سرېزه

شاعران

ښاېسته کندهار ډېر- ډېر يادومه  
 

عبدالباري حيرت

ښاغلى عبدالباري حيرت د حيات الله كاكړ زوى پر1356لمريزكال د زابل ولايت په "دارې"كلي كې زېږېدلى دى ،د جګړو تور ښامار كډوالۍ ته اړويست، په كډوالۍ كې يې تر اتم ټولګي پورې د لورلايي په "زنګيواله" كې زده كړه وكړه.
پر1376ل. له "ګورنمنټ ډګري كالج" څخه ددوولسم ټولګي په برياليو زده كوونكو كې و،پر همدې كال د كانكور تر ازموينې وروسته كندهار پوهنتون ته بريالى شو او اوس د كندهار پوهنتون د طب پوهنځي ددرېيم كال محصل دى ،له پنځو كلونو راپه دېخوا شعرونه ليكي.حيرت د خپل شعري پر مخيون په بري كې د"پښتو ادبي جرګې " مشر خير محمد عارف ډېرې هڅونې ستايي، چې دده په اند ډېر څه يې ترې زده كړي دي.
شعري بيان يې ساده او عاطفي دى، كه يې ډېر څه ولوستل د راتلونكي لپاره دډېرو ښو هنري پنځونو لپاره به د پياوړي مگټ څښتن شي، كه د وزن او څپو په برخه كې يې هم له لږ څه غور څخه كار واخيست شعري بيان به يې لا ښكلى شي، د نويو غورو شعري ټولګو لوستل هم په دې كار كې ورسره مرسته كولاى شي. د كندهار پوهنتون فرهنګي څانګې په مياشتنيو غونډو كې هم ګډون كوي، همدا راز كله كله كندهار ادبي ټولنې ته هم ورځي او خپله ادبي تنده په كې ماتوي، د پوهنتون د درسونو تر څنګ ادبي او فرهنګي هڅې روانې ساتي.

 سترګې

په خوب ليدلي ما د ګران سترګې دي
اوس راته ګرانې د جهان سترګې دي

ژوندون دغه دى، كه نور هم غزېږي؟
زما په تمه د وجدان سترګې دي

چې يې فطرت پر سينه چورلي-چورلي
دداسې خلكو پر ګرېوان سترګې دي

په هر قانون باندې پيسې اورېږي
ځكه ړندې د هر انسان سترګې دي

كه ددنيا كونجونه ولټوې
ما ته خوږې د خپل جانان سترګې دي.

1376 ل.لورلايي

لپه

پر ټولو دا يوه ده، چې ته هم ژاړې زه هم
نوځكه داخوږه ده، چې ته هم ژاړې زه هم

ګيله څه په كار نه ده، اوس له خپلو له پرديو
دنيا كږه وږه ده، چې ته هم ژاړې زه هم

ستا چم سور او زرغون شو،زما جونګړه شوه لوګۍ
عجيبه ننداره ده، چې ته هم ژاړې زه هم

د تمې لپې نه شته، د سرونو تجارت دى
ددوى دا فيصله ده، چې ته هم ژاړې زه هم

زړګيه يوه ورځ خو د حيرت په رضا راشه
ژوند كله يوه شپه ده، چې ته هم ژاړې زه هم.
1377 لمريز
 

مړى
دخپل عشق په لمبو سوى مړى پروت دى
د اجل انتظار وړى مړى پروت دى

بيا د غم ستړې شپېلۍ ورته په شور كړئ
داد عشق تورو ځپلى مړى پروت دى

مينه لاړه دوى هم نورو ته تكيه شول
هغه مست د وجدان كلى مړى پروت دى

سرې منګولې غبرګې ښكاري د يار خوا ته
د دېوال سيوري ته تللى مړى پروت دى

خود به تل داسې حيرت په غم كې ښكېل وي
بخت يې څنګ ته لكه ستړى مړى پروت دى.

1379/غويى/30 ل.دويمه ناحيه ،كندهار

لاهو

يمه حيران چې زه خپل ځان لاهو كړم
دا ټول ګرېوان، كه ټول جهان لاهو كړم؟
كه د ډېوې اوښكې كړي وچې سبا
نن به زه هغه پتنګان لاهو كړم
چې يې ايستلى وم د پام له كوره
هغه د عمر په زندان لا هو كړم
كه د پښتو قلم په ګوتو راشي
زه به د وخت ټول جابران لاهو كړم
په ټول ژوندون مې د خوب خيال نه درلود
حيرته تا غوندې انسان لا هو كړم.
هنداره
په سمولو ستا د څڼو او كمڅو يمه زه
كابله ستا پر سينه بيا په ګډېدو يمه زه
زه چې په سپينو جامو نغښتى وم تا خپل ګڼلم
نن په ساده جامو كې ولې د پردو يمه زه
ددومره وخت په تېرېدو سره سمسور نه شوې ته
بخته ظالمه تل له تا په اسوېلو يمه زه
هغه هنداره يم چې څوك راكې څېرې لټوي
بدرنګي ډېره شوه اشنا په ما تېدو يمه زه
هېواده ! ستا د خپلواكۍ لاره له كومه كړمه
پر دغو ډېرو كږلېچو په وركېدو يمه زه.

 Site designed and administrated by Tolafghan.com 2003 webmaster@shirzad.de