سرېزي

شاعران

ښاېسته کندهار  ډېر- ډېر يادومه  
 

بِسمِه تعَالى

پښتو يون

"پښتو يون" د پښتني هڅوب، پښتو ژبې او پښتني ارزښتونو د ځلولو، خپرولو او پاللو لپاره په مينه او تلوسه لېڅې رانغښتي او د پښتو د زړو متنونو، نويو ادبي پنځونو، څېړنو او ځېرنو چار پرمخ بيايي او په دې لار كې درانه او شمېرلي ګامونه اخلي.
دا دي د څو زړو متنونو تر خپرولو او د څو څېړنيزو نښېرونو(اثارو) تر وړاندې كولو وروسته د لوى كندهار دځوانو رېشيانو(شاعرانو) ژوندپاڼه چې ددوى ژوندليك او وينا په كې راغونډ شوي او د ځوان پښت روڼ انده او خواريكښ ليكوال ښاغلي صالح محمد صالح كار پرې كړى او پر راغونډولو يې زيار ګاللى، وړاندې كوي.
دا ځوان توكم د اورونو او لنبو په منځ كې رالوى شوى او د دردونو او كړاوونو ترخې كيسې يې د پاړكو په خولو كې دي.
هيله ده تاسې يې په مينه ولولئ، د دوى پر تلوسو، هيلو او خاورې شويو اميدونو ځان خبر كړئ او د يوه ګډ يون له لارې خپل هېواد او هېوادوال له دې كړاومن ژوند او چاپېر څخه راوباسئ.
زموږ له دردمنو او خوږمنو پښتنو څخه هيله ده چې له دې يون سره مله شي او په خپلو هراړخيزو مرستو مو ولمانځي.

په درنښت
لطيف جان بابى
د "پښتو يون" مشر
فراكوى، نيويارك، امريكا

2001 م كال

Site designed and administrated by Tolafghan.com © Copyright 2002-2003  webmaster@shirzad.d