د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د غمخور صاحب روزګان څه غواړي ؟

Anonymous
20.02.2007

د ښاغلي حبيب الله غمخور روزګان خپروني په تازه ګڼه کې د بابوزي په قلم داسي غوري کيږي :
ښاغلئ ولسمشره! ستاسو په ياد دي چې تاسو د واکمن کېدو لومړي ګامونه د روزګان د غرو په لمن کې پورته کړل، او ستاسي د همدې لاري لومړني بلهاريان د همدې ولايت وګړي وه. خو اوس غوږ سه !
۱ ـ افغانستان يو ولسمشر لري چې د روزګان نه دئ .
۲ـ افغانستان د ولسشمر دوه مرستيالان لري چې دروزګان د ولايت څخه ندي .
۳ـ افغانستان ۴۵ تنه د ولسمشرمشاور وزيران لري، خو د روزګان د ولايت څخه يو هم نسته .
۴ـ افغانستان ۲۴ وزيران لري، خود روزګان ولايت څخه يو هم نسته .
۵ـ افغانستان ۴۵ تنه د وزيرانو مرستيالان لري، خو يو هم د روزګان ولايت څخه ندی .
۶ـ افغانستان ۴۵ تنه د وزارتونو لپاره مشاور وزيران لري، خو يو هم د روزګان څخه نسته .
۷ـ افغانستان ۳۴ واليان لري خو يو والي هم د رزګان څخه نسته .
۸ ـ افغانستان ۳۴ تنه د واليانو ويندويان لري، خو د روزګان ولايت څخه يو هم نسته .
۹ ـ افغانستان ۴۰تنه لوړ رتبه جنرالان په وزارت دفاع کې لري، خو يو هم د روزګان څخه نسته .
۱۰ـ افغانستان ۱۲۰ تنه لوړ رتبه جنرالان په کورنيو چارو وزارت کې لري خو د روزګان څخه يو هم نسته .
او که دا لړۍ اوږده کړو نو روزګان هيڅ نلري او ټوله د همدې قراره در واخله !
نو ستا جواب به څه وي !

غمخور صاحبه تاسو چې دا دومره منډي را اخيستي دي نه چې تاسوهم و کومي څوکۍ ته ځان کانديد کړی وي که څنګه!
دا حکومت يو ګوډاګۍ حکومت دی، دا د جنګسالارانو کابینه او اداره ده ددې ادارې سره د خلکو ملاتړ نشته . نو که د روزګان او هربل ولايت استازي وي او که نه وي تاسوته بايدد ګيلې ځای نه وي پاتي ! اوبه خو دسره خړي دي!
خو که روزګانيان هم ځانته جنګسالاران وایی نو خوا مه بده وه تاسو ته به هم يوڅه در ورسيږي !
يا به وزير شې يا به هم مشاور !
په مينه


pattang
20.02.2007

وروره !
زه ګمان کوم د ارزګان له خلکوڅخه شر مېږي نوڅکه يې خپل ........ پنجشيريان نيولي دي او د ........ مشاورين يې خپل باداران امريکايان د ي ٠
** کله چې دا بې غيرته مسلکي ګدائيګر 45 مشاور وزيران لري نو د ده وظيفه څه
شی د ه ? 45 مشاورين ? څه وخت به مجلس ور سره کوي ،مياشت خو 28
يا 30 او 31 ورځي وي که د جمعي ورځ ، درخصتي ورځ ورځخه وباسو
نو نوريې هم لاوخت کمېږي .
زه خپله دې کار ته حيران يم !

[quote:6c96eab6e4]
۳ـ افغانستان ۴۵ تنه د ولسمشرمشاور وزيران لري، خو د روزګان د ولايت څخه يو هم نسته [/quote:6c96eab6e4]


momtaz
20.02.2007

ګرانو دوستانو السلام علیکم
[quote:3ab1ce8368]د ښاغلي حبيب الله غمخور روزګان خپروني په تازه ګڼه کې د بابوزي په قلم داسي غوري کيږي :
ښاغلئ ولسمشره! ستاسو په ياد دي چې تاسو د واکمن کېدو لومړي ګامونه د روزګان د غرو په لمن کې پورته کړل، او ستاسي د همدې لاري لومړني بلهاريان د همدې ولايت وګړي وه. خو اوس غوږ سه !
۱ ـ افغانستان يو ولسمشر لري چې د روزګان نه دئ .
۲ـ افغانستان د ولسشمر دوه مرستيالان لري چې دروزګان د ولايت څخه ندي .
۳ـ افغانستان ۴۵ تنه د ولسمشرمشاور وزيران لري، خو د روزګان د ولايت څخه يو هم نسته .
۴ـ افغانستان ۲۴ وزيران لري، خود روزګان ولايت څخه يو هم نسته .
۵ـ افغانستان ۴۵ تنه د وزيرانو مرستيالان لري، خو يو هم د روزګان ولايت څخه ندی .
۶ـ افغانستان ۴۵ تنه د وزارتونو لپاره مشاور وزيران لري، خو يو هم د روزګان څخه نسته .
۷ـ افغانستان ۳۴ واليان لري خو يو والي هم د رزګان څخه نسته .
۸ ـ افغانستان ۳۴ تنه د واليانو ويندويان لري، خو د روزګان ولايت څخه يو هم نسته .
۹ ـ افغانستان ۴۰تنه لوړ رتبه جنرالان په وزارت دفاع کې لري، خو يو هم د روزګان څخه نسته .
۱۰ـ افغانستان ۱۲۰ تنه لوړ رتبه جنرالان په کورنيو چارو وزارت کې لري خو د روزګان څخه يو هم نسته . [/quote:3ab1ce8368]
سمندر خانه وروره، زما په نظر د بابوزي صاحب پورتني شکايتونه پرځای دي[quote:3ab1ce8368]او که دا لړۍ اوږده کړو نو روزګان هيڅ نلري او ټوله د همدې قراره در واخله !
نو ستا جواب به څه وي ! [/quote:3ab1ce8368]
خو که د ارزګان پتمن خلک د هغو ورانکارو مخه و نه نیسي، چې د نورو تباهیو تر څنګ د هغو بچیو ښونځي سوځوي، نو بابوزی ورور به ۵۰ کاله وروسته که ژوندﺉ وي، هم دغه نارې سورې به کوي، چې هغه وخت هم کوم ځای به و نه نیسي !! په لومړي سر کې باید چې د تعلیم اوتربیې له لارې د دغې نیمګړتیاو په وړاندې مبارزه پیل شي، نه د زور له لارې ! مونږ تل خپل غږونه پورته کوو، چې خپل حق غواړوو، خو څرنګه چې تاریخ ثابته کړه مونږ نه پوهېږوو چې په څه ډول د خپل د برحقه حق غوښتنه وکړوو .

والسلام


Re: د غمخور صاحب روزګان څه غواړي ؟

غمخور
21.02.2007

سلام محترم سمندره !
تر هرڅه دمخه بايد ووايم چې زه هيڅ وخت دبحث دغې پاڼي ته نه راځم .نن مي يودوست راته ليکلي وه چې يوپښتوژبې په تاسو پسي هم په مستعار نوم ملنډې پیل کړي . ما په جواب کې ورته وليکل پدي کار کي يوشمير پهلوانان دی خوامه بدوه ، پر چا يي زده کړي . په هره سپکه خبره سړۍ خپل ځان سپکوي .
يوشمير دغه ته دمطبوعاتو ازادي وايي .
۱. گرانه ! زه دڅوکۍ لپاره منډې نه وهم ،پخوامي هم ندي وهلي ،خوتاسو اوستاسو يارانوپردغه څوکۍ خلک مړه کړه . او اوس هم دانجوگانوپه برکت پرسياسي موقفونونه سره جوړېږۍ . خدای دې تاسو سره جوړ کړی ، زه ېې علاقمند نه يم .
۲ . تر تاسوماته بهتره معلومه ده چي دا څه ډول دولت دی! له لارښودنې نه مو مننه ، زه دځان په هکله دتصميم نيولو واک اوتوان لرم .
۳ . که تاسو رښتياغوښتل جوړېدونکې خبره وکړئ ؟ ښه به داوه چي په خپل نامه اوادرس موليکلي واي . په مستعارونومونوليکل دډارعلامه ده، دا قانون دی تل چي څوک غلط کار کول غواړي نوځان دبل چاتر نامه اوادرس لاندي پټ کړی . ځيني وختونه داکار لوی ليکوال اوسياست وال کوي او هغه هم ديوې اړتيا له مخي ، زه اوستاسودعالمانه رهنمود لوستونکی تاسو د هغوپه قطار کي نشو شميرلاي .
دلوستونکو دپاره به دومره ووايم چي داگڼه تر اوسه کابل ته نده رسېدلې ،ځکه زه يې تعقيبوم . اوماته هرگڼه دلته په بهرکي معلومه ده چي چاته رسېدلې اودهغه انډيوالان اوچاپېريال هم راته معلوم دی . اوبل داچي ماته مودليکنې نه معلومه شوه چي تاسو څوک ياست اوچيري اوسئ .
۴ . زه داخبار مسؤليت لرم نه دخپروشوو ليکنو . هر څوک چي ماته ليکني رالېږي اوزموږ دنشراتي پاليسی خلاف نه وي زه يې نشروم ،که تاسو کومه دعوه لری لطفآ زما د نامه له راړلونه ډډه وکړئ اودليکوال سره خپله محاکمه پيل کړۍ . اومخ کښې مي عرض وکړ چي زه دبل چادنامه اوادرس شاته نه پټېږم ، مور داندي رازده کړې او نه يې هم داسي مشوره راکړې .
هيله مي داده چي پخپله دښمنۍ ،اوتعصب کي تل بريالی اوسئ . ستاسو په ځواب کي به لومړۍ اوورستۍ دومره عرض وکړم : کوښښ وکړئ چي درنې خبري او ليکنې وکړئ .
غمخور

[quote:19a0be0cf6="سمندر"]د ښاغلي حبيب الله غمخور روزګان خپروني په تازه ګڼه کې د بابوزي په قلم داسي غوري کيږي :
ښاغلئ ولسمشره! ستاسو په ياد دي چې تاسو د واکمن کېدو لومړي ګامونه د روزګان د غرو په لمن کې پورته کړل، او ستاسي د همدې لاري لومړني بلهاريان د همدې ولايت وګړي وه. خو اوس غوږ سه !
۱ ـ افغانستان يو ولسمشر لري چې د روزګان نه دئ .
۲ـ افغانستان د ولسشمر دوه مرستيالان لري چې دروزګان د ولايت څخه ندي .
۳ـ افغانستان ۴۵ تنه د ولسمشرمشاور وزيران لري، خو د روزګان د ولايت څخه يو هم نسته .
۴ـ افغانستان ۲۴ وزيران لري، خود روزګان ولايت څخه يو هم نسته .
۵ـ افغانستان ۴۵ تنه د وزيرانو مرستيالان لري، خو يو هم د روزګان ولايت څخه ندی .
۶ـ افغانستان ۴۵ تنه د وزارتونو لپاره مشاور وزيران لري، خو يو هم د روزګان څخه نسته .
۷ـ افغانستان ۳۴ واليان لري خو يو والي هم د رزګان څخه نسته .
۸ ـ افغانستان ۳۴ تنه د واليانو ويندويان لري، خو د روزګان ولايت څخه يو هم نسته .
۹ ـ افغانستان ۴۰تنه لوړ رتبه جنرالان په وزارت دفاع کې لري، خو يو هم د روزګان څخه نسته .
۱۰ـ افغانستان ۱۲۰ تنه لوړ رتبه جنرالان په کورنيو چارو وزارت کې لري خو د روزګان څخه يو هم نسته .
او که دا لړۍ اوږده کړو نو روزګان هيڅ نلري او ټوله د همدې قراره در واخله !
نو ستا جواب به څه وي !

غمخور صاحبه تاسو چې دا دومره منډي را اخيستي دي نه چې تاسوهم و کومي څوکۍ ته ځان کانديد کړی وي که څنګه!
دا حکومت يو ګوډاګۍ حکومت دی، دا د جنګسالارانو کابینه او اداره ده ددې ادارې سره د خلکو ملاتړ نشته . نو که د روزګان او هربل ولايت استازي وي او که نه وي تاسوته بايدد ګيلې ځای نه وي پاتي ! اوبه خو دسره خړي دي!
خو که روزګانيان هم ځانته جنګسالاران وایی نو خوا مه بده وه تاسو ته به هم يوڅه در ورسيږي !
يا به وزير شې يا به هم مشاور !
په مينه[/quote:19a0be0cf6]


Anonymous
22.02.2007

محترم غمخور صاحب !
تاسو ته جوته ده کله چی يوه ورځپاڼه، يوه مجله، يو کتاب يا يوه مقاله خپره شي نو دهغوی مسؤليت خو به په رشتيا په مسؤل شخص يا ليکوال پوري اړه ولري ولی کله چې خپره شوه نو هغه وخت بیا داټوله دخلکو مال هم ګرځي او دعامه ذهنيت او قضاوت سره مخامخ کيژي . منفي يا مثبت قضاوتونه ورباندي کیږي او دا جرم نه بلکه د هر چا حق دی . اصلاً ديموکراسي وي همداسي . دا په دې معنی ده چې هره خبره ضرور ده د چا هم خوښه شي او يا دبل چا بد ترينه راشي . لیکوال یا منتقد که خپل ځان په نورو وپیژني يا نه دا مهمه نده د منتقد د نقد ماهيت مهم دی . بابوزی به هم شاید ډير خلک و نه پېژني چې آيا دا د هغه اصلي نوم دی او که مستعار ! خودلته د هغه د نامه سره نه بلکه د هغه د لیکني سره دا شاني يو قضاوت ایجاد شوی دی . په ژورناليستي کارو کې کې دغه شاني بهير بلکل يو طبيعي خبره ده او څوک یې باید پر ځان بده و نلګوي . د خلکو خولې خو نه تړل کيژي .مقصد د يوه خپار ه شوي متن سره د ويونکو پر ځای عکس العمل دهغوی طبيعي حق دی .درست لکه تاسو چې هم په خپلو ليکنو کې و ډير و شیانو ته ګوته نيسئ او هغه نقدوی او دا ستاسو حق دی . دا خبره دغه واقعيت هم څرګندوي چې ستاسو د روزګان د خپروني په شان يو څوک شته چې يوه مقاله وایی او پر هغه باندي غبرګون ښيئ نو په دې کار باید تاسو خوښ شئ او سمدلاسه هغه محکوم نکړی .
بل داچې نه پوهيږم تا سو ولي زما دغه نقد تر پوليسي څېړني لاندي را وست . داچې زه سوک يم او چيري اوسیژم دا مهمه نده، مهمه داده چې ستاسو د خپروني يو ويونکی يم او غوره لا دا چې و مې غوښته ددې لاري نه یو نقد ستاسوسره شریک کړم .
داهم باید علاوه شي چې په رشتيا د هر چا لیکنه د ورځپاڼي یا د خپروني د مسؤل مسؤليت ندی او په لیکوال پوري اړه لري . خواجازه را کړی چې ستاسو د روزګان د یوه ویونکې په توګه ووايم چې داتاسو ياست چې و داسی څه ته د خپرېدو زمینه برابره وی لکه آريايې چې یې و افغانستانيانو ته برابروي او ټوله کرکه ځيني کوي . زه يوځل بیا دغه خبره په ډاګه ويل غواړم چې د ښاغلي بابوزي غه شاني يوه طرحه ستاسو د عام ټولنيز دريځ نه خلاف يوه ناسمه طرحه ده . یعني دا چې که کرزی د ارزګان دغرو په لمنو کې باچا شو نو آيا اروزګانیان باید د دې کار په بدله کې د چور په اداره کې ځای پيدا کړي کنه نو ډېر بد کار به شوی وي!

تاسو وواياست چې د بابوزي په دغه خپور شوی مضمون کې چې « پر افغان ولسمشر دروزګان چيغه !» تر سر خط لاندي خپره شوې ده که سر تر پايه ولوستل شي نو بل څه مفهوم ترينه راايستل کيژي ؟

غمخور صاحب هدف دا نه وو چې تاسوته دي خدای ناخواسته سپکاوی وشي بلکه برعکس ستاسو و ټولنيز دريځ ته احترام سوی دی . زما په فکر دغه شاني يوه طرحه د هر چا لخوا چې په روزګان کې چاپ شوي وي په قطعي توګه يواځي د روزګان د خپروني او ستاسود بین الافغاني او ملي موقف ضعيفه کول منعکسوي . خبره خواصلاً باید پر دې نه وي چې که په موجوده حکومت کې روزګاني وړونه شامل شي نو هرڅه به ګل وګلذار شي او که نه وي نو بس همدا ګډه وډه مامله به جاري وي!

خو بياهم که تاسو دغه کار ته سپکاوی يا ملنډي واياست او په غصه شوي ياست نو زه بخشنه غوارم .
په احترام
سمندر


بابوزی
25.02.2007

د اجمل بابوزي له خوا :سلام غمخور صاحيب ! هيله کوم چي تاسو خفه نه سۍ ! زما ليکنه د دې لاميل سوه چي تاسو په ټول افغان فورم کي د سمندر ورور سره مخ سۍ .زه ستاسو څخه د هغي تيروتني بخښنه غواړم چي سمندر ورور کړېده !
په دري ژبه کي ډير مشهوره بيت سته چي وايې که د بنسټ ډبره کږه کښيښودل سي ، نو تر ثريا پوري ديوال کوږ وي .د سمندر ورور هغه د بنسټ ډبره کږه وه ، د دې پر ځای چي زه ( بابوزۍ ) يې مخاطب کړۍ وای ، په تير وتني يې تاسو ته مخ اړولۍ دۍ . او که ټوکه وکړم د دې يوه مانادا کېدای سي چي سمندر ورور د ليکني سره مخالفت نه لري بلکي ځان مشهوره کول غواړي، نوځکه يې د ( پر افغان اولسمشر دروزګان چيغه ) بهانه کړه او د دې پر ځای چي ليکوال ته مخه کړي تاسو ته يې مخ کړه . وايې که دعوه کوم نو د غمخور سره يې کوم ، او زړه ته تسل ورکوي چي دا دۍ د غمخور سره ډغري وهم . او زه غريب يې ځکه مخاطب نه کړم چي هم بابوزۍ ناپيژانده دۍ او هم سمندر ، که د دې دو تر منځ هر څومره جنجال او اخ او ډب هم وي سمندر به مشهوره نه سي .هههههههههههه.
اوس راځم خپلي ليکني او د ګران ورور سمندر صاحيب ( نقد ) ته ! زه ډير خوشاله يم چي په روزګان مهالنۍ کي هغه خپور سوۍ مطلب يو شمير دوستانو لوستۍ دۍ . زما هيله هم همدا وه چي ګران لوستونکي يې ولولي ، دا چي سمندر صاحيب د دې ليکني د لوستلو سره يوځای خپله رايه ښودلې ده ، په دې کار لا زيات خوشاله سوم . دا دوهمه خوشالي مي په دې ده چي ، ښايې يو شمير ورڼو به دا ليکنه نه وه لوستي ، خو د سمندر ورور په بيا خپرولو او په ټول افغان بحثونو فورم کي د هغې ليکني د بيا را يادولو ، دا زمينه برا بره کړه چي يو شمير نور وروڼه يې هم ولولي ، چي زه د دې زيار له امله د ګران ورور سمندر څخه مننه کوم .
اوبله خبره بيا په اصطلاح ( نقد )په اړه .
لومړۍ : ليکنه د واقعيت او حقيقت له کړ کۍ ؛ ما دوه درې ځله د ګران ورور سمندر ليکني ولوستلې ، ها د چا خبره سر مي په خلاص نه سو . او هغه ټوکه چي که د ځان مشهوره کولو خبره نه وي نو هغه ټکي کوم دي چي په دې لنډه ليکنه کي د ملت او اولس د ګټو پر ضد کارول سوي دي . او بيا داسي چي هغه دي د افغانستانيانو د خبرو تر بريده ورسيږي .هلته خو يوازي هغه ترخه حقيقتونه وه چي نه زما ، نه دګران ورور سمندر او نه د ښاغلۍ اولسمشر او نه په افغانستان کي د واکمنو او غير واکمنو ، او نه دجهادي او غير جهادي کړيو د سترګو پټ دي . که دا رښتيا نه وايې نو سمندر صاحيب به ليکلي وای چي ، کومه خبره رښتېا نه ده ؟
دوهم : ليکنه د سياسي چاپير يال ( ملي او غير ملي ليد لوري ) له اړخه ؛ که سمندر ورور دا فکر کوي چي ګويا په ليکنه کي افغان اولسمشر مخاطب سوې دۍ ، او د ملي ګټو سره سر نه خوري دا ځکه چي افغان اولسمشر لاس پوڅۍ او د امريکائيانو له خوا مقرر سوېدۍ ! ! دا بيا هغه بحث دۍ چي فکر کوم د سمندر ورور په دې لنډو غورو کي نه سي حل کېدای . دا چي سمندر صاحيب به کوم فکر ولري ، نه پوهيږم ، خو که زما پر ليکنه دا دغوسې ډک او بيړنۍ اعتراض داسي وګڼو چي د سمندر ورور د فکر لورۍ دادۍ چي : پر افغانستان اوسنۍ واکمني ادارې ته د نيمګړتياو د يادولو پرځای ، جګړې ته مخه کړو ، بيا هم په ليکنه کي يو ډول ضد او نقيض فکري لورۍ ليدل کيږي .
که دسمندر ورور د اوسنۍ واکمنۍ چورلټ نه منل په پام کي وي نو بيا په واکمنه اداره کي د جنګسالار او جګړه مار خبره بې مانا ده . په دې ډول چي که د اوسني واکمنانو پر ځای د ميشتو بهر نيو ځواکونو په ملاتړ نور ناپيژدل سوي اشخاص زما او د سمندر ورور په شان کسان راغلل ، بيانوهغه وخت د داسي ليکني لکه د ( پر افغان اولسمشر دروزګان چيغه ) جواز لري او ليکل يې بد کار نه دۍ . يا په بله مانا سمندر ورور په واکمنۍ کي بدلون غواړي ، د جنګسالار پر ځای نور کسان غواړي .
او که خبره داسي ومنو چي سمندر ورور په افغانستان کي دميشتو بهرني ځواکونو په ملاتړ ادارې ته داصلاحي وړانديز ونوپر ځای جګړه غواړي ، په هغه صورت کي يې هغه د ديموکراسۍ خبري چي د بيان خپلواکي ته يې درنښت ښودلۍ دۍ ، د دې فکري طرز سره نه يوازي داچي سم نه بريښي بلکي په بشپړ مخالف دريځ کي دريږي . چي زه د دې ډول فکري لوري مخالف يم . په هر صورت زه يوازي دا ليکل غواړم چي :
د روزګان په ياده سوې ليکنه کي ما خپله موخه د خپل فکري طرز او ارادې سره سمه څرګنده کړېده . زه په دې باور يم چي په افغانستان کي د رښتني ديموکراسۍ د پلي کولوپرته بله هيڅ لاره زموږ د هېواد ستونزي نسي حل کولای ، داسي لکه د نوري نړۍ ستونزي چي د ديمکراسۍ په پلي کېدو حل سويدي ، زموږ د ستونزو د حل لاره هم همدا ده . زما باور دا دۍ چي په ټولنيز ژوندانه کي د ديموکراسۍ بنسټ پر وروبدلون تکيه لري نه پر ناببره اوښتون . او د ورو ورو بدلونونو د پلي کولو يوه اغيزمنه لاره هم د اصلاحي وړانديزونو مطرح کول دي . زما په اند دولتي اداره هغه وخت پر وطن مينو او سپيڅلو کسانو ته رسېدلای سي چي د اصلاحي وړانديزونو لړۍ د ټولنيز زور په څير پر له پسې وساتل سي او د پلي کولو چاري يې پر واکمنو کسانو د ټولنيز فشار تر فضا لاندي پر مخ ولاړي سي . دهمدې لاري تعقيب کولای سي چي پر افغانستان واکمنه اداره د جنګسالارانو څخه ژغوري . او که د يوه جنګسالار په زور بل جنګسالار له منځه وړې ، بيا به دا د جنګسالارانو د شتون لړي همداسي جاري وي.
يوه بله خبره چي زه يې په اړه خپل دريځ بيانول غواړم هغه داده چي د بهرنيو ځواکونو شتون په افغانستان کي د ډيراړخيزو نزاکتونو( ملي ، سياسي ، اقتصادي ، ټولنيزو ، نظامي او نورو ) بحث دۍ . مطرح کول او پر هغه بحث کول ډير احتياط غواړي ، په لږ کمزورې افادې سره لوستونکۍ او يا اورېدونکۍ د وينا وال او يا ليکوال دريځ په بله بڼه ارزوي او يا يې ويني . زه کله ناکله د يو شمير وروڼو ليکني لولم او يا يې خبري اورم چي په دې اړه ليکل کوي او يا بيانيې ورکوي او په بيلا بيلو غونډو او خبري رسنيو کي برخه اخلي او خپله رايه څرګندوي . هغه د ولتر خبره ده چي خپل ملګري ته يې ويلي وه چي :( زه ستا د خيال او فکرد څرګندولو ملاتړ کوم ، خوهغه خيال نه منم ) زه هم د ولتر د وينا په الهام د يو شمير ورڼو د رايې څرګندولوسره موافق يم ، خو نه يې منم .
زه په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شتون ته د نړۍ او سيمي په اوسنۍ ټوليزه بڼه کي د افغانستان د شتون ، د افغانستان د پرمختيا او په افغانستان کي د ديموکراسۍ د پلي کېدلو د اړتيا په سترګه ګورم . خو دا يادونه بيخي ضروري ده چي : د بهرنيو ځواکونو کړه وړه څنګه او په څه ډول تنظيم سي . زما په باور بهرني ځواکونه هغه چاودېدونکي باروت دي ، چي که د خبيرو او هوښيارو کسانو تر لار ښوني لاندي وي ، نو هغه باروت به د شهاب توغوندي د ازمويليو لپاره وکاروي او که د نا اهله په لاس ورسي نو د ځانمرګي بريد کونکي په څير به ځان و وژني .
نړۍ داسي سره پيچلې او اخښل سوېده چي د يوه هېواد ژوند د بل هيواد سره د اړيکو پرته ممکن نه دۍ . دا چي دا اړيکي څنګه بايد وساتل سي ، او څنګه وده وکړي او د خپل هيواد په ګټه واړول سي ؟ هغه چاري دي چي د سمون لپاره يې اصلاحي وړانديزونو ته اړتيا سته . پنځه شپړ کاله وړاندي ، هغه مهال چي افغانستان ته نړيوال ځواکونه راغلل ، هغه وخت زياتو هېوادوالود دوستۍ او بيا جوړوني لپاره د مرستندويانو په توګه ومنل، خو ورورو يې د نيواک ګرو او اشغالګرو څيره واخستل . د دی اوښتون لاميل هم هغه د باروتو خبره ده هغه تدبير چي بايد د دې ځواکونو د کارولو لپاره تر سره سوۍ وای ، د بيلا بيلو لاميلونو په وجه هغه تدبير يا نه وو او يا ونه کارول سو . البته زه په دې باور يم چي ټوله هغه توان او ظرفيتونه چي د وړ تدبير لپاره افغانستان درلودل او يا يې تر لاسه کولای سوه، هغه په خپل وخت ونه کارېدل . همدا ډول ځواکونه زموږ د هېواد په نورو ګاونډيو هېوادونو کي هم په يوه يابل ډول سته ، خو هغوی لازم تدبير کاروي او د باروتو څخه د شهاب او محمودپه نومونو توغوندۍ ليري واټن ته ازميې ، خو موږ دا دۍ ورو و ورو ځان مرګي بريد ته برابريږو .
زه بيا غواړم دا ټکۍ ياد کړم چي اصلاحي وړانديزونه د ديموکراسې د پلي کولو او عامولو اغيزمنه لار ده . او ( پر افغان اولسمشر د روزګان چيغه ) د اصلاحی وړانديزونو يوه ډيره ښه بيلګه ده په درنښت . بابوزۍ


Anonymous
25.02.2007

شاغلو وړونو!
د خواشینۍ ځای خو دادی کومه خبره چې بابوزي صاحب وکړه ما د روزګان د مسؤل غمخور صاحب نه توقع لرله اظهار یې کړ ی .

بابوزی وایی :
[ زه ډير خوشاله يم چي په روزګان مهالنۍ کي هغه خپور سوۍ مطلب يو شمير دوستانو لوستۍ دۍ . زما هيله هم همدا وه چي ګران لوستونکي يې ولولي ، دا چي سمندر صاحيب د دې ليکني د لوستلو سره يوځای خپله رايه ښودلې ده ، په دې کار لا زيات خوشاله سوم . دا دوهمه خوشالي مي په دې ده چي ، ښايې يو شمير ورڼو به دا ليکنه نه وه لوستي ، خو د سمندر ورور په بيا خپرولو او په ټول افغان بحثونو فورم کي د هغې ليکني د بيا را يادولو ، دا زمينه برا بره کړه چي يو شمير نور وروڼه يې هم ولولي ، چي زه د دې زيار له امله د ګران ورور سمندر څخه مننه کوم ]

خو غمخور صاحب ما د روزګان د خپروني د یوه لوستونکۍ په نامه په دښمنۍ او تعصب محکوموي او خبره وخپل پولیسی تحقیقاتو ته ر اباسي چې ګنی ما دا ورځپاڼه د کومه کړېده، زه څوک یم د کوم ځای یم ، څه موخه لرم او ولی مور دا راښودلي دي چې په مستعار نامه پر غمخور صاحب داشاني یو نقد وکړم ، انجيوګاني، مرګونه او داسي نور .. .

خودزیاتي خواشینۍ ځای لا دادی چې دلته يوه جدي ستونزه شته او هغه دا چې نه د غمخور صاحب او نه هم د بابوزي صاحب زما د شفاف نقد په ماهيت سر نه خلاصيژي !! .
يو د دښمنۍ او تعصب نوم ورکوي اوبل بیا د منني په کولو سره هغه ته د سمندر چې يو مستعار نوم دی د ځان د مشهورولو هڅه بولي .!

زما لخوا ددې بحث اوژدېدل ځکه فایده نلري چې متأسفانه که په خبره سر نشي خلاص او همداسي برداشت موجودوي نو هغه مشهوره کیسه به ترينه جوړه شي !!

زه ګران لوستونکي يوځل بياد ښاغلي بابوزي لیکني" پر افغان اولسمشر د روزګان چيغه" و لوستلو ته را بولم اودهغوی نه هيله کوم چې زما نقد دي هم و لولي او د وړونو غبرګون دي هم . وروسته دي بيا خپل قضاوت وکړي .
لکه ما چې ړومبۍ هم غوڅه کړه يو ځل په وار سره وايم چې خدای مکړه د غمخور صاحب سپکاوۍ نه مطرح وو او نه مطرح دی، بلکه پر نوموړي ليکنه يو انتقادي يادونه او د هغه نه روزګان د يوه لوستونکي برداشت وو . داچې دلته د مشهور کېدو هڅه چيري او په څه کې پرته ده زه پرې نه پوهيژم؟!
تاسو ټولو ته ښه ژوند غواړم .
په مینه او ادب
سمندر


مختار
25.02.2007

[color=darkblue:2a56b0b228]محترمانو!
زه په دې بحث کې ځان نه ګډه وم خو ددې پاڼي د یوه همېشني کتونکي په توګه د ښاغلی غمخور د چلند او دهغه د ځواب پر ميتود باندي کلکه نیوکه لرم او هغه ردوم . نوموړي په دې مسئله کې داوبو تر مخه خپلي ګاولي و کښلې ا و د خپلي خپروني روزګان د یوه لوستونکي پر انتقاد باندي یې په غیرعا لمانه توګه برخورد وکړ . په واقعیت کې دا غمخور وو چې د تعصب او ډيکټاټورۍ نه یې کار واخیست او ځان یې ترټولو غټ وګاڼه .
دا څرګنده خبره ده چې هره خپرونه او دهغو د جملې نه د روزګان تازه خپرونه په لوستونکو باندي ودانه ده که څوک پر هغه باندي تجارت کوي او يا دسیاسي بازيو او يا هم د چور په بازار کې یې و میدان ته را باسي اوځان پکښې مطرح کوي په دې بازیو کې نشی کېدلای هرڅه ته شاکړي اوبس خپل ځان خپل ولایت او هر څه چې وایی هغه د قرأن خبري وګڼي . غمخور صاحب تاسو لا تراوسه ودې حد ته نه ياست رسېدلي چې ستاسو د خبري په حواله دي څوک يو کار وکړي . تاسو باید روزګان د پنجشیر سره پرتله نکړی . د روزګان مردانه خلک یې داسي نه انګېري چې چون کرزی د روزګان په غرو کې قدرت ته ورسېد نو کرزۍ هم باید جاج ورکړي او د پنجشېرانو او دوستميانو په څېر چې په پنځه اويا ميليونو ډالرو یې ددې وطن سودا وکړه باید دجنایت کارانو په دولت کې هغوی ته هم د شتون زمينه برابره کړي .
غمخور صاحب ملي ستونزي او په یوه دولت کې ولسي ستونزي د بابوزي پر فامولا نه حل کیږي !
په درناوي
مختار[/color:2a56b0b228]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more