وطن پال او نور ګټور شعرونه
Dost
20.03.2006
یارانو،سلام!
[color=yellow:8443020a4a]يو ته يې چې د ژوند قرار دې ټول راځنې يوړو؟
...................................................که بله به پيدا شې شوخـه شنګه ستا په څېر [/color:8443020a4a] (عابد)
هيواد شېرزاد
20.03.2006
ټولو دوستانو ته سلامونه .
[color=darkblue:5278f91523]رام کړه ملا اوس بغاوت د جذبو
ما درته نه وېل چې منصور مه تړه ؟[/color:5278f91523]
[color=darkblue:5278f91523][size=15:5278f91523]احسان الله درمل[/size:5278f91523][/color:5278f91523]
Dost
20.03.2006
سلام ټولو وروڼو،هیواده ستړی مشې!
[size=24:fed2f1c1fc][color=yellow:fed2f1c1fc]هسې رنګ سحر و جادو که پۀ نظر د شېهلاسترګو
..........................................نۀ يي سیال پۀ هند کې شته نۀ يي ثاني پۀ بنګاله کې [/color:fed2f1c1fc][/size:fed2f1c1fc]
(حمید مومند)
sahar
20.03.2006
ټول افغان ته سلامونه او ښې هيلې
دوسته وروره زه به هم د غښتلي خالد يو بيت درته وليکم
يا به مې له جله وژني يا مې په سيلاب وړي
پوه يمه منزل نشته مزلونه مې سراب وړي
په درنښت او مينه
ستاسو سهار
hewad
20.03.2006
ګرانوسلامونه!
يمه لېوال مصيرانه د مينې زړۀ چې زمادی خزانه دمينې
لۀ محتسبه ګيله نۀ ده پکار چې شوه دښمنه زمانه دمينې
عبدالوهاب سرتېر
هېواد
sahar
20.03.2006
سلامونه او ژورې پيرزوېنې مې و منۍ
[color=white:59cc25de0f]
يم په تلاش کې د ليلا چې وفاداره اوسي
هم وي ښاسته او هم وي ښکلې هم هوښياره اوسي[/color:59cc25de0f]
په درنښت
hewad
20.03.2006
سلامونه
ياره څۀ بۀ درته کښمه پۀ څۀ باب کښم؟
زۀ بۀ تاوته دهجرکوم عذاب کښم؟
دهجرت او د هجران غمو بېتاب کړم
نوبۀ څنګه دابيان پۀ اب وتاب کښم؟
حبيب الله رفيع
هېواد
عصمت الله
20.03.2006
مور وپلار خو نیک فرزند له خدایه غواړی
چــــــــــــې بد بخـــت شی ادې څه کا باباڅه کـا
[color=cyan:2109c0dca9][/color:2109c0dca9]رحمان بابا
هادي حيران
21.03.2006
[color=red:80746e363f]اول مې ښۀ د ښې توښې وباسي
بيا راله پيو له پيسې راکوي[/color:80746e363f]
(يوسف خان اورکزى)
sahar
21.03.2006
يو ځل بيا هم سلامونه
[color=red:be609adf05] يا په کونډه سره نښلو يا په شفع
هر ګز ونه شوه ددې خبرو دفع [/color:be609adf05]
(((([color=green:be609adf05]ملنګ جان [/color:be609adf05]))))
Dost
21.03.2006
ټولو وروڼو ته سلام،سحرجان ته هرکلی!
[color=yellow:921d07bda8]عشقه د پوهې نه هم ستا دی اوچت
. . . . . . . . . . . . . . . . . . . . . داسې مقام ته رسېدلی يمه[/color:921d07bda8] (حمزه بابا)
هادي حيران
21.03.2006
[color=red:1dd1a70b34]هاغه چې روان دى پښې ابله پښې تڼاکې
هاغه قلندر درته يارانو يادوم[/color:1dd1a70b34]
قلندر مومند
Dost
21.03.2006
سلامونه او مینه!
[size=24:a0f5b1b111][color=yellow:a0f5b1b111]ماشوم وم چې ښکلا او د سوز ساز مې پېژاندۀ
......................................................سحار به د بلبل پۀ ترانو پورته کېدم [/color:a0f5b1b111][/size:a0f5b1b111]
[size=18:a0f5b1b111][color=cyan:a0f5b1b111]((اجمل اند))[/color:a0f5b1b111][/size:a0f5b1b111]
hewad
21.03.2006
ګرانوسلامونه
مخاطب چې پۀ پښتو ژبه غليم کړم
اورېدو د خپلې ژبې مې حليم کړم
خپل وطن زماد مينې مدرسه ده
زۀ سرتېرپۀ کې سبق وايم تعليم کړم
عبدالوهاب سرتېر
هېواد
sahar
21.03.2006
ټولو ته سلامونه دوست جانه د هرکلي نه دې مننه.
[color=red:e6c668f00d]ما په نا دانۍ کې ترې مطلب دمينې واخيسته
ستا د لباسي خولې د خندا نه نا خبره وم[/color:e6c668f00d]
هيواد شېرزاد
21.03.2006
سلامونه دوستانو.
منصور به په ګلاب او په نرګسو باندې ولو
د حق پر ضد باطله به د هر ملا فتوا كړو
( کاروان)
sahar که د شاعر نوم د شعر په پای کې وليکئ ښه به وي. مننه.
sahar
22.03.2006
دوستانو سلامونه
صميم جانه په مشاعره کې څلوريزې هم منل کيږي که څنګه ؟
وائي [color=blue:18a844c443]خاطر[/color:18a844c443] چې څه په سترګو زما
ړندې مې ښي دي چې اشنا نه وينم
که دشعر سره دشاعرنوم نه ؤ د ابه دليکونکي خپل شعروي
په درنښت او مينه
وقار
22.03.2006
سلامونه
مخلصان په دواړو کونو ازادي کا
دمحبوب و ښه ديدن و ته حصار دی
( ميزاخان انصاري)
________
وقار
هادي حيران
22.03.2006
[color=red:ed4dff08de]يوسفه تۀ چې ورته سخى سخى کېږې
هغه جينۍ خو د قصاب لور ده[/color:ed4dff08de]
(يوسف خان اورکزى)
((((د دې غزل مطلع داسې ده چې:
نغمه نغمه ده، د رباب لور ده
نشه نشه ده، د شراب لور ده))))
Dost
22.03.2006
ټولوو روڼو او پتمنو خویندوسلام ،
[color=yellow:64a4c6cfc5]هغه ښکلی ماشوم راشي چې غوږ کې دې څۀ وایم
............................................................زۀ غوږ چې ور نيږدې کړم دی مچکه رانه واخلي[/color:64a4c6cfc5]
((اغلې بلینډه بدرۍ))
صمیم جانه! ورورکیه چېرته ورک یې؟؟؟ هسې نۀ چې پۀ ټول افغان کې د ورکې اعلان درپسې وکړم .
عصمت الله
22.03.2006
ټولو ورونو ته سلامونه وړاندی کوم
یو ګوټ یخې اوبه نه شم چې غرمه او کربلاده
هـر خمار جانان جانان شو هر خمار بلا بلا ده
غنی خان
sahar
23.03.2006
اسلام عليکم
[color=green:0ac82d8b46]هر سړي ته چې ودريږم واې افغان يم
خاص لمسې د احمدشاه او خوسحال خان يم [/color:0ac82d8b46]
ملنګ جان
کټوازی
23.03.2006
[color=cyan:8479584870]
واه ،واه ماشاالله ،ماشالله ، خدای مو ژوندي او ګړندي لره ، خو بېخي مو سټاپ چېرې کړی نه دی ، د مور شېدې موسه :oops: :oops:
دادی ،زۀ هم درته راورسېدلم. ،
دوست زړګيه ښه دی چې لا پۀ ياد دې يم ، مننه، کور دې اوباد!
سهار صيب ! ښۀ راغلاست ،پۀ مشاعره کې مو له ګډون څخه خورا خوښ ،او منندوی يم ، د څلوريزې پۀ هکله خو بايد ووايم ،چې د بيت بازي پۀ مشاعره کې يي ويل ، ښاي سم او پرځای و نه برېښي ،ځکه چې مشاعره دبيت بازي ترعنوان لاندې روانه ده ښه به وي ،چې له عنوان سره سم برخه پۀ کې ولرو . له تاسو څخه مننه ![/color:8479584870]
_______________________________
[color=blue:8479584870] ما له کابله لاله زار دپرهارونو راؤړ ،
باګرامه مالګې راکوې که مرهمي لاسونه [/color:8479584870]
{ کاروان صيب }
هادي حيران
23.03.2006
هره چار د پښتانۀ تر مغل ښه ده
اتفاق ورسره نشته هئ ارمان
(ستر خوشحال خټک)
Dost
23.03.2006
سلامونه ټولو وروڼو او خوېندو!
صمیمه یارکنډه! ستړی مسې .
[color=yellow:d69bfefcf9]نوره واړه پښتونخوا پۀ ځای ميشته ده
.......................................خو یو زۀ دې زمانې پکي منصور کړم [/color:d69bfefcf9]
[color=white:d69bfefcf9](((اشرف خان هجري)))[/color:d69bfefcf9]