دمړي قبر دې دهغه دنيمايي قد سره په برابره اندازه وكنستل شي (كډى دې شي) او دمړي دپوره قد په اندازه دې نه كنستل كيږي (نه كډى كيږي) .البته دقبر اوږدوالى دي دمړي دقد په اندازه وي . په قبر كې بغل وهل يا لحد جوړول غوره دي , خو دا هله كه چيرته دقبر دلويدو ويره نه وه او كه دقبر دلويدو ويره وه او يا ځمكه نرمه وه نو بيا په صندوقي قبر جوړولو كې هم هيڅ حرج نشته . يعنې دقبر په مينځ كې دې كنده جوړه كړي او مړى دې پكې كيږدي .
كله چې قبر تيار شي نو مړى دې دقبلې له لورې قبر ته ننه ايستل شي چې طريقه يې داسې ده چې جنازه دې له قبر سره دقبلې په لورې كيږدي او دمړي رااخستونكي دي هم دقبلې په لور ودريږي او مړى دې راواخلي او ورو دې په قبر كې كيږدي .
په قبر كې دمړي د کېښودونكو لپاره طاق يا جفت شميره اړينه نه ده , د دواړو نړيو سردار محبوب رب العالمين حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم يې په څلورو كسانو قبر ته ښكته كړو .
په قبر كې دمړي د کېښودو په مهال ښايي د(بسم الله على ملة رسول الله ) دعا وويله شي .په قبر كې له کېښودلو وروسته دې دكفن هغه غوټې چې دمړي سراوپښوته مو د هوا د لګيدلو او د كفن د وړلو له ويرې وركړې وې پرانستل شي .
له دې وروسته دې قبر په خټه يا خامه خښته باندې بند شي او پخه خښته يا لرګي تخته دې نه پكې استعماليږي .
مګر كچيرې ځمكه نرمه وي او دقبر دكيناستلو ويره وي هلته بيا دپخې خښتې او لرګي استعمال مكروه نه دى . والله اعلم
دښځينه مړي قبر ته د ټيټولو په مهال پرده كول مستحب دي خو كه چيرې دمړي دبدن دښكاريدو ويره وه نو بيا پرده كول واجب دي . والله اعلم
كله چې مړى په قبر كې كيښودل شي نو هغه خاوره چې دقبر د كنستلو په مهال ورڅخه راايستل شوې وه هغه دې ټوله دوباره په مړي ورواچوي تردې ډيره خاوره پرې اچول مكروه دي .
په قبر باندې دخاورې د وراچولو پيل دمړي دسر له لورې كول غوره دي او هر سړى دې خپل دواړه موټي له خاورې ډكوي او په قبر دې ور اچوي او په لومړي ځل خاورې اچولو دې وايي " مِنها خَلقناكُم " او په دوهم ځل دې وايي " فيها نعيدكم "  او په دريم ځل دې وايي " وَمِنها نَخرجُكُم تارة اخرى "

دقبر څلور كُنجه جوړول مكروه دي بلكې مستحب داده چې قبر مسنم وي يعنې د اوښ دكوهان په څير وي او له ځمكې څخه ښايي ديوې لويشتې په اندازه پورته وي
دقبر تر يوې لويشتې نه ډير پورته كول مكروه تحريمي او ناروا دي .
دمړي له ښخولو وروسته په قبر باندې ګنبده يا قبه لګول دښايست په بڼه حرام دي او د قبرمضبوطي په بڼه مكروه دي .
كه چيرې د قبر دوركيدو ويره وه يا بله كومه اړتيا ليدل كيده نو دمړي په قبر ديادښت په توګه څه ليكل روادي او كه اړتيا نه ليدل كيده نومكروه دي .
په قبر باندې له خاورو اړولو وروسته داوبوشيندل مستحب دي .
مړى كه غټ وي او كه ماشوم وي په كور كې يې ښخول نه دي روا, ځكه چې دا دانبياووځانګړتيا ده .

بېرته شاته

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more