هنر،ادب او پښتو نحوه
ع کريم حليمي
04.02.2018
په روح غريب څہ کړي ؟ تملق كړي یا هجو !!
حليمي
ع کريم حليمي
04.02.2018
شيطان په زړہ کي د ايمان غل ، بغض د سر په كوپړہ كي د خوښۍ غل
عبدالكريم حليمي
ع کريم حليمي
09.02.2018
دا منم چه ناقص العقله ده ، په مقابل كي دا زرنگه ده
حليمي
ع کريم حليمي
13.02.2018
نرم ظلم يا سخت ظلم ته لاس تر زنه كښناستل ، ظلم ته دعوت ور كول دي
حليمي
نرم : په ژبه
سخت : فزيكلي
ع کريم حليمي
17.02.2018
سجده د هغه چا حق دی ، چه نهه نوي قدرتونه ولري
حليمي
ع کريم حليمي
20.02.2018
دغه مادي جهان ئې درې ضلعي ، عقبیٰ ئې دوہ ضلعي ده
حليمي
ع کريم حليمي
21.02.2018
د کم عقله زړہ د لعل چه ماتيږي ، د هوښیار زړہ د الماس دی درڅه لري كيږي
حليمي
ع کريم حليمي
24.02.2018
د عقايدو ساتل چه په توره سي برباد سي ، د دستور ساتل چه بې له توري سي برباد سي
عبدالكريم حليمي
ع کريم حليمي
26.02.2018
مينه یو معنوی احساس ، عشق دی هُرموني احساس
حليمي
ع کريم حليمي
02.03.2018
كه څوک د مورثې له لاري پير طريقت سي ، نو پير خسيس او مورید ئی مرید سي
حليمي
ع کريم حليمي
06.03.2018
يا الله ! رادي كړی په پوهېدلی نه يم ، قبض ئې که چه په پوه نسم
حليمي
ع کريم حليمي
08.03.2018
د حزبي او دولتي دكتاتوري ژرنده ، مطلق د تملق په اوبو چليږي
حليمي
ع کريم حليمي
01.04.2018
خود به خانه ! اختلاف درلودل دپوهي علامه ده ، خو كه اختلاف زړه ته لاره پيدا كړہ ، نو د حماقت علامه ده
حليمي
ع کريم حليمي
13.04.2018
د معزز ، حقير سړي احترام كول ، یو حق دی ! امتياز ندی
حليمي
ع کريم حليمي
25.04.2018
څوک چه ډېټا بېس لري ، هغوی علم نافع لري
حليمي
ع کريم حليمي
02.05.2018
ستر خلق او خوی ، د انسانیت معیار دی
وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍ
ع کريم حليمي
17.06.2018
د انسان كرامت ،استخلاف مشروط دی په درو ټکو :
امانت،تسخير او إعمار
حليمي
( إِنَّا عَرَضْنَا [color=blue:87fac00f5a]الْأَمَانَةَ[/color:87fac00f5a] عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا ) الأحزاب/72.
[color=blue:87fac00f5a]الْأَمَانَةَ[/color:87fac00f5a]
ع کريم حليمي
17.07.2018
له بې استعدادہ ورور نه د دوستۍ تمه درلودل ، د ناپوهۍنښانه ده
حليمي
ع کريم حليمي
23.07.2018
هر انسان كرامت فضلي مساوي ، د هر انسان د رايي قدرت مساوي
هرانسان چه كسبي كرامت نه لري، د رايي وركولو حق نه لري
حليمي
ع کريم حليمي
26.07.2018
زما معبود ، زما په سر كي
زما دسر نه په خارج هم وجود لري
ستا دا ؟
حليمي
ع کريم حليمي
24.08.2018
كله چه د عقل خولى پر سر كښېږدې ، ټول سړي به په أصلي رنگ وينې ، په داسي حال كي چه دوى به تا نشي ليدلى
حليمي
ع کريم حليمي
30.08.2018
لمړی تنبيهات لوله ، تر تأثر او اثر وروسته وجيزې لوله
حليمي
ع کريم حليمي
21.10.2018
د خلګو د تباهۍ لپارہ خورا اغېزمنہ لار دادہ چه هغوى د خپل تاريخ له پوهيدلو نه محروم كړى
george orwell quotes
ع کريم حليمي
25.04.2019
څوک چه د زبان حال له ژبي زدکړہ نسي کولی ، هغه به له هيڅ ښوونکی لہ ښووني برخمن نسي
حليمي
ع کريم حليمي
25.05.2019
پر ما د نفس حق : صبر او یقین ور پیدا کول دی