هنر،ادب او پښتو نحوه
ع کريم حليمي
17.06.2019
الله او د الله رسول ﷺ زموږ مولانا ، بل مولا نه لرم او نه به ئې په مولا توب ومنم
حليمي
ع کريم حليمي
20.09.2019
پہ وجیزہ کي حکمت نغښتی او په ټوکو او ټکالو کي خندا
حلیمي
ع کريم حليمي
31.10.2019
زه گوډاګی خلق سوی یم ، خو د مخلوق لپاره نه یم
حلیمي
ع کريم حليمي
10.11.2019
همره پوخ سوم چه: د عشق پړاو مي ولاړی ، د محبت پړاو مي راغلی
حلیمي
ع کريم حليمي
10.11.2019
ډیر سړي زاړه سوه ، محبت یي پیدا نه کړی ، او عشق یي ورک سو
حلیمي
ع کريم حليمي
18.11.2019
د ژوند ټول کړني او ګفتار تنها تجارت او قمار دی ، تجارت په تعقل او قمار په حدس.
حلیمی
ع کريم حليمي
01.12.2019
شريعت :عسكري اشغال زغمي ، دا جمهوریت دی چي هيڅ کله عسکري اشغال نه شي زغملی
حلیمي
ع کريم حليمي
12.12.2019
که فکر یا نفس تغیر نه کړو ، ډېر څه به بد تغیر وخوري
حلیمي
ع کريم حليمي
20.12.2019
محمد علیه السلام اخیري د خدای رسول ،لمړنی دمدینې جمهور رئیس و
حلیمي
مدینه (جمهوریت )
شرعاً د مکې په ښار کي المدینه ( جمهوریت) قانون عملي کول حرام دي!!
——-———————————————————
زمونږ خوږ رسول الله په مصلحت کولو امر سوی و، مشورې حاجت ولي ? د سردار عالم عقل خو تر هر چا كامل ؤ ، او فكر يي هم تر هر چا برابر ؤ ، او پر دې سربېره باندي وحي هم ورته كېدل ، او أطاعت د ده هم فرض ؤ ، نو د مشورې او مصلحت څه حاجت ؟ خدائ خو خالق دئ عالِم دئ ، په دې چه سردار عالم خو د چا و مصلحت ته حاجت نه درلود !!
نو بيا ولي يي په مصلت امر كاوه ؟
ولي چه پر نبوت سر بېره ولس مشر هم و ، ًچه له سردار عالم نه وروسته چي کوم سړي ولسمشرۍ ته رسیږي ، د مبارک اقتداء به کوي ، دکتاتوري به نه کوي ، هر مشر چي مصلحت نه کوي
هغه دکتاتور وي
ع کريم حليمي
30.12.2019
د ټولني بد فرهنګ تغیر که ، چه نفس تغیر سي
حلیمي
إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ
ع کريم حليمي
14.01.2020
یقین چه راسي ایمان فالتو سي
حلیمي