وطن پال او نور ګټور شعرونه
پټه نړۍ
وصيل پېروز
07.05.2009
دادی دسترليکوال اوشاعرمولوي محمدغفورپېروزيوه ښکلې غزل ستاسوحضور ته وړاندي کوم هيله ده چي خوښه موشي .
پټه نړۍ
دزړه په غږمي نه پوهېږم چي ګويايمه زه
لکه غنچه هسي خاموشپه په خندايمه زه
ترلرې لرې مي روښانه کړل تياره ملکونه
نه مي څوک ويني نه دمشعې يوه رڼايمه زه
په خپل جمال ښائسته ساتمه بې رنګه زړونه
نه دګلاب دګلوګل اونه ښکلایمه زه
يم حقيقت ګوره سراب غوندي مي ونه بولې
له سترګوپټه يوه نړۍ يوه دنيايمه زه
هره هستي کښي مي جلوه درڼاګانوګوره!
څوک مي ليدلی نه شي خوګوره دهرچايمه زه
په پټه خوله به درته وښيم بې شماررازونه
پېروزه! نه وايم حرفونه بې وينايمه زه
وصيل پېروز
08.05.2009
زهيرملنګ
محمدنسيم حميدي (کندهار)
زهیرغوندي ملنګ وم ظالمانوځورولم
هرچاپه کاڼوويشتم ماشومانوځورولم
هرځای به تشک کچکول تلمه هردراته تړلی
دکلي په کوڅوکي بخيلانوځورولم
په جام جام مي پلورلي دليلاپه درکي ويني
تربورغوندي مجنون ومه ټګانوځورولم
يوتپنده غرمې دحميدي بوستان لمبه کړ
نسيم دسهارنه وه زه ګلانوځورولم