tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

XP مه فارمـټه وه ، دلته راسه چي زه چل دروښه یم :)

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
fida



دغړيتوب نېټه: 31 مارچ   2006
ليکنې: 20
ځای: kandahar

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اپريل   08, 2006 5:03 am    عنوان   : XP مه فارمـټه وه ، دلته راسه چي زه چل دروښه یم :) Reply with quote

ښه نو ...خبره داسي ده ...کله کله په وینډوز xp كي بعضي فايلونه ورك او يا رڼک سي .... نو بیا مونږ دې ته مجبوره سو چي خپل وینډوز فارميټ کو ...ځکه چي وينډوز سم کار نه کوي مګر دې نه پس به داسي نه کوو بلکي داسي به کوو ... راځه :
۱ - سي ډي روم ته د اکس پي xp سي ډی واچوه ،
۲- بیا پر START كليك وكړه ،
۳ - وس نو پر RUN كليك وكړه ،
۴ - په RUN كي ولیکه : sfc /scannow
----------------------------------
وس نو کمپیوټر او سي ډي سره پرېږده ... سي ډي به اول هغه فایلونه ورک کړي کوم چي ناکاره سوي دي او بیا به هغه اصلي فایلونه چي په سي ډي کي وجود لري ور انتقال به سي ....
اسانه او ډیر ژر
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست Yahoo Messenger MSN Messenger
Hannan Zaky



دغړيتوب نېټه: 29 جنوري   2004
ليکنې: 6
ځای: ګران كندهار - افغانستان

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   اپريل   10, 2006 6:21 am    عنوان   : Reply with quote

ګرانه فيدا خانه،
سلامونه او نيكي هيلي مي ومنه
د بانديني ليكني څخه مو له زړه له كومي خوښي څرګندوم، خداي ج دي تاته د لازياتو ورته ليكونو توفيق درته دركړي.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
khattak



دغړيتوب نېټه: 21 جنوري   2006
ليکنې: 19

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه ميئ   07, 2006 3:00 pm    عنوان   : Reply with quote

ګرانه فدا !
يو جهان مننه.
د ټوپک په ځای قلم په لاس ښه ښکاري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
Hannan Zaky



دغړيتوب نېټه: 29 جنوري   2004
ليکنې: 6
ځای: ګران كندهار - افغانستان

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   ميئ   10, 2006 7:59 am    عنوان   : Reply with quote

محترم خټك صاحب!
ستاسو وړانديز پرځاى دى ليكن كه چېرې تاسو د يوه ځل لپاره خپل فكر او سوچ ۲۵ كاله شاته وځغلوى نو به تاسو ته د همدي انځور مطلب روښانه سې.
مننه
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ Yahoo Messenger MSN Messenger
khhhan



دغړيتوب نېټه: 01 جون   2006
ليکنې: 1
ځای: یحی خیل

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   جون   03, 2006 9:25 am    عنوان   : پوښته Reply with quote

ګرانه وروردرته نېکې هیلې اوسلامونه وړاندې کوم !
وروره زما مشکل داده زه چې کله په پښتو ایمیل لیږم اویایی بل څوک ماته رالیږې
خراب لکه په چینایی ژبه
هیله ده ډیرورته پریشان یم معلومات راکړۍ مهربانې به مووې
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ AIM Address Yahoo Messenger MSN Messenger
ليلا



دغړيتوب نېټه: 13 فروري   2006
ليکنې: 17
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٢   شنبه   جون   05, 2006 9:09 am    عنوان   : Reply with quote

وروره ،
تر سلامونو او نېکو هيلو وروسته ،
د پښتو برېښناليک د راکړې ورکړې ستونزه پۀ واقعيت کې ډېره عادي او معمولي ستونزه ده ، خو کله ، کله يوه و ړه ستونزه هم سړی ډېر سر بداله کړي ، خو پۀ هرصورت ،
که تاسو پۀ Ms-Word کې پښتو ليکلای شئ ، نو بيا هيڅ ستونزه هم نه پېښېږي ، اما که يي نه شئ ليکلائ ،
نو کله چې تاسو ته د چا له خوا ليک را ولېږل شي ، او ستاسې پۀ دود پۀ چينايي ژبه اوښتی وي ، نو بيا پر هماغه ليک د موږک (Mouse ) ښۍ تڼۍ کېکاږئ او د ماؤس اشاره ګر Encode ته يوسئ ، له دې سره جوښت يو کړکۍ پرانيستل کېږي ، هورې به UnicodeUTF8 پر نښه ( Select ) کړئ ، خو که پۀ دويمې پرانيستل شوې کړکۍ کې UnicodeUTF8 نه در ښکارېږي ، نو بيا د موږک اشارګر (Pointer) مو د More پر تڼۍ ودروئ او هلته Unicode پر نښه کړئ ، که خدای کول چې له دې پروسېس سره به تاسو ته رالېږل شوی ليک پر پښتو واوړي ،
خو که بيامو هم ستونزه لا پرځای وه ، نو يو وارې بيا دا پاس پروسېس عملي کړئ ، او ويي ګورئ چې ستونزه به مو له منځه تللې وي ،
خو ددې تر څنګ که تاسو خپل ليکونه د ټول افغان د وړيا پښتو برېښناليک څخه ( چې د د دې پاڼې پر لومړۍ پاڼې يي ليدلای شئ ) ولېږئ ،نو د پښتو برېښنا ليک د راکړې ورکړې پۀ برخه کې له کوم پرابلم سره نه مخ کېږئ .

پۀ دې هيله چې ستاسې د ستونزې پۀ برخه کې مې مشوره اغېزمنه وي ،

پۀ درنښت ، خور مو ليلا
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.