د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه
د ډيورنډ د کرښې موافقتنامه
د ١٨٩٣ کال د نومبر د مياشتې ١٢ نيټه

د برتانوي هند د خارجه چارو وزير Henry Mortimer Durand د يوه هياَت په مشرۍ د ١٨٩٣ کال د اکتوبر د مياشتې په دوهمې نيټې کابل ته ورسيد . انګريزانو د مخه تر هغه چې د ډيورنډ موافقتنامې په اړه د افغاني مقاماتو سره خبرې وکړي دوی د افغانستان په سرحداتو کې وضعه په خپله ګټه مغشوشه کړه ، دوی په سرحدي سيمو کې د اقوامو تر منځ خونړۍ جګړې پېښې کړې ، انګريزانو د توري د قوم يوه قبيله ، دې ته تشويق کړه چې د نورو اقوامو په ځمکو کې د ( پتاله ) په نامه يوه نوې واله وکاږي چې دغه کار د هغه ځای د اقوامو تر منځ لوی اختلاف راپيدا کړ. چې مقابل لورې د خپل حق د دفاع لپاره راپاڅيدل او يو لوی خونړی جنګ ونښت .
په ختيځو سيمو کې انګريزانو اعلانونه خپاره کړه او په دغو اعلانونوکې دوی خپلو سرحدي معاش خورو ته ليکلي وو چې د هغه چا معاش به دوه برابره شي څوک چې د انګريزانو دولت ته يو اطاعت ليک وړاندې کړي . هغه وخت چې امير عبدالرحمن خان دغه اعلانونه ولوستل ، نو يې خپل سپاه سالار غلام حيدر خان ته وليکل (( که د انګريزانو حيله او فريب او د پيسو پاشل په مسلمانانو کې نه وای ، دوی نه شوای کولای چې د هند اسلامي هيواد ونيسي ، بيا د سند د رود څخه چې د افغانستان طبيعي سرحد دی راتير شي پيښور ، ديره جات او د سند سيمه ونيسي او د افغانستان خاوره د افغانستان د دولت سره وويشي ، غبار ٦٨٧ مخ))
د ننګرهار په سرحد کې هم انګريزانو خلک تحريک کړه چې د ( ميچنۍ ) په سيمې کې يوه واله وکاږي او د هغه ځای د خلکو تر منځ دخمني ايجاد کړي . انګريزانو هميشه هڅه کوله چې د خپلو اجيرانو په وسيله د ډيورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې بې امنيتي جوړه کړي او امير عبدلرحمن خان دې ته مجبور کړي چې د يوې جناح دفاع وکړي . د مثال په توګه : کله چې د شينوارو او اتمانزو تر منځ جنګ پيښ شو . امير عبدالرحمن خان د سرحد د پورې خوا پر متجاوزينو باندې هجوم وروړ .
د ډيورنډ هيات څلويښت ورځې په کابل کې پاتې شو ، خبرې ډېرې سړې او په کراره پر مخ تللې. انګريزانو سرحد ته نژدې نظامې قوتونه د تيارسۍ په حالت کې درولي وو . امير عبدالرحمن خان ته د انګريزانو پيشنهاد دا و چې د دوی جوړه شوې موافقتنامه او نقشه بايد لاس ليک کړي چې د نه امضا په صورت کې به د دواړو هيوادونو سياسي مناسبات پرې شي . دريم حالت موجود نه و. امير عبدالرحمن خان د ځان د بقا لپاره دغه موافقتنامه لاسليک کړه . دۀ د افغانستان د خلکو سره مشوره نه ده کړې . امير عبدالرحمن خان حتی خپل د دربار مامورين په دغه موضوع نه دي خبر کړي . دۀ وړه يا لويه جرګه چې د افغانستان د خلکو نماينده ګي وکړي نه وه راغوښتې . ( غبار ٦٨٨ )
د ډيورنډ د کرښې د موافقتنامې څخه د انګريزانو اصلي هدف دا و چې که روسان د افغانستان د لارې څخه د هند د نيولو اراده وکړي او يا د امير عبدالرحن خان تر مرګ وروسته په افغانستان کې د انګريزانو پر ضد ملي مبارزې پېل شي نو دوی به په ډېر سرعت سره د کابل ، غزني او کندهار ستراتيژيکي لارې تر خپل کنترول لاندې وروړي . ( کاکړ ، محمد حسن ، سياسي تاريخ ١١١ )
ډيورنډ د خپلو خاطراتو په کتاب کې ليکي چې د هند برتانوي هيات وظيفه درلوده چې امير عبدالرحمن خان دې ته تشويق کړي چې خپل عسکر د ( روشان ) او ( شغنان ) د سيمو څخه چې د بخارا يوه برخه ده او په ١٨٧٣ کال کې روسانو ته ورکړل شوې ده ، وباسي . او هم دې هيات وظيفه درلوده چې د امير عبدالرحمن خان د خوابدي چې د کوږک د غره د تونل او په نوي چمن کې د ريلوې پر جوړولو يې ښکاره کړې وه له منځه يوسي . د انګريزي هيات اصلي او مهم هدف د هند د شمال غربي سرحد يعنې د ډيورنډ د کرښې تثبيت و .
ډيورنډ د خپل سفر په ارتباط ليکي (( مونږ د ١٨٩٣ کال د سپتمبر د مياشتې په نيمايي کې د پيښور څخه حرکت وکړ او زمونږ هيات په لنډي کوتل کې د سپه سالار غلام حيدر خان له خوا پذيرايي شو ، د جلال اباد ، جګدلک او لته بند د لارې څخه کابل ته ورسيدو او په اندکي کې چې د بابر د مقبرې او د چهل ستون د قصر تر منځ واقع وو ، ځای په ځای شو . په کابل کې د اوسيدو په وخت کې زمونږ تشويش و چې که په دغه وخت کې امير عبدالرحمن خان مړ شي او يا ووژل شي نو يقيناَ مونږ به د کيوناري او د دۀ د ملګرو په سرنوشت ګرفتار شو )) دی ليکي (( په کابل کې مذاکرات ډېر بطي وو د امير د اسلحه جوړولو ماهر Mr. Pyne چې امير ته ډېر نژدې وو ، زمونږ سره ډېره مرسته وکړه . دۀ به هميشه امير ته مشوره ورکوله چې دی بايد د انګريزي هيات خبرې ومني )) دی اضافه کوي (( يوه ورځ ما د مستر پاين څخه پوښتنه وکړه چې ولې امير د سرحد پر موافقتنامې باندې ژر تصميم نه نيسي ، دۀ زما په ځواب کې وويل چې امير ډېر عمده تصاميم د يکشنبو په ورځو کې نيسي . د مستر پاين خبره ريښتيا وه چې ډېرې ورځې وروسته امير په يوې يکشنبې کې د موافقتنامې منلو ته تيار شو )) ( سايکس ، برسي ، د ډيورنډ بيوګرافي ))
د ډيورنډ د کرښې موافقتنامه د ١٨٩٣ کال د نومبر د مياشتې پر ١٢ نيټې امضا شوه دغه موافقتنامه اوه مادې او يوه نقشه لري . دا موافقتنامه د واخان څخه بيا د ايران تر سرحد پورې چې ( ١٥١٠) ميله يا ( ٢٢٥٥) کيلومتره کيږي د افغانستان ختيځ او جنوبي حدود داسې تشريح کوي .
د ډيورنډ کرښه د واخان څخه پيل کيږي چې ( اسمار ) او پورته وادي تر ( چنګ ) پورې به د امير عبدالرحمن خان د ادارې لاندې وي ، ولې امير په ( دير ) ، ( سوات ) ، ( باجوړ ) ، ( چترال ) او ( باشګل ) په سيمو کې هېڅکله مداخله نه کوي په وزيرستان کې د ( برمل ) سيمه امير ته ورکول کيږي . ولې امير بايد د ( وزيرو ) او د ( دوړو ) په نورو سيمو کې مداخله ونه کړي . په بلوچستان کې د ( چاغي ) پر اوبه لرونکي سيمې باندې چې امير ادعا درلوده ، امير د خپلې ادعا څخه تيريږي . او دغه مهمه سيمه انګريزانو ته پريږدي . د چمن په سيمې کې پر ( نوې چوڼۍ ) باندې چې امير ادعا درلوده ، دی د خپلې ادعا څخه تيريږي ، او د ( سرکې تيلرې ) په اوبو کې به امير خپله برخه په پيسو رانيسي .
په دغې سيمې کې به د سرحد کرښه داسې وي چې کرښه به د خواجه عمران د غره په سر تيره شي . او دا کرښه به د ( پشاکوتل ) سره نژدې چې د انګريزانو خاوره ده تيريږي . وروسته دغه کرښه په هغه استقامت ځي چې ( مرغه چمن ) او د ( شيرو اوبه ) چينه افغانستان ته پريږدي . وروسته دا کرښه د نوي چمن او افغاني تاڼې ( لښکرو ) تر منځ تيريږي . دا کرښه بيا د ريلوی ستيشن ته ځي او د هغو تپو څخه تيريږي چې اصلي بولدک بلل کيږي . او د دغه ځای څخه د جنوب خوا ته داسې کږيږي څو بيرته د خواجه عمران د غرونو سلسلې ته ورننوځي . دا کرښه د انګريزانو د ( ګواشه ) سيمي او د هغه افغاني سړک تر منځ اوږديږي چې ښوراوک ته ځي .
د ډيورنډ په موافقتنامې کې دا هم ليکل شوي دي .
١ ـ وروسته تر دې به انګريزان د هغو حربي مهماتو د ورود ممانعت نه کوي چې افغانستان ته وړل کيږي .
٢ ـ انګريږان به پر پخوانيو ١٢ لکو کلدارو امداد چې هر کال به يې امير ته ورکلوې ، شپږ لکه نورې کلدارې اضافه کوي .
امير عبدالرحمن خان د دغې موافقتنامې په لاس ليک سره څو ميليونه افغانان د افغانستان څخه بيل کړه . امير عبدالرحمن خان هغه موافقتنامه لاسليک کړه کومه چې انګريزانو جوړه کړې وه ، چې امير حتی يوه جمله هم په دغې جوړې شوې موافقتنامې باندې علاوه نه کړه .
ځيني مؤرخين ليکي چې امير عبدالرحمن خان دغه موافقتنامه د دې لپاره امضا کړه چې دې کرښې د برتانوي هند د سرحد په حيث نه بلکې د امير د جنوبي او جنوب شرقي ساحې حدود تثبيتوله .
امير عبدالرحمن خان د ډيورنډ د کرښې موافقتنامه امضا کړه ولې دۀ د موافقتنامې ضميمه نقشه ځکه نده امضا کړې چې دی د هغې نقشې ځينو ټکو سره موافق نه و .

سرچينه : افغانستان د ديموکراسۍ او  جمهوريت  په کلونو کې ( عبدالغفار فراهي ) دريم چاپ

بېرته شاته