل لوبې پیلیږي، او همداسې ډېرې نورې ژمنې پرون په هغه غونډه کې وشوې چې د بشپړ غړیتوب د خوښۍ لمانځنې په خاطر جوړه شوه وه. حکمت سروش حال راکوي.
د خپرونې سرټکي... د يکشنبې/اتوار نننۍ خپرونه بشپړه لږ وروسته پر بي بي سي پښتو يوټيوب هم کتلی شئ... د دې خپرونې وړاندې کوونکی Amanullah Atta امان الله عطا و. #بي_بي_سي #پښتو #افغانستان #کابل #پېښور #اسلام_اباد #پښتونخوا
د آشنا تلویزیون د نن ورځې پوښتنه: ستاسو په نظر د افغانستان حکومت کولای شي چې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو لپاره په ټولو سیمو کې امنیت ټینګ کړي؟ خپل نظر همدلته ولیکئ او پر دې سربېره د افغانستان، سیمې او نړۍ نور تازه خبرونه هم د اشنا تلویزیون له لارې کتلی شئ.
بي بي سي پښتو د هنر له ډګره د خبرونو تازه لړۍ پيل کړه. په دې پروګرام کې چې هنري شېبې نومېږي د نړۍ له بېلا بېلو برخو پر فلم، کتاب، نندارتون، موزیم او نورو ورته برخو معلومات درته وړاندې کوو.
کلېک کې مو د نړۍ له لرو بره د ټکنالوژۍ په وروستیو پرمختیاوو خبروو. #کلېک #ټکنالوژي
چین ته د هانک کانګ له سپارلو ۲۰ کاله وشول. چینایی ولسمشر شي جېنپېنګ وايي هیواد به یې ځمکنۍ پشپړتیا ته هېڅ ننګونه و نه زغمي.
امریکايي ولسمشر ټرمپ او د جنوبي کوریا سیال یې غږ کړی دی چې د شمالي کوریا خطر ته یو واحد او پیاوړی ځواب باید وويل شي #ټرمپ #شمالي_کوريا #جنوبي_کوريا
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د ښوونځیو د نصاب کتابونو ته له سره کتنه کېږي او په پام کې لري چې له ارزونې وروسته به نه یوازې د مضمونونو شمېر راکمېږي بلکې د ځینو کتابونو حجم به هم راکموي. د پوهنې وزارت له پخواني مرستيال صدیق پتمن مو وپوښتل چې اوسني نصاب کې بدلون څنګه راتلی شي او په دې نصاب کې لویې ستونزې څه دي؟ http://www.bbc.com/pashto/afghanistan-40470083
د کالي کمپ ته د ګډوالو بیرته ورګرځېدل
امریکايي چارواکي وایې چې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو او کردي ملیشو د سوریې د رقې ښار محاصره کړی دی
امریکايي پوځیان د عراق د اردو د ملاتړ لپاره موصل ته تللي دي
د افغان ګوندونو د ائتلاف "ب پلان" د جمعیت، جنبش، او وحدت ګوندونه وایې چې که حکومت یې غوښتنې و نه مني له خپل دویم پلان څخه به کار واخلي. ارګ د ائتلاف غړي د مسؤلیت منلو ته رابللي دي.
«
‹
…
146
147
148
149
150
…
›
»
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies.
Find out more