سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

بشيراحمد بشارت

بشيراحمد بشارت د ښاغلي محمد موسى زوى پر1356لمريز كال د كندهار ښار په څلورمه ناحيه كې زېږېدلى دى،ترمنځنۍ زده كړو وروسته نورې هغه ترې نيمګړې پاتې شوي او د خپل كمزوري اقتصاد له كبله پر ورځنيو دندو بوخت دى. درې كاله وړاندې د شعر ميناتورې دنيا ته راننووت.كله چې يې د خپلو ادبي ملګرو له تاندو بنډارونو سره اشنايي ومونده، د شعر وږمې يې نورهم په ذهن كې غزونې وكړې،كه شعرونه يې لږهم دي په خپله سادګۍ كې يو شمېر راڼه انځورونه را برسيره كوي ،د وروستيو ناخوالو سيورو يې هم د اند يوه برخه نيولې ده، ورسره ترڅنګ د شعرونو تغزلي ښكلا يې هم زړونو ته لار پرانيزي. بشارت پر خپل شعري استعداد باندې ډېر باور نه لري كله كله خو ځان له ادبي او هنري دايرې څخه بهر احساسوي، كېدى شي په دې برخه كې يې خپل مات نفس هم ورباندې زورور وي، خو بشارت بيا دومره بېغوري كوي چې ګرد سره د شعر مطالعې ته هم" هغسې چې ښايي" ډېره لېوالتيا نه ښيي او كه ښيي يې هم، پر له پسې رياضت نه كوي، چې داكار يې شعر او هنر ته زيان رسوي.
بشارت ښكلې هنري ژبه لري، كه يې خپله فكري پانګه نوره هم ډېره كړه او نوښت ته يې ډېره پاملرنه وكړه، نو دا تمه ترې كېگگدى شي چې نور پرمختګ هم وكړي.
 
څپاند ه
اوښكه چې څرګنده شي، ځلانده شي
جوړه د وير سيند شي را څپانده شي
څه شېبه بڼو كې غلې – غلې شي
راشي اننګو ته راغړانده شي
تم شي يو ځل سپينه مرغلره شي
درومي و هر لوري ته بهانده شي
هار شي بيا پر سپينه سينه وزانګي
لاړه شي ګرېوان كې لالهانده شي.

هارونه
پردېسې اوښكې مې روانې، د ګرېوان پر لوري
رنځور زړګى مې په نڅا شو، د جانان پر لوري
عقل مې پرېښودله لاره په جنون كې ګډ شوم
اوس وړم په پښو كې زولنې، ځم د زندان پر لوري
شولې راپورې سرې لمبې د بېلتانه په ښار كې
لوګى – لوګى رانه خوځېږي، د اسمان پر لوري
چې مې را وناڅي په زړه كې اندېښنې د هجر
وړمه د اوښكو جوړ هارونه، د ارمان پر لوري
راته يو ديد يې قيامتي شو بشارته د يار
سر به ور لېږمه ډالۍ كې ددې ګران پر لوري.
1379لمريز،كندهار

كرښه


څوك دعقل په بېړۍ كې د جنون پر لارو درومي
چاته كلى زنداني شي، زنځيرونه را پارېږي
دبدۍ كاروان روان دى، د زمان پر كږلېچونو
نفاق خپل منزل ته رسي، پسادونه را پارېږي
اسمان ټوله زلزله دى، د قسمت بدلول غواړي
د تقدير پر كرښه ګام ږدي، تدبيرونه را پارېږي
زموږ دهيلو سمندر كې، لا نيمګړې بېړۍ لامبي
كله بيا راشي څپو كې، نهنګونه را پارېږي
د سمون پر سمه لاره، بشارته سم قدم ږده
هسې نه بېلتون راغلى، هجگرانونه را پارېږي.
كندهار، دويمه ناحيه

وير
بيا دې په ځيګر كې د سرو وينو لښتي توى شول
بيا مې د نمجنې سترګې اوښكه توپاني شوه
بيا دې په ګرېوان كې د سكروټو باران وشو
بيا دې په ګوګل كې يوه چغه اسماني شوه
بيا دې په لمن كې د پرديو اور راشين شو
نن دې له لېمو څخه رودونه ولاړېږي
بيا پرې سپېلني شول د اسمان ځلانده ستوري
خوځي دې له ټنډې نه ګردونه ولاړېږي

ستړي كاروانونه دې د هيلو شول لاروركي
غاړې ته دې ولوېدل د سرو لمبو هارونه
شنې شولې تڼاكې دې پرسپينو مړوندونو
تاو دې شوله غېږكې د لوخړو بهيرونه
 

سپرليه!

دمودو پردېس سپرليه! راشه زموږشاړو مېرو ته
په پسته رنګينه غېږكې ګلان راوړه دې دښتو ته
دژوندون په نامه ژوند دى، د زندان په څېر قفس كې
ټولې هيلې زندۍ شوې دي، د ظلم په محبس كې
د تيارو كړۍ ور لوېږي، د مظلومو لاس و پښو ته
هر محفل سور رنګ اخيستى، د حنا رنګ بېګانه دى
د مطرب لاس كې رباب دى، ايښى سر پر زنګانه دى
نه نڅا شته، نه موسكا شته،نه خوښي شته د چا زړو ته
دخزان ترخې سېلۍ مې رژوي راته ګلڅانګې
د ياغي توپان څپو كې مې ډوبېږي د عشق مراندې
د اميد د بېړۍ تله دي، د هدف و رسېدو ته
په ګردونو ډك اسمان كې د كرګسو شور ما شور دى
د بېوسو په انګړ كې د لوخړو اتڼ خپور دى
د وحشت په تاريكو كې لاره پرانيزه وړانګو ته.
 

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de