سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار ډېر- ډېر يادومه  
 

محمدمعصوم هوتك

الحاج محمدمعصوم هوتك د حاجي محمود زوى پر 1326ل كال د كندهار په كابل بازار سيمه كې زېږېدلى دى، لومړنۍ زده كړې يې د خپلې كورنۍ له مشرانو څخه ترسره كړي او تر دوولسم ټولګي پورې يې په ميرويس لېسه كې زده كړې كړي او لوړې هغه يې له حقوقو پوهنځي څخه پيل كړې او بيا يې د كابل پوليتخنيك د ساختماني انجنيرۍ څانګه ولوسته او تر هغه وروسته يې د كندهار عالي دارالمعلمين او كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځى ولوست، ددې ترڅنګ يې ديني زده كړې هم كړې دي. په تاريخ كې هم د ډېرې مطالعې خاوند دى.
رسمي دنده يې د كندهار په مشرقي لېسه كې د ښوونكي په توګه پيل كړې، سربېره پردې يې په نورو څانګو كې هم يو لړ دندې درلودلې دي. لومړنى شعر يې پر 1343ل كال په طلوع افغان ورځپاڼه كې خپور شوى دى، د ښاغلي هوتك ځينې شعرونه د "څرك" په نامه هم خپاره شوي دي.
د هوتك صيب شعر پر ټولنيزو مسايلو راڅرخي، د مانا له مخې يې په خپل شعر كې يو لړ ملي او افغاني ارزښتونه رابرسېره كړي او هڅه كوي چې هنري معيارونه هم اوچت وساتي.
په جلا وطن چاپېريال كې د فرهنګپالو او فرهنګيالو افغانانو ترڅنګ د ښاغلي هوتك هڅې هم د ستاينې او مننې وړ دي، چې د همدې مينې په بركت يې د نورو فرهنګيالو او قلموالو لاسنيوى هم كړى او خپله دغه مينه يې په زبات رسولې ده. په خپله هم خپلو ادبي او فرهنګي كارونو ته دوام وركوي، چې په دې برخه كې يې په هماغه پردي او اغزن چاپېريال كې هم څو كتابونه ليكلي او خپاره كړي دي.
 

جګه غاړه
څه ارزوګانې دګور بندي شوې
څومره ككرۍ كام د مرګي شوې
ځارتر ها سترګو قربان تر خولو يې
چې نه شوې ټيټې نه په زاري شوې.

يثربي مينه
چې تور تندى مې د حرم پر سپينه ژۍ لګاوه
يثربي عشق مې اور د زړه پر ودانۍ لګاوه
د سپين كفنو له لښكر سره چې مل شوم خلكو
ما چې ويل تاج مې پر سر د سلطانۍ لګاوه
ښامار د نفس ترخوله اورونه غورځول له خښمه
بخته درځار شم، مايې غاښ پر ككرۍ لګاوه
ما د مزله د شهسوارو رفتار وليدلو
يو ګام يې دلته بل يې هلته پر سپوږمۍ لګاوه
د توپانونو له څپو راژغورل شوي ماڼو
په ډاډه زړه يې مېخ په خپل لاس پر بېړۍ لګاوه
د كفنپوشو د سېلاب څپې چې وخروښېدې
رقيب مې كوت، اور يې په خپل كور و ماڼۍ لګاوه
د ډبرين مورچل ترشامې دښمن وليدلو
د ماتې داغ يې پر تندي په مايوسۍ لګاوه
په ښادنامو يې ستوني وچ كړل د سفر ملګرو
چې د عشق مهر مې پر دفتر د زندګۍ لګاوه
قاصده زېرى ځغلوه زما تر كوره پورې
چې معصوم ګول د محبت لكه هوسۍ لګاوه.
2001/مارچ/12م كال، منوره مدينه
د "استاد" هڅونه(1)


استاد مې له كابله نوشتو ته هڅوي
مرغۍ په مات وزرو الوتو ته هڅوي
د ليك په هره كرښه كې فيضونه راته خاندي
دشعر هره مسره مې ترانو ته هڅوي
خبر نه يم چې زما په تور تندي كې څه ليدلي
چې مات زړه مې و لويو كارنامو ته هڅوي
كه هر څو راخبر چې پردېسۍ يم سخت ځپلى
بيا هم مې توړۍ ژبه ګړېدو ته هڅوي
د خيلو قافله مې له سكون څخه راباسي
پر لوري د سبا يې خوځېدوته هڅوي
يوسف د اميدونو مې د ياس له څاه راكاږي
ټولۍ د ارزوګانو كنعانو ته هڅوي
ښاخونه د لاښ بڼ مې نه پرېږدي و وچېدو ته
غوټۍ د قريحو مې غوړېدو ته هڅوي
تهنه د عقاب د الوتلو مينه نه ده
بازان مې د خيالونو سردرو ته هڅوي.


د خولګۍ ټكور

نه سر ټيټېدو لرم نه ژبه د زارو
جنون ټكورومه په اورونو د خولګيو
يو ښكلوته تسليم يم بل عشوې د خوبانو
ځواني راغږوم لښكر وهمه د پېړيو
شبابه توره ډال سمبالوه بيداره اوسه
زړښت نغم كيندي و قلمرو ته د ځوانيو
سبا ځم اجاره د ګلاب پاڼو ټوله اخلم
سرې اوښكې د شبنم پيوندوم په خوشحاليو
غالبه باندې مينه د ليلا چې مچول يې
كه نه مجنون و پوه، چې خولې مردارې دي د سپيو
قصور مې دى د ختي چې په مينه كې يم پاتې
غرور دې په ميراث راپاتې شوى د پېړيو
تيارې دي، تروږمۍ دي تېرې تيږې دي پښې لوڅې
قدم ږدم پر سكروټو لار وهمه پر اغزيو
محتاجه، سرګردانه، لالهانده، وږى تږى
نه لاس د مرستې شته، نه اراده د مرستندويو
داړو راته نيولى دى كمين په لويه لار كې
پر هر ګام واهمې دي راته پټې د غديو
نېستۍ دي بې ازارې دي ديدنۍ دي، ناميندۍ دي
پر سر راسره دورمي لكه چتر د ژليو
خو:
سينه مې كوه قاف ده، حوادث په كې وركېږي
لمن كې مې اوسېږي پرګنې د ښاپېريو
ډېوې به مې شي بلې د ماضي په مستقبل كې
كه پاك خداىج وژغورم له فنتو نه د پرديو.
1998/اپرېل/23م كال
اوكويل، كاناډا
 

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de