د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

داڅه غرړه غرړه کوې، زه هم ستا په څیر یو بې روزګاره یم...

خلیل الرحمان
17.10.2011

یو زده کونکی د شپاړسم ټولګي څخه بری لیک تر لاسه کړو. غریب ډیر وکړیدلو خوهیڅ یوه دولتی دنده یی تر لاسه نګړله. مجبور شو یو څو چتیز بام ته اووخوت او غو ښتل یی چی ځان وژنه وکړی. دلاندی ورباندی دیو ګاونډی نظر شو. ګاونډی تری سمدلاسه وپوښتل چی څه کوي؟
هغه ورته په ځواب کښی وویل چی دکار د نه موندني په سبب ځان وژنه کوم.
ګاونډی یی ډیر زیات خفه شو اوپدی شرط یی دغه بریالی زده کونکی راکوز کړو چی ګوندی هغه به یی هرومرو په دنده وګماری.
دهغه دی ګاونډی دکابل په ژوبڼ (باغ وحش) کښی دنده لرله . آخر دغه شپاړم پاس یی دی ته تیار کړو چی کچیری هغه (ښپاړسم پاس)په ژوبڼ کښی دیو مړ شوی میلو(خرس) پوستکی واغندی نو یوه پلوه به هغه(شپاړسم پاس) ته ددی کار په بدل کښی ۳۰۰۰ افغاني په میاشتنی ډول ورکول کیږی اوهمدارنګه دبلی پلوه به دولت د نوی میلو (خرس) رانیولوڅخه او ملی بودیجه به له زیاتی بوج څخه هم وژغورل شی.
شپاړسم پاس هم بله واسطه نه لرله نوځکه چار ناچار، په چټکۍ سره یی دی کار ته غاړه کیښودله د دمیلو څرمن یی واغستله او په پنجره کښی کیناستلو.
بیچاره به په پنجره کښی غلي اوخفه ناست وو. ټوپونه موپونه به یی نه وهل او یا خو به نه ورتلل چی څرنګه ټوپونه اووهی او سیلانیان خوشحاله کړی.
آخر سیلانیانو دژوبڼ اداری ته شکایت لیک واستوه او اداره کونکی یی پدی تورن کړل چی ګوندی دوی د ناجوړه میلو درملنی ته پاملرنه نه ده کړي او غوتنه یی وکړه چی دڅو ورځو راهیسي د مریض شوی میلو(خرس) درملنه دی په چتکۍ سره وشی.
ددی په آوریدلو سره دشپاړسم پاس ګاونډۍ هغه(شپاړسم پاس) ته راغلو او ورته یی اووییل چی ظالمه هغه خپله ګټه خولږه حلالوه کنه یار! لږ ټوپونه موپونه خو وهه راوهه ! او کنه مونږه بل یوه کس ته دا څرمن ورواغوندو چی په پایله کښی به له دندي څخه ګوخه شی.
ددی نه پس چی دی میلو(شپاړسم پاس) به څوک سیلانیان لیدل نو په نخرو او په ټوپونو به شو
یوه ورځ په ټوپو نو ټوپونو ډیر ګرم راغي چی ناڅانه د زمری پنجری ته وغورزید
ډیر زیات په ویره کښی شو چی ګودی زمری خو به یی خانګي خانګي کړی خو زمری ورباندی هډو غوږ هم ونه ګرولوږ
ده داسی ګمان وکړلو چی کیدای شی زمری د میلوګانو څخه ویریږی
نو ده په زمری د لا زیات رعب اچولو دپاره په زمری ورمنده کړه او غر ړغر ړغر ړغر ړغر ړغر ړ........ یی ورته شروع کړل
آخر زمری ورته په غوصه شو او په قهر کښی په لوړ آواز یی ورته اوویل....
ورک شه خدای دی غرق کړه..... څه غرړه غرړه کوی...... تبا او برباد شی........ هلته غلی او سم کینه.........زه هم ستا په څیر یو بی روزګاره شپاړسم پاس یم.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more