سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

شريف الله شرافت

ځوان شاعر شريف الله شرافت د ښاغلي محمدرفيق پوپلزي زوى پر 1362ل كال په پاكستان كې سترګې رڼې كړې دي، له اّره د كندهار ولايت د پاشمول سيمې د اخندزاده خېلو جومات ته ورڅېرمه په يوې كليوالې او ساده كورنۍ پورې اړوند دى. پر اوس مهال تر ښكارپور دروازې بهر د پوپلزو په نوې كلاچه كې استوګن دى.
په پاكستان او كندهار كې يې په بېلابېلو مدرسو كې، همدا راز له خپل پلار څخه زده كړې كړې دي، له درېگيو كلونو راهيسې شعرونه ليكي چې اوس يې هم دا لار نه ده پرې ايښې، كه خداى كول د هنري او ادبي تجربو په لاسته راوړلو سره به وتوانېږي خپل اصلي منزل ته ورسېږي، ځكه د كندهار ادبي ټولنې په ډېرو ادبي او فرهنګي غونډو كې ګډون كوي، خپل شعرونه چې اكثر يې لومړنۍ تجربې دي لولي او د ځينو ادبي شخصيتونو له لارښوونو او كره كتنو څخه هم ګټه اوچتوي، چې دده په روزنه او پالنه كې ډېره مرسته كوي. شرافت هم په پيل كې د سيدعبدالخالق صادق ولسي شاعري اورېدلي او يا هم لوستې ده، له دې كبله د نوموړي اغېز ورباندې پروت و، خو اوس چې يې نورې شعرې ټولګې او كتابونه هم ولوستل او په خپل اند يې وارزول، نو په دې هڅه كوي شو چې په دې ډګر كې خپله لار بېله كړي، اوس ولسي شعرونه هم لولي او له نويو شعرونو څخه هم ګټه اوچتوي، ځكه د اوسمهالي شعر مطالعه دا مانا نه لري چې ولسي هغه دې هېر كړو، د دواړو پالل او لوستل ضروري دي، دا هم د تنكي شاعر شرافت څو شعري بېلګې:

د غم ستوري
چا به ليدلي لكه لمر وي دا رقم ستوري
ماخوليدلي په رښتيا دي اى صنم ستوري
دا چې د مينې هسك اسمان كې هسې ستوري لرو
خود بې تابع شي ددې ښكلو د عالم ستوري
څومره رڼا يې خپره شوې لا خپرېږي پسې
د هغو نورو په څېر نه دي دغه سم ستوري
ستوري د ستورو و وړانګو ته تېروي تورې شپې
ځكه پرې وياړي ورته ډېر دي محترم ستوري
چې سپك نظر ورباندې نه كړې شرافت لري ډېر
دا غمشريكه، غمځپلي دي دغم ستوري.
1379/6/10ل كال
كندهار

خېمې
د ورځې چېرې يې د شپې راشې
زما و سر ته څو شېبې راشې
ښكلا د حسن دې منو محبوبې
لكه ها پېغلې د خېمې راشې.
1379/5/12ل كال

زخمي احساس

پښتنه پېغله يم كومه په پښتو خبرې
ځكه مې خوښې دي د پاكو پښتنو خبرې
د ښكلا ميره يمه غواړمه سالو د مينې
خاونده مې يې را ته نيسې د هغو خبرې
زخمي احساس مې نه لري د ژوند كولو تمه
هسې مې زړه راته كوي د اميدو خبرې.

كندهار

مينه !!؟
مينه كوو خو زده مو نه دى هغه چم د مينې
واړه لوېدلي يو له كيفه او له برم د مينې
بس دومره پېژنو چې دا ده بله نه شته قبله
نور مو د تورو ګردو ډك د زړه حرم د مينې.
 

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de