د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دهلمندي زمريانودبرياپه وياړ

وصيل پېروز
26.05.2009

دهلمندي زمريانودبرياپه وياړ
په دې وروستيوکي چي دهلمندپه مرجه کي کوم عمليات پيل شوي وواوغربيانواو دهغوئ ګوډاګيانوورته ډيري سورې نارې وهلې چي دابه داسي دابه داسي وي خو الله جل جلاله دوئ ته ديوڅوسپېروطالب مجاهدينوپه لاس داسي ماته ورکړه چي تل به يې ياده لري اودابريابه داسلام په ځانګړي ډول دافغانستان په تاريخ کي يو زرين باب وي زه ددې برياپه وياړدستراديب شاعرشهيدمرحوم ملابسم الله "سحر" داشعرهرهغه مجاهدته ډالۍ کوم چي پرخدای توکل لري اوديوه الله جل جلاله لپاره کارکوي .
په مينه
ګوزارتــــه دغليـــــم مـوځيګــــــرسپرنيولــــی دی
په کلک ايمان موتل ځنــــي سنګــــرنيــــولی دی
جوړکړي چـي حالاتــــووزړګـــــي دژوندانه کــــي
ملهم مواوس پرهغـــه هرپـــــرهــــرنيـــــولـــــی دی
داتوري تاريکۍ به ولــــي نه درومــــي په تېښته
چي مونږورته په لاسوکي سپين لمرنيولـــی دی
رښتياچــي قاتلان يــــوموږدهغـــــورقيبـــــانــــــو
چي قتل دښکلاته يـــــې ګـــــودرنيـــــولـــــــی دی
خومونږیې فرهاديان يابه سرخورويابه ترې وزو
که وخت مودشيرينـــــې مـــــخ ته غـــــرنيولی دی
راغلې نېکمرغۍ موبياله کـــــوره تللی نه شــــي
ملګـــــــروسحريانـــوورتـــــــه ورنيــــــولـــــــی دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more