سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

احمد فاني

احمدفاني پر1353 ل.كال د كندهارښار په پنځمه ناحيه كې د شهيد نوراحمد كره زېږېدلى دى .
لومړنۍ زده كړې يې په غازي محمد ايوب خان ښوونځي كې پيل كړې،خو د ځينو ستونزو له كبله له ښاره كډوال شول او زده كړې يې نيمګړې پاتې شوې خو يو څه موده يې په غازي عبدالصمد خان اڅكزي ښوونځي كې خپلو زده كړو ته دوام وركړ،كله چې بېرته ښار ته را كډه شول يوولسم ټولګى يې په نساجي ښوونځي كې ولوست،تر هغه وروسته نورې زده كړې ترې پاتې شوې، پر دې سربېره يې ديني زده كړه هم كړې ده.
كله چې يې وحشي روسانو پر 1365 ل.پلار ور شهيد كړ، كورنۍ ټولې چارې ده ته ور تر غاړې شولې، پردې ستونزو او كړاوونو سر بېره يې له شعر سره هم خپله مينه اېشنده ساتلې ده؛ غزليزه شوخه مستي يې شعر ته ډېره ښكلا بښي. د لرغونو شاعرانو اغېز يې ډېر منلى، چې په دې برخه كې يې د پيرمحمد كاكړ، حميدبابا او شيدا له شعري مزاج سره خپل شاعرانه خيال همغاړې كړى دى.
شاعري يې پخه او ښكلې ده خو كه ددې وروستيو وختونو په څېر رياضت او ليكلو ته شا كړي نو دا وېره كېدى شي، چې شاعري يې په هنري لحاظ ټيټه يا كمزورې شي. د احمدفاني په شعر كې ځينې داسې ټكي هم شته چې لوستونكو ته بشپړه مانا نه شي رسولى، كله كله دا ستونزه په لفظي جوړښتونو كې وي كله هم په همدې لفظي پېچلتيا كې چې تر غور وروسته غوڅېدى شي.
 

 شرنګ

كاكل دې د چشمانو ښايسته زُحل وژلى
يوسف لكه چې نن د خپلې لارې مل وژلى
د زلفو جادو ګرو يې د كوډو غشي جوړ كړل
په سرو وينو شهيد يمه، ما ځان په بل وژلى
وږمو د صبحدم يې د سپين مخ زلفې كړې ماتې
د ګلو په ګلشن كې يې تنها سنبل وژلى
دې پوڅ د اننګو خو يې د زړونو پيالې توى كړې
روسانو په ظلمونو كې زما كابل وژلى
نغمې- نغمې بلبلو په اواز كې سره لمبه كړې
يا ښكاري چې احمد فاني په حرف غزل وژلى.

كندهار، پنځمه ناحيه

مستي

خيال يې جادو غوندې يو بريد دى د نيولو په كار
څومره ماهر دى لكه سترګې د وژلو په كار
تل د سهار د وړانګو مخ ته د ژوند لاس غزوم
نه يم عادت لكه شبنم د ويدېدلو په كار
ښايي افغان يم،په لويۍ كې هم ځان لوى ګڼمه
لكه يو لمر پوهېږم، بيا د رالوېدلو په كار
ما ته يې نه و زده، لومړى باب يې هم دلته پيل شو
اوس پوره پوه دى هر روسى د تښتېدلو په كار
دا خو منم چې ټپي شوي يو، هم زه هم وطن
ژوبل زمرى لا قهرجن شي د څيرلو په كار
احمدفاني بې دډاګونو په توصيف موړ نه شي
نور بې ماړه شي د ګلونو د ستايلو په كار.

درد
درد د پرهارو شوم ،د كابل پر طرف لاړمه
شپه شوم د زلفينو د چارګل پر طرف لاړمه
پوځ شومه د ورېځو د شفق ځمكې مې لاندې كړې
وير شوم د مرميو، د منګگول پرطرف لاړمه
شر شومه، فساد شوم، د سندرو ملا مې ماته كړه
ستوني ته رانجه شوم، د بلبل پر طرف لاړمه
اه و اسوېلى شوم، د مظلوم د كعبې بت شومه
مينې ته ګناه شوم، د ازل پر طرف لاړمه
تندر د هجران يم د ګودر پر منګو پرېوتم
تبر د فرهاد شوم، د جبل پر طرف لاړمه
ما د ارمانونو د كوثر جام چپه واخيسته
چپ له خپله اصله د بدل پر طرف لاړمه
مايې له رخساره تورې څڼې په لاس واخيستې
ځانه ته شوم پرېشانه، د سنبل پر طرف لاړمه
اور شوم د سندرو د احمد فاني د زړه پر سر
لمگر د تصور شوم د غزل پر طرف لاړمه.

سرې سينې

تل پسې را وځم، لكه لمر چېرې يې نه پرېږدم
هسې له تيارو سره مې خداى طبيعت نه كړ خوښ
ځان لكه باڼه غوندې په لمر سوځم، ازاد دې يم
ژوند مې لكه سترګه د بل چا په زحمت نه كړ خوښ
سوځم د وطن محفل ته ځان قر بانولاى شم
شمعه غوندې ځان ته مې يو لږ څه راحت نه كړ خوښ
څوك چې مې په سيل سرې سينې ته مازيګر راځي
ما لكه شفق د ماښامونو ذلت نه كړ خوښ
سر كې به دې وروست شي، د افعان د غلامۍ فكر
لوړ اسمان له سره د ټيټوالي عادت نه كړ خوښ
نوره ګناه نه لرم احمدفاني تورن په دې
چاته مې په مړو سترګو هېڅكله خدمت نه كړ خوښ.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de