سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

محمد ابراهيم مشرقي

ښاغلى محمد ابراهيم مشرقي د ارواښاد شهيد ګل محمود خان مشرقي زوى پر 1339ل كال په كندهار كې زېږېدلى دى، لومړنۍ زده كړې يې په فاضل كندهاري ښوونځي كې ترسره كړي چې وروسته له احمدشاه بابا لېسې څخه په ښو نومرو فارغ شوى دى، د كابل پوهنتون په كرنې پوهنځي كې يې خپلې زده كړې تر درېيم ټولګي پورې رسولې وې چې د غويي كرغېړنې كودتا توپان راوالوت اونوموړى هم پر1362 ل كال د خپلو زرګونو او لكونو كړېدلو هېوادوالو په څېر پاكستان ته كډوال شو، تر يوه كال وروسته امريكا ته لاړ او اوس د همدې هېواد په نيويارك ښار كې استوګن دى. نوموړى دخپلو ورځنيو ستونزو د غوڅاوي لپاره پرسوداګرۍ بوخت دى، له موسيقۍ سره بې كچه مينه لري چې دهمدې مينې او دپاك خداى د يوه نعمت(خوږ غږ او له سوزه ډك ترنم) په بركت يې په هنري دنيا كې ځان ته ځانګړى ځاى په نښه كړى دى، سربېره پردې د كډوالۍ په هغه ستونزمن چاپېريال كې افغاني ماشومانو ته د يوه ښه لارښود او مهربانه ښوونكي په توګه د هېواد تاريخ او پښتو ژبه په وړيا ډول تدريسوي، چې تر پنځه دېرشو زيات زده كوونكي لري، دوه ناچاپې شعري ټولګې لري او اوس هم لګيا دى شعرونه او نور مضامين ليكي.
شعر يې روان او ساده دى چې هڅه كوي نوي مضامين په كې راونغاړل شي، په هغه پردي چاپېريال كې يې د هېواد مينه په زړه كې تانده او څپانده ساتلې او هر مهال دخپل هېواد وياړونه او دخپلو سرلوړو هېوادوالو مېړانه او سرښندنې ستايي او دا د ځان لپاره ستر وياړ او لويه شتمني ګڼي.

 ژړا
نن بيا پر هېواد راغلم تېر يادونه دي ژړېږي
سپېره ماحول ته ګورم، ځيږ مخونه دي ژړېږي

اميد د پسرلي ته پرېشان خلك هېښ ګوري
ګل نه شته، هوس نه شته، خزانونه دي ژړېږي

سېلۍ دي د ټګيو نړيوال راته په دروه شول؟
ګلبڼ مو خپل پرې لوټ كړ، لاړ ګلونه دي ژړېږي

د ظلم تيارې راغلې دافغان فضا يې ګير كړه
ورېځ د وچكالۍ شوې بارانونه دي ژړېږي

قلم د خوشال څه شوې؟ حقيقت پر ژبه راوړه
نفاق پر موږ نسكور شو، وحدتونه دي ژړېږي

په چل د پردو جنګ دى، پرګنې يې په تنګ كړي
ورور، خور د افغان وير كړي ماتمونه دي ژړېږي

رڼا به خداى كړي كله؟ سباوون ته انتظار دي
افغان د تيارو مېشت شو، ارمانونه دي ژړېږي

يو دين دى، يو يې ملك دى، مشرقي كشكې ټول يوواى
پښتون كه هزاره، تاجك قومونه دي ژړېږي.

خپله خاوره

شم به قربان تر خپله خاوره
دښمنه غوږ شه له مانه واوره
كه بې پروا شولم يارانو
سرمې په دار كړئ بس وار له واره
زما د بابا ميراث راكړه راته
ساتل يې فرض دى ترهر څه ماته
تورې، ټوپك ته لاس كومه
غليمه! خوله به كړم درماته
هېواد مې مور، هېواد مې كور دى
هېواد مې پلار، هېواد مې ګور دى
زه توريالى، سرتېر افغان يم
دشهيد نوم راباندې پور دى
دا پښتانه دي چې كړېږي
دا پښتانه دي چې مړه كېږي
د پښتنو مېړنى زور دى
انګرېز او روس پرې ښه پوهېږي
څوك دې برباد غواړي وطنه!
سر بې ورپرې كړمه له تنه
زه مشرقي وايم په ډاګه
نه به شې ورك له مادښمنه

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de