tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

د منهاج الدین ګهیځ په لټون کې

 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> تاریخ او تاریخپوهنه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
pattang
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 05 اګست   2004
ليکنې: 5018
ځای: Germany

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اپريل   11, 2013 9:58 am    عنوان   : د منهاج الدین ګهیځ په لټون کې Reply with quote

وروڼو له دې لوړ شخصيت ځخه خبر نوم ، ځکه په هغه وخت کې زه له
افغانستانه بهر وم !
ليکنه ډېره مالوماتي ده خو ډېرې خبرې تکراري دي، جزبندي يې سمه نده
شوې اوموضعات ګډ وډ ليکل شوي او يو الګاريتمي تړون او شکل نلري !
خو ډېر واقعات پکښې شته او ډېرو قاتلانوته اشارې پکشې شوې دي !
زما له لپاره د شهيد منهاج الدين ګهيڅ د اسلام او پښتو تړل او له دې دواړو
ځخه دفاع کول په زړه پورې کارده نو ځکه ماته د يوو تاريخي مهم سند ځای
لري !
د انګليسي کلمې مې چې په پښتو هم ځنګ ته ليکې شوې وې ترې لرې کړې
،کرښې مې يې وتړلې چې اسانه ولوستل شي او ځينو کلمو ته مې سور رنګ
ورکه، خو يوه پاکه جزبندي يې ډېر وخت غواړي !

د منهاج الدین ګهیځ په لټون کې
استاد م. ظریف امین یار

01.04.2013 12:33





انځور # ۱: شهید منهاج الدین ګهیځ
استعمار د نړۍ یو تریخ حقیقت دی چی خورا لوی تاریخ لری. معاصر علما
او پوهان په دی نظر دی چی استعمار اقتصاد ، سیاست او دین/مذهب
سره اړیکی لري او همدغه دری عناصره د استعمار بنسټیز فاکټورونه
دی.الله تعالی انسان آزادی ارادی سره پیدا کړی دۍ. د انسانی ژوند فلسفه
هم د اسلام له نظره همدغه ده یعنې(یانې) انسان خپلواکه اراده لری او
کولای شی چی په خپلی خوښې ټاکنې وکړی ولی د انسان هره ټاکنه فرصتی
لګښت( لری چی نهایتآ د جنت او یا د جهنم دروازی هغه باندی خلاصولۍ
شي.
افغانستان د نړی یو داسی هیوادو څخه دی چی د استعماریونو د پرله پسی
حملاتو ښکار شوۍ دئ. له هغه ځای نه چی په افغانستان باندی د یرغل
اسباب ډیر دي تشریح یی هم زما داوسنی مطلب د وس نه بهر ده ولی د
نورو عواملو سره سره د افغانستان جیو پالیټیک موقعیت هم یو اساسی
عامل ګنل کیږي. کله چی یو هیواد په بل هیواد باندی د استعمار په موخه
یرغل کوي د خپلو اقتصادی، سیاسی او عقیدتی موخو او هیلو لپاره له هیځ
ډول نا انسانی او نا مشروع کړونو څخه ډډه نه کوي. استعماریون هڅی کوي
چی د استعمار شوی هیواد د ولس اقتصادی ، سیاسی او اجتماعی حقوقو
باندی خيټه واچوی او تیرۍ پری وکړی. همدغه سبب ده چې د ولسونو له
مقاومتونو سره مخامخ کیږي.
که د افغانستان تاریخ ته کنته وکړو نو دابه په ډاګه شی چی هر هغه وخت
چې استمعاریونو افغانستان باندی یرغل کړی دۍ ، زمونږ با غیرته ولس تل
د وطن او اسلام څخه ټینګه دفاع کړی ده او د الله تعالی فضل او د افغانانو
زړورتوب، غیرت او شجاعت له کبله استعماریون همیشه ناکامۍ سره
مخامخ شوي دي. ولی د آزادی او دینی ارزښتنو د ساتنې په دغه بهیر کې
افغان ولس د ځني ډیرو پیاوړو عالمانو،روحانیونو،داعیانو، او پوهانو قرباني
ورکړی ده. زما اوسنۍ مطلب هم د یو داسی شخصیت په هکله ده چی د
خپلواکۍ او دینی ارزښتنو ساتلو لپاره دخپل خوږ ژوند قربانی يې ورکړی
ده او خپل نوم یی د نړی په تاریخ کی په زرین خط باندی لیکل دۍ. هو زه
هغه شخصیت ته اشاره کوم چې د ګهیځ د اوونیزی جریدې مسول، د
روښتونوالي توانا قلموال،په ایمان پوره مجاهد،ژوندی ژورنالیست، با جراته
داعی ، انقلابی اواصلاح طلبه انسان، د روښانه او پراخه آیډیالوژي خاوند،
د شجاعت او زړورتوب بې نظیره مثال او په وطن میین شخصیت ؤ.

جناب منهاج الدین گهیځ د هېواد د ځلورلسمی پیړۍ له روحانیون ، تكړه
ورځپاڼه لیکونکو او ليكوالو څخه ؤ چې د پياوړي ملي او اسلامي اند واند
خاوند ؤ او د همدې كرښې له مداره يې د خپلې مبارزې وړانګې غوړولې، د
ګهيځ په نامه يې يوه اوونيزه خپرونه راوويسته چې د اسلامي فكر و خيال د
خورېدا او د ملي ګټو د خونديتوب لپاره يې مبارزه كوله او “ادعوا الى سبيل
ربك بالموعظه حسنه” تګلار يې خپله كړې وه. د ګهیځ اصلي موخه د افغان
مسلمانانو فکری رغونه،د افغانانو پام د هغوی سیاسی او تاریخی راتلونکي
ته کول، د ولس پام ختيځ او لویدیځو دښمنانو ته رااړول ، د اسلامی طرز
تفکر خورول او غوړول او د افغانستان د ګټو خودیتوب ؤ. د “ګیځ” اوونیزه
په دو ژبو پښتو او دری باندی منتشر کیده او په ټول افغانستان کی يې
لوستونکي لرل.


انځور # ۲: د ګهیځ جریدې یوه ګڼه


زوکړه او ځای:
منهاج الدین ګهیځ په خټه غلزۍ پښتون او د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالی
له یوی دینداره او روڼ فکرې کورنۍ سره تړاو لري. ګهیځ یوی روڼ فکرې
، دینداره او پوهه پالونکې کورنۍ زوی ؤ . هغه په ۱۹۲۲ میلادی کال کی د
بدخشان په فیض آباد ولسوالئ کې سترګې وغړولې. د هغه پلار جناب قاضی
برهان الدین پخپل وخت کې یو لوی عالم او قاضی ؤ . جناب قاضی برهان
الدین رسمی دنده درلوده او د خان آباد د جریدې مسولیت هم پر غاړه لاره.
د ګهیځ کورنۍ په اصل کی د ننګرهار د خوګیانو ولسوالۍ سره تعلق لری
چې بیا وروسته له خوګیانو څخه د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ ته
منتقل شوي او هلته د ژوند تیرولو لپاره پاتی شوی دي . د ګهیځ د ژوند سفر
هم د افغانستان د شمال د سیمی نه پیل کیږی .

زده کړې :
منهاج الدین ګهیځ خپلې ابتدایی زده کړې له خپل پلاره یعنې جناب قاضی
برهان الدین څخه په کاله کې ترسره کړی دي. هغه د ډیر ماشوم توب نه
ذهین او ذکی زده کوونکۍ ؤ او د علم او ادب سره یی ځانګړې مینه درلوده.
وروسته بیا ګهيځ د رسمی زده کړو لپاره د خان آباد ښوونځي ته ولاړ چی
خان آباد کی یې موقعیت درلوده. ګهیځ د علم تږی ؤ ځکه خو کابل ته د لوړو
زده کړو لپاره ځی او د کابل دارالمعلمین کی شاملیږي. البته دغه
دارالمعلمین په هغه وخت کې د کابل پغمان ولسوالی کی موقعیت يې
درلوده . ګهیځ له همدی دارالمعلمین څخه فارغ شو او په غږزي لیسه کی د
ښوونکي په دندې وګمارل شو.

شخصی ژوند :
ګهیځ اووه خورګانې او ځلور نور وروڼه لرل چی مشر يې همدۍ ؤ او نور
وروڼو یې هر یو استاد نور احمد خان چې اوس استرالیا کی اوسیږی،
ارواښاد مفتاح الدین ، استاد صلاح الدین چی د عبدالهادی داوی لیسه
برحال استاد دۍ او بل ورو يې د پښتو ژبې لوی لیکوال ښاغلئ استاد سعد
الدین شپون دۍ. ګهیځ ځلور زومن او اووه لورګاني لري چی ټول زومن یې
افغانستان کې ژوند کوي او لورګانې یې بهرنی هیوادونو کی میښت دي.

فکری او آیډیالوژيکي وده :
دجناب منهاج الدین ګهیځ فکری او آیډیالوژيکي وده څو اړخه لري چی په
لاندی ډول یی خلاصه کولای شو:
۱. ګهیځ باندی د هغه پلار اغیزې:
څنګه چی مخکې هم تشریح شو د ګهیځ پلار د خپل وخت یو لوی عالم ؤ.
قاضی برهان الدین حقوق، شرعیات ، سیاست، ژورنالیزم او ادبیاتو سره
مینه درلوده او په وطن میین سړۍ ؤ. جناب قاضی برهان الدین پرته له دی
څخه چې رسمی دنده يې درلوده د خان آباد د جریدې مسولیت هم په غاړه
لاره. د ګهیځ ادبیاتو او ژورنالیزم سره مینه په ډیر ګمان باندی له پلار
څخه ورته په وراثت پاتې شوې ده. ګهیځ هم د پلار په شانتې په اسلام میین
او ملت پال انسان ؤ.
۲. د آزادو زده کړو اغیزې :
ګهیځ په کتاب او قلم میین ، حتا د ماشوم توب څخه د مختلفو کتابونو مطالعه
یې کوله، بیا چې رسمی مکتب ته لاړو هلته دغه بهیر لا زیات شو او
بالاخره دغه بهیر کله چی ګهیځ د کابل دارالمعلمین کې پښه کیښوده اوج ته
رسیږی. هغه د خپل پلار په ځیر شرعیات، سیاست، حقوق، ژورنالیزم او
ادبیاتو سره سخته مینه درلوده. د دی سره سره ګهيځ د نړی نه باخبره سړۍ
ؤ او همیشه نړیوال سیاست په هکله کتابونو يې لوستل او د نورو هیوادونه
په سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی کړنو نه او د نړی نوی علومو او پرمختګ
نه آګاه ؤ. آزادی زده کړی د ګهیځ فکری او آیډیالوژيکي شخصیت باندی
خورا مثبی اغیزې درلودې او زما په اند د ګهیځ د فکری ودی اساسی عامل
تشکیلوی.
۳. د لوړو زده کړو اغیزې:
په هغه وخت کې چی ګهیځ ژوند کولو په افغانستان کې دارالمعلمین د عام
خلکو لپاره د ټولو نه با حثیته او با وقاره لوړی زده کړی ګنل کیدې. د تعلیم
او تربیه زده کړې هر اړخیزی زده کړۍ دي او نورو اجتماعی او طبیعی
علومو سره په مستقیم او غیر مسقتیم توګه تړاو لري. په عمومی توګه د
تعلیم او تربیه فارغان د نورو تخصصی رشتو نه په ټولنیزو مسایلو کې ډیر
او جامع علم لری. همدغه وجه ده چی ګهیځ هم د تعلیم او تربیه زده کړو نه
وروسته په ټولینیزو چارو کې ډیر شامل شو او ټول ژوند يې د علم او پوهی
په خپرولو او د ځوانانو فکری رغونی کې تیر کړو.
۴. د سیاسی حالاتو او تحولاتو اغیزې:

که تاسو د افغانستان تاریخ ته کتنه وکړی نو دابه واضح شي چی افغانستان
داسی یو هیواد دۍ چی همیشه د سیاسی ، اقتصادی او اجتماعی ...تحولاتو نه ډک او غنی دۍ. تحولات په عمومی ټوګه مثبت او هم منفی اغیزې لري
ولی په دواړو صورتونو کې هغه هیواد چی د تحولاتو سره لاس په ګریوان
وي د هغه هیواد خلک په سیاسی او ټولنیزو ځانګو کې پرتله د هغه هیواد چی
تحولات پکی نه وی یا لږ وی ډیره پوهه لري. ګهیځ هم د افغانستان وګړۍ ؤ
او د افغانستان دننی تحولاتو هغه باندی هم اغیزی پریښی دي . د بلی خوا نه
د ګهیځ په وخت کی کابو ټوله نړۍ هم دچټکو تحولاتو تجربه يې کوله، له
هغه ځای نه چی ګهیځ همیشه د نړیوال سیاست په اړه دلچسپي درلوده او په
انګلیسی ژبې هم بلدیت درلوده همیشه یی کوښښ کولو چی په نړیواله سطحه
باندی کتابونه چی عمومآ په انګلیسی ژبې طبع کیږی ولونی او ځان د نړی د
پرمختګ او نورو سیاسی، اجتماعی او اقتصادی حالاتو نه آګاه کړي چی دغه
جریان زما په اند د ګهیځ فکری او آیډیالوژيکي پوهې ته جامع او لا زیاته
وده ورکړه.
۵. اجتماعی اغیزی:
ګهیځ با احساسه او په وطن میین انسان ؤ . په هغه وخت کې چې ۳ فیصده
افغانانو هم لوړې زده کړی نه درلودی ګهیځ د لوړو زده کړو خاوند ؤ. په
هغه وخت کی د افغانستان تعلیمی وضعیت د حد نه زیات خراب ؤ او په
داسی حال کې با تحصیله کسان ډیر کم او دوی باندی لوی مسولیت په غاړه
ؤ. ګهیځ نه یوازی با تحصیل افغان ، بلکه یو با احساسه ښوونکۍ هم ؤ ځکه
خو د افغانانو خراب تعلیمی وضعیت نه تل سخت متاثره کیدو. هغه غوښتل
چی افغانان د اسلامی او معاصرو علومو نه خبر شی ځکه خو د ګهیځ
اوونیزه جریده یې پیل کړه چې وشی کړی د دغه لارې نه په آسانه توګه با
تحصیله قشر د ټولنې آګاه کړی ترڅو هغوی د خپل ملی او اسلامی
مسولیتونو ته پام وکړی. له بلی خوا ګهيځ د اقتصادی له لحاظ نه یوی ټیت
منځنی کورنۍ سره تړاو لاره ځکه خو هغه بعضآ رادیکال شخصیت يې
ځانته اختیارولوو، او د اصلاحاتو ، عدالت او برابری غوښتونکئ ؤ.

۶. د ویښ ځلمیانو اغیزی :
د افغانستان انقلابی جنبش د ویښ ځلمیانو نه پیل کیږي. ویښ ځلمیان د شاه
محمود د آزادی غوښتنې اصول یعنې لبرالیزم ته د عقیدې د ټولو نه مهمه
پایله وه. ويښ ځلمیان په ۱۹۴۷ میلادی کال کې په کندهار کی تاسیس شو
ولی عمومآ هغه ټول ځوانان چې د خپلواکی غوښتولو اصول( او اصلاحاتو
حمایه کوونکي او غوښتونکي ؤ ، د افغانستان د مختلفو سیمو نه ويښ ځلمیانو
سره یوازی شوي ؤ . ګهيځ هم د ويښ ځلمیانو فعال غړی ؤ هغه هم د
رادیکالیزم او ریفورم حمایه کوونکی ، د عدالت او برابری غوښتونکی ؤ په
دی توپیر چې هغه دغه بدلون غوښته ولی نه د کمیونیزم له لارې بلکه د
اسلامی نظام او اسلامی اقتصاد له لارې . هغه د ویښ ځلمیانو په
پولارایزیشن کی هم شامل ؤ. بی له کوم ګمان نه ويښ ځلمیان د ګهیځ په
فکری او آیډیالوژيکی ودی کې خاص ځای لري او ژوری اغیزی پریښی دي
ځکه ويښ ځلمیان هغه وخت د اجتماعی مفکورو او د پرولارایزيشن یواځنۍ
مرکز باندی مبدل شوئ ؤ.

۷. د مسلمان ځوانانو د ګوند اغیزې :
منهاج الدین ګهیځ د پټ اسلامی سازمان غړۍ هم ؤ چی دغه
سازمان د نوم په اړه د نظریاتو اختلافات شته هغه داسی چی ځني ورته د
افغانستان د ځوانانو جنبش، ځنی ورته د مسلمان ځوانانو جمعیت اوځنی نور
ورته بیا د افغانستان اسلامی جمعیت هم وایی ولی په هر صورت دغه
سازمان په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د کابل پوهنتون څو تنو روڼ فکرو
مسلمانانو لکه پروفیسور غلام محمد نیازۍ او نورو په واسطه پیل او په
۱۳۴۸ لمریز کال کې خپل فعالیتونه په لویې کچې اجرا کړ .د مسلمان
ځوانانو ګوند عملی فعالیت د دغه کال نه پیل شو ، چی دا دی لیکلو ارزښ
لری چې د دغه سازمان ډیري بنسټ ايښوونکي د محمد ظاهر شاه په رژیم
۱۳۱۲- ۱۳۵۲ ) ل. کې اعدام شول. ګهیځ په عقیده او فطرت کلک مسلمان
، هر هغه اسلامی او ملی سازمان سره اړیکه غوښتله چې د اسلام او وطن د
ګټو خوندیتوب په لاره کې هځی کولې. د مسلمان ځوانانو ګوند تر ډیر وخت
نه یو اسلامی او ملی حرکت ؤ ، ولی بیا وروسته پکې بهرنې لاس وښونې
وشوې او د اصلی موخو نه انحراف وکړو. ګهیځ د دغه نهضت فعال غړۍ ؤ
او په دی فکر ؤ چی اسلامی حرکتونه حتا که جوړښتونو کې يې ستونزې هم
شتون لري بیا هم د بهرنی عناصرو باندی د اتکا نه ښه او افغانستان ته
ګټور دي. هغه یوازی د اسلام د مباریزینو دایره پراخولو لپاره دغه ګوند
سره یوځای ؤ او کلکه عقیده يې درلوده چې که ټول افغانان خپلې کړنې
اسلامی کړی او خپلو مسولیتونو ته پام وکړی نو افغانستان به تل خپلواکه او
سوکاله هیواد پاتي شی ولی که مسلمانان خپل طرز تفکر ته بدلون ورنکړی
او ویده پاتې شي نو راتلونکي وخت کې به سخت نادم او پښیمانه وي. د
مسلمان ځوانانو ګوند د ګهیځ اسلامی او ملی شخصیت ته نور هم ډاډ ورپه
برخه کړو او د هغه حوصله یې د اسلامی او ملی خدمت لپاره نوره هم
پراخه کړه.
دندې څنکه چې مخکی هم بیان شو ګهیځ د دارالمعلمین د فراغت نه وروسته
په غږزي ليسه كې په دندی وګمارل شو. هغه په دغه لیسه کې تر ډېر وخته
د ښوونكي په حیث كار وكړو، بيا وروسته د آريانا به نوم یو بارچالانۍ
شركت چې کابل کې موقعیت یې درلوده په كار پيل وكړو. د حج پر وخت د
همدغه شركت له خوا د حاجيانو د میلمه پالنې لپاره د سعودي عربستان په
جده كې همدې شركت د استازي په توګه وټاكل شو. مخكې له دې چې
ښاغلۍ منهاج الدين د “ګهيځ” په خپرولو پيل وكړي، د ويښ ځلميانو او د
مسلمان ځوانانو د دپټ ګوند يو فـعال غړۍ ؤ، همدا وخت چې دئ د ويښ
ځلميانو غړۍ ؤ د پلخمري په نساجي فابريكه كې يې كار كاوه، دا هغه و چې
په ويښ ځلمیانو كې د ده د كارنده فعاليت له امله دئ له دندې ګوښه كړاى
شو. بيا څه وخت وزګار ؤ، او په خپل كلي یعنې خان اّباد كې يې دوكان
درلود. منهاج الدین ګهیځ غریبانه ژوند درلوده او ژوند يې په عمومی توګه
د سخت اقتصادی ستونزو سره یوځای تیر کړو ولی هیځکله مادیاتو باندی یې
ډیر پام ونکړو او تل د معنویاتو په پلټنه کې ؤ . كله چې منهاج الدين د ګهيځ
جریدې په خپرونو لاس پورې كړو یعنې ۱۳۴۷ لمریز كال د دلوې پر ۲مه
نیټه ، نو همدا وخت يې د ارزاقو په رياست كې كار كاوه او هم يې ګهيځ
چلاوه، دا په دې معنا چې ګهيځ يوه بيدارونكې رڼا او ويښوونكى غږ ؤ، نه د
مادي منابعو د لاسته راوړنې وسيله.
د ګهیځ آیدیالوژي :

زه پر دی باندی کلکه عقیده لرم چی ګهیځ نه یوازی یو انقلابی شخصیت بلکه
یو مکتب دئ او د هغه په هکله کتابونه لیکل به هم لږ وی ، نو ځکه د هغه
پوره آیډیالوژي په دی لنډو او تنګو پاڼو کې ځایول نا شونې دئ . د مقالې
محدودیتونو ته او پورتني حقیقت ته پام سره زه مختصرآ ګهیځ تاسو ته
درپيژنم.
منهاج الدین ګهیځ د هغه شخصیتونو څخه دۍ چې د یوی لنډی او متحرکې
پروسې په لړ کې په ملتونو کې هغه بدلون غواړی چی ټول ولس باندې داسی
اغیزی منځته راوړي چی د هغوي خپل ایمان باندی عقیده ژوره شي او یو
داسی مدنی خوځښت را پیدا شي چی روحانی ابعاد پکی ښکاره او ژوندی
وی. د ګهیځ زیات تمرکز په با تحصیله قشر باندی ؤ دا ځکه چی هغه
غوښتل د با تحصیله کسانو په وسیله د اسلامی او معاصرو علومو رڼا
دافغانستان هر کلي ته ورساوي او ملت د نا اسلامی جراثیمی نه پاک کړی.
او دا یوازی د باتحصیله خلکو له لارې نه په لنډی مودی کې شونې وه.د
ولس بیدارول او داسی مدنی بدلونونه عمومآ د اوږدی مودې کار دی ولی
ګهیځ متحرکه انسان ؤ او په آسانه طریقه يې خپله کړې وه چی پایلې یې
نړۍ حیرانه کړه.
ګهیځ داسی متحرک شخصیت ؤ چې د یوی خوا یې ګهیځ چلاوه او نورو
اسلامی حرکتونو سره یې مرسته کولې او د دغو حرکتونو فعال غړۍ وه
او له بلی خوا د اسلام ضد حکومت ، د شوروی اتحاد کمونستی نظام ، د
امریکا امپریالستی نظام او د افغانستان دننه فاشستی ، کمونستی او ملحدی
عناصرو سره په پوره شجاعت سره جنګیده. هغه ګهیځ جریدې کی د هغه
ټولو سترو اسلامی او معاصرو علومو علماؤ او پوهانو مرسته لاسته راوړه
چې داسې په زړه پوری اسلامی او ملی مطالب يې په ملی او نړیواله سطحه
نشر کړل چی تر ننه پوری افغانسان کې بیا ندي تکرار شوي.
ګهیځ د اسلام دین سره سم پخپلو خبرو ولاړ او وعده پیژندونکئ انسان ؤ.
هغه په اسلام او افغانستان په مجلس عمل او په هر ملی دریځ کې حتا ډیرو
نازکو او د خطر نه ډکو فعالیتونو کی پخپل دریځ ولاړ انسان ؤ. هغه د پښتو
(په پښتني کلتور کې پښتو د یو ژبی او یو دریځه په معنا کارول کیږی)
سړۍ ؤ او په خپلو خبرو کلک ولاړ ؤ ځکه خو تر مرګه پوری د اسلامی
ارزښتنو او د ملی نوامیس ساتنه يې وکړه، پرته له دینه چې په وروستیوو
کې شرایط د اسلامی فعالیتونو لپاره ډیر ستونزمند شوی ؤ ولی پښتون ؤ په
پښتو ویاړ ؤ او د ژوند تر آخرو شیبو پښتو يې وکړه.
ګهیځ په داسی یوه غوغایي او انقلابی پړاو کې جنګیده چې نړۍ پکې ټوله د
تحول او بدلون پر ژۍ ولاړه وه او افغانستان که د اسلامی فعالیتونو لپاره
حالات ډیر تنګ او سخت ؤ.لکه څنګه چی مخکې می هم تشریح کړ افغانستان
همیشه د تحولاتو او بدلون نه ډک او د نورو هیوادونو د یرغل لاندی ؤ . د
انګریزانو نه وروسته شوروي اتحاد په دې هیواد کې هغه وخت دخپلې
خوښې بدلون لپاره وخت مناسب وګاڼه چې زمونږ ملت نژدې یوه پیړۍ له
انګریزی استعمار سره په پوره بهادری او شجاعت سره جګړه وکړه او د
بریتانیا لوی قوت یې ناکامی سره مخامخ کړ. په دغه وخت کی ګهیځ په
اوضاع باندی پوه ؤ او غوښته یي چی افغانستان د شوروی اتحاد د یرغل نه
وژغوري او ملت د شوری اتحاد د نا پاکو ارادو څخه خبر او ویښ کړی.
ګهیځ سره د دی چی ژوره او آزاده آیډیالوژي لرله د دین عالم هم ؤ او په
اسلامی حرکت کې د ديني علماو کردار یا رول ډیر موثر او ګټور ګنل
کیږی. ګهیځ د شرعیت سره سره د عصری علومو باندی تسلط درلوده او
هغه وخت په ملت او عامو خلکو باندی د دغسی عالم تاثیر پرتله په هغه
علماوو چی ظاهری شکل یې ملایانو غوندی ؤ ؛ ډیر او موثره ؤ. هغه
غوندې عالمان په هغه وخت کې ډیر لږ او د ګوتو په شمار پیدا کیدل چی د
وخت پرحساسیت ، د نظامونو پر بی دینۍ او د اسلامی شرعیت پر اهمیت
پوره پوره پوهیدل. ګهیځ خپل وروستۍ ژوند د کابل ګذرګاه سیمی کی تیر
کړو چی د سیاسی لوبو مرکز ؤ. له بلی خوا ګهیځ استاد ؤ او د هیواد د
سیاسی جریاناتو او ناخوالې نه په بشپړ توګه آګاهی لرله.
شوری اتحاد د ډیر مودی نه غوښتل چې افغانستان باندی یرغل وکړي او یا
افغانستان د خپل مشری لاندی راولی ؛ ترڅو خپلو سیاسی، اقتصادی او
توسعه يې موخو ته ورسیږی. بیا په عملی توګه شوروی اتحاد د غازی امان
الله خان د رژیم نه دیخوا کله چې انګریزان په اقغانستان که ناکامه شول ،په
افغانستان باندی پانګه اچونه پیل کړه. د امان الله خان په رژیم کی د شوری
اتحاد افغانستان سره نږدی اړیکې د پورتنۍ ادعا دلالت کوی. بیا دغه بهیر
د سردار محمد داود خان په رژیم کې لا زیات شو او بالاخره شوروی اتحاد
د خلق دموکراتیک ګوند تشکیلوی (د ۱۹۶۵ میلادی کال د جنوری په میاشت
کی یوه کوچنئ ډله د مارکسیستانو د تره کئ کور( چی کابل کی ؤ ) ته
راغونډیږی او دخلق دموکراتیک ګوند تشکیلوی) چی د دغه ګوند تشکیل او
تاسیس د شوروی اتحاد د افغانستان نیولو د ستراتیژی لومړی عملیاتی پلان
ؤ. نن خپله روسی تاریخ لیکونکې هم دا منی چی د خلق دموکراتیک ګوند د
دوی په واسطه تاسیس شوۍ او اداره کیدو البته وروسته بیا دغه حزب کې
د روسانو د هیلو متضاد او برخلاف ځني ملی عناصر او حرکتنو را پیدا
شول چی د روسیه یرغل سره له منځه لاړ. کله چی سردادر محمد داود خان
د خلق دموکراتیک ګوند په مرسته ولس مشرۍ ته رسیږی د شوری اتحاد
ستراتیژی کامیابی ته نږدی کیږی او بیا د کمونیستانو د انقلاب نه وروسته
کله چې نور محمد تره کۍ هم له منځه لاړشی شوری اتحاد د افغانستان په
اړه خپله ستراتیژی په خطر سره مخامخ تصور کوی . دا ځکه چی حفیظ الله
امین هځی کوی چی افغانستان د شوری اتحاد د اتکا نه خلاص کړی. امین د
افغانستان خپلواکي په خطر کی وني او د شوری اتحاد نه د خلاصون په هیله
نورو هیوادونو نه د مرستی درخواست کوی ولی شوروی اتحاد هغه ته دا
مجال او وخت نه ورکوی. کرملی کی ناست شورویان د امین د نشنلستی
فطرت نه له مخکې نه آګاه، په دی اند ؤ چی د امین سرغړونه د دوی د
کلونو پانګی اچونې او زحمت په صفر سره ضرب کولای شی او د پلان نه
مخکی د افغانستان نیولو لپاره نظامی حملې پیلوی چی په نتیجه کې يې حفیظ
الله امین په قتل رسوی او ببرک کارمل چی د شوروی اتحاد اصلی
اجنتانوڅخه یوه اساسی مهره ګنل کیده ، واک ته رسوی.
ګهیځ مخکې له مخکې نه د شوروي اتحاد د ستراتیژی نه آګاه او با خبره ؤ.
هغه تل هلی ځلی کولې چی افغان ملت ويښ کړی او د شوروی اتحاد د
ناپاکو ارادو څخه خبر کړی. هغه پر دی هم ښه پوه ؤ چی د خلق دموکراتیک
ګوند د شوروی اتحاد نه اداره کیږی او نهایتآ د افغانستان خپلواکئ په ضرر
دی. هغه ډیر شجاعت سره د کمونیستانو مخالفت کوو او ملت یې د اسلامی
ارزښتونو ساتنی لپاره هځوه. بلخوا بیا شوروی اتحاد پر دی فکر ؤ چې د
انګریزانو استعمار سره دافغانانو پرله پسی جګړو پای د یوې ناهیلې اوضاع
راتګ نور افغانان بې وسه کړي او کیدای شي د بل مقاومت له فکر او توان
څخه یې لرې ساتلي وي ، ولې کله چې سور پوځ په افغانستان کې دځمکنیو
حقایقو سره مخ شو، بیايې ایله دا ملت وپیژانده ولې وخت د وخت نه تیر ؤ
. شوروی نه یوازی ځانی، سیاسی او اقتصادی زیانونه تجربه کړل بلکه پوره
د کمونیزم نظام زیان یې هم ورکړو .نن د امریکا متحده ایالات هم شوروی
اتحاد غوندی فکر کړئ ؤ چی افغانان د شوری اتحاد له جګړو او د
مجاهدینو د دننی جګړو او د طالبانو تشدد نه په بشپر توګه ستړی شوی دی،
نو له امریکې سره به په داسی یو نا هیلی وضعیت کی ځه مقاومت کوی او
په همدی هیله یې د سپټمبر ۹ می په پلمه په افغانستان باندی یرغل وکړو،
ولی تیرو کلونو دا په ډاګه کړه چی افغانانو سره ډغره آسانه نه ده او
افغانان د خپله آزادۍ او دینی ارزښتونو معامله نه کوی او نه ځوک زغملۍ
شی چی دوی باندی حکومت وکړی. افغان ولس تل د خپلواکئ غرور سره
ژوند کړی دۍ او د وطن او اسلامی ارزښتنولپاره د خواږو ځانونو نه هم
تیریدۍ شي.
ګهيځ اسلام او اسلامی نهضیت سره د زړه له کومی خواخوږۍ لرله. ګهیځ د
هغه پوهانو له ډلې څخه ؤ چې د دعوت او وطن پالنې په اړه پوره جدي ؤ او
طبعیتآ بی تفاوتي يې خوښه نه ؤ ، هغه د وخت او د حالاتو په حساسیت او
سیاسی اوضاع او چلند باندی ښه پوهیده. ګهیځ همیشه د اسلام لپاره یې
ځوانان هځول او هر هغه کار یې اجرا کولو چی د اسلام و وطن په ګټه وی.
هغه دا کوښښ کوه چی اسلامی علما او وطن دوسته پوهان لکه ارواښاد
استاد مولوی احدی وردګ، ارواښاد فرقانی، ارواښاد پیمانی او داسی نور
ځان سره آشنا کړی او د دوی مقالې،مطالب، تبصری او علمی ځیړنی د
هیوادوالو د فکری رغونې لپاره د ګهیځ جریدې څخه خپرې کړی. د ګهیځ
جریدی د شهرت یو اساسی عامل هم دغه ؤ.
ګهیځ ډیرو ښو ځانګړتیاو تر څنګ د هغو با وقاره او پر ځان باوري مبارزینو
څخه ؤ چې فطرتآ یې ځان او خپل صف پر مخالفینو لوړ ګاڼه او د اوچتې
حوصلې ، روحیې او مورال خاوند ؤ ، پرته له دي ځخه چی کمونستان او
حکومت د اسلامی نهضت مخالفت کوو هغه په ډیر شهامت او شجاعت سره
د ګهیځ جریدې نشراتو ته ادامه ورکړه او د هیوادوالو د فکر رغونې بی
سابقه هځی يې وکړی. سره له دی چی وروسته بیا سیاسی وضعیت او
شرایط ډیر سخت شول بیا هم په زغرده یې ټولو مخالفو عناصرو سره
مبارزه کوله او ورځ په ورځ د ګهیځ جریدی لوستونکي ډیریدل ځکه چی
ګهیځ د مقالو ، لیکنو، تبصرو او محتوی له اړخه ژوندۍ ؤ او د یو با ایمانه
ټیم مصروفیت او شندنو په نتیجی که چاپ کیده.
ګهیځ د اسلام سپیځلی دین په استازیتوب مخامخ او صریح انسان ؤ، په هر
لیک، هر دریځ او هری وینا کې یې د اسلامی ارزښتنونو رنګ واضح
ښکاریده، هغه سرسخته پښتون ؤ د دا عهد یې کړئ ؤ چی نا اسلامی او د
افغانستان خلاف عناصرو سره به ډغره وښی او په لاره کې د هر څه نه به
تیریږي.هغه فطرتآ ساده مزاج درلوده او هځه يې نه کوله چی د معاشری د
انفاق نه په ډک تهذیب کې ځان یو روڼ اندیه یا هم د وخت او صف سره
روان انسان وښي. د ګهیځ ویناوی، فعالیتونه او دریځونه د هغه د ارمان
ښکارندوي وی او خپلو اصول ته د یو پابند انسان دریځونه ؤ. هغه څومره
چی پخپل ژورنالیستی او سیاسی ژوند کې پرمختګ وکړو ،هومره خپلو
اسلامی او ملی اصولو او موخو ته نږدی کیده او حوصله یې نوره هم
پراخیده.
ښاغلي استاد سعدالدين شپون د ګوربت پرله پسې اتمې ګڼې په خپله يوه
مركه كې د ګهيځ په اړه وايي: « ګهيځ د ژورې مطالعې خاوند ؤ، ډېره ښه
روانه انګرېزي يې لوسته او ويله، يو دنياوي سړى ؤ». ګهيځ د همدې ژورې
او پراخې مطالعې له مخې راوړاندې شو او د “ګهيځ” رڼا يې خوره كړه.
ګهيځ يوه خپلواكه اوونيزه جريده وه چې د منهاج الدين ګهيځ په امتياز او
مسووليت يې د ۱۳۴۷ لمریز كال د دلوې پر ۲مه نیټه په خپرونو پيل وكړ او
پر همدغه ورځ يې لومړۍ ګڼه چاپ كړه، چې د ګهيځ جديت او مسووليت
ترې له ورايه څرګندېږي.
ګهيځ د هیواد، سيمې او نړۍ پر حالاتو په زړه پورې ليكنې خپرولې، د
واكمنو او عام ولس پاملرنه يې خپلو مسووليتونه ته را اړوله، ارواښاد صباح
الدين كشككي د دههْ قانون اساسى افغانستان په ۵۴ مخ كې دغه اړخ ته يوى
ځاى داسې اشاره كوي: « د ۱۹۷۳ لمریز كال د جنوري پر ۲مه نیټه شفيق
په خپل يوه مطبوعاتي كنفرانس كې وويل: «دا د حكومت دنده ده چې په
هیواد كې د اسلام ضد تمايلاتو مخنيوى وكړي« . ګهيځ جريدې د شفيق د
دغو څرګندونو په اړه په يوه تبصره كې وليكل چې د صدر اعظم دغه
څرګندونې په دې ارزي چې پر هغو تبصره وشي، ځكه مخكينيو حكومتونو
اسلامي مسايلو ته رښتينې پاملرنه نه ده كړې او زموږ په ټولنه كې يې د
ديني اصولو انحرافات يوازې د سياسي ألو تر منځ د نظر اختلاف بللى.
ګهيځ وليكل ديني مسايلو ته د پخوانيو حكومتونو د ناپامۍ له امله چې زموږ
پر ټولنه يې څومره ناوړه اغیز كړى د دغو د مخنيوي لپاره د صدراعظم
شفيق په څیر زړورتيا او صريحه لهجه د زيات ارزښت وړ ده».
د افغانستان اوسنی حالت ته چې لږه ژوره کتنه او پام وکړو دا به صریحآ په
ډاګه شی چې رښتيا هم كه زموږ سياستوالود خپلې ټولنې كلتور او دستور په
پام كې نيولى واى او همغسې مبارزه او چلند يې كړاى و، نو ټولنه به مو له
دومره سترو بدبختيو سره نه مخامخیده او نن به مونږ د یو خپلواک، پياوړی،
خود کفا او سوکاله افغانستان شاهدان وو. خو ګهيځ د خپلې ټولنې پر نبض
پوهیدلۍ ؤ، هغسې چلند او مبارزه يې كوله چې ولس يې بيداروه او په خپله
همدې پاکې مبارزې كې مخ په وړاندې لاړ، دومره چې سور شورویان او
مخالفین يې وارخطا كړ او د ده د وژلو پلان يې جوړ كړ.
ګهيځ يو داسې بيداروونكى غږ ؤ چې نړی يې د عقباتو شیشه ګڼله، دين او
نړی يې د پوهې پر ورښمين مزي نښلول. په همدې اړه په لومړۍ ګڼه كې
ليكي: «موږ د اسلام مقدس دين د ساينس، تخنيك او د ځمكې پر مخ د ترقۍ
او پرمختګ لپاره د هر ډول امكاناتو څخه د كار اخيستلو او د فضا د يوې
برخې د تسخيرولو مخالف نه ګڼو او دغه راز عقيده لرو چې په هرې ټولنې
كې صالح او سالم تمدن او د پوهې او ساينس له لاری د انسان پرمختګ
هیڅكله د اسلام د سپیڅلي دين په مخ كې خنډ نه شي كیداى، بلكې زموږ
پوره باور دى چې د بشريت د رفاهيت او هوساينې لپاره د خداى(ج) آوامرو
ته غاړه ايښودل او په ژوندانه كې فعاليت كول دواړه لازم دي.» همدغه
راز د دين او اسلام په اړه د افغانانو بلهارۍ ته داسې اشاره كوي لكه دغه
لاندې پاراګراف چې له نن څخه کابو ځلور لسیزه پخوا يې ليكلي چې له
اوسني حال سره وړ دى: « دا ليدل شوي چې په شرق كې د افغانانو په څیر
هیڅ قوم د اسلام دين، د خپرېدو لپاره خپل سرونه نه دي قربان كړي او نه
هیڅ قوم د غرب سياسي او مذهبي استعمار ته دومره كلكه څپیړه وركړې
ده. تاريخ شاهد دى چې زموږ خلكو د خپلو معتقداتو او عنعناتو د ساتنې په
لار كې سختې قربانۍ وركړي دي، د هیواد اوسنى نسل دا مكلفيت لري چې
خپل ټول ديني او ملي نواميس د خپل ژوند په بيه وساتي.»
لکه ځنګه چی تاسو هم پوهیږۍ ګهیځ سیاسی، اجتماعی او فرهنګی نشریه وه.
د ګهیځ سره نه یوازی افغانانو اړیکه لرلې بلکه د پاکستان ، ایران او نورو
اسلامی هیوادونو علماو او پوهان هم ګهیځ سره همکاري درلوده او مطالب
يې د ګهیځ اوونیزی له لاری انتشاراوه. ګهیځ امریکایی امپریالیستی او د
شوروی کمونیستی سیاستونو په خلاف په شدت سره مبارزه کوله. ګهیځ په
۱۵۰ ګنه، ۱۱ د چنګاښ ۱۳۵۱ لمریز کال کې د «اسراییل یا ولایت پنجاه
ویکم آمریکا« عنوان لاندی یوی مقالې کې لیکي : «په دغه مقالې کی ګهیځ د
اسراییلو او امریکا اړیکې افشا کوی او د نړئ د ټولو مسلمانانو نه
درخواست کوي چی متحد شی او دغه نا مشروع موجود یانې اسرایلوی سره
مبارزه وکړی. «
ګهیځ د نا اسلامی فعالیتونو په خلاف سخت جدوجهد کوؤ ، د حکومت نا
اسلامی کړنې يې غندلې او حکومت یې ملامتوؤ ؛ځکه هغه وخت کې حکومت
په اسلامی فعالیتونو باندی سخت بندیزونه او فشارونه لګولي ؤ. د همدی
خبرې په تایید ګهیځ د حکومت لخوا د یوه روحاني شخصیت نیولو په اړه
لیکي: «حکومت باید په دې پوه شی چی هیځکه هم نشی کولای د خلکو خولې
بندې کړی او که څو کسه هم ونیسی او زندانو کې یې بندی کړی، سلګونو او
زرګونو نور کسان به د حکومت د ناوړو کړو په اړه وغږیږي. که حکومت
غواړی چی دی مبارزینو دغه جدال پای ته ورسیږی نو دا باید حکومت وی
چی د دغه جریان نه په شاته تګ وکړی او باید د خپل نا اسلامی او د ملی
مصالح خلاف عناصر ویجاړ کړی او باید په دی باندی کاملآ ویسا ولری چې
مسلمانان هیځکله هم په شا تګ نکوي او که څوک يې غواړی او که نه هغه
ټول خنډونه او عوایق چی د اسلامی مبارزی په مخکې رازي له منځه به يې
وړی خواه دغه عوایق او خنډونه د ملی مصالح په خلاف وی یا د هغوی د
رسمی مویدینو لخوا. »
د ګهیځ شهادت:
ګهیځ په داسی سختو شرایطو کی مبارزه کوله چی له یو خوا حکومت او د
بلی خوا نوری سیاسی ډلې ټپلې د اسلام خلاف فعالیتونه یې کول او د هر
اسلامی حرکت د سرنګونولو پلانونه يې جوړول. په داسی حال کی ګهیځ په
پوره شجاعت او بهادرئ سره د ټولو مخالفو عناصرو په خلاف مبارزه
وکړه او خپلو موخو تر لاسه کولو کې بریالی هم ؤ. هغه تل د افغان ولس
فکری رغونی لپاره وجنګیده او د ګهیځ رڼا یې خپره کړه. ګهيځ د خپلې ټولنې
پر نبض پوهیدلۍ ؤ، هغسې چلند او مبارزه يې كوله چې ولس يې بيداروه او
په خپله همدې مبارزه كې مخ په وړاندې لاړ او د افغانستان هر سیمی ته یې
د ګهیځ د خوشبویه پیغام ورساوه.
ګهیځ د ۱۳۵۱ كال د وږي پر ۱۶ ماښام په خپل كاله کی له دوه نورو
میلمنو سره ګډ د یوی مسلح ډلې لخوا د ماښام د ډوډی خوړولو په مهال كې
پر شهادت ورسیده. د ګهیځ شهادت ډیر مرموزانه ټوګه باندی اجرا شو چې
تر اوسه هم اصلی قضیه عوامو ته مالومه نه ده. د ګهیځ د مرګ په باره کی
څو فرضیه شتون لری ولی لکه څنګه می چې مخکې ذکر وکړو تر اوسه هم
په صحی توګه مالومه نه ده چی ګهیځ چا شهید کړۍ دئ. یوه فرضیه داسی
ده چی ګوندی ګهیځ د خلق دموکراتیک ګوند لخوا شهادت ته ورسیدو ، البته
د دی فرضیه د ثبوت لپاره د منلو وړ دلایل نشته. بله فرضیه داسی وایی چی د ګهیځ د قتل نقشه چی پرچمیانو (ببرک کارمل، سلیمان لایق، میر اکب
ر خیبر او تهذیب) طرح کړی وه د ګلبدین حکمتیار په واسطه چی تازه شهید
منهاج الدین ګهیځ سره آشنا شوئ ؤ عملی کړه ولی بیا هم دا یوازی یوه
فرضیه ده او د ثبوت لپاره یې هیځ ډول مدارک نشته. دریمه فرضیه داسی
استدلال کوی چی له هغه ځای نه چې ګهیځ پښتون ؤ او په افغانستان کې
هغه وخت د پښتنو خلاف داسې ډلې فعالیتونو کول چی یواځنۍ موخه يې د
پیاوړو پښتنو له منځل وړل یا بدنامول ؤ نو ځکه دا شونې ده چی ګوندی
ګهیځ د دغو فاشستانو لخوا شهادت ته رسیدلئ وی. ښاغلى كشككي په دې
اړه بيا داسې ليكي: «نخستين مدير اين جريده در زمستان ۱۹۷۲ بطور اسرار آميز كشته شد، تفنگداران (به) منزل او در يك موتر جيب روسى
بدون نمبر پليت آمده بودند، جريده كاروان واقعأ شهادت او را به تفصيل نشر
كرد ولى هر گز اعلان نشد كه چه كس دسيسه قتل او را چيده بود».
او “حقيقت التواريخ” (افغانستان از امير كبير تا رهبر كبير) د ګهيځ د
شهادت په اړله ليكي: «يكى ديگر از واقعات مهم و مبهم دوران محمد
ظاهرشاه شهادت منهاج الدين ګهيځ، صاحب امتياز و مسوول جريده آزاد و
ملى به نام ګهيځ كه به صورت بسيار سرى و مرموز صورت گرفت، قاتل
در ظاهر شناخته نه شد، اما از اينكه نشرات و جرآيد اكثرآ به ضد احزاب
كمونستى و ضد اهداف استعمار اتحاد جماهیر شوروى نشرات ميكرد، همه
به اين باور بودند كه قتل او از طرف سازمان جاسوسى كى جى بى شوروى
صورت گرفته باشد، بعدها گفته مى شد كه اين قتل توسط آفسر كوماندوى
بالاحصار لومړى بريد من فيض محمد مسعودى و همكار اشتراك ابلوف
(Abloph) عضو سفارت شوروى كه مامور كى جى بى بود صورت
گرفت...»
زه بیا د لاندی دلایلو په اساس په دی اند یم چی ګهیځ د شوری اتحاد د
جاسوسی سازمان یانې کی جی بې (KGB) لخوا شهادت ته ورسیده :
۱. شوری اتحاد په افغانستان کې پانګه اچونې کړې وې:

لکه څنګه چی پورته هم تذکر ورکړل شو شوری اتحاد له ډیر پخوا نه د
افغانستان د نیولو ستراتیژیکي نقشه جوړه کړې وه او که تاسو تاریخ ته
وګورئ شوروی اتحاد هر هغه عنصر چې د شوری اتحاد د دغه پلان مخ کی
راغلۍ په قتل رسولۍ ده. ګهیځ هم د کمونیزم او شوری اتحاد په خلاف
فکری رغونی کولې او کافی شهرت یې هم تر لاسه کړئ ؤ. شوروی اتحاد د
ګهیځ د دغو فعالیتونو نه آګاه ؤ او وارخطا شو او بالاخره په ډیر مرموزانه
ډول یې شهید کړو.
۲. ګهیځ ملت پال ؤ:
د ظاهر شاه د حکومت څخه دیخوا په افغانستان کی یو عجیب وضعیت منځته
راغلئ ؤ. هغه وضعیت دا وه چی ډیرې ډلې په افغانستان کی د شوری اتحاد
اداری لاندی موجودی وی چی موخه یې یوازی د ملت پالو شخصیتونو پیدا
کول او د هغو قتل یا بدنامول ؤ. دا د شوروی اتحاد یو ډیر تکنیکی( سیاسی
حرکت ؤ چی شوروی اتحاد لپاره ښې پایلی هم درلودی. ګهیځ په افغانستان
میین ؤ او یو ملت پال کریکتر یې لرلو( ملت پال په دی معنا نه ده چې
یوازی پښتانه یې غوښتل بلکه په دی معنا چی د افغانستان غوښتونکی ؤ، نو
ځکه شوروی اتحاد د ګهیځ قتل روا ګڼه.
۳. د پښتنو ځپل:
په ځیر د امریکا ، شوروی اتحاد هم په دی باندی پوه ؤ چی که افغانستان د
قبضه لاندی راوستل غواړي یا خو باید پښتانه خپل خوا کړی او یا یې هم
ویجاړ او وځپوی. د دی کار لپاره د خلق دموکراتیک ګوند ویشل اړین ؤ چی
دغه ویشل د ۱۹۶۵ میلادي کال نه پیل شو. هغه پښتانه چی خپل ځانونه یې
معامله کړل مقامونه یې تر لاسه کړل او هغه پښتانه چی د افغانستان معامله
یې ونکړه یاخو په شهادت ورسول شول او یا هم داسی بدنامه شول چی
ولس تری زړه تورئ شو. د دی کار لپاره د پرچم ډله په رسمی توګه باندې
د شوروی اتحاد لخوا ګمارل شوی ؤ او پرچم په داسی توګه پښتانه وځپول
چی اغیزی تر اوسه هم پاتی دی. ګهیځ هم هغه کتګوری کی ؤ چی وطن
لپاره یې ځان ورکولۍ شوه خو د وطن معامله یې نشو کولای د ګهیځ همدغه
خاصیت د هغه د قتل باعث وګرزیده.
۴. د اسلام ویجاړونه:
افغانستان ماشاالله هغه هیواد دی چی کابو سل په سلو کی مسلمانان دی او پر
اسلام باندی واقعآ په صحی توګی باور او ویسا لری. زه فکر نه کوم چی لکه
افغانانو غوندی په عقیده سخت ولاړ مسلمانان به د نړی په بل ځای کی
شتون لری. دا هغه هیواد دی چې د اسلام لپاره یې خپل خواږه ځانونه هدیه
کړی دي او په تشو خیټو او لاسونه انګریزانو او شورویانو سره جنګیدلی
دي. افغانان سر سخته ولس دي او ځانګړی فطرت او طبعیت لری چی بلکل
د نړی نه جلا دي. شوروی اتحاد په دی باندی پوه ؤ چی د افغانانو توان په
اسلام کی دئ او که اسلام له منځه لاړو ، ویجاړ شی او یا کمزوری شی نو
بریا به ترلاسه شی. که تاسو تاریخ ته کتنه وکړی نو دا به تاسو ته په ډاګه
شی چی د محمد ظاهر شاه سلطنت نه دیخوا زمونږ کافی دینی علماو شهادت
ته رسیدلي دی او عامل يې یوازی د اسلام ویجاړونه وه. ګهیځ هم اسلامی
عالم ؤ او د اسلام په لاره روان مجاهد ؤ نو ځکه دا منطقی ده چی مونږ باور
وکړو چی شوروی اتحاد د ګهیځ د قتل نقشه جوړه کړی وه.
د پورتنیوو دلایلو پر بنسټ دا صریحآ وویلئ شو چی د ګهیځ د مرګ پلان د
شوروی اتحاد د جاسوسی سازمان لخوا طرح شوۍ وه هو دا شونې ده چی
د دغه پلان پلی کیدلو کې د دننی مهرو څخه کار اخستل شوئ وی. له هغه
ځای نه چی افغانستان تر اوسه هم د بهرنیانو د یرغل لاندی دی او ولس
ارامه او مصون نه دئ ځکه خو ډیر حقایق تر اوسه پټ پاتی دی ولې
انشاالله کله چی خلکو ته حقایق مالومه شي ډیرو هغه خلکو باندی چی مونږ
نن ویاړ او ملی اتلان ورته وایو سبا به ورته ملی خاینان وایو او ډیرو نورو
شخصیتونو نه چې ولس زړه تورئ دی او په ظاهرآ ملی خاینان پروپاګند
شوي دی سبا به ورته ملی اتلان وایو، صبر وکړۍ د حقایقو څرګندیدل په
لاره ده...
د شهادت وروسته د ګهيځ له شهادت وروسته د جريدې خپرونې د دوه نيمو
مياشتو لپاره وځنډېدې، بيا وروسته د ۱۳۵۱لمریز كال د ليندۍ پر ۲۶مه نیټه
ګهيځ جريده د اروښاد مولوي عبدالرب احدي وردګ په مسووليت خپرونې
پيل كړې. ښاغلى شهرت ننګيال چې د ګهيځ ياد په نامه يې پر ګهيځ كتاب
كښلى د ګهيځ جريدې د ليندۍ د ۶مه نیټه د ۲مخ د ګهيځ په اړه د يوې ليكنې
اقتباس كړى:« شخصى بود متواضع، باحوصله، صريح اللهجه، داراى
منطق، و استدلال قوى، با جرئت و شهات، مهمان نواز و با دوستان خيلى
صميمى، در زنده گى ساده و بى تكلفى را خوش داشت، بخدا توكل داشت و
در راه مبارزه اسلامى چون كوه پا بر جا بود، به علماء احترام و ارادت
زيات داشت، مگر وقتيكه ميديد بعضى از آنها از صف مبارزه اسلامى عقب
رفته اند خيلى متاثر ميگرديد.»
خلاصه :
د شهید ګهیځ اسلامی او ملی خدمتونه به تل د افغانستان او نړۍ په تاریخ کی
په زرین خط لیکل کیږی. هغه د افغانستان په تاریخ کی ځانګړئ ځای لری. د
هغه رښتونوالی قلم او د شوروی ګوډاګیانو پر ضد د قلم توانایي افغان ولس
ته په ډاګه ده. ګهیځ یو با صبوره، منطقی او د استدلال نه ډک شخصیت ؤ. د
هغه زړورتوب، شهامت، بهادری او شجاعت د داد وړ ده. هغه په دین کلک
ولاړ او با ثباته مجاهد ؤ ځکه چې ځومره د شهرت او امکاناتو پریمانی او په
ژوند کې مخکې لاړو هومره پکې د اسلام او ملت سره مینه زیاته او پیوند يې
قوی شو . ګهیځ د عدالت، اصلاحاتو او برابری او خپلواکۍ غوښتونکی ؤ او کوښښ یې کوه چی افغان ولس بیداره او ویښ کړی. په افغانستان میین او ملت پاله فطرت يې درلوده. معنوی سړی ؤ او په ناسته ولاړه کې ، په خوراک ځښاک کې، په ستړی مشی او خدای په امانی کې په دې ټولو کې هغه هومره هم دروند او هم آسانه چلیدو. میلمه پال، پیاوړۍ، وفادار
او با غیرته پښتون ؤ. هغه د روښانه اسلامی
عقیدی او پراخی آیډیالوژي خاوند ؤ خو له بده مرغه د هیواد دښمنانو د دغه
غږ ازانګې او انعکاس ونشوه زغملئ او ګهیځ یې په شهادت ورساوه ولی
هیځ خبره نه ده که یو ګهیځ شهید شو نن په افغانستان که د ګهیځ په لاری په
زرګنو نور ګهځیان روان دی . ای د اسلام او افغانستان پاسدار ګهیځه ستا
رڼا به تل خوریږی او ستا لاره به تل ادامه لری...
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
shamonde



دغړيتوب نېټه: 09 اپريل   2015
ليکنې: 1

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   اپريل   09, 2015 12:59 pm    عنوان   : Reply with quote

. د لوړو زده کړو اغیزې:
په هغه وخت کې چی ګهیځ ژوند کولو په افغانستان کې دارالمعلمین د عام
خلکو لپاره د ټولو نه با حثیته او با وقاره لوړی زده کړی ګنل کیدې. د تعلیم
او تربیه زده کړې هر اړخیزی زده کړۍ دي او نورو اجتماعی او طبیعی
علومو سره په مستقیم او غیر مسقتیم توګه تړاو لري. په عمومی توګه د
تعلیم او تربیه فارغان د نورو تخصصی رشتو نه په ټولنیزو مسایلو کې ډیر
او جامع علم لری. همدغه وجه ده چی ګهیځ هم د تعلیم او تربیه زده کړو نه
وروسته په ټولینیزو چارو کې ډیر شامل شو او ټول ژوند يې د علم او پوهی
په خپرولو او د ځوانانو فکری رغونی کې تیر کړو.
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> تاریخ او تاریخپوهنه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.