سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالحميد ارغنداوى

ښاغلى عبدالحيمدارغنداوى دلال محمدزوى پر 1321ل كال دكندهار ارغنداو ولسوالۍ په لوى تابين كلي كې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې په شاه اشرف ښوونځي كې پيل كړې او تر فراغت وروسته دكابل په ابن سينا منځني ښوونځي كې داخل او تر درېيو كلونو وروسته دكابل دارالمعلمين په لسم ټولګي كې شامل شو اوپر 1341ل كال يې د فراغت سند او برى ليك له ترلاسه كولو وروسته په كندهار دارالمعلمين او تجربوي ښوونځي كې د ښوونكي په توګه رسمي دندې پيل كړې، څه موده دارغنداو د غازي محمداكبرخان ښوونځي سرښوونكي او د محمدايوب خان منځني ښوونځي د ښوونكي د مرستيال په توګه هم پاتې شوى دى. پر 1358ل كال يې د ګڼو هېوادمينو افغانانو په څېر د مجبوريت له مخې پاكستان ته د هجرت لار خپله كړه، دكمونسټي ځواك تر ماتې وروسته بېرته هېواد ته راستون شو او په كندهار كې يې استوګنه غوره كړه.
پر اوس مهال د طلوع افغان ورځپاڼې دادب او هنر مدير په توګه دنده ترسره كوي.
نوموړى له ډېر پخوا نه له شعر سره مينه لرله، خو د هغه په وينا كله چې روسانو پر هېواد يرغل وكړ، نو شعر يې نور هم ځواكمن او په زور كې شو او له شعر او هنر سره يې مينه نوره هم اورنۍ شوه. شعر يې دحالاتو تابع دى، هر مهال يې دټولنې انځورونه دهغې اوسېدونكو ته وړاندې كړي او هڅه شوې چې هنريت هم په كې اوچت وساتل شي
 

 فنا
دا جهان به لا ودان وي موږ به نه يو
كور او كلى به بل شان وي موږ به نه يو

زمانه يوه شېبه تم كېدى نه شي
موږ نه پاتې څه ارمان وي موږ به نه يو

ښه خدمت له هر افغان سره ښه ښكاري
دا په ژوند كې امتحان وي موږ به نه يو

كه مو ځان وپېژاند هله به نېكمرغ شو
كه نه سم كار به مو وران وي موږ به نه يو

ټوله درومي له جهانه په دې پوه شئ
هر عمل مو د ځان وي موږ به نه يو.

وران يې نه كړئ

دا وطن د زرو كان دى وران يې نه كړئ
د بلبل پاتې ارمان دى وران يې نه كړئ
د خوږمنو زړو احوال ته نظر وكړه
د افغان شوكت او شان دى وران يې نه كړئ
هر خونه چې نړېږي زړه درزېږي
دا تر ځان راباندې ګران دى وران يې نه كړئ
هر يو كاڼى يې سور لال د بدخشان دى
دا زما دين او ايمان دى وران يې نه كړئ
دلته ښخ دي زموږ د پلار نيكه هډونه
دا مكان دور دوران دى وران يې نه كړئ.

هسكېرلى پسرلى
هسكېرلى پسرلى دى
بې ثمره نوبهار دى
نه سنبل شته نه بلبل شته
باغ او راغ هم خوار و زار دى
نه ورېځ پر اسمان ښكاري
د هرچا تر سترګو خار دى
ځمكه خړه پړه اېسي
د ويرونو لوى انبار دى
سور ګلاب راټوكېدلى
خو د مرګ په انتظار دى
پر بلبلو جوړ ماتم دى
ققنس هم په چغهار دى.

د وحدت توره

زما د سرو شونډو موسكا خوښه ده
د لېونيو بيا ژړا خوښه ده

څوك په تورتم كې رڼايي لټوي
د چا د مينې مشغولا خوښه ده

د چا پر سرو شونډو موسكا نه ښكاري
دلته غمونه د بل چا خوښه ده

زه د نفاق له قيده و تښتېدم
نور مې تر دې توره بلا خوښه ده

راشئ راټول شو پر دې خپل نغري
د وحدت توره مې تر ملا خوښه ده.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de