سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

سيد عبدالله سعيدي

سيد عبدالله سعيدي پر 1312ل كال د كندهار درېيمې ناحيې د افغانپورو په كوڅه كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په شالېمار(مشرقي) ښوونځي كې پيل كړې او له احمدشاه بابا لېسې څخه يې د دوولسم ټولګي برى ليك ترلاسه كړى دى. وروسته د لوړو زده كړو لپاره كابل ته لاړ او هلته يې د ادبياتو پوهنځي په انګرېزي څانګه كې لوړې زده كړې وكړې، وروسته يې د كندهار په بېلابېلو ښوونځيو كې د انګرېزي، پښتو او دري ژبو د ادبياتو پر تدريس پيل وكړ.
د ښوونځي له اووم ټولګې څخه يې له شعر و شاعرۍ سره مينه لرله، وخت پر وخت يې نثري ليكنې او شعرونه په خپرونو كې راڅرګندېدل. په شعر كې يې د ټولنې او طبيعت ځينې داسې انځورګرۍ ترسترګو كېږي، چې زموږ د وګړو ذهني او رواني غوښتنې او هيلې خړوبوي او انځوروي، د لرغونو شاعرانو د ډېرې ژورې او هر اړخيزې مطالعې له كبله د هغوى له شعري ځواك څخه اغېزمن ښكاري، د شعر ترڅنګ يې د نورو خورو ورو مقالو شمېر هم ډېر دى، چې ځينې يې د هېواد په بېلا بېلو مهالنيو خپرونو كې خوندي دي.
نوموړي ښاغلي پر 1379ل كال د ورپېښې ناروغۍ له كبله له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې او پاتې ژوند يې موږ ته راوباښه.
دا هم دنوموړي ارواښاد يوه شعري بېلګه:
 

ګل
د عبدالقادرخان پر ځمكه
شګفته په باغ و راغ شول د بهار ګل
هم پر بام هم په كوڅه، هم پر دېوار ګل
نه يوازې ګل د ګلو بوټى ونيو
بادام ګل، شفتالوګل، ونيو انار ګل
هر اشيا د ځمكې ګل، پروردګار كړ(1)
جمادات ګل، نباتات ګل،كُل ابشار ګل
كاڼي بوټي خاورو خس په ګلو پټ شول
دهمه واړو عيبونو شو ستار ګل
چې د سترګو نظر لګي واړه ګل دى
وړاندې ګل دى،وروسته ګل يمين يسارګل
هېڅ يو ځاى خالي له ګلو پاتې نه شو
په بازار ګل، پر سارا ګل، پر كوهسار ګل
كه اسمان په شپه په ستورو ښايسته دى
لا ترې ځمكه ښايسته كړه په بهار ګل
عندليب نارې وهي چې سيل كاندي
بهار درومي رژېدون كا په وار وار ګل
لا تر كوره كور ديد پروت په ګور كې ښه دى
چې به نه ګوري سږكال ددې ګلزار ګل
دبهار په سيل جونه زلمي كښېږدي
په وربل ګل، پر پټكي ګل، پر دستار ګل
د دلبر صورت تمام لكه ګل روغ دى
پښې يې ګل، لاسونه ګل څېره رخسار ګل
مى ګلګون، ساغر ګلګون، ښيښه ګلګونه
ساقي ګل، حريفان ګل، ګل نګار ګل
دبهار په سيل وخوځه له كوره
دراتلو دې هر كور ډېر كا انتظار ګل
چې ګلونه بويوي احتياط بويه
چې پر شونډو دې ونه كاندي پرهار ګل
چې د ګلو هار پر غاړه نازنين كا
پر سينه باندې يې څرخي لكه خار ګل
خاص و عام يې بهره من په ننداره شول
منتونه پر هر چا باندې كړه بار ګل
چې د يار له وصله ښاد وي ګل به ګوري
د مهجورو به هرګز نه وي په كار ګل
چې بې ياره دبهار په سيل درومم
په خاطر باندې مې لګي لكه نار ګل
په هزار رنګه ګلونه شګفته شول
ښكاره نه شولو په څېر زما د يار ګل
چې دا هسې يې په ډكه خوله خندا كړه
مګر نه و له خزانه خبردار ګل
په هوس، په خوشحالۍ يې اموخته وي
ګل پروره، مه كړه ژر له ژره خوار ګل
بلبل هېڅ نه و خبر دعشق له تاوه
په فرياد كړ، په نارو كړ په چغار ګل
چې د سراى په ځمكه وا دپسرلي شي
شرمنده كا د كشمير د بل ديار ګل
دا رنګ ګل چې په سږكال د غواص وا شول
دچا ياد نه شي پخوا هسې بسيار ګل
چې نښان دخپل اشنا ورځنې مومي
ځكه ياد عبدالقادر كړ په تكرار ګل
په بياض كې مې دشعر ډول ډول
شګفته دي ترداښه هزار هزار ګل

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de