دډيورنډ کرښه يا دناسور زخم ( دريمه  برخه )

طالبان دپاکستان وروستۍ هيله !

 
يو فلسفي اصل دي چې هر اوښتون دذهني او عيني شرايطو اماده کېدو ته ضرورت لري ؛ په افغانستان کې هم دپاکستانيانو له ((نيکه )) بخته هرڅه داسې برابر سول . درباني درژيم کړني (له پاټکو نيولې ،رشوت ،دملي اوشخصي شتمنيو چور چپاول، په زور هر څه خپلول،دخلکو پر ناموس تيرۍ،ژبني او قومي اختلاف داسې تازه کول چې داستانونه به يې دقرنونو لپاره به دټولو افغانانوپر ژبو وي اوداسي نور چې تر اوسه لا ده هيچا هير ندي ځکه يې راوړل تکرار پريښي ) هغه لاملونه سول چې پاکستان او دهغه پلويانو دلاسته وتلي افغانستان ددوباره تر لاسه کولو په موخه په اصطلاح طالبي نهظت سياسي ډگر ته راوړاندي کړ.

طالبان څوک و او له کومي خوا شو؟
دطالبي حرکت دپيدايښت په اړوند دافغان ليکوالو يو شمير ليکل شوي معلوماتونه چې دهمدې ليکني لپاره مالوستي دي داسې څرگنديږي چې گواکي ملا محمدعمر دکندهار له سنگيسار نه چې په يوه جومات کې ملا ودخپلي شخصي پرېکړي له مخي،ديو بل خپل ملگري سره دکندهار د((زنگاوات)) څخه يې له چانه موتر سيکل واخيست او يو بل ځای ولاړۍاو هلته يې څوتنو طالبانو ته وويل چې د خداي دين په خطر کې دي فجارو او فساقو ټوله سيمه ونيول،چورچپاول شروع دی ، پر ډمبر سړک دمسلمانانو ناموس کښته کيږي او. . . .،ملاصاحب بيا بل جومات ته ځي او بلاخره تر پنځوسو زيات کسان پيدا کوي او په سبا يې دوه موټره ،داچي له کومي خوا سول او تر کومي درختي لاندي په خاوروکي پټ وه څوک ندي خبر ؟ او دطالبانوحرکت شروع کيږي . ځيني بيا وايې ملاعمر په يوه کوچني جومات کې ملا و دمجاهدينو دغه ظلمونه چې دعام ولس سره يې کول دته دزغم وړنه وه ځکه يې دنور طالبانو سره په کندهار کې خبري وکړې او هغه يې ددغو مجاهدينو پر خلاف را وهڅول ،همدا شان نور افسانوي دليلونه . ولي دطالبانودحرکت ددغه شان دپيدايښت تاريخ له وقيعتونو څخه ليري برېښي دبشر په تاريخ کې پدغه ډول داسې يو سياسي اجتماعي حرکت منځته نه دی راغلۍ . څنگه کيداي شي يو عادي ملا چې دشوريانو په وخت کې کله په يوه او کله بيا په بل تنظيم کې عادي قوماندان وپه 1994زکال کې دي يو دم دومره غښتلۍ شي چې دبرق پشان يې دافغانستان دخاوري(( 98))په سلو کې تر خپلي ولکي لاندي راوستل ؟ ډير ساده که فکر وکړو په کندهار کې تر ده نور ډير لوړ عالمان ،پوهان او داسې کسان وه چې پر وطن او ولس يې زړه خوږېده ، داچي له بهر سره يې اړېکي نه لري او داتوان يې په ځان کې نه ليده چې ددغه مجاهدينو په مقابل کې چې دپخواني شوروي اود افغانستان دحکومت ټوله امبار شوي وسله ورته پاته وه ،او له بهر نه هم حمايه کيدل وجنگيږي ؛دغو خواخوږو يواځې ددغه حالت ننداره کول او په انفراد توگه يې خلک له چور ،چپاول او بې ناموسيونه ليري ساتل . رښتيا داده چې پاکستان او دهغه ملگرو هيوادونو دداشان حالاتو دتلافي لپاره چې پيسي دوی مصر ف کړې او واک پکښي روسي پلوه ځواکو ته ورسيد له ډير پخوا نه اماده گي لرل . زيات داسې اسناد شته چې د1981 کال نه شروع دپاکستان استخباراتو او شي آي ايي دپاکستاني ديوبندي ملايانو په وسيله نه يواځې د فناتيکان په روزلو دشورويانو پر ضد په پاکستاني مدرسو کې پيل وکړ ، بلکه دهند په مقابل کې چې دکشمير دکشالي پر سر ورسره پاکستان لانجه لري هم ځوانان روزل کيده . دلومړي ځل لپاره دپخواني شوروي دمطبوعاتو په يوه مشهوره جريده کې چې(( دليتراتورنايا گزيتا)) په نامه يادېده دشوروي دمشهور ليکوال او ژورنالست (( الکساندرپرخانوف )) لخوا پدغه کال يوه لويه مقاله خپره سوه هغه ليکلي وه چې اوس دشوروي ضد هيوادونه او پاکستان غواړي تنکي ماشومان دجگړي راتلونکي سپاهيانو په توگه په مذهبي مدرسو کې وروزي ،هغه پخپله دغه او نورو ليکنو کې په افغانستان کې دشورويانو دپوځي شتون او مداخلوسره مخالفت څرگند کړۍ واو دايي ليکلي وه چې دا جگړه به دشوروي لپاره يوه اوږده جگړه ،د ډيروانساني تلفاتو سره ،مالي او مادي لگښتونو ته به ضرورت ولري .
هغه وخت پاکستاني چار واکو دا پلان لاره ،ځکه دوی دا جگړه دومره لنډه نه بلل او له بلي خوا دوې غوښتل چې دافغانستان راتلونکې دمذهبي بنسټپالو په مرسته سمبال کړي . دنواز شريف په وخت کې دپاکستان استخباراتو او اوردو په خپلواکه توگه په افغانستان کې د((ستراتيژيکي جورتيا)) په نامه اجندا پر مخ بيوله چې دهغي په اساس هغوی غوښته دا چې پاکستان د هنداو ايراني شعيه دولت په منځ کې پروت دی دافغانستان له لاري به دهغوي ديرغل مخه نيسي ځکه يې غوښته چې دطالبانو کوټلې ملاتړ وکړي له وسلي تر ډوډۍ پوري يې هر څه پر خپل وخت ورته رسول . پاکستان غوښتل افغانستان ديو شاته پاته اوله تمدن څخه دلير پراته هيواد په توگه تل دوی ته احتياج وي ،او که پوځي فناتيک قوت ته ضرورت سو دوی به لا پخوا لا په افغانستان کې داسې روزلسوۍ پوځ په خپل واک کې ولري . ملاصاحب دارزگان ولايت ددهراود دولسوالۍ په يوه کوچني کلي کې داټکل له مخي 1959زکال په يوه غريبه کورنۍ کې پيداسوۍ او هلته لوي شوی دي ،بيا دسنگيسار په سيمه کې ملا ود1367 څخه تر 1371 دنيک محمد قوماندان په رهبرۍ ددولت پر خلاف جنگېدۍ . هغه کوم مشهور قوماندان هم نه و او نه يې قومي زور لاره يو عادي سړۍ و، داسې معلوميږي چې پاکستاني استخباراتي چار واکو هغه ډير پخوالا په نښه کړۍ و، دا چې پاکستان ولي نوموړۍ په نښه کړۍ واو په هغه کې يې کوم ډول امکانات ليدلي وه تر اوسه څېړونکي مکمل معومات نه لري . کله چې دپاکستاني چارواکود((دستراتيژيکي جورتيا)) دمخکي طرحه شوي پلان دپلي کېدو وخت راورسېد په داشان افسانوي شکل هغه ډير ژر موټرسيکل او په سبا ېې دوه موټر پيداکړه ، دسړي هغه دسقاو دزوي کيسه دسړي ور په يادېږې ، دسقاو زوي چې له افغانستان څخه تښتېدلۍ و او هلته يې گويا ديو عادي سړي په توگه ژوند کاوه څه موده وروسته له کوم سموار نه حرکت کوي پر لاري يو جومات کې کوم ملا ورته وايي چې افغانستان ته دتگ پر لار دي يوه درخته مخ ته راځي دهغي بيخ وپلټه څه به پيدا کړې هغه دا کار وکړ او ددرختي وبيخ ته پيسي اوټوپکونه پيدا کړه ...قيصه يې اوږده ده خو انگليسانو دهغه په وسيله دهيواد اصيل بچۍ غازي امان الله خان له وطنه فرار ته مجبورکړ او پر هغه يې هم دخادم دين رسول الله نوم کښېښود .

لنډه داچي طالبان دپاکستان ،سعودي عرب او مريکا هغه پروژه وه چې دوی دهغوپه وسيله په زيات سياسي مهارت او داستخباراتو دمنظمو مشورو او لارښونوپر اساس لومړۍ په دي نامه چې طالبان به دگلبدين خلاف داستاد رباني او تورن اسماعيل په حمايه کې قرار ولري دهغوي څخه پيسي او وسله تر لاسه کړه ،د نصير الله باربر په ويناد پاکستان استخباراتو خپلو ټولو هغو قوماندانانو ته چې دوی غوښتل طالبانو ته تسليم شي امر وکړ چې بيله چون وچرا دطالبانوسره يو ځای اودهغوي ملگرتيا وکړي .کله چې طالبان کابل ته دگلبدين حکمتيارسره د جگړي په نامه رانږدي سوه نو احمدشاه مسعود او استاد رباني ته يې هم التوماتم ولېږه چې ژر تر ژره کابل تسليم کړي او دکابل دښار دروازي ددوي په مقابل کې پرانستي پرېږدي . طالبانو په 1994زکال دکندهار دسنگيسار دسيمي نه ددولتي واک دتر لاسه کولو په خاطر حرکت پيل کړ په 1995زکال د دمۍ دمياشتي په 28ورځ يې دکندهار ټول ښار پخپله قبزه کې راوست ، دکندهار ځينو مشرانواو عالمانو ته يې په يوه غونډه کې ملا عمر خپله لومړۍ وينا چې دتگلاري بڼه يې لرل او دايې توضح کړل چې دوی ولي را پيدا سول . د1996زکال دسپتمبر په مياشت دوی کابل ته ننوتل . کابل ته په ننوتو سره تر هرڅه دمخه پاکستان چې له مرحوم نجيب الله سره يې پخوانۍ دښمني لرل په دغه گيرودار کې چې هيڅ نه معلوميده دټولو اخلاقي او اسلامي نورمونو او انساني کرامت خلاف پر هغه ځای وځړاوه کوم چې دپاکستان پر خلاف يې دشوروياو تر وتلووروسته دپه افغانستان کې دپاکستان پر خلاف تاريخي وينا کړې وه ؛ پاکستان دطالبانو حرکت هغه وخت شروع کړ کوم چې دملگرو ملتو دسازمان ځانگړ ي استازي محمود مستري دافغانستان په هکله خپله دنده پر مخ بيوله او داستاد رباني نه يې دقدرت دلېږدوني نوي ميکانيزم په عمل کې دپلي کولو هڅي کولې ،فکر کوم دغه دقدرت په لېږدونه کې به پاکستان خپل موقف غوښن نه ليده ځکه يې په ډيره عجله طالبي حرکت رادمخه کړ .

کېداي شي پوښتنه وشي،داڅنگه يوخپل سرۍ له مسجدنه راولاړ شوی حرکت و؟ او ډير ژر پاکستان په رسميت وپېژاند ؟ سعودي او امريکا ددوي په وجود کې داوليدل چې ديونيکال دنفتي شرکت به دسعودي دنفتي کمپنۍ(( دلتا )) په مرسته دمرکزي اسيا نفت او گاز دافغانستان له لاري تر پاکستان پوري ورسوي اوهم به په مرکزي اسيا کې ددوي په مرسته خپلي اړېکي ژوري کړي ،دا هغه اميد وي چې امريکا يې دغه ته هڅولې وه تر څو په افغانستان کې دطالبانو سره د دولتي واک په تر لاسه کولو کې مرسته وکړ ي . داچي طالبانو پخوا دولت نه وکړۍ او دليک لوست خاوند کسان يې نه درلودل ،هر ملا صاحب والي ،وزير او بل دولتي جگپوړۍ چارواکي سو او هر چا پر خپل سر ډنگول . ملا عبدالصمد خاکسار دطالبانو دوخت دکورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال دگربت مجلي خبريال سره په مرکه کې ډير شيان وايي يوله هغو داچي دطالبانو هر چارواکۍ خپلواک و،ددولتي منظمي اداري په بڼه کومه اداره نه وه، پسله هغو چې دوی کابل ونيو دطالبانو حرکت پر دو برخو وويشل سو ؛ دا شي معلوميږي هغه يو شمير کسان چې پوه سول خبره څه ده او دوی څه کوي ممکن لږ سوچ يې کړۍ وي داورته دمنلو وړنه وي گرځيدلې چې هر څه دي ملاصاحب دکرنيل امام په مشوره تر سره کوي اويادي دنوروبهرنيو استخباراتو فرمانونه پلي کوي ،ځکه ملا خاکسار وايي هغه لومړي شعارونه چې مسلمانانو او اسلام ته خدمت و، ورک سوه او ځای يې ددولتي واک تر لاسه کولو ونيو . گوربت پنځمه او شپږمه گڼه
ميرمن بوټو دبي بې شي دخبر نگار سره په مرکه هغه وخت ويلي وه چې : دطالبانو گروپ دامريکا ،انگلستان او سعودي عربستان په مرسته څوکاله پخوا جوړ شوی و،ددوي رهبري دپاکستان بنسټپالو مذهبي سازمانو لکه جمعيت علما او نور پر غاړه لرل دطالبانو لپاره وسلي دامريکا او انگلستان لخوا راتلي او پيسي دسعودي عرب وي . داميد اونېزه دامريکا چاپ 235گڼه .

که په لنده توگه دطالبانو واک ته درسيدو ټول جريان انسان دقيق تر نظر تير کړي چې دوی له شروع کوم شعار پورته کړ ،څنگه يې وکولاي سول دتورن اسمعيل ،رباني ، دوستم اوبيا نورو تنظيمو دمشرانو سره خبري وکړي ، يو او بل وغولوي او هغه ځواک چې دروسيې،ايران ،ازبکستان ،تاجکستان ،هند او حتا ترکيې له سخاوتمندانه مرستو نه يې گټه اخيسته له واک نه گوښه کړي ،په ټول پاکستان ،کندهار او بيا په جنوبي ولاياتو کې دا تبليغ وچي دوی داسلام او اسلاميت سپاهيان دي او يواځې عدالت غواړي ،حکومت کول ددوي کار نه دی ،غواړي چې محمد ظاهر شاه بيرته کابل ته راولي او واک وروسپاري ، اوداسي نور هوښيارانه ځيرکانه حرکتونه . دا ټول دافغانستان دجوماتونو دملايانو تر سويه لوړي خبري وې ، په ډاډ ويلاي سو چې نوم دافغاني طالبانو او ملاعمر اخند و ، خو هر څه پاکستاني استخباراتي او پوځي جنرالانو سرته رسول . دطالبانودحاکميت په ټول دوران کې دطالبانو په پوځي ليکو کې تر افغانانو پاکستانيان زيات و،داچي څومره عرب او دنوروهيوادو چې شمير يې څلويښتو ته رسېده غولېدلي او فناتيک کسان وه شمير يې تر لسهاو زره زياتيږي .په همدې اساس هيچاته دا دمنلو وړ نه ده چې طالبانو بهرنۍ سياسي ،پوځي ښوونکي نه لرل او په افغانستان کې راپيدا سول .
پاکستان دواک پر گډۍ دطالبانوپه کښېنولوکي دوی موخي وي ، لومړۍ موخه يې په افغانستان کې دداسي بيسواد حکومت جوړه ول و چې د حکومت غړي يې دوی په مدرسو کې روزلي وه هغوی ته دبل هيچا لاس نه دی ورسېدلۍ او نه يې ددوي سره داړيکو دنيولو امکان پيدا کړۍ دی ، دهمدغو مذهبي اړېکو پر اساس به تل دپاکستان خبرو او فرمانو ته غوږ نيسي ؛ان دځينو سياسي تحليل گرو په نظر هغه پخوانۍ دشپږمي صوبي خيالات هم دځينو جنرالانو په مغزو کې راژوندي شوي وه ؛ پاکستان پلان لاره پسله هغه چې طالبان په ټول هيواد کې قدرت ترلاسه کړي په سړه سينه به دتل لپاره دډيودنډ دکرښي مسله حل کړۍ . دوهم امريکا غوښتل چې په سيمه کې دروسې او ايران داغيزو مخه ونيسي تر څو وکولاي شي دافغانستان له لاري دمنطقي نفت او گاز لويو ذخيرو ته لار پيداکړي ،دطالبانو څخه دتعهد په اخيستلو سره چې دترکمنستان څخه دافغانستان له لاري گاز پاکستان او له هغه ځايه چيري چې يې غوښتل دگاز لولي تيري کړي دطالبانو سره يې مرستي ډيري کړې ؛کله چې طالبانو کابل ونيو سمدستي امريکايي نفتي شرکت اعلان وکړ چې دا دسولي او دترکمنستان دگاز دپروژي دپلي کولوپه لوريو مثبت حرکت دی .
همدا شان امريکاغوښتل هغه ستينگر توغندۍ چې امريکا دشوروي سره دجگړې په ورستيو کې مجاهدينو ته ورکړې وه چې تقريبأ شمير يې ((150)) ته رسېده او ټول نه وه استعمال شوي دطالبانو په وسيله بيرته راټول کړي ،تر څو دروسي او ايران لخوا تر لاسه نشي . که څه هم روسي ته څوداني ورسېدلي خو ايران پر دغه بريالۍ نسوه چې ستينگر توغندۍ تر لاسه کړي .

پاکستان دخپلوملايانو په وسيله پروپاگند شروع کړ چې دطالبانو خداي ملگرۍ دی ،وگورۍ په څومره چټکۍ په ټولو سيمو کې واک تر لاسه کوي ، او قوماندان ورته تسليمېږي . مگر ددې اصلي علت چې دوی څومره ژر ټول هيواد تر خپلي سلطي لاندي راوست دپاکستان دکورنيو چارو پخوانې وزير او په پاکستان کې دتنظيمونو مؤسيس نصيرالله بابر پسلاه څوکالو دپژواک دخبري اژانس سره په خپله مرکه کې بيا له دغه راز څخه پرده داسې پورته کوي : (( ... طالبان په افغانستان کې ځکه په تېزۍ سره پر مخ وړاندي لاړل چې هلته خلک دجهاديانو له ظلمونو او کورنيو جنگونو څخه پوزي ته راغلي وه او طالبانو په افغانستان کې امنيت راوستی و ، او موږ هم جهادي قوماندانانو ته وويل چې طالبانو ته تسليم شي . داچي هغوی دسايست او حکومت په چلولو نه پوهيدل ... موږ ورته ډير وويل چې په افغانستان کې ازبک، تجک ،هزاره بايد له ځانه سره په حکومت کې شريک کړۍ او دوی ته پوره ونډه ورکړۍ ولي دوی زموږ دا خبره ونه منل او کله چې پر سخته راغلل چا يې ملگرتيا ونکړه )) . واقيعت دادۍ چې طالبانو ځني مشرانو ته په پاکستاني مدرسو او دديپلوماسۍ په کورسونو کې ښوني کيدې ،هغو هلته دوسلي له استعمال نه نيولي دبهرنيانو سره دخبرو او اړېکو ټول رمزونه ولوستل . څوک دامني چې دمسجد طالب دي حکومت وکړي ،جگړه دي پر مخ بوزي ،ټول سياسي چلونه دي په کار واچوي ،له بهرنيوديپلوماتانو سره دي روابط ساتي ،ديپلوماتيکي مسايل او په ديپلوماتيکي دفترو کې دي کار وکړي ،دولتي وزارتخاني دي پر مخ بوزي، دا دافغان ولس قسم خوړلۍ دښمن بابر وايي : موږ يو وازي دومره کړې چې کله طالبان راپيدا سول ...نو دحزب اسلامي يا نورو کوم پښتانه قوماندانان چې به ددوي مخنيوي يا مقاومت ته راپاڅيدل نو موږ به ورته دجنگ نه کولو او طالبانو ته دتسليمېدو وړانديز کاوه ،ځکه چې موږ نه غوښتل چې په افغانستان کې يوه بله کورنۍ جگړه پيل شي . داهم ښکرور درواغ ،لومړۍ ده پخپلو خبرو کې پخپله ثابته کړه چې طالبان ددوي پر اوږو او مرسته دنورو هغو قوماندانانو په قانع کولو سره چې دپاکستاني استخباراتو سره هميشنۍ پيونددرلود دطالبانوسره دواک دتر لسه کولو په هکله مرسته وکړه . دوهم ، پاکستاني چارواکو يوه بله کورنۍ جگړه نه غوښت ، بلې ځکه يې نه غوښته کله چې واک په تش آمر کولوسره بل ته انتقال کيداي شي نو جگړي ته رښتيا هم ضرورت نشته ؛ مگرهغه نورو(شمالي ټلواله او ورسره نوري ډلي) چې له دوی نه يې پرته نور باداران پيدا کړې وه تر اخيره ورسره جنگيدل ، ځکه هغو ي ته بيا بل چا ويل ، جگړه دواک دتر لاسه کيدويوازنۍ لار ده ،اوپه همدې منظور يې دوی ته په ميليونو ډالره ،او افغانۍ له بهر نه مرسته رسېدلې . غواړم ښاغلي بابر او پرويزمشرف ته يو خبره وکړم هغه داچي په افغانستان کې ستاسو دهميشنيو نوکرانو نه نيولي ، لوي او واړه ،لوستونکي او نالوستي حتي ليوني هم دا در سره نه مني چې دا اته پنځوس کالو تاسو په افغانستان کې کورنۍ جگړه نه ده غوښتې او همدا اوس دجگړې اور نه تازه کوۍ . ستاسو هير سوه هغه مواقتنامه چې دژنيودتوافقاتوپه نامه يې شهرت پيداکړ اوتاسو دمرحوم نجيب الله دحکومت سره د1988زکال داپريل په 14نيټه دامريکا، روسي او ملگروملتو دسازمان دځانگړي استازي په مخ کې لاس ليک کړه څومره مو عملي کړه ؟ زه به ووايم يو فيصدمو هم پلۍ نکړ، او دپخوا په څير مداخلو اولوټمارو رالېږل دوام درلود . تاسو اوس قضاوت وکړۍ همداجنرال بابر مجاهدين تر غاښو په وسلو سمبالول او افغانستان ته يې دخرابيو لپاره راليږل چې هلته انسانان مړه کړي،پلونه والوزوي ،تعميرونه په خرابو بدل کړي ،ښوونځۍ له منځه يوسي ،ماشومان بې پلاره ، ميندي بې مړوښو او اولادو کړي ، دافغانستان پر ښارو باندي دا ړاندو راکټونو اورول دده او دده پشان ښاغلو په امر او قومانده سرته رسېدل ، هغه وخت چې دوی يې غواړي انسانان له منځه ولاړ شي بيا ظلم نه دی ، هر مقدس نوم چې زړه يې وغواړي پر ايږدي . همدا ددوي لخوا روزل شوي او په افغانستان کې دحاکميت پر گډي کښينول شوي وه چې ددوي په مخ کې يې دکابل ښار چور او ددولتي څوکيو دتر لاسه کولو په خاطر يې دکابل ښکلۍ ښار په کنډوالو بدل کړ ، په زرهاو لوي او واړه ،ښځي او نارينه له منځه ولاړل دخلکو په سرو دميخونوټکوهل او په کانتينروکي اچول ، يادعام سړک پر سر خلک ويشتل کېده و پر هغوی نښه ويشتل زده کېده،دهيواد په ټولولويو او وړو ښاروکي پاټکونه جوړ سول ،دکورونو نه دخلکو ناموسونه پر خپل سر له کوره ايستل دااو نوري نارواوي هيڅ وخت دافغان ولس نه هير ېږي . هغه وخت پاکستاني چارواکي ، دامريکا متحده ايالات ،اروپا او اسلامي هيوادونه ارام ورته ناست وه اوددوي دوحشيانه کړنو ننداره يې کوله . حقيقت خو دا وچي دپاکستان جنرالانو زړونه دهيواد او کابل دښار په خرابيو نه و سوړ شوی ، غوښتل يې د کابل دښار دسوځېدولمبي په خپلو سترگو وگوري ؛ دافغان ماشوم او کړېدلي مور چيغي چې دباروتو داور په لمواو دود کې خپل خوږ ژونددلاسه ورکوي په خپلو غوږو واوري ، پر هغه خوند واخلي . دپاکستان په لاس جوړ سوو طالب ډلي ته افغان ولس دپخوانيو په اصطلاح مجاهدينو د ظلمو ،ناروا اوزورونو له يوي خوا ،دهيوادپر ژبو ،قوم ،مذهب اوسيمو ويشلو ډار چې عملا دافغانستان دټوټه کيدو لپاره په چټکۍ کارروان دغه حالت حتي روڼ اندي مجبور کړه چې دطالبانو په مقابل کې موقتا مقاومت ونه کړي او چوپه خوله پاته شي،تر څو هيواد دټوټه کيدو څخه نجات ومومي ، بله چاره هم نه وه افغانستان دشمال او جنوب دطوتيو دقربانۍ کيده په حال کې قرار درلود.

طالبانويو ډول سوله چې پايلي يې تر جگړي خطرناکي وي ټينگه کړه خو وطن يې دسمدستي ټوټه کيدوڅخه وساته ، اماددغه په قيمت کې افغان ولس ډير څه دلاسه ورکړه .
افغان ولس ديو تباه شوي اقتصاد،له منځه تللي پوهي ،ويجاړ زراعتي سيستم ،او ړنگ شوي فرهنگ پر وچه غونډې ولاړ پاته و، ديوهوښيار او مدبر قوت لار يې څارل ،چې څښتن تعلا به کله پر دوی رحم وکړې . مکار پاکستان داحالت تر هر چاښه درک او دطالبانو دغورځنگ په نامه يې چې يواځې دوی دظالمانو ، لوټماريواو بې ناموسيو دله منځه وړلو،هيواد دابادۍ او ولس دسوکالۍ جوگه دی راوړاندي کړه ؛په لومړي سر کې دهغو مجبوريتونو له مخي چې ما پورته ورته اشاره وکړه دوی دافغان ولس دهر کلي سره مخامخ سوه . هغوی د1995زکال تر مني کابل ته ځان راورساوه ،استاد رباني او احمدشاه مسعود دپنجشير په لور وتښتيدل، دکابل په ښار کې دطالبانو لخوا اسلامي امارت اعلان سو . پلازمېنه کابل و مگر امرونه دکندهار څخه ورکول کېده دا ځکه چې ملا عمر دقدرت تر وروستۍ ورځي ارگ ته رانه غلۍ . کابل ته په رسيدو سره طالبانو ډير ژر هغه څه شروع کړه چې چا فکر نه کاوه ،دنجونو دمکتبو دروازي وتړل شوي ،راډيواو تلويزيون کې پر موسيقي ږغولو،دښځو پر کارو او هغوی بيله محرمه دکورنه وتلو باند بنديزاعلان شو ، دمنځنيو پېړيو په دوددلاسو او پښو پرې کول ، وژل ،اعدامول ټولو انسان ضد عملونو داسلامي شرعيت تر نامه لاندي ددوي لپاره قانوني بڼه اختيار کړې وه ، دکابل په سپورتي لوبغاړۍ دسپورتي لوبو پر ځای دانسانانو دوژلو او سنگسارولو په ميدان بدل سو ،ښاغلي متوکل يوه بهرني خبرنگارته ددغي پوښتني په ځواب کې چې تاسو ولي په سپورتي لوبغاړي کې ښځي او نارينه وژنۍ په زيات غرور وويل تاسو موږ ته يوبل ځای جوړ کړۍ بيا به موږ دلته خلک نه وژنو ... ، امر بالمعروف و... هغه اداره وه چې افغانانو يې له نامه سره حساسيت پيداکړ ،دځوانانو سرونه وچ خرېيل کېده ،اود ږيرو اندازه کولوته خط کشونه جوړ سوه ،لنډاچي يو وحشت پر ملک مسط و.پاکستان دوی د داسې کارونو تر سره کولو او فتواگانو صادرولوته وهڅول کوم چې پايلي يې په ټوله نړۍ کې دبهرنيانو په ذهنيت کې له افغانانو او په ځانگړې توگه دپښتنوڅخه نفرت و، له هغوی سره داسې عقيده پيدا سول چې افغانان دنړۍ وحشي قوم دی ،دا هغه تاريخي جفا او خيانت دی چې دبې گناه پښتنو او افغان ولس سره په تاريخ کې چانه و کړۍ . په دغه هم پاکستانيانو اکتفا و نکړه دهغو پر شا يې لاس ورتير کړ او هغوی يې دهيوادد تاريخي او فرهنگي شتمنيو له منځه وړلو ته وهڅول لومړۍ يې په موزيمو او گالريو کې هر څه له منځه يووړه او په 2001زکال کې يې دباميانو مشهور بتان چې دافغان ولس فرهنگي ميراث و دافغانانو په گډون دټولي نړۍ دولسونو او نړېوالو سازمانو دارادې او غوښتنو او وړاندېزونو خلاف دهغو په لاس والوزول ،دا بله تاريخي دښمني وه چې پاکستاني چارواکو دپښتنو اوافغانولس سره دهغوي دبدنامه ولوپه خاطر تر سره کړه ؛ کله چې امريکايانو طالبان دواک نه راوپرزول بيانو ددوي مشر استاد او هميشنۍ ملاتړۍ مولانا فضل الرحمن وايي ((طالبان پخپله بې عقل او ناپوه کسان وه، موږ دوی ته دهيڅ کوم داسې کار مشوره نه ده ورکړې ، مولانا وايي موږ جمهوري ائېن لرو)) . دغه يوازنۍ خبره مولانا رښتيا کوي ، بلې په پاکستان کې ښځه حق لري چې دصدارت مقام ته ورسيږي ،په فابريکو ،او نورو مؤسسو کې کاروکړې ، په ښوونځۍ کې تعليم او پوهنتون کې تحصيل وکړي ،حتا دمولانا فضل الرحمن دلور په شمول زياتي پاکستانۍ ښکلي پيغلي په بهر ملکونو کې تحصيل کوي ،په تياتر ،سينما او نورو فرهنگي کارو کې فعال گډون لري ،په روغتونو او کلينيکونو کې ډاکتري او نرساني شي بيله جنسي توپير نه دمريضانو سره مرسته کوي او هغو ي ته دارو درمل ورکوي ، ديو اړخ نه يې پر بل اړخ رااړوي ،دا ټولو ته دپاکستانۍ ښځو لپاره اجازه شته ؛ مگر افغاني ميرمني او پيغلي ته دهيڅ کار اجازه نشته بايد په کور کې ناسته وي، بدبختي داده زموږ بيچاره خلک يې مني چې پاکستاني ملايان ډير ښه خلک دي او هر څه رشتيا وايي ؛ زموږ اوسني ځني چارواکي خو ځکه ددغو پاکستاني ملايانو سره دتصديق سر ښوروي چې هر څه ددوي په خوشحالۍ کې ويني او دوی هم نه غواړي چې دا ولس رابيدار او پوه شي . يو عربي مشهور ليکوال دښځو سره دطالبامو دغلط چلند په خلاف په 2001زکال داگست په مياشت کې دالحيات په جريده کې ليکي ((گرچه موقف طالبان در قبال زن پديده جديدي در فقه نيست،ليکن انچه ابها بنام اسلام بر زن افغان روا ميدارند،در حقيقت ((تطبيق حرفي ))موا فق قيهان متحجر کهن است،که همواره در برابر مشارکت زن در امور حيات اجتماعي جامعه ايستاده اند. به قول محقيق از اصحاب رسول اکرم ((ص)) بیش از بيست مقوله درمورد عورت ونقش زن موجود است اما چنين معلوم ميشود که طالبان افغان فقط بر يک مقوله از عبدالله بن مسعود اتکا کرده،که گفته بود ((زن همه اش عورت است)) . ايا طالبان ديوبندي مې دانند ابن عباس و ابي يوسف قدمي گفته بودند که ((بازوان وموي افشان زن عورت نيست))... به قول نویسنده تعداد از امامان اجازه داده اند که زنان ميتوانندوظايف مهمي در مقام وزارت وقضاوت در حيات اجتماعي جامعه بدست آورند . نويسنده به نقل از کتاب به قلم الحافظ المقدسي ارقام را ارائه ميمکند، عايشه بنت ابو بکر براي 399شاگرد تدريس ميکرد که در بين ان 67زن و232مرد بودند،حفصه بن عمربه 20شاگرد درس مې دادکه در بين انها سه تن مرد بودند...)) جريده آميد شماره 487 . ولي پاکستاني بنسټپال مولاناصاحبان بيا زموږ په وطن کې ټول هڅوي چې محمدي شريعت په افراطي بڼه پلۍ کړۍ او بس . ډير په دې نظر دي چې پاکستاني مولويان دکوم بهرني قوت په لمسون او له هغو نه درشوت په تر لاسه کولو سره غواړي په دغه شکل اسلام بدنام کړي .

يوې مسلي ته غواړم دټولو پام راوگرځوم ، طالبان په افغانستان کې دهيڅ قوم نماينده گان نه وه او نه هم اوس دپښتنو دستر قوم نماينده گي کولاي شي ، نه هم کوم قوم دوی خپل استازي ټاکلي دي طالبان لکه دانور تنظيمونه په پاکستان او ايران کې رازېږېدلي ،هلته لوي شوي ،وسله وال شوي اودپاکستان ،امريکا ،سعودي عرب او يو شمير نورو زبر ځواکو په اراده يې جگړې ته وردانگلي دي تر څو دولتي قدرت تر لاسه کړۍ ،داچي دطلب په نامه دپښتنوپه ادرس سپکي سپوري ويل کږي له انساني اخلاقو او ادب نه لري او ملي يووالي دروحيي نه ليري کاردۍ . دايوه پوځي ډله وه چې په پاکستان کې روزل سوې ، پر افغانستان دپاکستان ، سعودي عرب او امريکا په مټ مسلطه سوه ، دايو غير روڼ اندۍ حرکت و ،ښاري روښنفکرانو او پوهانو پکښي ونډه نه درلوده په عصري پوهو سمبال کسان پکښي نه ليدل کيده او نه هم خپله طالبانو غوښتل چې دا ډول کسان دځان ملگري کړي . يو شمير متعصب کله چې يې زړه وغواړي پښتانه روڼ اندي وټکوي او يا په پښتنو پسي څه ووايي بيانو سمدلاسه په خپلو ليکنو او وينا وکي د (( طالب پلوه ،طالبي سياست وال او داسې نور القاب ،دادب له چوکاټ او انصاف نه ليري مختاړي او وروستاړي دپښتنو په اړوند لوروي)) ، پداسي حال کې چې دطالبانو په حرکت کې نه يواځې د پښتنو بلکي دنورو قومونو روڼ اندو ،دعصري پوهي خاوندانو، ډاکترانو ،استادانو ،انجينرانو ،ليکوالو ،شاعرانو اديبانو او دنورو قشرونو لوړو او پېژندل سوو شخصيتونو، فرهنگيانو او فرهنگپالو ځای نه درلود . هرڅه دپاکستان او سعودي عربستان دچارواکو له خوا اداره کيدل ،دطالبانو په حکمرانۍ کې د عربي او اوردنومونوغوره کول ،مثلا دخپل نشراتي ارگان نوم يې (( خلافت )) او ورځپاڼي نوم يې (( شرعيت)) ، راډيو افغانستان ، راډيو شرعيت دا اوداسي نوري بيلگي دا ښکاره کوي چې دطالبانو په وخت کې هم دسعودي عربستان او پاکستان دفرهنگي تېريو پر اساس دپښتو ځای آهسته آهسته عربي او اوردو ژبو ته خوشي کېده ؛ دپلازمېني کابل او دولايتونو په ښارونوکي دهټيو او رستورانونو دنومولو لپاره اوردونومونه کارېدل . پدې بايد هر څوک قناعت وکړې چې که دطالبانو په ليکو کې هوښيار پښتانه او يادنورو قومونو روڼ اندو ځای لرلۍ واي پاکستان او دهغه پلويانو په طالبانو دالوبي او ملنډي نسواې وهلاي .

زموږ دهيواد په دغه سياسي او جگړه ايز گيرودار کې اسامه بن لادن چې دسي آي آيې په مرسته دساړه جنگ په دوران کې دشوروي پلوه رژيمو په مقابل کې په اسيا، عربي نړۍ اوافريقايي هيوادوکي ښه ځلېدلۍ و يو ځل بيا افغانستان ته راغلۍ ،البته دا هغه وخت دی چې طالبان لا واک ته نه دي رسېدلي په کابل کې حاکميت داستاد رباني پلاس کې دی ، هغه دننگر هار له لاري افغانستان ته راځي لومړۍ دجلال آباد دښار ظاهر شاهي ماڼۍ ته نږدي کور ورکړه سو ،خو ډير ژر له ډار نه دهډي سيمي ته دمولوي خالص يوې کلا ته کډه سو او تر يوي مياشتي ورسته دسپين غره هغه سمڅو ته چې دوسلو دزيرمتون په خاطر جوړي سوې وي کوچ وکړ ، زه دده په هکله زيات بحث ځکه نه کوم چې ټول په خبر دي چې نوموړۍ له هغه وخت نه چې په پاکستان کې دمجاهدينو سره له 1981زکال راپدې خوا اړېکي لرلې ، افغانان يې جگړي ته هڅول ، له هغوی سره يې مالي ، مادي او دلوژستيکي مرستي کولي ټولو ته څرگندي دې ، په 1988-1998زکلونوکي کله چې شورويان ووتل او دجهاد کليمي کرار کرار خپل مفهوم دلاسه ورکاوه هغه افراطي اسلامي ډلي او کسان چې دجهاد لپاره راغلي وه ددوي په منځ هرج مرج راپيدا سو او ځينو يې دستړيا خبري کولي په دغه وخت کې همدا اسامه بن لادن ديوکوټلی پوځي لښکر دجوړېدي په فکر کې سو او دده دپلويانو په وينا هغه ديو لوي جنگ لپاره ديوه نړېوال بنسټپال پوځ دتنظم په جوړېدو پيل وکړ اوهغه يې په غالب گمان دعبيده البنشيري په ملگرتيا جوړ کړ.داحمد رشيد پاکستاني ليکوال او ژورناليست په ويناد ((1982زکال نه تر 1992زکال پوري په افغانستان کې دجگړي دگډون لپاره دمنځني اوليري ختيځ ،شمالي اوختيځي افريقا ،منځنۍ اسيا او نورو هيوادونو څخه چې شمير يې 43 ته رسېده ((35زره)) زيات رضاکار مسلمانان راغلي و)) ،طبعي ده داټول مړه نه سول ډير يې ژوندي پاته سول ددغو ټولو سره اسامه بن لادن نږ دې اړېکي پيدا کړي وې ،دا هغه امکان و چې په افغانستان کې دشوروي او امريکا تر منځ داغېزي دسيمي دپراختيا جگړي د بن لادن په واک کې ورکړ .کله چې طالبانو کابل تر لاسه کړ بن لادن هم څه موده وروسته کندهار ته راغلۍ او دملا محمد عمر سره يې دوستۍ ډيري کوټلي اړېکي ټينگي کړې ،تر هغه وخت چې امريکا دطالبانو په وجود کې سيمه ايزي گټي ليدلي دبن لادن او ملا عمر په دوستۍ يې بې تفاوتي ښکاره کول ،مگر کله چې نړېوال وضعيت تغير وخوړ ،دطالبانو کړه وړه نور دافغانانو لپاره دمنلو وړ نه وه او پاکستان په هغوی هغه څه کول چې افغانانو زغملاي نه شوه ،دترکمنستان څخه دگاز دلولي مسله هم ځنډمنه سوه ، ديونيکال کمپنۍ مشران په دې باور سوه چې دطالبانو په وجود کې دوی دا پروژه لکه څنگه چې دوی اټکل کړۍ و پلي کېدل يې ناشوني دي،طبعي ده کله چې گټه نوي زبرځواک هر قوت او گورپ چې وي قرباني کوي .له بلي خوا بن لادن ځان داسې احساس کړ چې په رښتيا سره دی کولاي شي داسلام څخه پخپله دپيسو په زوراو دغو فاناتيکانو په وسيله دفاع وکړي . هغه په افغانستان کې هم داسې اکټ کاوه لکه دی چې ددغه هيواد اصلي اوسېدونکۍ او برلاسۍ چارواکۍ وي او طالبان يې دامريکا په مقابل کې هڅول . دغه او هم به نور دلايل موجود وه چې دبن لادن او امريکا تر منځ توره پيشي تيره سوه آن ددښمنۍ تر سرحده اختلاف پيداسو . په لومړي ځل پسله هغه چې په 1990زکال امريکا د کويټ څخه دعراقي عسکروتر ايستلو وروسته شل زره امرکايي عسکر په سعودي عربستان کې ميشته سول ،دبن لادن دامريکااو سعودي چارواکو لخوا دا کار داسلام پر مقدسو ځايو لکه بيت المقدس تېرۍ وباله او له دغه عمل سره يې خپل مخالفت څرگند کړ . دسعودي حکومت له ډار چې ځان يې په خطر کې وليد په 1992زکال په خپله شخصي الوتکه کې له پاکستان څخه چې په دغه وخت کې گويا دطالبانو او جميعت دپخلايني لپاره تللۍ و سودان ته ولاړ، او په 1994 زکال دده سره دشاهي کورنۍ مخالفت اوامريکا په غوښتنه او مشوره له هغه نه دسعودي تابعيت واخيست . بن لادن په 1992زکال په مگه ديشو او يمن کې دتروريستي حملو په تور تر تورن وپيژندل سو . بن لادن کله چې د1996زکال په سپتمبر افغانستان راغۍ دمجاهدينو دمشرانو سره لکه رباني ،گلبدين ،احمدشاه مسعود او مولوي خالس سره يې ښې اړېکي ټينگوي ،طالبانو ته بيا دومره نږدې کيږي چې له افغانستان څخه دده دايستلو په قيمت تر اوسه افغان ولس اوپه خاصه توگه پښتانه او نړېوال جزاويني .

له طالبانو څخه دنورو نااميديو په څنگ کې دبن لادن او امريکا تر منځ دښمني او دهغه لخوا دافغانستان څخه دامريکايي استخباراتو په قول په (1998) زکال داگست د مياشتي په اومه دکينيا په مرکز نايروبي او تانزانيا په مرکز دارالسلام کې دامريکي په سفارتونو کې دنهو، لسو دقيقو په تفاوت غټي چاودني چې (( 219)) افريقايان او(( 12 )) تنه امريکايان پکښي تلف سوه ددي باعث وگرځېدل چې امريکا دطالبانو څخه رسمي غوښتنه وکړي تر څو هغه امريکا ته وسپاري اويايې له وطنه وباسي . کله چې طالبانو دپاکستان په مشوره دهغه دتسليمېدو سره مخالفت وکړ ، پدې نامه چې گويا هغه مجرم نه دۍاو زموږ ميلمه دی له افغانستان څخه دبن لادن دايستلو پر سر سره جوړ نه سول ؛که څه هم پسله هغه چې پر افغا نستان اقتصادي بنديزونه ولگېدل او دافغانانو حالت خراب سو په داخل او بهر کې ټولو افغانانو له ملا عمر نه غوښتنه وکړه ، دا نابللۍ مېلمه چې موږ ته زموږ دملي گټو او افغانستان دويرانۍ په قيمت تماميږي له افغانستان څخه وباسي ، متاسفانه طالب چارواکو يواځې دپاکستان منل د افغان او نورو پر خبره يې غوږ نه نيوۀ .

پاکستان هم امريکا داوس پشان غولوله څو ځله کلينټن نواز شريف نه په تليفون کې له هغه نه غوښتنه وکړه چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو هغوی بن لادن امريکا ته تسليم کړي او يا يې بل هيواد ته دمحکمي لپاره ولېږي ،نوازشريف به هغه ته وعده ورکول مگر په عمل کې يې هيڅ نه تر سره کول . پاکستان پدې ښه پوهېده چې امريکا دپاکستان په مقابل کې دسخت اوغوڅ دريزنه کار نه اخلي ځکه امريکا پاکستان ته په منطقه کې دپلانونو دپلي کولو په منظورتل اړتيا لري ،کنه دبن لادن دنيولو يا وژلو لپاره څومره پروژي جوړي شوي ،لومړۍ پنځه او بيا پنځه ويشت ميليونه ډالره جايزه وټاکل سوه ، د مرکزي اسياته دنفت او گاز دترلاسه کولو په منظور دطالبانو سره مرستي عبث ولاړې،ديونيکال او دلتا دکمپنيو ټول پلانونه په اوبو کې لاهو سول ،دا ټول تاوانونه امريکا ومل ، خو يوه ورځ امريکا يې جگپوړو پاکستاني چارواکو ته ونه ويل چې تاسو څه کوۍ؟ او پر کومه لار روان ياست ؟، فکر کوم دا دامريکا لپاره هغه نازولۍ دی چې ټوله نړۍ يې تر قربان کړې ده ، داسې يو نظر هم دعام ولس سره شته چې ممکن دامريکا استخباراتي سازمان په منطقه کې دامريکا دسياسي ،اقتصادي او پوځي نفوذ تر ټينگولوپوري نه غواړي داسامه بن لادن ،القاعدي دسازمان او طالبانو جنگي سيريال ته دپاي ټکۍ کښېږدي . زموږ افغانانو سره هم دا ډار زيات شوی دی پداسي حال کې چې دامريکا په گډون دنړۍ(( 37 )) هيوادونه له افغانانو سره دامنيت په راوستلو کې يو ځای خپل ځوانان دلاسه ورکوي ،او آهسته آهسته يې د نړيوالو په سترگوکي اعتبار ته ضرر رسيږي داسې نشي چې يو ځل بيا افغانستان دپاکستاني جرنيلانو تر ناولو غوښتنو قربان کړي ؟ که داسې نده نو ولي امريکا دادنړۍ سوپر زبر ځواک پاکستان ته سپينه او لنډه خبره نه کوي او ورته نه وايي چې پر ځای دي کښېنه ،افغانان نور مه زوره وه . کوڼ او ړوند په دې پو هېږي چې دافغان ولس دټولو بد مرغيو اساسي عامل پاکستان دي اوبس ،څنگه داومنل شي امريکا ،انگلستان ،اسرائېلو،روسې ،چين ،هند ،فرانسي ،المان ،ايټاليا اونورو هيوادونه چې همدا اوس عملا دافغانستان په لانجه کې دپاکستان دخاوري څخه دالقاعدي دسازمان ، بن لادن او طالبانو سره ښکيل دي نشي کولای د هغوی ځالگۍ پيداکړي ؟.

بن لادن هم ځای گرم او گدا اسوده وليد، دادۍ تر اوسه پاکستاني جنرالان وايي په افغانستان کې دۍاو افغاني چارواکي ادعا کوي چې هغه په پاکستان کې دی ،دغه حالت چې په دغه سيمه او قوم کې به دده پيداکېدل تر ډيره وخته دټولولپاره ستونزمنه وي بن لادن په خپله هوښيارې ډير ښه درک کړۍ و . دا چې دا ډرامه به کله پاي ته رسيږي تر اوسه څوک نه پوهيږي . د امريکا دغوتلاښو چې دطلبانو مشران راضي کړي تر څو هغوی بن لادن امريکا ته دمحاکمي لپاره وسپاري له ناکامۍ سره مخ سوه ،که څه هم امريکادطالبانولپاره وروستۍ نيټه د1999دفبروري په مياشت وټاکل مگر ډير ژر طالبانو اعلان وکړ چې اسامه بن لادن ورک دی . دملگرو ملتو امنيت شورا په 1999داکتوبرپه 15 نيټه دپريکړي په ترڅ کې دطالبانو نه وغوښتل چې پخپله خاوره کې دترهگرۍ مخه ونيسي او هغه کمپونه چې شته وتړي او . . . ، دامنيت شورا بل کال (2000)ددسمبر په 19 نيټه په خپل بل 1333 لمبر پرېکړه ليک کې پر طالبانو باندي خپل پخوا ني بنديزونه په ټينگار سره تايد کړه ،اما طالب چارواکو په دغه پرېکړه ليکو نو عمل ونکړ،نه يې بن لادن وسپاره او نه يې دالقاعدي دروزني کمپونه و تړل . د 2001زکال په پيل کې دامريکا نوي ولسمشر بوش ته دمنځنۍ اسيادهيوادو نو دنفت او گاز مسله چې دچين او روسې دگډ قرارداد په اساس به دهغوي پلاس کې لويدلي واي جالبه وبرېښېده او له بلي خوا دامريکا لپاره داسې يو تړون هم دمنلودمنلو وړ نه و،خپلو اقتصادي موخو ته درسېدو خاطر امريکايي چارواکو پرېکړه وکړه دطالبانو سره يو ځل بيا دخبرو له لاري مخ ته ولاړ شي دخبرو چاري دبهرنيو چارو په وزارت کې (( کرستين روکا)) ته وسپارل شوي هغه دطالبانو سره شپږ ځله او دوه ځله يې په برلين کې نوري پټي غوندي جوړي کړې ، دغونډو کومه نتيجه ورنکړه ،په دوهمه غونډه کې دطالبانواستازي برخه وانه خيسته ځکه دوی بنديزونه غندل او دملگرو ملتو پر سازمان يې نيوه کې لرلي . دجولاي په مياشت کې ((دشراپ شاير))په وسټن پارک کې چې دانگلستان په لوديځ کې يوه ډيره ښکلې سيمه ده ديويشت هغو هيوادوداستازو په گډون غونډه وکړه کوم چې دافغانستان له موضوع سره علاقمند و ،دغه غونډه دملگرو ملتو په مشرتوب دانگلستان دباندنيو چارو دوزارت لخوا په غير رسمي توگه رابلل شوي وه ، هلته دا وړانديز چې په افغانستان کې دي د پخواني پاچا محمدظاهر په مشرۍ يوه ائتلافي اداره جوړه شي مشوره وشوه ، دمسله دشمال ټلوالي لخوا استقبال سوه او پدي ډير خوښ سوه ،خو هغوی دا دکار پيل باله اويل يې بيا به وروسته گورو چې څه وشي ،دهغوي لپاره ظاهرشاه هدف نه بلکه هدف ته درسېدولپاره يوه وسيله وه . تر دغي غونډي لږ وروسته دپاکستان استازي ((نياز نيک)) په فرانسه کې داپه ډاگه څرگنده کړه چې دامريکي دهيئت يوه غړي ويلي و که طالبان دبن لادن په هکله په خپل دريز کې تغير رانه ولي پر خلاف به يې دزور نه کار اوخيستل شي . هغه داهم وويل چې ددوي پر ضد به دتاجکستان له اډونه کار واخيستل شي ، هلته پخوا امريکا يې مشاوران ځای پرځاي شوي و ،ازبکستان هم خپله اماده گي وښودلې وه روسي يولس زره پوځ داماده گۍ په حال کې قرار درلود. دپاکستان دغه چارواکي دا خبره ديوه پلان په اساس چې دوی يې لري افشاکړه ،غير مستقيم يې طالبانواو دهغوي پلويانو ته څرگنده کړه چې امريکا او دهغې ملگري هيوادونه څه پلان لري ، که طالبان دامريکا خبره ونه مني دهغوي پر خلاف حمله کوي ،پاکستان تل (( غله ته وايي غلاوکړه او دکور خاوند ته وايي بيدار اوسه)) سياست پلي کړۍ دی .

((فرانسس ويندرل )) لا دمۍ له مياشتي نه راپدې خوا په روم کې له پخواني پاچا سره افغانستان ته دتگ په هکله ليدني کولې ، دجولاي دمياشتي نه راوروسته ظاهر شاه ته داسې کتل کيده لکه دافغان واکمن چې وي .

په دغه وخت کې دطالبانو مشرانو ته دامريکا لخوا دوه پيغامونه واستول شوه چې په يوه کې يې غوښتي وه چې دبن لادن دنيولو لپاره دي عمل وشي ، اوبل دظاهر شاه په مشرۍ ديوي ائتلافي اداري دجوړېدو په هکله د خبر دپيل مسله وه . دپردي شاته حالت داسې معلوميده چې دوی نوره دتل لپاره دطالبانو سره وداع کول ، خو تر هغه دمخه يوه بله لويه حادثه پېښه سوه چې هر څه يې پر دابله خوا راواړول . دا څرگنده معلومېده چې پاکستاني چارواکو او استخباراتي سازمان يې په افغانستان کې دملي پخلايني پر اساس دحکومت له جوړېدو سره مخالف وه،هغوی تر وروستيو شيبو تلاښ وکړ چې طالب چارواکي په افغانستان کې پردولت واک وساتي . په امريکا کې داسې پېښه وشول چې دپاکستان ټول پلانونه يې تر يوه حده په اوبو کې لاهو کړه، په بربنډه توگه په افغانستان کې داسامه بن لادن داوسېدو او طالب چارواکو دقدرت کمبله مخ پر ټولېدو سوه ، وايي خداي دي داسې شر پېښ کړي چې زموږ پکښي خير وي ،موږ ددغي پېښې دقربانيانو سره ځانونه په غم کې شريک بولو ځکه تر هر چا افغان ولس ته معلومه ده چې کله څوک دفاميل غړۍ دلاسه ورکوي څومره درد لري . د2001زکال ددسپتمبر په 11مه 19 ترهگرو چې پنځلس يې دسعودي عربستان وه په نيويارک کې دنړېوالي سوداگرۍ مرکز دوه غبرگوني (( 107)) پوړيز ي ماڼۍ اوپه واشنگتن کې دملي دفاع پر وزارت يا پنتاگون دملکي الوتکو په استعمال حمله وشوه دريمه الوتکه چې غوښتل يې پر سپينه ماڼۍ حمله وکړي دسورليو دفشار په اساس دپنسلوا نيا ښار ته نږدي پر مځکه ولويدل ،تجارتي مرکز اور واخيست او ماڼۍ ونړېدي تر دريو زرو زيات په مختلفو قومونو پوري تړلوداور په لمبو او دتعمير تر دېوالو لاندي خپل ژوند دلاسه ورکړ. هيچا فکر نه کاوه چې په امريکا غوندي هيواد کې دي داسې لويه پېښه وشي ،او دومره خلک دي ديوې ترهگري حملې په پايله کې مړه او په مليارډو زيان دي ورسېږي . که څه هم د کتي کلارک په وينا (( دسپتمبر له تراجيدی نه څو اونۍ مخکښي دطالبانو دبهرنيو چارو وزير متوکل دکوم مرستيال په لاس په پېښور او اسلام اباد کې دامريکې قونسلگری اود ملگرو ملتودسازمان ادارې ته خبردارۍ ورکړۍ و ، چې بن لادن په امريکې باندي دډير غټ بريد کوونکی دی په دغه مقصد چې په زرگونو امريکائيان له مينځه يوسي خو دهغه اخطار ته چا غوږ ونه نيوه شايد له دې امله چې مرستيال يې دخبر سرچينه نه وه ښودلې )). مولانا ابو العلي مودودي نقل قول ،چويري 106
دامريکا سنا ولسمشر ته دومره پيسې او واک ورکړ چې چا تصور نشو کولاي ، تر څو ولسمشر دامريکا دښمنان هر چيري چې پټ دي ورک او نابودکړي . ددغي زړه بوږنوونکي پېښي دورځي په ماښام دامريکا ولسمشر جورج بوش دامريکا خلکو ته په وينا کې وويل : موږ به دهغو ترورستانو او هغو تر منځ چې هغو ته يې پناه ورکړې فرق ونه کړو . کانگريس دسپټمبر په 14ولسمشر ته دغه واک ورکړ چې دهغو ملتونو،موسسو ،ياکسانو پر ضد له ټولوضروري او مناسب زور نه کار واخلي ... کانگرس ددغه موخي دترلاسه کولو په منظور حکو مت ته د څلويښتو ميليارډو ډالرو دمصرف اجازه ورکړه .
جورج بوش دسپتمبر په شلمه دکانگريس په يوه غونډه کې بن لادن او دهغه سازمان په دغه پېښه کې تورن کړه ، اود طالب چارواکو ته يې داسې التيماتوم اعلان کړ : ((دامريکي چارواکو ته دالقاعدي ټول هغه مشران وسپارۍ چې ستاسي په هيواد کې دي ... سمدلاسه او دتل لپاره په افغانستان کې دتروريستانو دروزني کمپونه وتړۍ ، تروريست دهغو روزونکۍ او ملاتړ کوونکۍ اړونده مقاموته وسپارۍ ، ددي لپاره چې مونږ باور وکړو چې هغوی نور نو عمل نه کوي امريکا ته دترهگرۍ په کمپونو کې پوره لار ورکړۍ . دا غوښتني دخبر يابحث لپاره نه دي . طالبان بايد سمدلاسه عمل وکړي .دوی بايد ترهگر وسپاري يادي دهغو په برخليک کې ځانونه گډ وشمېري )) بې بې شي او امريکا غږ راډيو . دا لومړۍ ځل و چې امريکا طالبانو ته داسې گواښ وکړ ،کاشکي داسې گواښ يې دپاکستان ولسمشر ، استخباراتي او پوځي چارواکو ته هم کړۍ واي نوبه يې ثمر عملي او گټي به يې زياتي او تاريخي واي .که رښتيا وويل شي او امريکا حق ته غاړه کښېږدي پاکستاني چارواکوته داشان التوماتوم به نه يواځې افغانستان بلکه دامريکا په شمول ټوله نړۍبه دترهگرۍ او لاس وهنوله شرڅخه خلاصه سوې واي . داپاکستان دۍچي ددوي په خاوره کې رزول شوي تروريستان په مصر ،هسپانيا ،فرانسه ،جرمني او انگلستان کې دترهگرۍ دعملونو دتر سره کولو امکانات تر لاسه کوي ،ځکه همدا اوس دپاکستان په مذهبي مدرسو کې چې شمير يې تر لسزرو زياتېږي دآې آيس آي تر بشپړي حمايي او کنټرول لاندي دي ترهگر روزل کيږي ، په افغانستان او دنړۍ په نورو هيوادونو کې دهمدغو مدرسو روزل شوي خلک ترهگريز ي کړني تر سره کوي .
دسوداگرۍ دمرکزو تر ړنگېدو وروسته دامريکا خلکو ته دجورج بوش دلومړۍ وينا څخه دورايه څرگنده سوه چې دهغه هدف بن لادن او طالب چارواکي دي ،کله چې دامريکا حکومت دکانگرس ملاتړ تر لاسه کړه دڅو ديپلو ماتيکوسفرو څخه وروسته امريکا دنړۍ په کچه دامکانات برابر کړه چې دطالبانو دغه ځواب او بې ځايه مقاومت ته چې بن لادن مسول نه دی ،او يا يې څرگندول چې امريکا دي دبن لادن دمجرميت اسناد دوی ته دي ښکاره کړه کې او داسې نور دلايل چې منطقي نه برېښېدل ، دوسلې داسعتمال په زوردطالبانو حکومت را وپرځوي . داکتوبر په اومه ورځ يې دبمونو اوراکټونو،مډرنو پوځي الوتکولخوا دافغانستان پر پاکه خاوره دطالبانو دځپلو په موخه حمله او تعرض شروع سو،امريکا دغي موخي ته درسيدو لپاره دروسي چارواکو په مشوره پر شمالي ټلوالي تکيه وکړه ، دا هغه ځواک و چې ددوي دظلم او وحشت په پايله کې دپاکستان روزل شوي طالب قوت ته افغانانو په دې منظور چې دشمالي ټلوالي او هغوی دملگرودځواکونو له تيريواو ظلم نه خلاص شي هرکلۍ ويل شوی و . زموږ په هيواد کې داد يوې بلي غميزي شروع سوه ،په پاکستان کې په بربنډه توگه مولانا سميع الحق او مولانا فضل الرحمن او نوروفاناتيکو بنسټپالو ډلو په وسيله دټولو مدرسونه ځوانان دپاکستاني داستخباراتواو مليشو په لارښودنه او ملگرتيا دامريکا په مقابل کې دطالبانو په دفاع کې دجگړي لپاره دافغانستان په لور جوپي جوپي روان سول ،افغانستان ته په رسېدو سره طالبانو هغودهيواد شمال ته ولېږل ،چې هغوی هلته ايسار او زيات يې ووژل سوه . په پاکستان کې يې دامريکا دبيرغونو په سوځولو سره هره ورځ مظاهري پيل کړي ، پاکستاني پوځيانو دموقع نه په استفادې سره دپښتنو په سيمه ورننوتل او دلومړي ځل لپاره يې دډيورنډ کرښي ته ځانونه ورسول . جالبه او دپاملرني مسله خو داده چې پاکستان دامريکا نږدې او نازولۍ دوست دی مگر ددوي په حضور کې دامريکا پر خلاف شعارونه ورکول کېده ،دولسمشر جورج بوش عکسونه او بيرغونه دبنسټپالو او فناتيکو مسلمانو ځوانانو او احساساتي خلکولخوا په مظاهروکي سوځول کېده . له دغه حرکت څخه په گټه پورته کولو سره دپاکستان اساسي هدف داو چې امريکا او نوري نړۍ ته ښکاره کړي چې په پاکستان کې مذهبي ډلي ډيري قوي دي، ددوي دځپلولپاره زياتو پيسو اوکوټلي ځواک ته ضرورت شته ،ځکه امريکا دوی ته دپخواني قرض دبخښلو په گډون تر دريو ميليارډو زيات ډالره پيسي او يو په بل پسي نوي جنگي الوتکي او موډرني وسلې ورکړې ، تر څو پاکستان ترورستان په وځپي ،خو دا هغه خوب دی چې دپاکستان په مقابل کې داوسني سياست په تعقيب سره به هيڅکله رښتيا نشي .
دامريکا دبمباريو پايله داسوه چې داکتوبر له اومي څخه ددسمبر تر اتلسمي ورځ پوري دنږدي(( 10915)) کسانو دژوند دلاسه ورکولو په ارزښت ، ددسمبر په دوهمه نيمايي کې دطالبانو دواک هغه ماڼي چې دوی ورته عمارت وايه ړنگه او ملامحمد عمر اخند چې پر موټر سيکل يې دواک تر لاسه کول شروع کړې وه د همدغه موټر سايکل په سوارۍ يې دکندهار ښار او دعمارت تخت وتاج پرېښود. دپاکستان هغه پلان چې ددوي په وجود کې به دډيورنډ لعنتي کرښي برخليک دتل لپاره ټاکي يو ځل بيا راتلونکي مهال ، دنوو پلانو دجوړولو او پلي کولو ته معطل پاته سو . ملا محمدعمر اخنداو طالب چارواکي په رښتياسره دخپل بې بنياده غرور،دهيواددبرخليک ټاکلو دساده ارزوني، او پاکستاني استخباراتو دنووگټو قربانيان سول . داسې معلومېږي چې دوی لا اوس هم په دې نه پوهېږي چې پاکستاني چارواکي ددوي اوگران وطن اصلي او اساسي دښمن دی . تر څو چې دډيورنډ دلعنتي کرښي په هکله اساسي پرېکړه نه وي سوې افغان ولس به دپاکستان اودهغوي دنړيوالو دوستانو د سياسي لوبواودرغليو قرباني اودقدرت پر سر جنگي سياليوميدان وي .افغانان به دکورسوځوني په جگړه کې خپل خوږ ژونددلاسه ورکوي . زموږ زورېدلي ولس به دبهرني پوځيانو تر پښو لاندي دتحقير او توهين شپي او ورځي سباه کوي . ځوان کنړي شاعر فرهادجان دشعر په ژبه داحال ښه تمثيل کړۍ دی هغه وايي :
ماپکي خپل قاتل ونه پيژانده راغځېدلي وو بلا لاسونه دا اوسنۍ افغان وژنه او ټاټوبۍ ورانونه چې دپاکستان د ديوبندي بنسټپالو دتشويق او فتواگانوله مخي افغانان هڅوي او ورته وايي ، وجنگېږۍ له خپلي خاوري امريکايان او نور اروپايان وباسۍ ددغي غميزي دحل لاره نه ده . دا ددوي اوددوي دبادارانو ددسيسو، او دډيورنډ دکرښي پر سردخپلو تاريخي عقدو او دښمنيو دتر سره کولو پايلي دي چې زموږ په هيواد کې پردي وسله وال ځواکونه پراته دي ، کاشکي موږ دا تعقل درلوداي چې هر څه مو دخپل هيواد تر پرمختگ او افغان ولس تر بسيايني او ښېرازۍ قربان کړي واي . له بده مرغه يو تريخ ولي رښتيا حقيقت بايد ومنل شي چې افغانانو تل يوه او بل ته دقناعت سر نه دی ټيټ کړۍ ،قناعت يې بل ته تسليمي او تسليمي يې عار بللۍ دی . داچي خپل هيوادوال او عزيز ته دماتي پر سر يې پردي ته لاس اوږد کړۍ او يا يې دهغه په پوځي مرسته د ځان لپاره برياوي ترلاسه کړي ، دهغوناوړو او شرمونکو پايلو ته يې هيڅ وخت پاملرنه نده کړې ،او د پردې پوځي ځواک راوستل يې د ځان حق بللۍ دی . په هره اندازه چې بهرني پوځيان په افغانستان کې پاته کېږي په هغه اندازه زموږ دخاوري قسم خوړلي دښمنان سياسي ،مالي ،پوځي او مادي گټه ځيني پورته کوي .همدا علت دي چې پاکستاني چارواکي او جنرالان امريکا او نړۍ والو ته دتروريستانو په ځپلو او نيولو کې ډوکه ورکوي . دا جگړه ددوي لپاره هغه چرگه ده چې طلايي هگۍ اچوي . فکر وکړۍ !!! دااوسنۍ خپل منځۍ تاوتريخوالۍ ،دعلماو ،بيگناښځو او ماشومانوو ژل په ځان پوري بمان تړل او ژوند دلاسه ورکول زموږ دبيچاره خلکو هيڅ درد نشي دواکولاي . پدې ټول بايد پوه وي هغه کسان په هرنامه چې غواړي دمنځنيو پيړيو په دودتنگ نظره افراطي رژيمونه پر افغان وتپي ولس ته به دقبول وړنه وي . داډول کړني داستونزي او زموږ دهيواد څخه دپرديو پوځي ځواکونو دوتلو دحل لاره نه برېښي .
ځوان شاعر فرهاد وايي : اوس راته وايه چې ټول زړونه غاټول زړونه چا وگټل  ـــــ ستا سره ماشه وه او زما سره گلونه

نور بيا

درنو لوستونکو!
دا لاندي عکسونه د پاکستاني نجونو دي چې غواړي په اردو او هوايي قواو کې کار وکړي ،پوښتنه داده چې دديوبندي ملا يان په ځانگړې توگه مولوي فضل الرحمن دغو نجونو ته دکوم روايت له مخي اجازه ورکړې چې دځوانانو سره يو ځای پوځي ډښوونه سرته ورسوي ، يو ځای پوځي تعليمات او عمليات تر سره کړي ؟
زه ددغه کار ملاتړ کوم زما لپاره ښځه او نارينه دبيولوژيکي جوړښت په تفاوت يوشان ارزښت لري ،دواړه دخداي بنده گان او انسانان دي ، دټولني په وړاندي يو شان حقوق او مکلفيتونه لري . عکسونه مې ځکه راوړل چې همدغو دپاکستان بنسټپاله مولويانو له مجددي څخه نيولي تر رباني او طالب پوري ټولو ته ويل ښځه بايد په کور کې وي ،ښځه ټول عورت دی ،دښځي مخ بايد بيرون څوک ونه ويني او اواز يې وانه وري ،هغه ښځه چې دا نه مني بايد سنگسار شي . پوښتنه کيږې چې مولانا صاحب ! دانجوني به څوک سنگسار کړي ؟


داعکسونه په چهارشنبه 11 مه 2005 BBC ويب پاڼه کې ديو مضمون سره خپاره شوي وه ما له هغه څخه راواخيستل  .

حبيب الله غمخور

بېرته شاته

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more