سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

خالد احمدحيدري

خالد احمد حيدري چې اصل نوم يې بهاالدين دى، د جنرال سيد نجم الدين حيدري زوى د1359لمريز كال د غبرګولي پر18 مه نېټه په كابل ښاركې زېږېدلى دى، پلرنى ټاټوبى يې د كندهار ښار د ارغنداو سيمه ده. له نهو كلونو را په دېخوا شعرونه ليكي او يوه ټولګه يې برابره كړې ده.
دى هڅه كوي چې د شعر په ژبه نوې موضوعګانې بيان كړي او د نوښت پر لوري ګامونه واخلي، يو نيم ځاى يې د نورو پر پله د تلو هڅه كړې ده؛كېدى شي په راتلونكي كې دشعر اّر جوهر ته په پام سره خپل شعر ته د نوښت او شعر توب رنګ وبښي، له ساده بيان او عاطفې څخه يې څرګندېږي چې په غزل كې به تر څه هڅې وروسته خپله لار هم بېله كړي او هغه بري ته به ور لنډ شي چې د لږو كسانو لاسونه وررسېږي.
دښاغلي حيدري لپاره دا غوره كار دى چې په خپل شعر كې ځان ته دريځ ولري، هېڅكله د بل چا په خوښه څه ونه ليكي، خو موږ پر دې باندې باور لرو چې حيدري صيب هنر ته ارزښت وركوي او خپل شعر به د هنر په جوهر نور هم ښكلى كړي، كه له تكراري تركيبونو، سمبولونو، استعارو او تشبيه ګانو څخه يې خپله فاصله نوره هم ډېره كړه او نوښت ته يې پاملرنه وكړه، شعر به يې نور هنري او ادبي ارزښت هم خپل كړي.

 ملنګ
فاني ديدار ته مې سودا شوه، چې د غرو ملنګ شوم
خيالي كېږدۍ مې پوپناه، شوه چې د غرو ملنګ شوم
دلبره !بيا د زړه چاودلي كورته څه راپاشې؟
معصوم زخمونه په ژړا شوه، چې د غرو ملنګ شوم
بيا د اسمان پر كټ پراته دا لرې – لرې ستوري
ولې سپوږمۍ ته په نڅا شوه، چې د غرو ملنګ شوم
خداى مې شاهد دى چې د شپو كلى مې ولړزاوه
شمعه له سوزه په ژړا شوه، چې د غرو ملنګ شوم
حيدري بيا د پاڼې-پاڼې جانان زړه ته كتل
خيالي مې مينه وه، رښتيا شوه، چې د غرو ملنګ شوم.

1378/جوزا/6 /لمريز
كندهار
لټون
د حسن پوځ به ستا په ياد پسې جهان لټوي
ځكه ټول عمر مې هر اه مست بلبلان لټگوي
سپېره شمال دې، په مړه خوله د مرګي زېرى راوړ
چې تصور مې په يو وار ستا هر داستان لټوي
كوټلو وينو مې ماشوم زړه كړ په جبر خپه
ځكه احساس مې كړاوونه او زندان لټوي
د روح ښيښه به مې په ګوتو د تقدير شي ماته
چې ستا انځور مې هر ګړى څيرى ګرېوان لټوي
ستا پر پالنګ مې ګوهرناكې او ښكې وركې شولې
ځكه لېمې مې له سينې د خون باران لټوي
چې حيدري پټ زنګوي ستا د فاني هيلو ټال
خود به ځيګر په راڼه عقل د اسمان لټوي.
1378\قوس\4 ل-كندهار
 

څپه

چې يو شور د تاندو هيلو د وختو پر پلونو څارم
څو څپه – څپه خيالونه د نغمو پر پلونو څارم
چې زخمونه د ځوانۍ يې د طبيب سترګې ړندې كړي
نن هغه چاودلى زړه، د ارمانو پر پلونو څارم
چې به شمعې ورته توى كړې هديره –هديره اوښكې
هغه شپې، هغه تيارې نن د سپېدو پر پلونو څارم
چې فلك د وينو جام يې د شفق په لېچو واخيست
حيدري هغه دلبر به د غمو پر پلونو څارم.

1378 جوزا\6 ل
كندهار

بغاوت
قلم پورته كړه شاعره!
ويده زړونه رابيدار كړه
د ازل په زولنو كې
شعر د زړه په خون سينګار كړه
د ولس سپېڅلې وينه
په رګو كې په رفتار كړه
د غوټۍ له سره لړمونه
جوړ دفكر نو بهار كړه
تصور كې جهان جوړ كړه
تل ايجاد نوي افكار كړه
د اغيار غاړې ته دار نن
د بيتونو ښكلى هار كړه
د صهبا پياله بيا راوړه
زوړ خمار پرې كرار كړه
له فطرته سبق واخله
حيدري! ځان دې هوښيار كړه.

1378\جدي\24 ل.كابل

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de