سرېزي

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
   

په پښتو كې سليمان ماكو سابزي د تذكره ليكنې ډبره له نن څخه څه له پاسه اووه سوه كاله وړاندې د كندهار په ارغسان سيمه كې كېښوده او د پښتو " تذكرۍ الاولياء" كتاب يې وكيښ، چې څو پاڼې يې ترلاسه شوې دي. تر ده وروسته څه كم درې سوه كاله وړاندې محمد هوتك د پټې خزانې په ليكلو سره تذكره ليكنې ته وده وركړه.
په شلمه پېړۍ كې ارواښاد علامه عبدالحى حبيبي د تذكرۍ الاولياء او پټې خزانې پر موندلو سربېره د لومړي ټوك "پښتانه شعرا" په ليكلو سره د معاصرې تذكره ليكنې بنسټ كېښود.
نيمه پېړۍ وړاندې ښاغلي مراد شينواري د (خيبر ادب) د تذكرې په ليكلو سره د پښتو د سيمه ييزو تذكرو لړۍ را ونښلوله او بيا نو دومره تذكرې وليكل شوې چې له لسګونو څخه د سلګونو خانې ته ورسېدې او دا زرينه لړۍ لا روانه ده.
د ګران صالح محمد صالح دا تذكره هم يوه سيمه ييزه تذكره ده، چې د لوى كندهار د ځوان ادبي نسل فكرونه او مخونه په موږ ګوري او د پنځوسو تنو په شاوخوا كې ځوان او ځوانفكره شاعران راپېژني.
لوى كندهار يوه ځانګړې ادبي حوزه ده، چې له پخوا نه تر اوسه پورې خپلې ځانګړنې لري او دا ځانګړنې ساتي او د ادبي ځانګړنو ترڅنګ يې ژبنۍ ځانګړنې هم د پام وړ دي.
دا تذكره موږ ته راښيي چې د هېواد په دې اغزنو او تاوجنو حالاتو كې هم ادبي ګلونه راټوكېږي او د فكر وږمې خوروي، خو ددوى ادبي ګلونه ددې اغزنو او تاوجنو حالاتو داغونه او زخمونه هم په خپلو پاڼو كې لري او راتلونكو نسلونو ته يې ورلېږدوي.
ګران صالح زيار ايستلى د خپل سلف "سليمان ماكو" غوندې چې د پښتونخوا په لتو ګرځېدلى و، د لوى كندهار په لتو وګرځي، سيمه په سيمه او كلى په كلى له ځوانو او تاندو شاعرانو سره وګوري، ددوى ژوندليك او ويناوې راغونډ كړي او دا دي اوس يې چې د پښو د سفر تڼاكې چاودلې دي، نو دا ادبي مرغلرې لړ كوي، پېيي يې او ستاسو مخې ته يې ږدي.
زه دده دا ښكلى او ګټور اثر د پښتو تذكره ليكنې په غېږ كې يوه ښه زياتونه ګڼم او ذوق و زيار يې ستايم.

په مينه
حبيب الله رفيع
1380ل كال _ پسرلى
پېښور _ پښتونخوا


Site designed and administrated by Tolafghan.com © Copyright 2002-2003  webmaster@shirzad.d