د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

Kawasaki Disease

ډاکتر څپاند
24.06.2013

Kawasaki Disease
(Kawasaki Syndrome or Mucocutaneus Lymph node syndrome)

کواساکي(Tomisaka Kawasaki) يو جاپانی ډاکتر وو چې په ١٩٦٧کال ئي دېوې داسې ناروغئ موندنه وکړه چې دادی ٤٥ کاله روسته دې طب او ساينس دعلومو دپرمختګ سره سره،لا هم ددې
ناخوالې په سبب يا کامله درملنې څوک بريالي شوي ندي٠

سره ددې چې دا ناروغئ دنړۍ پر مخ او خاصتا په افغانستان کې
چندان زيات مصدومين نلري خو ما پدې وجه رامخ ته کړه چې:
-ما پخپله په استراليا کې پدې ناروغئ اخته درې ماشومان ليدلي دي.
-دا ناروغئ ځينو نورو ناروغيو ته ورته والی لري،نو لازمه ده چې
زموږ ځوان ډاکتران ور ته توجه ولري٠(کيدې شي ماپخپله هم داسې
ناروغان،پخپل وطن کې لېدلي وي خو دتجربې دکموالې په وجه
تشخيص کړی شوي ندي)
-که دا ناروغې تشخيص شي،دناوړه عواقبو د مخنيوئ تدابير شتون
لري٠

٨٠ سلنه اخته ناروغان تر ٥ کلو کشر وي٠
تبه دناروغئ بنسټیزه نښه ده چې ٣٩-٤٠ سانتيګرډ پورې پورته ځي٠
تبه معمولا دوې اونۍ دوام کوي خو کېدی شي ٥-٢٥ ورځو دوام ولري٠دې حرارت درجه دې مروجه دواګانو لکه paracetamol او Ibuprofen سره چندان بهبودي نه پيدا کوي٠

ماشوم ډير نارامه وي ،ژړا او فرياد کوي٠

دماشوم سترګې سري وي (conjunctivitis) خو درد نلري٠{په روسته پاټولنو کې تبه،rash او د سترګو علايم، د شري (سرخکان،Measles) سره غلطيدی شي٠}

د ناروغ شونډې سور رنګ،پړسوب او عمودي چاودې لري٠دغه راز د ناروغ
خوله اوستونی سوروالې پيدا کوي٠
ژبه لکه دې سرې غوښې د يوې ټوټې په څير بريښي (Strawberry Tongue يا توت زميني ته ورتوالی پيداکوي ).

دې غاړې لفاوي غدې (مرغېړي) پړسوب او نادرا درد او سوروالی مومي٠

دلاسو ورغوي اودپښو تل سوروالی او دپښو او لاسونو شا پړسيږي٠(دپښو او لاسونو دې درد له کبله ناروغ څه شي پخپل لاس کې نه شي نيولی او دې لارې تګ ته زړه نه ښه کوي)٠

دې ناېوغئ په دريمه يا څلورمه اونئ کې دپښي او لاسونه پوټکی بدلوي(desquamation or peeling of skin) دا حالت کېدی شي
کلونه دوام وکړي٠په ځيني ناروغانو کې د نوکانو څيره هم بدليږي٠

په پوټکي سره داغونه را پيداشي چې په طبي ژبه ئي Macular-Papular or urticarial or multiform Rash بولي٠دا داغونه
يا "بخار" معمولا په تنه (trunk)کې واقع کيږي خو پر مخ،او څلورو اندامونو (limbs) هم ليدل کېدی شي٠

څرنګه چې دا ناروغي دې ويني رګونه متاثروي(autoimmune disease of middle sized blood vessels causing necrotising vasculitis)
نو پدی وجه دبدن ټولو غړو ته صدمه رسولی شي،چې په طبي ژبه کې
ورله Arthritisيا دبندونو التهاب،myocarditis/pericarditis يا دزړه التهاب،Pneumonitis يا دسږو التهاب،Hepatitis يا دې ځيګر التهاب،دغه راز د نخاع دپوښ التهاب
(aseptic meningitis) په نومونو ياديږي٠

خو دې زړه ياقلب درګونو ماؤفيت
(coronary artery aneurysm) تر ټولو خطرناک دی،داځکه چې
دمناسبې درملنې نه بغير دزړه دحملې
(Myocardial infarction or heart attack) او حتی مرګ سبب
کيدی شي٠

لابراتواري کتنې:
لاتر اوسه داسې کومه خاصه معاينه نده پيژندل شوی چې دا ناروغئ
پرې تشخيص کړی شي٠کېدي شي د ويني سپين ګردي کم يا زيات شي،RBC کم اوESR چټک او CRP ډير لوړ او LFTs غير نارمل وي
خو يو هم دتخيص سره مرسته نشي کولی٠

که زړه ماوف شوی وي،ECG اوechocardiogram دتشخيص سره مرسته کوي،نادرا angiogram ته اړتيا پېښېړي٠
differential diagnosis يا تشخيص تفريقيه:
په غربي نړۍ کې دې scarlet fever,toxic shock syndrome,juvenile idiopathic arthritis and mercury poisoning په هغو امراضو کې شامل دي چې
Kawasaki disease ته ورتوالې لري٠
خو زموږ دهيواد پشان په روسته پاته ټولنو کې چې طبي امکانات ډير
محدود دي،دمحترمو ډاکترانو نه هيله کيږي چې کله نا کله دا ناروغئ
پياد ولري٠

IV Immunoglobulin يواځنۍ دوا ده چې ودی ناروغانو ته ژر شفا
وربښي٠ددې تر څنګ Aspirin هم دڅو مياشتو لپاره ناروغ ته ورکول کيږي٠
په درناوي
_________________


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more