د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

داسلام اودیموکراسی تر منځ توپیر اوتناقض

حلیم یار فطرت
15.01.2013

داسلام او دیموکراسی ترمنځ توپیر او تناقض دومره بسیط اومعمولی نه ده چی دفکر کولو وړ نه وی
داسلام او دیموکراسی مثال داسی دی لکه شپه او ورځ کله چی شپه راشی نو ورځ اورڼا ولاړه شی
او چی کله ورځ شی نو شپه او تیاره یی ختمه شی
لکه څنګه چی شپه او ورځ دیوه په وجود سره بل نفی کیږی همداشان اسلام او دیموکراسی هم دیوه په شتون یی بل نفی اوله منځه ځی
په دی ا ړه په سلګونو نه بلکی په په زرګونه تناقضات اوټکرونه موجود دی چی زه یی داڅو دمثال په ډول دلته راوړم:
په اسلام کی شارع الله ج دی او انسان ته په هیڅ هغو مسایلو کی ددخالت حق نه ورکوی کوم چی په الله ج پوری مختص دی لکه تشریع او قانون وضع کول
دیموکراسی بیا داسلام بالعکس دخدای ج دقانون په وړاندی دهر رنګه بغاوت او ازادی حق ورکوی او دانسان دغرایضو مطابق دهر رنګه الهی قانون ماتولو او دتحلیل او تحریم حق ورکوی
اسلام د ټول انسانیت لپاره دعدل او مساوات یو نمونه دین ده په اسلام کی دتور اوسپین عرب اوعجم توپیر یوازی په تقوا سره دی دهر اقلیت اواکثریت یورنګه حقوق دی
خو په یموکراسی کی داکثریت په نوم د هر اقلیت حقوق تلف کیږی او دتقوا کوم اصل چی اسلام وضعه کړی هیڅ اهمیت نلری
اسلام دغله،زانی، اولوطی لپاره خپل حدود ټاکلی چی اجراکول یی یو ضروری امر دی
خو دیموکراسی دا اسلامی اصول په وحشت او انسانی حقوقو پایمالولو سره تعبیروی (نعوذ بالله)
نور بیا...


حمید هڅــاند
15.01.2013

فطرت صیب، ماشاء الله، الله پاک مو په ګوتو برکت کړه، هیله ده لیکنه مو وغزوئ.

په همدې تمه....

درنښت



ع کريم حليمي
15.01.2013

محترمو او مکرمو ، حلیم یار فطرت صاحب او حمید هڅاند صاحب او درنو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

فطرت صاحب ، ټول افغان ته ښه راغلاست ،زموږ ښې هیلي ومنئ او مننه کوم چه خپل نظر مو له موږ سره شرک کړ

ددې نه مخکی چه ستاسي پر نظر بحث وکړو ، لمړئ دغه جملې زموږ لوستونکو ته څه روښانه کړي او له مثال سره

[quote:58b1dae5cc]په اسلام کی شارع الله ج دی او انسان ته په هیڅ هغو مسایلو کی ددخالت حق نه ورکوی کوم چی په الله ج پوری مختص دی لکه تشریع او قانون وضع کول [/quote:58b1dae5cc]

درنښت


حلیم یار فطرت
16.01.2013

محترم حمید هڅاند صیب او عبدالکریم حلیمی صیب سلامونه اونیکی هیلی می ومنی
حلیمی صیب غو ښتی چی دغه جمل? تشریح او روښانه کړم:
" ﭘﻪ ﺍﺳﻼ‌ﻡ ﮐﯽ ﺷﺎﺭﻉ ﺍﻟﻠه(ﺝ) ﺩﯼ ﺍﻭ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻫﯿڅ ﻫﻐﻮ ﻣﺴﺎﯾﻠﻮ ﮐﯽ ﺩﺩﺧﺎﻟﺖ ﺣﻖ ﻧﻪ ﻭﺭﮐﻮﯼ ﮐﻮﻡ ﭼﯽ ﭘﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﺝ ﭘﻮﺭﯼ ﻣﺨﺘﺺ ﺩﯼ ﻟﮑﻪ ﺗﺸﺮﯾﻊ ﺍﻭ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﻭﺿﻊ ﮐﻮﻝ"
محترمه ددی نه می مطلب داده
چی په اسلام کی دحلالو او حرام تعین دالله(ج) له لوری کیږی
او بالعکس دیموکراسی هر انسان ته حق ورکوی چی حرام اوحلال شیان دخپل ذوق اوطبعی پر بنا په عقل سره تعین کړی
مثلا:
اسلام شراب حرام بولی او پیروان یی له څښلو څخه په کلکه سره راگرزوی
اوهمداشان موسیقی اوریدل حرامه ګڼی
خو دیموکراسی هرچاته حق ورکوی چی دبی بندوباری اویا په اصطلاح ازادی په نوم دی هر رنګه الهی احکام دخپل ذوق سر سم ترپښولاندی کړی
ځکه په ډیموکراسی کی عقل او اکثریت دتقنین(قانون جوړولو)یوازینی معیار دی حال داده چی په اسلام کی د تقنین (تشریع) لپاره معیار وحی ده
دوهم مثال:
دیموکراسی هرچاته حق ورکوی چی څنګه یی زړه غواړی دین اومذهب بدل کړی نن مسلمان سبا عیسوی بله ورځ هندو
خو داسلامی احکامو سره سم هغه څوک مرتد ده او باید ووژل شی کوم چی له اسلامه نصرانیت او یا بل دین ته اوړی
اوداخبره چی انسان په خدایی معاملو کی دداخلت حق نلری مطلب یی داده چی دوحی اونص په مقابل کی عقلی دلایل په اسلام کی هیڅ اهمیت نلری
چی خدای (ج) حرام کړی دی هغه بیا نه په عقلی دلیل سره اونه په اکثریت رایی سره دروا کیدلو امکان لری
الله (ج) فرمايي
وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ
المائده
او فیصله وکړه ددوی ترمنځ په هغه قانون چی نازل کړی دی الله...


حلیم یار فطرت
16.01.2013

محترم حمید هڅاند صیب او عبدالکریم حلیمی صیب سلامونه اونیکی هیلی می ومنی
حلیمی صیب غو ښتی چی دغه جمل? تشریح او روښانه کړم:
" ﭘﻪ ﺍﺳﻼ‌ﻡ ﮐﯽ ﺷﺎﺭﻉ ﺍﻟﻠه(ﺝ) ﺩﯼ ﺍﻭ ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﻪ ﭘﻪ ﻫﯿڅ ﻫﻐﻮ ﻣﺴﺎﯾﻠﻮ ﮐﯽ ﺩﺩﺧﺎﻟﺖ ﺣﻖ ﻧﻪ ﻭﺭﮐﻮﯼ ﮐﻮﻡ ﭼﯽ ﭘﻪ ﺍﻟﻠﻪ ﺝ ﭘﻮﺭﯼ ﻣﺨﺘﺺ ﺩﯼ ﻟﮑﻪ ﺗﺸﺮﯾﻊ ﺍﻭ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﻭﺿﻊ ﮐﻮﻝ"
محترمه ددی نه می مطلب داده
چی په اسلام کی دحلالو او حرام تعین دالله(ج) له لوری کیږی
او بالعکس دیموکراسی هر انسان ته حق ورکوی چی حرام اوحلال شیان دخپل ذوق اوطبعی پر بنا په عقل سره تعین کړی
مثلا:
اسلام شراب حرام بولی او پیروان یی له څښلو څخه په کلکه سره راگرزوی
اوهمداشان موسیقی اوریدل حرامه ګڼی
خو دیموکراسی هرچاته حق ورکوی چی دبی بندوباری اویا په اصطلاح ازادی په نوم دی هر رنګه الهی احکام دخپل ذوق سر سم ترپښولاندی کړی
ځکه په ډیموکراسی کی عقل او اکثریت دتقنین(قانون جوړولو)یوازینی معیار دی حال داده چی په اسلام کی د تقنین (تشریع) لپاره معیار وحی ده
دوهم مثال:
دیموکراسی هرچاته حق ورکوی چی څنګه یی زړه غواړی دین اومذهب بدل کړی نن مسلمان سبا عیسوی بله ورځ هندو
خو داسلامی احکامو سره سم هغه څوک مرتد ده او باید ووژل شی کوم چی له اسلامه نصرانیت او یا بل دین ته اوړی
اوداخبره چی انسان په خدایی معاملو کی دداخلت حق نلری مطلب یی داده چی دوحی اونص په مقابل کی عقلی دلایل په اسلام کی هیڅ اهمیت نلری
چی خدای (ج) حرام کړی دی هغه بیا نه په عقلی دلیل سره اونه په اکثریت رایی سره دروا کیدلو امکان لری
الله (ج) فرمايي
وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ
المائده
او فیصله وکړه ددوی ترمنځ په هغه قانون چی نازل کړی دی الله...



ع کريم حليمي
16.01.2013

[color=white:b0eef880db]بسم تعالی : وَإِذَا حُيِّيتُمْ بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ حَسِيبًا
[/color:b0eef880db]
ژباړه:
او څوك چې په درناوي سره تاسي ته سلام واچوي نو هغه ته له هغې نه په ښه توګه ځواب وركړئ يا لږ تر لږه په هماغه شان ، الله د هرشي حساب اخيستونكى دى.

اسلام د جګو اخلاقو دین دی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

محترم او مکرم ورورمي حلیم یار فطرت صـــــــــاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
ستاسي جوابي لیکنه مي ولوستل نیمه پر حق تکیه ده ، او څه نوره پر خلاف تکیه وه

تاسو لیکلي چه :
[quote:b0eef880db]دیموکراسی هر انسان ته حق ورکوی چی حرام اوحلال شیان دخپل ذوق اوطبعی پر بنا په عقل سره تعین کړی [/quote:b0eef880db]

دغه پورته جملې اقتباس دي ؟ او که ستاسي خپل Understanding؟
باور وکه که ماته دا معلومه وي چه په ولسواکي کښي دي خلک حلال او حرام په عقل تعینه وي

د دغه عبارت حواله زما لپاره ضرور ده ، راته پیدا کولای ئې سې ؟، که داسي وي نو زه له دېمکراسي اساساتو تېرېږم ، نو د شاهي مطلقه پر اساساتو باور پیدا کوم (السُّلْطَانُ ظِلُّ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ .)

درنښت


حلیم یار فطرت
16.01.2013

محترم قدردان ورور عبدالکریم حلیمی صاحب
وعلیکم السلام ورحمة الله وبركاته
ورورجانه هيله ده چی روغ جوړ او خوشحاله به یاست
انتقادونه دی ټول درسه منم
او له نصیحت اولار ښوونی نه دی هم مننه کوم
ما دی دسلام جواب باور وکړه چی دلوستلو سره سم په خوله ویلی وو
لیکلی می ځکه نه وو چی په موبایل
یی راته لیکل زیات کارغواړی
تاسو مهربانی کړی وه چی داروښانه کړم چی دا زما خپل نظر دی او که اقتباس؟
ګرانه!
په لیکنه کی څه اقتباسات دی او څه یی زما خپل نظر ده خو کم ټکی ته چی تاسو نغوته کړی هغه اقتباس دی
لکه څنګه چی تاسو یی حواله ضروری بللی ده نو واوره:
دا تفیصلی مناقشه او مفیدمعلومات تاسو دمولوی عبدالهادی"مجاهد" صاحب په هراړخیز اوګټور کتاب "فکری پوهنه" کی لوستلای او ارزیابی کولای شی اوماچی دلته دالیکنه سریښ کړه نو هم می مطلب دی مهم ټکی ته دخلگو پام راگرځول وو
اوس یو مثال ددیموکراسی پر مهم اصل او لوی معیار"عقل او اکثریت درایی" باندی لیکم
دشریعت دنفاذ لپاره داهم ضروری ده چی ټول شرعی حدود جاری او تعمیل شی
یعنی دغله څخه دلاس پریکول
، دزناکارانو په دورو وهل او سنگسارول
،لواطت کوونکی باندی دیوال چپه کول اوداسی نور...
خو په دیموکراسی کی دعقل په تقاضا او داکثریت رایو په ترلاسه کولو سره ټولی دشريعت تأديبي سزاګاني ممنوع اوناروا ګڼل کیږی
او په دی عقلی دلیل چی دا خودبشری حقوقو خلاف عمل دی او یوڅرګند وحشت دی (نعوذ بالله من ذالک)
داخو یو جوته خبره ده چی دیموکراسی دانسانی فکر تومنه ده چی پکی هیڅ نوعه دین او مذهب ته ځای نشته
خلګ کولای شی هررنګه قانون د رایو په اکثریت سره صحی او یا غلط اعلان کړی
خو الله (ج) فرمایی:
إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ
ژباړ: حکم نه دی مگر یوازی دالله(ج)


حمید هڅــاند
16.01.2013

[quote:f8d95eb4c4]محترم او مکرم ورورمي حلیم یار فطرت صـــــــــاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
ستاسي جوابي لیکنه مي ولوستل نیمه پر حق تکیه ده ، او څه نوره پر خلاف تکیه وه

تاسو لیکلي چه :
اقتباس:
دیموکراسی هر انسان ته حق ورکوی چی حرام اوحلال شیان دخپل ذوق اوطبعی پر بنا په عقل سره تعین کړی

دغه پورته جملې اقتباس دي ؟ او که ستاسي خپل Understanding؟
باور وکه که ماته دا معلومه وي چه په ولسواکي کښي دي خلک حلال او حرام په عقل تعینه وي [/quote:f8d95eb4c4]

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ښاغلو، هر یو، حلیمي صیب او فطرت صیب! هیله ده خوښ به یاست.
نو حلیمي صیب، تاسو ته پورته خبره کې ولې شک پيدا شو. ایا همداسې نه ده؟؟
ایا دیموکراسي د ولسواک پر ولس نه دی؟؟ موږ خو په دې عقیده یو چې ولس پر ولس واک نه شې درلودلی، بلکې مطلق واک خو له الله جل جلاله سره دی.
ولسواکي کې د ښه اوبد توپیر د خلکو په نظر پورې اړه لري،،ایا همدغه دیموکراسي نه ده چې په استمالولو سره یې هغه دی Gay Marriage هم قانونی وبلل شو. دا لنډ زموږ افغانستان کې د دیموکراسي پلویانو پر شریعت خپل جوړ شوی قانون ته ترجیح ورنه کړه؟؟ ایا د دیموکراسي تر قوانینو لاندې، ګډ تعلیم ته لاره هواره نه شوه،،،که خلکو رښتیا اسلامي اصول منلی، ولې به په کورسونو کې فحشا رامینځته کېده. ولې به طلوع خپل فحشا خانه په افغانستان کې جوړوله...زه به یې درته ووایم، د دې هرڅه علت دادی چې هر ذلیله راځي او خپل نظر پرخلګو تپي، وایې دیموکراسي او ازادي ده.....نوره خبره نه اوږدوم...

درنښت



ع کريم حليمي
17.01.2013

ډېر دروند ورور حلیم یار فطرت صاحب ،السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
روغ جوړ او خوشحاله اوسې .

تاسو لیکلی چه : په دیموکراسی کی دعقل په تقاضا او داکثریت رایو په ترلاسه کولو سره ټولی دشريعت تأديبي سزاګاني ممنوع اوناروا ګڼل کیږی

ممکن ده !!، رشتیا دي ویلي دي !!! امــــــــــا

د مسلمانانو په ټولنه کښي ډیمکراسي د دوهم قدم حیثیت لري ، په هر اسلامي ټولنه کښي پر امة لازمه ده چه لمړئ میثاق ملي ولري ( دستور المدينة أو صحیفة المدینه)
نبي علیه السلام چه په مدینه المنورة ژوند اختیار کئ ، لمړئ ئې دستور المدینه امضاء کئ

ملي دستور یا میثاق ملي او که ووایم (قانون) هغه سند دي چه دېمکراسي قیزه او قبضه کوي!!!! چه د اسلامي اخلاقو ، پرنسیپ ، آغاز او منشأبه سر غړونه نه کوي !!!!!! نو بیا موږ ته منلې ده

ډیمکراسي يو شکل نه لري ، په ډېر اساني سره کیداسي چه د اسلام متابعت او پیروی وکړي ، د مصر ټولنه ئې ښه مثال دي ، محترم محمد مرسي یو مسلمان ډیمکرات نه دي ؟؟؟؟؟

که له موږ (امة ) سره لمړي میثاق ملي امضاء نه کړي او سند په لاس رانه کړي ، نو موږ هیڅ شکل حکومت نه منو ، دا که اسلام په جامه کښی ئې راته راوړي ، که د سلطنت په جامه کښي وي او کــــــــه دیمکراسۍ په جامه کي وي
درنښت


تخاري
17.01.2013

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

زه په روان بحث کی د ښاغلی حلیمیار فطرت صیب او ښاغلی هڅاند صیب خبری تاییدوم

مکرم حلیمی صیب ډیر ګستاخی کیژی چی ستاسو سره مناقشه کوم نو مخکی له مخکی به په خپلی بزرګواری سره راته بښنه کوی

دیموکراسی ښکلی مخ لری هغه چی مردار دی نتایج یی دی
که فرض محال دا ومنو چی دیموکراسی له اسلام سره ټکر نلری نو په ظاهر د امر کی سمه خبره ده خو اسلام د عقیدی دین دی ولی د یوه کافر صدقه او خیرات نه قبلیژی؟؟؟

که چرته زه + فطرت صیب + هڅاند صیب + حلیمی صیب په یوه مجلس کی ناست وو او د لمانځه وخت شی او دا ووایو چی راځی په دی ټکی رایګیری وکړو چی لمونځ وکړو او کنه نو که ټول 100٪ په اتفاق ارا سره و دی نتیجی ته ورسیژو چی لمونځ به کوو نو دا لمونځ که هر څو هم په اوداسه او ټولو ارکانو برابر وی د الله ج لپاره نه دی دا لمونځ نه ده قبول دا لمونځ د شیطان لپاره شو.

دا خو بیا بیله خبره ده چی که دا 100٪ رایو کی اکثریت بی لمازه شی نو بیا به د بی لمازانو حکم منی

د مصر رییس جمهور محمد مرسی د دیموکراسی په زینو باندی واک ته پورته شو

هغه خلک سخت تیروتلی دی چی وایی حسن مبارک د دیموکراسی د اصولو په بنا رانسکور شو داسی نه ده همدا مردار اصول وو چی حسن مبارک پوډه شو خو دیموکراسی یی ساتنه کوله

نو مرسی د دیموکراسی په بنا نه بلکه د یوه داسی پاڅون پر بنا واک ته راغی چی خلکو پکی سرونه ورکړل درحالیچی په دیموکراسی کی د سر قربانی نشته سولییزی مظاهری دی او بس او

دا خبره باید مونږ او تاسو راسره یادداشت کړو چی مرسي به تر هغه د مصر د مسلمان ملت ارادی تمثیل نشی کړای چی د دیموکراسی په مردار خشتک کی یی لاړی نه وی تو کړی همدا دیموکراسی ده چی د حسن مبارک د نظام بقایا نشی محاکمه کولای له واکه یی نشی لیری کولای یو کار یی د خلکو په خوښه وکړ ټوله نړی په بغارو شوه او اوس مشکلات ورته جوړوی


حلیم یار فطرت
17.01.2013

وعلیکم السلام ورحمة الله وبركاته
هيله ده چی ټول محترم وروڼه به خوشاله اوسوکاله وخت ولری

تخاری صیب ستا دغه جمله فکر کوم دمحترم حلیمی صاحب دتوجیه جواب ده
"ﺩﯾﻤﻮﮐﺮﺍﺳﯽ ښﮑﻠﯽ ﻣﺦ ﻟﺮﯼ ﻫﻐﻪ ﭼﯽ ﻣﺮﺩﺍﺭ ﺩﯼ ﻧﺘﺎﯾﺞ ﯾﯽ ﺩﯼ "


حمید هڅــاند
17.01.2013

ټولو ملګرو، په ځانګړې توګه تخاری صیب! ستړي مه شئ.
حلیمي صیب! دا دیموکراسي هم د نصرالدین ژوند شو، هر څوک پسې یوه خبره تړي...هرڅوک ورته خپل تعریف لري، څوک وایې، د دین محوه ده، څوک وایې د مډرن فکر کولو محصول دی او څوک بیا وایې د اسلام یو بل تعبیر دی او ځینو بیا یوه بله اصطلاح را وایسته: اسلامي ولسواکي! یو وخت له ښاغلي پتوال سره په دې موضوع زیات بحث وشو.
نو چې دیموکراسي دومره بې تعریفه شوه، اصلا سیستم نه شو. او چې بیا دا د انسانانو د فکر محصول دی، څنګه به د اسلام مکمله کېږي چې خلک ورته اسلامي ولسواکي ووایي؟؟؟
[quote:0c5c219a5b]ډیمکراسي يو شکل نه لري ، په ډېر اساني سره کیداسي چه د اسلام متابعت او پیروی وکړي ، د مصر ټولنه ئې ښه مثال دي ، محترم محمد مرسي یو مسلمان ډیمکرات نه دي ؟؟؟؟؟
[/quote:0c5c219a5b]
نو چې د اسلام متابعت وکړي، بیا ورته ولي اسلام نه وایې؟؟
پاتې شوه د مرسي په اړه، نو که محمد مرسي یو مسلمان مشر وي بیا دیموکرات کېدای نه شي!! او که دیموکرات وي، بیا رښتینی مسلمان مشر کېدای نه شي.
له اسلام سره د دیموکراسي ګډول زما په سر کې ماغزه په جوش راولي، د الله لپاره، نور د دې اصطلاح له کارولو او توجیه کولو لاس واخلئ.

که راڅخه بې ادبي شوې وي، بښنه غواړم.

درنښت


حلیم یار فطرت
17.01.2013

الســـلام علیکم ورحمةالله وبرکاتــه
ډیرو درنو اوقدرمنو وروڼو!
حلیمی صاحب، تخاری صاحب، اوهڅاند صاحب هیله ده روغ جوړاوخوشحاله به یاست
دمضوع په اړوند مختلف نظرونه وړاندی شول او لا تراوسه دقناعت نقط? ته نه یو رسیدلی
یوه مهمه خبر داهم ده چی مونږ یومهم ټکی له پامه غورځولی ده چی هغه د دیموکراسی او اسلام تعریف او هراړخیز مفهوم ده
کله چی ددیموکراسی اواسلامی نظام تعریفونه مومخ ته پراته وی نو فکر کوم دامعضله به ډیره اسانه حل وفصل او یوطرف ته شی وبه ګوروچی اسلام اودیموکراسی په تعریف،موضوع اوغرض کی کوم مشترک نقاط لری؟
اوترکومه حده یی دیوه اوبل سره دتطابق امکان شته
که نتیجه مثبته وی یعنی مشترک نقاط موجودوی نو بیا په دی ارزی چی پرد? موضوع بحث وکړوچی ایا دیموکراسی ته په اسلام کی ځای شته اوکه نه؟
یا اسلام ددیموکراسۍ په قالب کی ځایدلای شی که یا؟
او که ددیموکراسی عمومی تعریف له اسلامی معیارونو سره پر تناقض او ټکر استوار وی نوبیا فکرنه کوم چی له دومره ښکاره توپیر سره سره دی څوک په یوه اوبل نامه د اسلام او دیموکراسی دتطابق دعوه وکړی



ع کريم حليمي
18.01.2013

السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
ډیرو درنو اوقدرمنو د ټول افغان لوستونکو او لیکونکو،
حلیم یار فطرت صاحب ، تخاری صاحب، اوهڅاند صاحب خدای دي وکړي چه روغ جوړاوخوشحاله یاست

فطرت صاحب ، مننه چه بحث مو ډېر ښه طرف ته رهنمايي کۍ

دین او ډېمکراسي متعدد او مختلف تعریفونه لري ، زه داسي یو تعریف ورته لرم (وجــــیزه)

دین عبارت دي له تعهد نه !! او یو لړ عقایدو او دستور العمل څخه ، او داسي الهي هدایت دی چه انسان وصول کوي له دنیوي او اخروي
سعادت سره
بسم تعالی : إِنَّ الَّذِينَ يُبَايِعُونَكَ إِنَّمَا يُبَايِعُونَ اللَّهَ يَدُ اللَّهِ فَوْقَ أَيْدِيهِمْ فَمَنْ نَكَثَ فَإِنَّمَا يَنْكُثُ عَلَى نَفْسِهِ وَمَنْ أَوْفَى بِمَا عَاهَدَ عَلَيْهُ اللَّهَ فَسَيُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا

اى پيغمبره ! كومو كسانو چې له تاسره بيعت وكړ هغوى په اصل كښې له الله سره بيعت وكړ.دهغو دلاسونو دپاسه دالله لاس دى. اوس چې څوك دغه ژمنه ماته كړي دهغه دتعهد ماتولو وبـال به پخپله پرهمغه باندې وي.او څوك چې پرهغې ژمنې باندې ودريږي چې هغه له الله سره كړيده الله به ډير ژرهغه ته لوى ثواب وركړي.

اسلامي ډېمکرات حکومت عبارت دی ، له هغه حکومت نه چه د عقلیتونو د حقوقو ساتنه وکړي د ملي عرف او سماوي اخلاقو په چوکاټ کښي

درنښت


پتوال
20.01.2013

درندو او قدرمنو ورورنو السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته!

۱- ولسواکي اصلي هسته او فروعات لري، هسته یې یا ماهیت یې هر وخت او هر ځای ثابت پاتې کیږي او فروعات یې د محیط او
شرایطو سره تغیر موندي او موندلی شی.

۲- اسلامي هیوادونه د ولسواکۍ له هستې او ماهیت سره سروکار لری نه له فروعاتو او ځلځلنو سره یې.

۳- د ولسواکۍ هسته تر ډیره د اسلام له فروعاتو څخه شمیرل کیږي نه له هستې څخه یې! خو دا هغه اسلامي فروعات دي چې
د ژوند، دولت او حکومت چارې پرې ټولې په اسلامي توګه عیارېدلای شی نو ځکه په ایتونو کې هم پر غوره اصولو لکه مشوره ،
عرف او معروفیت ( امر بالمعروف )او نورو تاکید شوی دی.

نو د ولسواکۍ هغه اصلی هسته او تعریف یې چئ ماهیت یې معرفی کوی څشی دی؟
هغه یواځې او یواځې د حکومت یوه ټاکلې ساختاري بڼه ده :
هغه په اسلامي حاکمیت کې د ایت.حدیث اجماع او قیاس وروسته حکومت د خلکو ( امت) په رایه جوړول او کنترولول یعنې امت واکي ده !
دا امت واکی د ملي حدود په چوکاټ کې خلافت یا اسلامي ولسواکي بلل کیږي !
د اسلامي ولسواکۍ غوښتنه په اوسنیو نړیوالو شرایطو کې په ملي کچه د اسلامي خلافت او امت واکۍ غوښتنه
او په بیعت ( انتخاباتو) سره د خلیفه = ولسمشر ټاکل دي !
ایا فکر کولی شئ چې نعوذ بالله خلافت او اسلامي امتواکي به د ایت او حدیث( قران او سنتو) پر ضد ودرېدلای شی؟؟؟؟؟
نه هېڅکله نه، بلکې خلافت و او وی به چې د اسلام ساتنه، پالنه او غځونه یې کړې او کولی شی .

والسلام علیکم و رحمة الله !


larghonay laraway
20.01.2013

السلام عليکم!
نه پوهېږم چې ستاسو په علمي بحث کې به زما خبره کوم وزن ولري او کنه خو خپل نظر ليکم!
زما په نظر دټولو ګډونوالو هدف يو دی او ډېر کم توپير لري.
حليمي صيب د حکومت يا واکمنۍ په اړه غږېږي چې شاهي او جمهوريت دی.
نو دا چې په اوس وخت کې د نړۍ په هيڅ اسلامي دولت کې خلافت يا امارت نشته او رامنځته کول يې ګران دي نو د شاهي او جمهوري نظامو له جملې نه همدا جمهوريت غوره دی چې جمهوري يا د انتخاباتو په ترڅ کې نظام رامنځته کول يو ډيموکراټيک کلچر دی او په اسلام کې هم خلکو ته د آمر ټاکل يا خليفه ته د بيعت واک د خلکو دی!

نو ډيموکراسي حکومتي سيسټم نه دی بلکې کلچر دی!
مونږ د خپل پښتني کلچر په هغو برخو هم نيوکه کوو او راته د منلو وړ نه دي چې له اسلام سره په ټکر کې وي نو همدار از غربي کلچر هم سل په سلو کې راته د منلو نه دی!

دغربيانو ډيموکرات کلچر مونږ ته تر هغې د منلو دی چې له اسلام سره په ټکر کې نه وي. خو ځينې برخې يې راته د منلو وړ نه دي لکه هڅاند صيب د Gay Marriage ښه بېلګه راوړې ده.
همدا راز د ډيموکراسۍ يو شمېر نور ارزښتونه چې له اسلام سره په ټکر کې نه دي نو مونږ هم ورسره کوم اختلاف نه لرو لکه:
مشوره: غربيان تر کار ميټينګونه ډېر کوي خو په اسلام کې هم مشورې ته ډېر ارزښت ورکړل شوی دی.
بالغ هلک او نجلۍ ته د خپلې خوښې واده حق. چې البته پښتنو ترې دا حق اخيستی خو په اسلام کې يې لري.
د کار کولو حق: په پرته کې ښځه روا کار کولی شي او سرمايه داره کېدلی هم شي خو اکثرو پښتنو ښځه له دوو اسلامي فريضو يعنې حج او زکات څخه بې برخې کړې ځکه چې کار پرې کوي خو اجوره نه ورکوي او يا هيڅ د کار حق نه ورکوي نو ښځه به څنګه مالداره او د نصاب څښتنه شي؟
همدا راز د زده کړې حق: پر يو پلار ماشوم زوی او ماشومه لور يو ډول حق لري چې ويې روزي . دا چې په ډيموکراټيک کلچر کې نجونې او هلکان ګډ ژوند، ګډ کار او ګډې زده کړې کوي دلته بيا اسلام ورسره مخالف دی نو مونږ ته هم د منلو نه دي. ولې په مطلقه توګه ښځه له کار، زده کړې او پانګې محرومول د پښتنو دود دی خو له اسلام سره په ټکر کې دی .
همدا راز نور هم ډېر مثالونه شته.
نو ويلی شو چې ډيموکراټيک کلچر يو شمېر داسې ارزښتونه لري چې په اسلام کې ريښې لري او يو شمېر يې ورسره تضاد دي.
مونږ ډيموکراسۍ ته د کلچر په توګه کتلی شو نه د سيسټم په توګه. دا کلچر په کفري هېوادونو کې هم سره توپير لري.
هندوستان د ډيموکراسۍ ښه بېلګه ښودل کېږي خو يو ماشوم په سوزوونکي لمر کې د سړک پر غاړه نړۍ ته راځي، په ماشومتوب کې پرې درانه کارونه کوي هملته يې تورې ډډې نيولې وي لوی شي، زوړ شي او مړ شي خو پر حکومت يې هيڅوک انتقاد نه کوي او ملامتوي يې هم نه چې ولې؟
په يورپ او امريکا کې چې له موره پيدا شي معاش لري، حق او حقوق لري، حتی مور او پلار پرې دروند کار خو پرېږده چې منت هم نه شي کولی کنه حکومت يې ترې وړي!
ولې هيڅوک هم نه وايي چې هندوستان ډيکټاتور هېواد دی بلکې ټول وايي په هند کې ښه ډيموکراسي ده.
نو ډيموکراسي حکومتي نظام نه بلکې کلچر دی او مونږ اړ نه يو چې سل په سلو کې د يو چا کلچر ومنو!
حتی د عربانو چلتار او پر سر منجله هم راته کوم اسلامي اصول نه ښکاري بلکې د عربانو کلچر دی نو منل يې راباندې لازم نه دي.


تخاري
21.01.2013

ټولو ته یو ځل بیا سنت سلامونه وایم

په دیموکراسی کی پارلمان لیجیسلیټور ده

له تاسو ټولو نه خواهش کوم چی د انګلیسی ژبی لیجیسلیشن یا لیجیسلیټور عربی یا فارسی یا پشتو ترجمه ولیکی؟

که مو ځواب شریعت او شارع وی نو په اسلام کی شارع الله ج دی.

زما په نظر دیموکراسی له مرغوبو تعریفونو سره سره بالاخره د خری کتی ته ورته ده چی په کوم اسلامی هیواد یی ایښی ده هلته عملا شریعت تر پښو لاندی شوی ده

په تونس کی چی عربی اسلامی هیواد ده پولیګیمي یا دوهم واده یانی زمونږ د صریحی عقیدی له مخی مثنی و ثلاث و رباع نکاح کول په د دیموکراسی د اصولو له مخی په قانون سره منع وو!!

دیموکراسی چی نوزاده او تنکی وی نو درته وایی چی قربان زه ستا اصول په خپلو فروعاتو کی خوندی کوم خو د وخت په تیریدو سره خپل بچوڼی لومړی تر ښکرو فاسدوی او بیا یی د اصولو په تر پښو لاندی کولو باندی ماموروی!!!

د دیموکراسی تعریف :

دیموکراسی د دایمی جنابت په مثال سره ده
په جنابت کی هیڅ عبادت ثواب نلری بلکه ښه دروند ووبال هم لری
افغانستان یی د عابرالسبیل په توګه مزه وڅکله او ان شاالله چی له دایمی جنابت څخه به نجات ومومی.

دایمی جنابت می ځکه یاد کړ چی

د ترکیی په شمول مو ډیر هیوادونه د مثال په توګه تر مخی پراته دی چی په پیړیو پیړیو به خپل اسلامی اصالت بیرته خپل نکړای شی الا ماشاالله


حمید هڅــاند
21.01.2013

څو ځله مې وغوښتل چې دلته څه اضافه کړم، خو وخت به راسره یاري ونه کړه...
لومړی به د پتوال صیب پر خبرو یو څو خبرې وکړم:
ښاغلی پتوال لیکي:
[quote:01e12dc962]
۱- ولسواکي اصلي هسته او فروعات لري، هسته یې یا ماهیت یې هر وخت او هر ځای ثابت پاتې کیږي او فروعات یې د محیط او
شرایطو سره تغیر موندي او موندلی شی.

۲- اسلامي هیوادونه د ولسواکۍ له هستې او ماهیت سره سروکار لری نه له فروعاتو او ځلځلنو سره یې. [/quote:01e12dc962]
او پتوال صیب د پورته خبرو په کولو دا لاندي خبره د پایلیزې په ډول زیاتوي:
[quote:01e12dc962]
۳- د ولسواکۍ هسته تر ډیره د اسلام له فروعاتو څخه شمیرل کیږي نه له هستې څخه یې! خو دا هغه اسلامي فروعات دي چې
د ژوند، دولت او حکومت چارې پرې ټولې په اسلامي توګه عیارېدلای شی نو ځکه په ایتونو کې هم پر غوره اصولو لکه مشوره ،
عرف او معروفیت ( امر بالمعروف )او نورو تاکید شوی دی.[/quote:01e12dc962]

سمه ده پتوال صیب! سره له دې چې دیموکراسي لپاره ټولمنلی تعریف موجود نه دی، خو زه به دا ستاسو تعریف ومنم او پر همدې به وګړېږو.
[quote:01e12dc962]نو د ولسواکۍ هغه اصلی هسته او تعریف یې چئ ماهیت یې معرفی کوی څشی دی؟
هغه یواځې او یواځې د حکومت یوه ټاکلې ساختاري بڼه ده :
هغه په اسلامي حاکمیت کې د ایت.حدیث اجماع او قیاس وروسته حکومت د خلکو ( امت) په رایه جوړول او کنترولول یعنې امت واکي ده !
دا امت واکی د ملي حدود په چوکاټ کې خلافت یا اسلامي ولسواکي بلل کیږي !
د اسلامي ولسواکۍ غوښتنه په اوسنیو نړیوالو شرایطو کې په ملي کچه د اسلامي خلافت او امت واکۍ غوښتنه[/quote:01e12dc962]
موږ اسلام کې یو ساده او اسان فورمول لرو او هغه دا چې:
۱) عبادتي چارې او ټول ضروري مسائل قران او سنتو کې واضح شوي دي، چې عبادت داسې وکړي، دا وکړئ او له هغو پرهېز وکړئ.
دا ډله مسائلو کې که موږ قصدا سرپېچيی کوو، زموږ عقیده ترپوښتنې لاندې راځي.
لکه د سود اخیستل.
پانګوال نظام کې سود بنسټیز رول لري. زموږ هیوادونو د ازادۍ او ولسواکۍ تر نوم لاندي قانوني کړی دی او الله او رسول یې جګړې ته رابللي دي!
نو دا ډول ضروري مسائل په هیڅ ډول باید ګوښې نه شي.

۲) غیر ضروري مسائلو کې خپلواک یو. مثلا دا اړینه نه وه چې موږ ته وویل شي چې تاسې د ترافیکو قانون لپاره درې ډوله څراغونه جوړ کړئ او بیا لیسنس سیستم جوړ کړئ او نور..ځکه دا غیر ضروري شیان دي او په دې پار یې موږ سلا مشورو ته تشویق کړي یو.

نو:
اوله کټګوري کې به ګوتې نه وهلې کېږي
دویمه ګټګوري کې خو اسلام اجازه راکړې ده.

نتیجه دا کېږي چې موږ دومره واضح، تعریف شوی، روڼ او اسان دین لرو چې نوم یې اسلام دی، بیا ولې په یوې نه تعریف شوې، ګونګې، او ناوزنه ښکارندې پسې لاړ شو....ځکه اول خو په دې لا نه شو بریالي کېدای چې یو ټولمنلی تعریف ورته پیدا کړو، څه مانا چې بیا به یې عملي کوو!!!

بناء...موږ دیموکراسي ته هیڅ اړتیا نه لرو... زموږ ضروري چاري هم اسلام کې ښکاره دي او غیر ضروري په اړه يې طریقه روښانه کړې ده چې دي پر موږ خو څنګه به یې پرمخ بیایو.

د ښاغلي لرغوني او تخاري پر خبرو به وروسته خبرې وکړو...
ان شاء الله


حلیم یار فطرت
21.01.2013

وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته
درنو اومحترمو وروڼو حلیمی صاحب، هڅاند صاحب، تخاری صاحب،پتوال صاحب،لاروی صاحب او درنو لوستونکو هیله ده چی تردی شیب? به روغ او خوشحاله یاست .
له ټولو دوستانو مننه کو چی خپل قیمتی او ګټور نظرون یی راسره شریک کړل مونږ په روان بحث کی ډیر په زړه پوری معلومات ترلاسه کړل خو بیا هم په دی ونه توانیدو چی داسلامی نظام اودیموکراسی سمه موازنه وکړو او یاپه بله اصطلاح لامو داختلاف او اتفاق مشترکی نقطی سمی نه دی درک کړی ځکه چی تراوسه مو ددیموکراسی عمومی او اساسی تعریف نه دی تشریح کړی زه به اول ددیموکراسی هغه تعریف رانقل کړم کوم چی دیموکراتانو اوددیموکراسی ایجادوونکو(یوناینانو) کړی:
دیموکراسی اشتقاق د دوو لاتینو یونانی کلمو (دیموس)او(کراتوس) څخه شوی ده چی دیموس یعنی خلګ او کراتوس دواکمنی او حاکیمیت په معنی ده چی له مجموع څخه یی (دخلګوواکمنی یا حکومت) معنی اخیستل کیږی
او اصطلاحا دیموکراسی ځینو پوهانو دارنګه تعریف کړی-
پریکلس او آبراهام لینکن:
دیموکراسی یعنی دخلګو حکومت دخلګو په لاس دخلګو لپاره
Government of the people by the people for the people
ځینی یی بیا د(اکثریت حکومت)
او ځینی نور یی بیا د( ټولوحکومت)باندی تعبیروی چی وروستی تعریف ځکه سم نشو بللای چی پخپله ددیموکراسی له حیاتی اومهم اصل (انتخابات، اودرایو اکثریت) سره په ټکر کی ده کله چی په کوم هیواد کی ددیموکراسی تر چتر لاندی انتخابات منځ ته راځی او یا ټولټاکن? صورت نیسی نو معلومه خبره چی اقلیت درایو په کموالی سره نشی کولای چی له اکثریت سره په یوه تناسب حکومت وکولای شی او یا دی پخپله ګټه کوم قانون تصویب کړی
ددیموکراسی ټولو معیاری اصلونو ته په پام سره هیڅکله ددیموکراتیکو انتخاباتو په صورت کی دلږکیو
حقوق او ګټ? نشی تثبیتیدای زماپه اند کوم دتساوات او عدل معیارونه چی اسلام ټاکلی هغه دنړۍ هر نظام او قانون نشی ماتولای اونه تردی ښه معیار موندلی شی په اسلام کی داشخاصو په ټاکنه اوانتخاب ترټولو مهمه معیار تقوا ده او دخلیفه امیر او یا هم رئيس ټاکل په اسلام کی داهل الحل والعقد له خوا څخه صورت نیسی چی دا پخپله یوه شورا ده او له داسی کسانو څخه جوړه ده چی ټول یی تقوا ، علمیت، او سیاسی بصیرت لری او په احوال الناس باندی پوره واقف اوخبر وی دمسلمانانو دخیر اوفلاح لپاره نیغه او له اسلامی احکامو سره موازی پریکړه کولای شی
تاسو لږ فکر وکړی چی اوس په دی پورته ذکرشویو معیارونو کی کوم یی د ښه اوسوچه اسلامی حکومت په جوړولو توانیدای شی؟
معلومه خبره ده چی عام خلګ دومره د ځان په خیر اوشر (هغه که دنیاوی وی که دینوی) نه وی واقف لکه څومره چی داهل الحل والعقد شورا پوهیږی
درايواکثریت معيار ګرځولو دناسم والی په باره کی دلایل
الله جل جلاله داسی فرمایی: وَإِنْ تُطِعْ أَكْثَرَ مَنْ فِي الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنْ يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
الانعام
ژباړه او که چیری ته د ځمکی دمخ د ډیرو خلګو خبره ومنی نو دالله له لاری به دی واړوی ځکه چی هغوی په ګمانونو پسی روان دی او(اټکلیان) دی
(2)ولکن اکثر الناس لایعلمون
الاعراف
ژباړه: خو ډیر خلګ نه پوهیږی
وقلیل من عبادی الشکور
سباء
ژباړه: زما ډیر لږ بندګان شکر کوونکی دی
پرته له دی داسلام له لومړی حکومته بیا دخلفاء الراشدینو تردوری پوری هیڅ داسی بیلګه نشو پیداکولای چی دامیر یا خلیفه په ټاکلو کی دی عام انتخابات شوی وی او یا دی دعامو خلګو نه رایه غوښتل شوی وی ټول امیران او خلیفه ګان دشورا له خوا ټاکل شوی دی چی او


حلیم یار فطرت
21.01.2013

اوبیرته دشوراکسان هم دتقوا او علمیت پر اساس ټاکل شوی دی نه دپارلمانی انتخاباتو له لاری
محترم حلیمی صاحب لیکلی دی:
ﺍﺳﻼ‌ﻣﻲ ډ?ﻤﮑﺮﺍﺕ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﻋﺒﺎﺭﺕ ﺩﯼ ، ﻟﻪ ﻫﻐﻪ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﻧﻪ ﭼﻪ ﺩ ﻋﻘﻠﯿﺘﻮﻧﻮ ﺩ ﺣﻘﻮﻗﻮ ﺳﺎﺗﻨﻪ ﻭﮐړﻲ ﺩ ﻣﻠﻲ ﻋﺮﻑ ﺍﻭ ﺳﻤﺎﻭﻱ ﺍﺧﻼ‌ﻗﻮ ﭘﻪ ﭼﻮﮐﺎټ ﮐښﻲ 
نوچی داسلامی اخلاقوپه رڼا کی داټول اسلام سره موافق کردارونه ترسره کوی نو بیا دیموکراتیک ولی شو بیا خو یوازی اسلامی هم امکان لری؟
او پتوال صاحب هم دا ټکی ښه روښانه کړی ده چی داسلام اودیموکراسی ترمنځ ځینی مشترک نقاط موجود دی لکه شورا(پارلمان)،بیعت(انتخابات) عرف او...
همداشان لاروی صیب لیکلی چی :
ﻧﻮ ﺩﺍ ﭼ? ﭘﻪ ﺍﻭﺱ ﻭﺧﺖ ﮐ? ﺩ ﻧړۍ ﭘﻪ ﻫﻴڅ ﺍﺳﻼ‌ﻣﻲ ﺩﻭﻟﺖ ﮐ? ﺧﻼ‌ﻓﺖ ﻳﺎ ﺍﻣﺎﺭﺕ ﻧﺸﺘﻪ ﺍﻭ ﺭﺍﻣﻨځﺘﻪ ﮐﻮﻝ ﻳ? ګﺮﺍﻥ ﺩﻱ ﻧﻮ ﺩ ﺷﺎﻫﻲ ﺍﻭ ﺟﻤﻬﻮﺭﻱ ﻧﻈﺎﻣﻮ ﻟﻪ ﺟﻤﻠ? ﻧﻪ ﻫﻤﺪﺍ ﺟﻤﻬﻮﺭﻳﺖ ﻏﻮﺭﻩ ﺩﯼ ﭼ? ﺟﻤﻬﻮﺭﻱ ﻳﺎ ﺩ ﺍﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺗﺮڅ ﮐ? ﻧﻈﺎﻡ ﺭﺍﻣﻨځﺘﻪ ﮐﻮﻝ ﻳﻮ ډﻴﻤﻮﮐﺮﺍټﻴﮏ ﮐﻠﭽﺮ ﺩﯼ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺍﺳﻼ‌ﻡ ﮐ? ﻫﻢ ﺧﻠﮑﻮ ﺗﻪ ﺩ ﺁﻣﺮ ټﺎﮐﻞ ﻳﺎ ﺧﻠﻴﻔﻪ ﺗﻪ ﺩ ﺑﻴﻌﺖ ﻭﺍﮎ ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﺩﯼ! 

زما په نظر او دحمید هڅاند صیب په تاید اسلام یوداسی نمونه نظام او اصول لری چی دټولو انسانی نظامونو او قوانینو مثبت معیارونه یی په خپله غیږه کی را یوځای کړی او په دی صورت کی بل هیڅ قانون اونظام ته ضرورت نلری اونه کومه نیمګړتیا لرو که په درسته نړۍ کی اسلامی خلافت یا امارت نلرو نو د راوستلو لپاره خو یی یو ښه معیار او کره قوانین لرو بیا دنورو پوچو قوانینو ته څه ضرورت؟
هی داخبره نه منم چی څوک دخلیفه بیعت او اوسنی عام انتخابات یا هم پارلمان او شورا سره پرتله کوی
که څوک بیا هم نه قانعه کیږی نو په اسلامی تاریخ کی دح یوه بیلګه وړاندی کړی
ځکه اسلامی تاریخ زمونږ مسلمانانو درهنمایی ترټولو ښه منهج ده
تحریری غلطیانی به حتمأ لري ځکه چی په موبایل کی می په وقفه وقفه لیکلی



ع کريم حليمي
22.01.2013

وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته
درنو اومحترمو وروڼو ، دانشمند پتوال صاحب ، هڅاند صاحب، تخاری صاحب،لاروی صاحب او درنو لوستونکو هیله ده چی تر دغه شېبې به روغ او خوشحاله یاست .
محترم او مکرم دانشمند پتوال صاحب ستاسي له تشریح او تفسیر کولو نه خاصه مننه کوم ، تاسو یو پیچیده بحث په ډیر اعلی صورت سره تحلیل او حل کړيدی ، اما د درنو ملګرو فکر ئې نسي هضم کولای ، نه پوهېږم چه ولي ؟
خو دومره ویلای سم ممکن ده چه: دغه ایة شریف ( إن أكرمكم عند الله أتقاكم ) ئې د نــــه پوهېدلو په سبب فکري انسداد ورکړی وي .

موږ ته نه ښايي چه قضاوتونه پر بناء د تقوا وکړو ، تقوا یو قلبي ماهیت ، حقیقت دی ، یو الله ښه پوهېږي ، شرعأ موږ ته لازمه ده چه اصحاب کبار په متقیانو و پېژنو ، اما د دغه عصر پر خلکو که عوام دي او که خواص موږ ته يې د تقوا حال نه رامعلویږي ، تقوی په اخیرت کښی په درد خوري (عند الله) ، په باوري ډول الله په هر څه پوهيدونكى او باخبره دى

د حکومتي وظیفې له پاره د فرد د سجل او سوانح پر بناء قضاوة کوو
نه پور تقوی !!!!

او دوهمه خبره تاسو "اهل الحل والعقد" کړېده ، دا اهل الحل والعقد
خو کوم شرعي حیثیت نه لري ، و موږ ته !!! دا د یو تاریخ لیکونکي الفاظ دي ، اهل الحل والعقد او شریعت خو هیڅ تعلق نه سره لري
دا خو حدیث نبوي ندي !!! ؟؟؟؟ هر ملا زرغون چه خبره وکي موږ بې منو ؟؟

ډېمکراسي د یهودو ملکیت ندی او نه کرشتنیانو

درنښت


larghonay laraway
22.01.2013

السلام عليکم!
يوه خبره چې بايد ټولو ته يې وربه زړه کړم هغه دا ده چې دلته پوښتنه د اسلام او ډيموکراسۍ د پرتلې نه ده بلکې پوښتنه دا ده چې (د اسلام او ډيموکراسۍ توپير او تناقض)
دا واضح خبره ده چې اسلام او ډيموکراسي سره ډېر توپيرونه او تناقضات لري. ولې له يو شمېر تطابقي اړخونو څخه يې هم سترګې نه شو پټولی چې بېلګې يې په پورته ليکنو کې يادې شوې دي.
بله دا چې دلته خو داسې کوم لاسوند نشته چې مونږ ووايو په افغانستان کې ډيموکراسي تر اسلام مهمه بلل شوې وي.
حتی د افغانستان له رسمي نامه سره هم د ډيموکراسي ټکی نشته (د افغانستان اسلامي جمهوري دولت)
په قانون کې هم د ډيموکراټ دولت خبره نشته بلکې (افغانستان اسلامي دولت دی)
حتی زمونږ همدغه قضايه قوه هم د فقهې پر بنسټ پرېکړې کوي. دا چې فساد او درغلي په کې ده هغه بېله خبره ده.
نو زه بيا هم وايم چې ډيموکراسي کوم ليکلی قانون او د حکومت کولو کړندود نه لري بلکې خلکو ته د رایې حق ورکوي. نو
د مسلمانانو او غير مسلمانانو ډيموکراسي سره توپير لرلی شي.
په غرب کې داسې يوه ډله هم شته چې وايي مونږ لوڅ لپړ ګرځو او غواړو طبعي ژوند وکړو نو دوی کوښښ کوي چې خپل پلويان پيدا کړي او حکومتي قوانين بدل کړي.
خو د افغانستان ټولنه مسلمانه ده نو طبعاً د دوی رايه د اسلام پر خلاف نه وي.

رښتيا يوه بله مهمه خبره:
دا چې غير مسلمانې ټولنې پر ډيموکراسۍ ډېره تکيه کوي د هغوی مجبوريت دا دی چې له اسلام پرته نور اديان ډېره لنډه تنګه لمن لري او محدود دي. عسويت يوازې تر کلیسا پورې محدود دی، همدا راز بوديزم او نور هم.
غير مسلمان د ژوند د معاملو لپاره د دوی په دين کې کوم اصول نه لري. نو له همدې کبله بګړۍ نيولي او هر نوي سيسټم ته زر ور اوړي.
خو اسلام يو کامل او مکمل دين دی. هم په کې عبادات شته، هم معاملات. د ژوند د هر شي لپاره لار، نرخ او څلی لري.
نو ډيموکراسي د اسلام مانع کيدلی او خنډ کيدلی نه شي بلکې مسلمانان له ډيموکراسۍ تر نور ښه ګټه اخيستلی شي!
زه خلکو ته ازاد تبليغ کوم ځکه چې ډيموکراسي ده او شاهي استبداد نه دی.
زه خپل ژوند په اسلامي اصولو تېروم څوک راباندې په زور ږيره نه شي کلولی ځکه چې ډيموکراسي ده اوشاهي استبداد نشته.
او داسې نور


تخاري
22.01.2013

يو ځل بیا او په تیر پسی

دیموکراسی یو داسی چل دی چی د نړی پانګه وال پری نااهله خلک سیاسی واک ته رسوی او خپلی ګټی پری خوندی کوی دیموکراسی د اسلام خلاف د ژوند کولو سالمه طریقه نه ده په دیموکراسی کی د فرد په لنډمهالی پالنی سره د ټولنی حقوق تر پښو لاندی کیژی چی دا په اوږدمهال کی بیرته د فرد وژل دی

که دا د سودخورو پانګوالو چل نه وای نو ولی له سیاسی واک پرته په علمی او تعلیمی مراکزو د علومو په اکاډمیو کی رای ګیری نه کیژی په ټوله دنیا کی داسی مثال نشته چی هلته دی د پوهنتون استاد د عام اکثریت په رایو سره د استادی درجی ته رسیدلی وی

که رای ګیری ښه وی نو د پوهنتون استاد او د علومو دانشمندان دی هم د عامو رایو په اکثریت سره وټاکل شی تر څو د دیموکراسی مفیدیت؟؟؟ ثابت شی!

کنه همدا روش چی څرنګه یو شخص د علومو د اکاډمی عضویت یا د پوهنتون استادی ته رسی د سیاسی مشرتابه لپاره هم معیار جوړ شی

دیموکراسی د نړیوالو په لاس جوړ شوو بشری او د زنکه بازی په حقوقو تکیه کوی نو ایا افغان دیموکرات کولای شی چی حتی د رایو په اکثریت سره اسلامی حدود تطبیق کړی کلا و حاشا

د لرغونی صیب دا خبره سمه ده چی وایی اسلام او دیموکراسی ځنی مشترکات لری خو دی ته مو هم باید پام وی چی مشترکات خو له هندوانو+ بودایانو+ عیسویانو+ یهودانو+هر ګبر و ترسا سره هم لرو خو اصل توپیر مو په عقیده کی دی زمونږ شارع الله ج دی ددی نورو شارع پارلمان دی که د پارلمان تصویبی قانون کټ مټ هغه وی چی خدای ج ټاکلی نو په هغه عمل که هر څو هم هغه وی چی دی نو په عقیدتی لحاظ د داسی قانون متابعت د شیطان متابعت دی

په پارلمان کی تر ټولو لومړنی ابتدایی اصل مونږ له ایمان څخه خلاصوی ولو که 1000٪ په دی مطمین هم وو چی اکثریت رایی زمونږ دی مثال مونږ د افغانستان په پارلمان کی 100 تنه اعضا لرو په دی کی یو تن لیبرال او دا 99 تنه سوچه مسلمانان دی - )هیله ده څوک به داسی استدلال ونکړی چی لیبرال خو هم مسلمان دی(

د دیموکراسی ابتدایی اصل دادی چی مثال :

که می اکثریت رایی وګټلی نو زه به حکومت کوم او که ته لیبرال به می منی او متابعت به می کوی یانی که دی زنا برضا والاقرار وکړه نو په دورو دی وهم خو دا شرط کاش چی یو جانبه وای دا خبره خو دو جانبه ده هغه دا چی که تا لیبرال هم فرض محااااااال وګټله نو زه مسلمان به دی بیا منم که چا زنا برضا کوله نو هغه به سری سترګی ګرزی او زه به ټیټی سترګی ګرزم او متابعت به دی هم کوم چی په همدی ټکی او فرضی ابتدایی توافق کی مسلمان بیچاره له خپل ایمان څخه خلاصیژی!!

د دیموکراسی همدا ابتدایی اصل څه نوی خبره نه ده همدا اصل د مکی د مشرکینو پیشنهاد هم وو هغوی به رسول الله صلی الله علیه و سلم ته ویل چی دوه کاله ته حکومت کوه مونږ به دی رعیت وو او دوه کاله به یی بیا مونږ کوو



ع کريم حليمي
22.01.2013

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
[quote:4c6205292c]که می اکثریت رایی وګټلی نو زه به حکومت کوم او که ته لیبرال به می منی او متابعت به می کوی یانی که دی زنا برضا والاقرار وکړه نو په دورو دی وهم خو دا شرط کاش چی یو جانبه وای دا خبره خو دو جانبه ده هغه دا چی که تا لیبرال هم فرض محااااااال وګټله نو زه مسلمان به دی بیا منم که چا زنا برضا کوله نو هغه به سری سترګی ګرزی او زه به ټیټی سترګی ګرزم او متابعت به دی هم کوم چی په همدی ټکی او فرضی ابتدایی توافق کی مسلمان بیچاره له خپل ایمان څخه خلاصیژی!! [/quote:4c6205292c]

محترم او مکرم تخاري صاحب موږ سند لرو !!!!!

[color=white:4c6205292c]داسي سند په لاس کښي لرو چه :
فصل اول / دولت

ماده سوم : در افغانستان هیچ قانون نمې تواند مخالف مــــعتــــقدات و احـــــــکام دیــــن مقــــدس اسلام باشد [/color:4c6205292c]

درنښت


تخاري
22.01.2013

سنت سلام او احترام ټولو ته

[quote:bb909eaefd]ماده سوم : در افغانستان هیچ قانون نمې تواند مخالف مــــعتــــقدات و احـــــــکام دیــــن مقــــدس اسلام باشد[/quote:bb909eaefd]

مکرم حلیمی صیب

دا ماده د دیموکراسی په قانون کی نن یا سبا یا لیری راتلونکی کی د تغیر تدوین او حتی د ماتولو وړ ده !!!!

ایا د دیموکراسی داسی یو اصل راښودی شی چی ددی ضمانت راکوی چی دا ماده به همداسی ثابته وي؟؟

ما مخکی وویل چی د دیموکراسی نوم ښکلی ده پیل یی هم ښکلی ده خو نتایج یی ناسم او په اوږدمهال کی د اسلام منافی څه چی د اسلام ریښی باسی او د بدیل په توګه عرض اندام کوی راګرزم پورته خبری ته

اول خو به دا منی کنه چی د یادی مادی اکثریت مصوبین یوه ډله اقلیت مخالفین هم لری او یا به یی په اینده کی ولری که وایی چی نه نو په هر حال ورته دیموکراسی چانس او ځای پری ایښی ده

یانی که ددی مادی د اکثریت مصوبینو مخالف لوری په راتلوکی کی د رایو اکثریت خپل کړ نو به یی داسی درته بدله کړی چی:

در افغانستان هیچ قانون حتمی نیست که موافق مــــعتــــقدات و احـــــــکام دیــــن مقــــدس اسلام باشد----- نعوذباالله

دا دوهم حالت که محااااااااااااااااااااااااال هم وی نو غاړه خو ورته کیښول شوی ده یانی زما ایمان خو یی وزیانوه که زه ټوله قران شریف هم تطبیق کړم نو هغه فرضی حالت خو می منلی ده چی که زما مخالف پیدا شو او له مایی زیاتی رایی وګټلی نو نر غوندی به دی قانون جوړوی او زه به یی متابعت کوم.

که پام وشی نو پدی ځای کی نازک عقیدتی ټکی پروت دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more