د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه
دډيورنډ کرښه يا دناسور زخم ( دوهمه  برخه )

دپاکستان اوافغانستان تر منځ دډيورنډ دکرښې په سر داختلاف پايلې

 
تاريخ شاهد دی هر وخت چې زموږ په هيواد کې هر مثبت اوښتون راغلی او يا په نړېواله کچه دافغانستان نړيوال علايق غښتلي شوي پاکستان ته دزغم او منلو وړنه دي گرځېدلي . او سمدستي يې په مداخلو او لاس وهنو پيل کړی دی . غواړم دپاکستان څرگنده لاس وهنو ته دمرحوم داودخان تر کودتا وروسته لنډه کتنه وکړم .

کله چې په افغانستان کې د1973زکال دجولاي په 17 ورځ دچپي پوځي افسرانو په غوښتنه ونډه سردار محمد دودخان په داسې وخت کې چې محمد ظاهر شاه په ايتاليا کې و دولتي واک تر لاسه کړ،هغه دگوند دمرکزي کميټي دپرېکړي په اساس په افغانستان کې جمهوري نظام اعلان او خپله يې دجمهور ريس دنده پر غاړه واخيستل . خلکو ته دخطاب په وينا کې يې چې دراديو افغانستان له لاري خپره سوه د خپل دولت دراتلونکي کړنلاريزو کرښو اساسي ټکي افغان ولس ته اعلان کړې ، هغه پخپله دغه بيانيه کې دپاکستان سره دروابطو په هکله داسې وويل : ((له پاکستان سره داړېکو په ارتباط بايد ووايو چې دا يوازنۍ هيواد دی چې دپښتونستان دمسئلي پر سر ورسره اختلاف لرواو تر اوسه يې په حل نه يو بريالي سوې .زموږ دايمي کو ښښ به دپښتونستان دقضيې دحل لپاره دوام وکاندي )). سره له دې چې داودخان دخپل انقلاب ملگري يواځې وطنپال وبلل ، دکيڼ لاسو موجوديت امريکا او غربي اروپاته داندېښنې وړ و،بينالمللي عکس العملونه هم متفاوت و. پاکستان دهغه دښمنۍ او اختلاف پر اساس چې له مرحوم داودخان سره يې دهغه دصدارت له وخته لاره دامريکا او غربي نړۍ په اشاره سمدستي په دي بهانه چې گويا دهغه سره کمونستان ملگري دي او دهغه حکومت يو شوروي پلوه رژيم دی پټو او بربنډو لاس وهنواو مداخلو ته ملا وتړ ل ؛ غربي نړۍ او امريکاوه نه غوښتل چې په سيمه کې دي دشوروي سياسي اغېزې وده وکړي .

سره لدې چې دنړيوالو اړېکو په نورمونواو اصولوکوم چې داودخان ته يې ديو ولسمشر په صفت دا حق ورکاوه چې دکوم هيواد سره څه ډول اړېکي وساتي تر هر چا ښه پوهېدل . له بده مرغه دملگروملتودسازمان هغه پرېکړي چې يو هيواد په بل هيواد کې دهيڅ ډول مداخلي او لاس وهني حق نلري دکاغذ پر مخ ليکل شوي بيله دېنه چې عملي بڼه غوره کړي دهغه سازمان دفترونوپه الماريو کې پرتې دي . تر کومه ځايه چې دپرېکړو پلي کول لازمي بڼه نلري ، سوپر پاور هيوادونه دخپلو سياسي ،اقتصادي اوپوځي موخو دسرته رسولو لپاره دکمزورو هيوادو په وړاندي هر کاره چې گټي يې وغواړي سرته رسولاي شي . افغانستان ديوکمزوري هيواد په توگه دپاکستان دهغو بر بنډو مداخلو او لاس وهنو ښکارسو چې پايلي يې تراو سه لا ندې څرگندي .

دذوالفقار علي بوټو په وخت کې دافغانستان او پاکستان اړېکو بل رنگ واخيست . دپاکستان چارواکو وخت غنيمت وباله او دداودخان پر خلاف يې تبليغات غښتلي کړه ، له کودتا څخه دوی ورځي وروسته دجولاي په نولسمه نيټه دکراچي راډيو په يوه خبر ي راپورکي وويل سوه ، چې په افغانستان کې دجولاي په اولسمه ديوې نښتي په ترڅ کې يو زيات شمير کسان وژل شوي دي ، دورستيو راپورونو له مخي په کابل کې مارشل لا اعلان سوېده ،دافغانستان پولي تړل شوي دي ، دکابل هوايې ډگر تړلۍ دی او دخلکو پر گرځېدو بنديز لگول سوۍدی .اسلام آباد دافوهاتو په خپرولو پيل وکړ،چې داود خان کمونست دی او په افغانستان کې اسلام د خطر سره مخامخ دی . دلوېديځو مطبوعات او دډلييزو رسنيو وسايل هم لدې ډنډورې سره يو ځای شول او داودخان يې روسي پلوه باله . په لندن کې ،دلندن ټايمزورځپاڼي وليکل چې دپښتونستان مسلي ته په اشاره سره ((...داودخان يو زوړ زخم بيا راسپخولی دی ...))، پدې پسي دفرانس پريس اژانس (AFP ) راپور ورکړ چې دافغانستان نوي رژيم ((...له افغانستان څخه دټولو پاکستانيانو دسمدلاسه ايستلوامر ورکړۍ دی ...)) ، پاکستاني چارواکو په ډير محافلو کې پدي هکله بحثونه کول چې په 1971زکال کې هند وستان له پاکستانه څخه بنگله ديش غوڅ کړ ،اوس افغانستان غواړي چې دورسانو په مرسته پاکستان تجزيه کاندي . دا تبليغات پداسي حال کې شورع سول چې د داودخان دقدرت لومړۍ ورځي وې ددغو تبليغاتويوازنۍ لامل يې د داودخان په لومړۍ بيانيه کې دپښتنو او بلوڅو دسرنويشت دټاکلو او دهغي دعادلانه حل يادونه وه .

دير وخت لانه و تير شوی چې ذوالفقار علي بوټو په افغانستان کې دجمهوري نظام دنسکورولو لپاره په يو لړ عملي گامونو پورته کولو لاس پوري کړ .دمجيد کلکاني په مشرۍ يوي ډلي د((ستم ملي )) په نامه له يوي بلي ډلي سره په گډه چې د ((سازمان انقلابي مردم افغانستان )) نوم ورکړه شوی و دبوټو دحکومت لخوا ور سره اړېکې ونيول شوي او دهغوي د پوځي روزني لپاره يې دکرښي ها خواکمپونه پرانيستل . په اخوان المسلمين مشهوره يوه بله ډله چې په افغانستان کې يې فعاليت کاوه هم بو ټو تر خپلي حمايي لاندي ونيول، دا ډله چې د((جوان مسلمان )) او ((اسلامي نهضت )) په نامه يادېده دکابل پوهنتون دشرعياتو پوهنځۍ درئيس پوهاند غلام محمد نيازي په مشری د په اصطلاح ((کمونستانو ))پر ضد په زوره ور پټ او څرگند فعاليت کې لاس لاره ، د((جوان مسلمان )) گوند په 1974زکال کې دداودخان دحکومت پر خلاف يوه پاڅون کې برخه لرل . داودخان پر دغه حرکت مرگونۍ گذار وکړ ، دپوهاند نيازي په گډون دوه سوه کسان ونيول شول ، برهان الدين رباني،احمدشاه مسعود،او گلبدين حکمتياريو په بل پسي پاکستان ته وتښتېدل،او هلته دپاکستان دآي ايس آي ،او شي آې اې تر گډي لارښووني لاندي يې دنوروځوانانو په تر بيه لاس پوري کړ . ددي موضوع په هکله سيد قاسم رښتيا دخپل کتاب ،((خاطرات سياسي سيد قاسم رښتيا 1992-1932)) په 427مخ کې ليکي چې (( البته تفصيل واقعه را اکثر هموطنان اطلاع دارند که در واقع به ابتکار ذوالفقار علي بوټو صدراعظم پاکستان توسط گروههاي اسلامي وابسته به جماعت اسلامي پاکستان حمله عليه رژيم متمايل به شوروي سردار محمد داود صورت گرفت .)) دبي بې شي خبريال جيورج اراني چې په 1986او 1988کي يې په پاکستان کې دنده لرل دافغانستان په اړه خپل کتاب په 132مخ کې ليکي چې ((بوټهو له 1973زکال نه راپدي خوا تبعيدي افغانانو ته چې هدف يې همدا درباني ،احمدشاه مسعود او گلبدين ډلي دي مالي او اکمالاتي مرستي ورکولي ،هغوی ته اجازه ورکړه سوه چې په پېښور کې خپلي قرار گاوي پرانيزي ،او گام په گام دپاکستان لخوا تمويل کيده )) . نصيرالله بابر يو ځای وايي ((د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې دبغاوت دشروع په ترڅ کې بوټهو داود ته پيغام واستاوه ددي نغاوت گڼ شمير له هغه سره (په افغانستان ) کې دملاتړ دنشتوالي له کبله ناکامسول )) . دپاکستان دډلييزورسنيو لخوا دپنجشير دپيښي په اړه دکراچي راډيوپه يوه راپورو کې وويل سوه چې دپنجشير په سيمه کې چريکان اوس غرونو ته وختلي ... داووسو په شاوخواکي قومي لښکر دجولاي په 22 نيټه پر دولتي پوستو پر دولتي دفترونو ير غل وکړ او زيات شمير دولتي پوليس يې وژلي دي ، دتلفاتو دقيق شمير ندی معلوم ويل کيږي چې دشپږ سو تنو په شاوخوا کې به وي .

ددوي داغه ماته او د داود خان لخوا ددوي ځپل ددي باعث وگرځيده چې رباني او گلبدين پر دو ډلو سره وويشل شي ،رباني دجميعت اسلامي او گلبدين دحزب اسلامي په نامه گوندونه جوړ کړه او دپاکستان دآي ايس آې په لار ښودنه دافغانستان پر ضد په فعاليت بوخت سول . دغه تنظيمونه چې دشوروې تر تېري وروسته يې شمير په پاکستان کې اوو او په ايران کې نهو ته ورسيد له هغو اولنيو پوځي ښوونو له کمپونوڅخه دپاکستان حکومت له دوی نه دخلک دموکراتيک گوند دحاکميت پر خلاف ، افغانستان ته دروسانو تر راتگ وروسته درسانوپر ضد، بيا پخپله درباني ،گلبدين ،سياف ،خالص ،مجددي ،گيلاني پر ضد تر هغه وروسته دطالبانو او دادۍ اوس دکرزي دحکومت پر خلاف دهغو نه کارا خلي . هغه زوړ پلان زړې موخي ،زوړ تياتر ، ولي تنها ددغه تياتر لوبغاړي په وخت او زمان سره دپاکستان او امريکا داستخباراتي ادارو لخوا بدل شوي دي .

دمرحوم دا ود خان په مقابل کې داسلام څخه ددفاع په نامه حرکت موخه په افغانستان کې دپاکستان لپاره د جمهوري نظام او مثبت تغيررتو مخ نيوۍ و ، له بلي خوا داودخان دپخوا نه له پاکستان سره دډيورند دکرښي پر سر دښمني درلوده ، داودخان دصدارت په وخت کې و چې دپاکستان پرضد دعمومي سپر برۍ اعلان وشو. دا ځل بياد داودخان او پاکستاني چارواکوتر منځ دپښتنو او بلوڅو دسرنويشت پر سر تاوتريخوالۍ داسې لوړ ي کچي ته پورته سو، چې دامريکا مجبوره سوه دسعودي عربستان او ايران دپاچا هانواو نورو هيوادو په مرسته د افغانستان او پاکستان تر منځ دنورمالو روابطو درامنځته کيدو تلاښونه شرو ع کړه ، داسې فکر کېده چې ددغو دو هيوادو دپاچاهانو او مشرانو دتلاښ په پايله کې به دپاکستان او افغانستان روابط ده مخامخ دښمنۍ له بهراني حالت څخه دسياست ډگر ته راووزي او دسياسي روابطو په لرلو سره به دښو اړيکو په رڼا کې دډيورنډ دکرښي دبرخليک په هکله د يوي تاريخي پرېکړي پر سر سره موافقي ته ورسېږي . په 1976 زکال دجون په مياشت کې دپاکستان صدراعظم ذوالفقار علي بوټهو وهڅول سو کابل ته سفر وکړي ،هغه دخپل سفر نه مخکښي خان عبدالغفار خان چې د خان ولي خان اونشل عوامي پارټۍ نور غړو سره يې په 1975زکال دفبروري په ((8 () نيټه دپيښورپه پوهنتون کې په يو بمي چاودنه کې دحيات محمد شيرپاو اودهغه ورسره اتلس ملگرو له منځه تللو نه وروسته زنداني کړۍ وله زندان څخه خوشي کړ .

عبدالصمد غوث چې دمحمد داود خان او ذوالفقار علي بوټو په مذاکراتو کې حاضر و ليکي (( داود خان بوټو ته وويل چې ځيني هيوادونه دپاکستان او افغانستان په دوستۍ خوشحاله نه دي ،که څه هم داودخان دکوم هيواد نوم وانه خيست ولي هدف يې شوروي اتحاد و. داودخان دا هم وويل چې ځيني پاکستانيان په دې عقيده دي چې موږ دپاکستان ورانول غواړو، دا حقيقت نه لري ولي چې موږ په خپل څنگ کې يو قوي پاکستان غواړو . داودخان دا هم وويل چې دخان عبدالولي خان په شمول دصوبه سرحد ټول پښتانه نه غواړي چې ددوي سيمي دي دپاکستان څخه بيلي شي . دوی دپاکستان اساسي قانون ومانه اودپاکستان په انتخاباتو کې يې برخه واخيسته او موږ ددوي دغه عمل تائيدوو)) . زما په عقيده دا دمرحوم داودخان خپل شخصي نظر و او ځانته يې څرنگه چې جمهور رئيس و د ((موږ)) خطاب کړۍ دی ،ځکه داودخان هم کابل ته دبوټهو تر راتگ دمخه دافغانانو له کومو استازو سره په دې هکله مشوره نه ده کړې ،دا چې په رښتيا هم دغو پښتنو قانون منلۍ او په ټاکنو کې يې برخه اخيستې او دا اوس هم برخه اخلې ، دا يو تاريخي ضرورت دی ځکه دوی مجبور دي چې دا کار وکړي ؛ ولي ددغو ټولو کړنو سره ددغه سيمي دغوڅ اکثريت ولس پرېکړه په دې هکله چې دوې غواړي دپاکستان سره پاته شي نشته ،عمده او لانجمنه مسله هم داده چې دغه ولس ته په واقعي بڼه په يوه دموکراتيکه فضا کې بېله مستقيمي او غيرمستقيمي مداخلي او تأثير ښندونوواک ورکړه شي چې خپل برخليک په خپله وټاکي .

دپاکستان صدراعظم بوټهو داود خان ته وويل (( زه په دې خوشحاله يم چې دافغانستان مشر په خپلو خبرو کې پر پاکستان باندي دارضي ادعا خبره ياده نه کړه )) . درنو لوستونکو تاسو داکوچنۍ کرښه ښه دقيقه ولولۍ بوټهو هم پدي پوهيږي چې ارضي ادعا خو شته ، ولي دا چې دا ود خان ياده نه کړه نو دی ډير خوشحاله دی او هغه ته يې گويا کورودانۍ ووايه .

دبوټهو دسفر په پاي کې ددواړو هيوادونو تر منځ يوه گډه اعلاميه لاس ليک سوه . په دغه اعلاميه کې داختلافونو حل دباندونگ دکنفرانس دگډژوند دپنځو اصلونو پر نبا غوښت شوی و . ځيني تاريخ پوهان پدې نظر دي چې دبوټهوکابل ته پدغه سفر کې دافغانستان ته دپاکستان له کراچي بندر څخه دتجارتي مالونو دترانزيت په توگه دمالونو دوړلو راوړلو پر سر خبري شوي دي او بوټو دنړېوالو هغو نورمونو په اساس په وچه پوري تړلي هيوادونو ته حق ورکوي د هغه همسايه هيوادد بندرواوخاوري له لاري چې بحر ته لار لري خپل ټول مالونه دترانزيت په شکل خپل هيواد ته راوړي پر مسله تر مذاکراتو وروسته موافقه ښودلي ده .که څه هم پدې هکله نږدې درو پنځوس کاله پخوا (1950زکال) داسې يوه موافقه دپاکستان او افغانستان تر منځ لاس ليک سوې ده ، خو تر ننه پوري پاکستان دغه موافقي ته وفادراندۍ پاته شوی ،کله دترانزيت مالو دوړلو راوړلو لپاره ليست جوړه وي او کله بيا دوه يا درې قلمه شيانو ته اجازه ورکوي ځيني وخت دټولو نړيوالو نورمونو خلاف دافغانستان دسوداگرو پر مخ بندر تړې ،دځينو خبري رسانو په خبر دافغان سوداگرو هغه مالونه چې په 1980او ياتر هگه وروسته دکراچي بندر ته رارسېدي يو زيات شمير يې تر اوسه هلته په کانتينرونو کې پراته دي دا چې دغو افغان سوداگرو ته زيان رسېږي پاکستاني جنرالان او صدراعظمان يې پر وا نه لري . داودخان په 1976زکال داگست په شلمه دڅلورو ورځو لپاره پاکستان ته رسمي سفر وکړ. په هغو مذاکراتو کې چې دسيد وحيد عبدالله او عزيزاحمد تر منځ وسوې ،عزيز احمد داسې پشنهاد کړۍ وچي که پاکستان دپښتنو او بلوڅو مشران دبنديخاني څخه ازاد کړي ،آيا دهغه په مقابل کې افغانستان دډيورنډ کرښه په رسميت پېژني ؟ او دپښتونستان تر موضوع تېريږي ؟ په پاي کې داسې فيصله وشوه چې په اوسنۍ گډه اعلاميه کې دي دکابل داعلاميي تايد وشي . عبدالصمد غوث دافغانستان سقوط 146مخ ددغو وداړو سفرونود پايلو څخه خلکو داسې ارزو لرل او فکر يې کاوه چې ددواړو هيوادو تر منځ به اړېکي ښه شي . خو د1977زکال دجون دمياشتي پر پنځمه ورځ دجنرال ضياالحق لخوا په پاکستان کې پوځي کودتاوسوه او ددواړو هيوادو تر منځ تماسو نه پرې سول . مگر امريکا تر حه مودې وروسته ضياالحق وهڅاوه چې دشوروي دنفوذ دمخنيوي په خاطر افغانستان سره ښه روابط وساتي ،په همدې اساس جنرال ضيا د1977زکال داکتوبر په مياشت کابل ته سفر وکړاو دسفر په وخت کې يې داود خان ته پاکستان ته دسفر بلنه ورکړه . په دغه وخت کې چې جنرال ضيا دبلوڅو او پښتنو ټول بنديان ازاد کړي و د1978زکال دمارچ د مياشتي پر پنځمه نيټه داودخان پاکستان ته سفر وکړ . داود خان دپښتنواو بلوڅو دمشرانولکه ،خان ولي خان ، غوث بخش بيزنجو،عطاالله منگل،او خير بخش مري سره دجنرال ضياالحق په مخ کې ليدنه وکړه . د داودخان دسفر په وروستۍ ورځ دپاکستان خارجه وزير آغاشاهي افغاني هيئت ته يو ليکلۍ متن دامضالپاره وړاندي کړ چې په هغه کې ليکل شوي و،((افغانستان دډيورنډ کرښه په رسميت پېژني ،افغانستان دپښتونستان تر ادعا تېريږي ،دواړه هيوادونه به يودبل پر ضد پروپاگنډ نه کوي ،دواړه هيوادونه به يو دبل سره اقتصادي مرستي کوي )) . سيد وحيد عبدالله ددغو مطالبو په هکله آغاشاهين ته وويل چې افغانستان ددغه ليک نور مطالب مني ولي ددغه ليک لومړۍ دوه ټکي بايد دافغانستان دلوي جرگي له خوا تصويب شي . په پاي کې دمحمد داود او جنرال ضياالحق داسې موافقه وشوه چې داعلاميو پر ځای بايد دواړه هيوادونه يو پر بل باندي اعتماد وکړي .

دمارچ دمياشتي په اتمه نېټه داودخان په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې برخه واخيستل ،ده ديوه خبريال ددي پوښتني په جواب کې چې آيا د ده او جنرال ضيا تر منځ دډيورنډ دکرښي په هکله خبري شوي دي او که يه ؟ داود خان په جواب کې وويل ،((ما او جنرال ضيأ پر ذيعلاقه ټولوموضوعاتوباندي خبري کړي دي چې هر موضوع به په خپل وخت کې ددواړو هيوادو تر منځ حل شي )) . عبدالصمد غوث هغه اثر 146 مخ

زموږمنلۍ شاعرگل پاچا الفت وايي : (( ښه سړۍ چې دبدانوسره منل شي دده فکر دهغو فکر کې حل شي))

زه پدې عقيده يم چې دپاکستان دکورنيو چارو پخوانۍ وزير جنرال بابر دپژواک دخبري اژانس سره په مرکه کې دداودخان داخبر ه تکرا ره وي کوم چې خبرلوڅ ته يې کړي ده ممکن هلته يې هم آغاشاهي ته دا خبره کړې وي . داودخان دخپل واک په لومړيو وختو کې دشوروي سره ښه روابط لرل مگر امريکا ته دا دمنلو وړ نه و،له هري خوا يې پر داودخان فشار راوړۍ چې دروسي سره خپلي اړيکي ضعيفي کړي ، په دې خاطر يې دايران او سعودي پاچاهانو ته دنده سپارلي وه او همدا شان دمصر جمهور رئيس انور السادات پدي گمارل شوی و چې داودخان له شوروي سره دښو اړيکو نه واړه وي . هغه ددغه کار په سرته رسېدو بريالۍ سو دداودخان روابط دروسې سره ساړه شوه . دجمهوريت په دوهم کال يې دشوري پلوه ټول هغه کيڼ اړخه کودتاچيان چې دی يې واک ته رسولۍ و له دولتي څوکيو گوښه کړه ،او دهغو ځای دامريکا اوغربي اروپا پلويانوته ورکړه سو . داهغه وخت دی چې افغانستان د نړۍ دمخالفو دو زبرځواکو دمبارزې او سيالۍ ميدان وگرځېد .

په دې وخت کې دساړه جنگ سړوبادونو سره هرڅه له منځه وړل او نړۍ ددو زبرځواکو دسياسي اغيزو او اقتصادي گټو دترلاسه کولو په خاطر ټوله نړۍ په زور يا رضا پر دو برخو وېشلې وه او هغه چې ځانته يې بيطرفه وايه هغه مجبورېده چې يو طرف ونيسي .

زه فکر کوم دډيرنډ دکرښي ددواړو خواو پرتو قومونوداسي تور بخت دی ،کله چې دا کرښه ليکل کېده عبدالرحمن خان يو خو خپل واک ساته او بل دمسيدو او وزيرو څخه خفه و،هغه وخت چې داود خان ددې مسلي دحل تکل وکړ امريکا وتوانېدل د داودخان په مقابل کې دشوروي رهبر بريژنيف دځان غوښتني سياست دښکاره کولو څخه دومره گټه پورته کړي چې هغه هم نور ونه غوښتل له غربي نړۍ ،امريکا ،ايران او پاکستان سره اړېکي خراب کړي ځکه يې وويل ددواړو هيوادو تر منځ باور اساسي خبره ده او کوښښ يې شروع کړ چې دپاکستان سره خپل اړېکي داوستانه کړي دا چې داودخان به بيا بل وخت ځه کول او دډيورنډ دکرښي په هکله يې څه پلان لاره متاسفانه څوک نه دي خبر ،ځکه دخپلو پټو پلانو په هکله هغه دهيچا سره راز نه دی شريک کړۍ . واک ته ورسېد هغه هم ډير ژر دنورو هيوادو تر سياسي تاثيراتو لاندي راغلۍ ، امريکا وتونيدلاي سوه دمختلفو لارو هغه هيوادونه چې پخوا يې په افغانستان کې اقتصادي سرمايه گذاري نه کول په پانگه اچونه شروع کړي،او له بلي خوادافغانستان په اړوند دشوروي اتحاد سياسي تگ لاره داسې وه چې بل هيڅ هيواد ته يې اجازه نه ورکول چې دافغانستان سره نږدې سياسي ،اقتصادي او فرهنگي اړيکي ولري ،دپوځي اړيکو په هکله فعلا څه نه وايم چې موضوع اوږده نشي .

دبېلگي په توگه کله چې په 1977زکال کې داودخان مسکو ته سفر وکړ ،په يوه غونډه کې بريژنيف دشوروي مشر له داودخان څخه تپوس وکړ چې آيا دا رښتياده چې تاسو له امريکا څخه مشاورين غوښتي دي ؟ داودخان په متأ ثراو لوړ آواز بريژنيف ته په جواب کې وويل ،زه ديوه آزاد هيواد دجمهور رئيس په توگه هيچاته دا حق نه ورکوم چې زماڅخه داسې پوښتنه وکړي ،او له غونډي ولاړ سو . بريژنيف دداود خان دخداي په امانۍ لپاره هوايي ډگر ته ورغلۍ تر څو هلته خپله خبر ترميم کړي ،مگر دغه ليدنه ډيره لنډه يعني پنځه دقيقي وه او هلته دمهمو خبرو مجال پيدانسو. تر دغه وروسته ددواړو هيوادو په اړيکو کې ډير زيات سوړوالۍ راغلۍ اوپايله يې داسوه چې داودخان دايران ،پاکستان او دنړۍ دنورو هغو هيوادو سره چې دروسې مخالف وه په زياته علاقه غوښتل ښې اړېکي ولري ؛دغه وخت دی چې داودخان پاکستان ته سفر کوي ، دسفر جريان مې مخکښي وليکه .يوه خبره غواړم ووايم چې له بده مرغه زموږ په هيواد کې دهغه غروپر اساس چې افغانان يې لري له عادي خلکو نيولې ،سياسي گوندونو ،دولتي چارواکو او ددولت مشرانو ،(له شاه نه تر گدا) پوري دافغانستان دملي گټو په مفهوم يا پوه شوي نه دي او يايي نه دي غوښتي چې له ملي گټو نه په ميړانه دفاع وکړي ، تل يې وطن تر هغو گټو قربانکړۍ چې دوی غوښتل او دډير غټو مسايلوسره يې داحساساتو پر بنياد برخورد کړۍ دی . نړيواله وضعه او په افغانستان کې سياسي حالت داسې راجوړ سو چې د مرحوم داودخان حکومت ډير دوام ونکړ ، تر هغه ورسته په افغانستان کې د1357 ش کال دثور په امه ورځ دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند ديو وسله وال پاڅون په پايله کې واک تر لاسه کړ ، څرنگه چې دغه گوند سياسي او اډيالوژيکي اړيکي له شوروي اتحاد سره وې ، او نړۍ چې پخپله دشوروي او امريکا په خوښه پر دو قطبو ويشل سوې وه افغانستان په شرقي قطب کې واقع سو ،ما مخکښي هم دامريکا دحکومت هغه يوه نظر ته چې دافغانستان په اړونديي ددوي پاليسي ښکاره کول ايشاره کړې وه چې دوی ويل اوس افغانستان موږ ته ستراتيژيک ارزښت نلري اوکه شرايط تقاضا وکړي نو شوري به افغانستان تر خپل کنترول لاندي راولي .

دپاکستان تبر ته خداي لاستۍ ورکړ ،موقع ځکه غنيمت وه چې دپاکستان په دغه شوم پلان کې چې په افغانستان کې ددوي په اصطلاح دکمونستانوسره مبارزه او اسلام دشوروي له تعرض نه په ژغورلو کې اروپايي هيوادونه او امريکا هم خپله تياري او علاقه وښودل . دامريکا لپاره داسلام او افغانستان مسله دومره مطرح نه وه ځکه دوی پخپله عيسوي مذهبه دي ،دهيڅ منطقو له مخي عسويان داسلام دپياوړتيا لپاره ځانونه مکلف نه بولي اونه هم ورسره علاقه لري ، داهم بايد ووايم چې پاکستان ته هم داسلام او پر افغانانو باندي دسرولښکرو دتيري مسلي هيڅ ارزښت نه لاره او نه يې پر افغان ولس زړه خوږېدۍ . دغه افسانه چې روسانو غوښتل دپاکستان له خاوري دهند سمندرته ځان ورسوي دډيرو لپاره ځکه دقبول وړنه ده چې شورويانو هيڅ وخت دا نه غوښتل دامريکايي پوځ سره مخامخ په جگړه کې وجنگېږي . پاکستان له ډير پخوا نه په سيمه کې دامريکا دستراتېژيکو اغېزو دمرکز په توگه پېژندل شوی و او شورويان پدې ښه پوهېدل چې په هيڅ قيمت هغوی دپاکستان پر خاوره تعرض نشي کولاي ،دوی البته لکه دافغانستان دتاريخ په اوږدو کې غوښتل چې په افغانستان کې بل هيواد لکه امريکا او يا دامريکا پلوۍ هيواد غوښن سياسي ځای ونه لري ؛ په ساده الفاظو افغانستان روسانو هغه پوله گرځولې وه چې له هغي نه بل هيواد دپخواني شوروي په جمهوريتونو کې دنفوذ امکان نه دی پيدا کړۍ .په دغه وخت کې چې په نړۍ کې سوړ جنگ اوج ته ورسېد ،د زروي وسلو، دليري او نږدې واټن دويشتلو د پرمختللوتوغنديو او عصري جنگي الوتکو دجوړيدو پر سر رقابت ودمره غښتلۍ سو چې درونالد ريگن په وخت کې دستورودجنگ په نامه پلان طرحه سو،پر گرينادادامريکا لخوا حمله وسول ،هره لهظه کيوبا ،نيکاراگوا ،جنوبي يمن ،ويتنام ،لاوس او کمپو چيا تر تحديد لاندي وه ،دبي پرې هيوادونو نړيوال سازمان او داسلامي کنفرانس هيوادونو سازمان ددواړو زبرځواکودځان په پلوې داستعمال په خاطر تر فشار لاندي راوستۍ ؛او له بلي خوا په افغانستان کې دسياسي حاکموکړيو په منځ کې اختلاف ،او دحاکم ځواک عملي تير وتني شورويان وه دې ته وهڅول چې په افغانستان کې دعملي شته والي په صورت کې دنورو هيوادو دنفوذ مخه ونيسي ،او داسې څوک دواک پر گدۍ کښېنوي چې بيله قيد او شرطه نه دشورويانو خبره ومني ،دهمدغي موخي دسرته رسېدو په خاطر چې شورويانو په منطقه کې دخپلو گټو دساتلو يوازنۍ لار گڼلې وه د1979زکال ددسمبر په اوه ويشتمه نيټه دټولو نړېوالو نورمونوخلاف يې دافغانستان پر حريم دپوځي تيري په پايله کې ببرک کارمل چې هغه وخت په شوروي کې ودکابل پر تخت کښېناوه . پاکستان دشوروي ددغي تاريخي تيروتني څخه په استفادې سره غوښتل ددغه امکان څخه په گټه پورته کولو سره خپل شوم پلانونه چې دافغانانو پر سرسياسي تجارت ، دهيوادورانه ونه او دافغان ولس دابد لپاره کمزورۍ کول و.

دپاکستان داستخباراتو يو جگپوړۍ چارواکۍ ډگروال يوسف چې د1980راپدې خوا دآي ايس آي معاون او او دافغانستان دڅانگي د رئيس په توگه دنده لرل په خپل (( فاجعه قرن ما)) نومي کتاب کې د افغانستان سره دپاکستان ددښمنۍ نه ډکو پلانونو څخه چې خپله يې هم په دغه تاريخي خيانت کې برخه درلوده داسې پرده پورته کوي او ليکي :

ما دافغانستان دڅانگي دمسؤل په توگه مجاهدينوته پوځي ښووني تر سره کولې ،همدا شان مې هغوی په وسلو سمبالول ، دهغوي دعملياتو دځاي ټاکلو او دعملياتو لارښوونه مې پر غاړه لرل . هغه يو بل ځای ليکي ،زموږ (پاکستان) موخه دا وه چې اهسته اهسته افغانستان اورته ور وغورځوو .. . . ،جالبه اودپاملرني وړټکۍ دي ؟ ولي پاکستان او دهغي جاسوسۍ شبکي غوښتل چې افغانستان دجگړي په اور کې وريت کړي ؟

امريکا او دهغه غربي ملگروپه ټوله نړۍ کې د زيات شمير اسلامي او عربي هيوادو په ځانگړي توگه سعودي عربستان ،منځني اسيا هيوادو او پاکستان په مرسته دشوروي پر خلاف جگړه داسلام په خطر کې دی تر نامه لاندي چې په 1980زکال کې پيل سوه توده ساتل ؛ددوي اساسي موخه پر شوروي باندي سياسي،پوځي فشار او هغه د افغانستان په جگړه کې ښکيل ساتل و ،تر څو امريکا له شوروي نه دويتنام غچ (انتقام) و اخلي ، امريکا او غربي هيوادو ته داسلام ددفاع مسله مطرح نه وه او نه ددغو هيوادو دولتي چارواکو ته په قانون کې دا واک ورکړه شوی دی چې داسلام دغښتلتيا لپاره دي په ميليارډونو ډالره مصرف کړي ،افغانان بايد دغه اساسي ټکي ته تل پاملرنه وکړي .

داښاغلۍ وړاندي اقرار کوي او ليکي ما په 1983زکال کې ((لس زره ټنه وسلي او مهمات ))تر لاسه کړه ، دوسلو دا اندازه په 1987زکال کې ((65زره ټنو )) ته ورسېده ،ما دا وسله هغه چاته زياته ورکول کوم چې په افغانستان کې يې زياتي خرابې تر سره کولې . زه پدغه خبره باور نلرم چې دوی دټولو وسلو او مهماتو څخه چې دپه اصطلاح جهاد داور دلگونکو لخوا دوی ته ليږل کېدې په(( سلو کې شل)) دپاکستان دپوځ په نامه اخيستې .جالبه خو دا هم ده چې دوی دا حق پخپله ځانته بيل کړۍ و ،او ولي شل په سلو کې ؟؟؟.

ډگروال يوسف خان اعتراف کوي چې دوی يواځې د1983زکال څخه تر 1986زکال پوري دمجاهدينو (( 80زره)) کسانو ته پوځي ښوونه کړې ده . نوموړۍ وايي په افغانستان کې داور دلمبو دساتلو ورځنۍ مصرف نږ دې څلوېښت ميليونه ډالره و که داومنو دې ټکي ته رسېږو چې دافغانستان په سوځولو کې په دا دولس کاله کې تر ((150))ميليارده ډالره زيات مصرف شوی دی .پداسي حال کې چې زموږ دا وړوکۍ هيواد په دغو پيسو څو ځله داروپا تر هر هيواد ښايسته جوړيد اي سو !!! . دا چې پاکستاني پوځيانو دخپلو تر بيه سو نوکرانو سره دعملياتو دکنترول لپاره دټولو بين المللي نورمو نو خلاف زموږ هيواد ته پر خپل سرسفرونه کول او يايې جعلي فلمونه جوړول تر څو نړېوالو ته ددوي په خوښه بازي ورکړي ،هغه څه دي چې زيات افغانان ددغه شان غولونکو نندارو شاهدان دي .

دا معاون صاحب وايي :کله چې شورويانو پريکړه وکړه چې خپل وسله وال پوځونه له افغانستان څخه وباسي امريکا ته دا ډار پيداسو چې اسلامي فنډمنتاليست گلبدين حکمتيار ديوه بل خميني په څير صحني ته رانسي ،په همدې خاطر يې خپلي مرستي پر مجاهدينوو درولې ،او ديوې نوي طرحي او پلان دپلي کولو په فکر سول . ددغي ليکني څخه دا څرگندېږي چې امريکا له شوروې نه خپل غچ واخيست او هغوی يې دافغانستان څخه دديارلس زرو وسله والو کسانودژوند دلاسه ورکولو نه وروسته وتلو ته مجبور کړه ؛ داوه دامريکا اساسي موخه او ارمان چې تر سره شو. اوهغه چې لس کاله يې هغوی ته دوسلې او پيسو نه نيولې هر څه برابرول او دهميشنۍ دوستۍ او تل پاتو مرستو وعدې په ورکولو سره يې دشوروي په مقابل کې جنگول پر بټي بيابان پرېښودل او ټولو ته يې شا واړول ،او امريکا هم له شورويانو سره يو ځای تنها روسانو په ناکامۍ او امريکايانو پهدې غرور چې شوروي يې پر گونډو کړ له افغانستان څخه لاس پر سر شول ،په امريکا کې دا څو وم ځل و چې امريکا داسې تير وتنه وکړه ،پر دغه تير وتنه دروان 2005زکال داکتوبر په دولسمه دامريکا دبهرنيو چارو وزيري کاندوليزا رايس دښاغلي کرزي سره تر ملاقات وروسته خبر يالانو ته په ډاگه کړه او ويې ويل امريکا نه غواړي پخوانۍ تير وتنه تکرار کړي او افغانستان پرېږدي .

ډگروال يوسف نور هم وړاندي ځي او وايي ،دسي آي اې افسرانو دپاکستان افسرانو ته پوځي ښووني ورکولي او هغوی بيا دافغاني تنظيمو کسان تربيه کول، هغه وايي يواځې په 1983زکال کې موږ په ځانگړو کمپونو کې دري زره نفرو ته پوځي تر بيه ورکړه .

که سړۍ پوره او ښه ځير شي او اسناد عميق وڅېړۍ داسې زياتي بيلگي ليدل کيږي چې ددعربي او اسلامي نړۍ څخه لکه داروپايي هيوادو نه هغه څوک دغه جگړي ته هڅول کيده چې ټول عمر يې په لاوبالۍ کې تېرېده ، دهمدغوکسانو څخه بيا پدغو کمپونوکي دافغاني جگړي او نړۍ وال تروريزم لپاره تر بيه کيدل .

متاسفانه دپاکستان دا کرغيڼ ارمان داسې تر سره شو چې تر اوسه هم افغانان دپاکستان ودال او چپاټي ته اړدي .او تر اوسه لاهم تر دو ميليونو زيات افغاني کډوال دپنجاپي تورلينگيو تر شلاخو لاندي له يوه ځای نه بل ځای ته کډي کوي ،دسپکاوي او تحقير په شرايطوکي دجلاوطنۍ شپې او ورځي تيروي ؛ په زرهاو افغانان ددي انسان دښمنو په زندانو کې بيله کوم جرم نه شپي سبا کوي ،خودافغانستان اوسني مشران هم دپخوانيو پر پله پل ايږدي او له هر څه نه يې ځان بې غمه نيولۍ دی ، که دغه دطالبانو ټک ټوک نه وي دسړي سره داسې فکر پيدا کيږي چې دافغاني جگپوړو چارواکو دپښتنو او بلو څو دسرنويشت دستونزي دهوارولومسله چې دا يوسل او دولس کاله يې افغان ولس پر سر زورېدلۍ دی ،کړېدلۍ دی اوځانونه يې شهيدان کړي به بيا هم ټول هيرسوه . زما خبر دا معني نلري چې ښاغلۍ کرزۍ دي هم دعمومي سپر برۍ اعلان وکړي ، په دې هر څوک ښه پوهېږي چې مرکزي حکومت او دولسمشر امر که دمحلي چارواکي خوښه نه وي تر ارگ دباندي دمنلو وړ نه گرځي دا خو پږېږده چې دبل سره پوځي ډغري ووهل شي،ولي دسولي او خبرودلاري ددغه ناسور دزخم دجوړېدو وخت ځکه دی ، همدا اوس هغوی چې دډيورنډ دکرښي زېږېدونکي اويا پالونکي دي دواړه په افغانستان کې عملا وجود لري او داروپايي هيوادو داستازو په گډون ټوله نړۍ يې ويني چې غوا توره او شيدې سپيني دي .

تر دو لسيزو زيات پدې نامه چې دروسانو په مقابل کې جهاد دی زموږ دولس ((يوميليون او دري سوه زره )) انسانانو خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړه او همدا اخس هم هره ورځ افغان او افغانستان ته راغلي بهرنيان دپاکستاني چارواکو ،آي ايس آې او اسلامي بنسټپالودترهگريو قرباني دي ، هيواد پداسي کنډوالو بدل سو چې بيا جوړونه بې يې يوه پيړۍ وخت ته اړتيا لري .

زه اوس په تفصيل سره نسم کولاي په افغانستان کې دکورنۍ جگړي داور دلمبو دساتلو لپاره دپاکستان او بهرنيانو دټولو کړنو بيان وکړم ، خو له هغي ورځي نه چې دډيورنډ دکرښي سهيلي پلوته دکډوالو لپاره کمپونه جوړسول او دوسلو داستعمال اوپوځي ښونيزکار لپاره ځانگړ ي کمپونه وټاکل سوه له اروپا،امريکا،عربي نړۍ څخه ډول ډول مرستي پاکستان او ايران ته شروع سوې ،دهغه اختلاف په اساس چې دامريکا او ايران تر منځ موجود و دمالي مرستو او وسلو زياته برخه په پاکستان کې ميشت تنظيموته رسيدل اود پاکستان له لاري يې تر لاسه کول . دا بايد جوته شي بيله هغو عملياتو چې (( شي آي آې )) او نورو استخباراتي شبکو دځانگړو موخو دتر سره کولو لپاره سرته رسولې نور ټول کارونه او عمليات دپاکستان د،آې ايس آې او شي آي آې تر گډي اومستقيمي لارښودني لاندي تر سره کېدل ،څو څو ځله پاکستاني او امريکاي جنرالانو او دولتي جگپوړو افغانستان ته دوسله والو کسانو سره بيله کومي ويزي سفرونه کړي دي ،پاکستان دافغان جنگياليو لپاره زموږ دهيوادپه مختلفو سيمو کې سمڅي او تونلونه کيندلي دي ،پدي کار کې بيا تر هر چااسامه بن لادن زيات مهارت درلود . تر 1982زکال پوري اسامه بن لاد څوځلي پاکستان ته دسعودي داستخباراتو په هڅونه راغلۍ ،هغه په عربي نړۍ کې دافغاني تنظيمونو لپاره مالي مرستي راټولي کړي او په پاکستان کې يې داستاد رباني ،گلبدين حکمتيار، رسول سياف ، احمد شاه مسعودته رسولې دي . بن لادن پر وهابي طريقه ډير ټينگ سړۍ و ځکه يې تر هر چازياتي مرستي رسو سياف ته رسيدې . هغه پر مالي بسپنه سر بيره تر مځکي لاندي دتونلونو او نورو مرکزونو دجوړولو کار شروع کړ.

پوهاند ډاکتر کاکړ ليکي : ((ديو امريکا يې ژورنالست رابرت فکس په وينا چې هغه دبن لادن سره دمرکه کولو په منظور په يو داسې تونل کې انتظار ايسته چې شل فوټه لوړ ديوکلک غره په ډډه کې دسل گونو مترو په اوږدوالي کندل شوی و.اسامه بن لادن دمولوحقاني لپاره خوست ته نژدې په ژوره کې ډير کلک مرچلونه او نظامي مرکزونه جوړ کړه دتوري بوري تونلونه هم دبن لادن په مالي مرسته او ابتکار جوړسول . نه يواځې اسامه بن لادن دتنظيمونو سره مرستي کولې ، په عربي نړې او سودان کې ېي خلک هڅول چې پاکستان ته ولاړ شي او دشوروي سره په جگړه کې دتنظيمو ملا وتړي بلکه دغربي هيوادو نو ځيني حکومتونو هم پخپلو هيوادو کې هغه فاناتيک مسلمانان چې پر جهاد مين وه هم هڅول چې هلته ولاړ شي تر څو هلته مړه شي او دوی يې له شر، فساد او ورانکاريو نه خلاص شي . دسعوديانو په برخه کې ښکاره خبره داوه چې هغوی تل حاضر وه افراطي اسلامستان تمويل کړي څو هغوی له سلطنت نه چيرته ليري واوسيږي . په عمومي ډول عربي واکمنو خيال نه کاوه چې شورويان به په افغانستان کې ووهل شي اوله عربي ځوانانو نه به يو هم ژوندۍ راستون شي . )) پوهاند ډاکتر کاکړ طالبان او اسلامي بنسټ پالنه 274_275مخونه

جنرال ضيا غوښتل چې داسلامي نړۍ مشرتوب تر لاسه کړۍ او په منځنۍ اسياکي دشوروي پر ضد اسلامي مخالفت په حرکت راولي .او واشنگتن بيا غوښتل چې ټوله مسلمانه نړۍ دشوروي پر خلاف دافغاني تنظيمو تر څنگ ودروي ،سعوديانو موقع ومنده چې وهابيت خپور کړي ،او له خپلو نا راضه افراطيونو څخه ځان خلاص کړي . مگر په عمل کې بل څه وشوه ،اسلامي افرطيان ډير مړه نه سول او هغوی بيرته ژوندي ورسيدل ،دغو رضاکارو دشورويانو تر وتلو او په افغانستان کې دتنظيمي حکومت تروجوړولو وروسته ډيري غټي ستونزي را پيداکړې ، دهغو نه زيات شمير يې پخپلو هيوادو کې ددولت پر خلاف فعاليتو کې فعاله برخه اخيستې او يو زيات شمير يې دهغواړيکو په اساس چې بن لادن هلته ورسره نيولي وې تر اوسه دامريکا اروپا ضد فعاليتو کې بر خه اخلي . د1982زکال نه تر 1992زکال پوري درضاکارو شميردپاکستاني ژورنالست احمد رشيد په وينا پنځه ديرش زرو تنو ته رسېده ،چې دنړۍ د 43 ملکونو نه يې پدغه جگړه کې برخه اخيستې وه .

د پاکستان په مدرسو او ښوونځيو کې تعليمي نصاب او دمضامينو په منځپانگه کې داسې اووښتون راغلۍ چې ټول ماشومان يې په اصطلاح جهاد ته هڅول ،درياضي په کتابو کې د دوه جمعه دوه پر ځای دوه ټوپکه جمع دوه ټوپکه څوکېږي او يا درياضي نوري ساده معادلي ددوسلو دنومو په يادولو سره ماشومانو ته ورزده کېدلې ،په کتابو کې دداشان تغير دراوستلو لپاره په سوېډن کې ديوه عربي اسلامالوگ (اسلام پوه ) په وينا تر درې سوه ميليونه ډالرو زياتي پيسي ولگېدې،او ددغه کار لپاره له امريکانه څوتنه پوهان لېږل شوي وه . مگر کله چې په 2001 کال کې ددنړيوال تجارتي ماڼي دتروريستي حملي په پايله ړنگه سوه او امريکايانو تصميم ونيو چې بايد دتروريستانو او دهغو دحاميانو طالبانو درژيم جرړي به باسي ،په پاکستان کې له سره په دغو کتابو کې دنوو اوښتنو او تغيراتو دراوستلو لپاره تر هغه پخوا مصرف سوو پيسي زياتي لگيږي چې دا ځل په ښوونځيو کې ماشومان او تنکي ځوانان دافرطيت څخه د نورمال اومتمدن ژوند پيژندلو ته راوگرځوي . دامريکا ،پاکستان او په جنگ کې دټولو شريکو هيوادو دميليارډو ډالرو دمصرف په پايله کې او دسي آي آې ديوې ځانگړي پروژي دبري په ترڅ کې چې ميخايل سرگيويچ گرباچوف دشوري نظام وړنگولوته وهڅول سو ، دختيځي اروپا سوسياليستي هيوادو ته دشوروي له نفوذ څخه دخلاصيدو لپاره لاره هواره سول ، په نړۍ کې دختځي اروپا او يو شمير نور هيوادونه يو په بل پسي دشوروي داغېزې څخه خلاص سول . پر دغو هيوادو باندي دشوروي پلوه رژيمونو دساتلو په موخي پخوا نۍ مرستي په ټپه ودرېدلي ؛ طبعي ده چې پدغه شرايطو کې ټوله نړۍ په يوه عجيب او غريب سياسي توفاني حالت کې قرارونيو، هيڅوک نه پوهېدل چې څه کيږي دافغانستان په شان رژيمونه چې دجگړي ددوام په موجب يې بهرنيو مرستو ته حياتي اړتيا لرل دبهران سره مخامخ سول . او له بلي خوا روسي رهبرانو په افغانستان کې هغه پروژه چې پترکبير او نورو روسي مشرانو درلود ،گويا دلږکيو دحق څخه دفاع چې په واقعيت کې يې تر همدغه نامه لاندي خپل پلويان او نوکران روزل راوړاندي کړه. دهغه گوند په دننه کې چې دوی ورسره په کلنو کلنو ددوستۍ اړيکي درلودې ټول روابط قطع او دامريکا په شان يې هغه ته شا واړول ،دمرحوم نجيب الله دحاکميت په موجوديت کې يې دبرهان الدين رباني اودهغه دپلويانو سره په مسکو کې ددپلوماتيکو نورمونوپه اساس رسمي ملاقات وکړ، او ددغه ملاقات ټول جريان په پراخه پيمانه ددوهيوادو دمشرانو دملاقات په بڼه خپورسو ،دشوروي ټولو جريدو او مجلو دافغاني تنظيم درهبرانوپر دغه سفر سياسي تبصري وکړې . زه هغه وخت ديوه رسمي سفر په موخه هلته وم ،مسکو ته ددوي په راتگ سره دټول سياسي حلقوپه منځ کې دا گنگوسي چې ډير ژربه ډاکټت نجيب الله له واکه گوښه شي غښتلي سوې ،او له ورايه دا معلوميده چې نوردمرحوم نجيب الله دبخت ستورۍ لوېدلۍ دی . څېړنکي پدې باور دي چې په دغه لومړي علني ملاقات کې روسي مشرانو لخوا رباني ته دنجيب درژيم دړنگېدو په خاطردهمکاريو وعده ورکړه سوه ، ددوي دهغه پلان سره چې دگوند په دننه کې به پر نجيب پر خلاف کودتاکوي ملاتړ څرگند کړ . داحمدشاه مسعود په رهبرۍ يې دگوندپه لوړو مقامونو کې دهغو په وسيله چې له ډير پخوا يې داحمد شاه مسعودسره اړېکي لري حاکم گوند له دننه ټوټه ټوټه کړ،چې پايله يې مرحوم نجيب الله زنداني کيدل او له وطنه د دغه گوند د اکثريت غړو جبري فرار شو.په 1992زکال داپريل دمياشتي په اتمه ورځ دولتي حاکميت ړنگ او دپاکستاني جنرالانو سره چې جنرال حميد گل يې په سر کې و دتنظيمو رهبرا کابل ته راننوتل . دنواز شريف او نورو جنرالانو هغه ارمان چې په خوب يې نه ليده تر سره شو ،دافغانستان ددولت ،او وسله والو قواو دړنگېدو امر نوازشريف لخوا صادر سو. نواز شريف دپاکستان هغه صدراعظم و چې په خپله انتخاباتي مبارزه کې يې په ټوله سپين سترگۍ سره دافغانستان دقوي او غښتلي اردو له منځه وړل دخپلو افتخاراتو اودافغانستان په مقابل کې له برياو څخه بلل ،ولس ته يې ويل که تاسو دا ځل ماوټاکۍ افغانستان به په پنځمه صوبه بدل کړم .

دتنظيمو رهبرانو لا دپاکستاني او سعودي عربستان له استخباراتي جگپوړو سره دپاکستان دبري شيريني نه وه خوړلې چې په هډکو او له پخواني حاکميت څخه پاته شوې ملي دارايي يې داسې سره وټکول او توپو سره وويشتل چې دکابل ښکلۍ ښار يې چې تر دغه دمه ودان ساتل شوی و په کنډواله کړ ،دښارکوڅي او واټونه په هديرو بدل سوه ،په حقيقت کې اوس دکابل دښار هره لويشت ديوه نامعلوم وطنپرست چې دحکومتي څوکيو پر سر دتنظيمي جگړه مارو دگوليوقرباني شوي قبردۍ . دولتي اداري چور ،ملي موزيم ،ملي ارشيف ،ملي گالري ،شفاخاني درملتونونه ،بانکونه ،دولتي ترانسپورت ،وسلې ،ښوونځۍ ،پوهنتون او حتا مسجدونه چور سول او هر څه دپاکستان په بازارونو کې دخرڅلاو لپاره کښيښودل سوه .

ماته يو وخت يوه سپين ږري مشر سړي وويل چې له حزبيانو نه مې بدراتلل اودهغو پر خلاف جنگېدم ،کله چې مې دا مجاهد قوماندان صاحبان دواک دتر لاسه کولو وروسته وليدل چې پر څوکۍ،ملي شتمنۍ يې سره جنگ و، هر څه يې يوړه اودپاکستان په کباړي بازاروکي يې خرڅول ،په کلو او بازار کې يې دترو سروپه بې عزتۍ لاس پوري کړ ، پر ځان مې لعنت ووايه او له ځانه سره مې وويل چې هغوی خو دوطن هډوکي دشوروي په بازارو کې نه خرڅول ،خير که شوروي پله وه .

دپاکستان دښمني له افغان ولس سره پر دغه ځای پاي ته وه نه رسېدل ،ځکه په هيواد کې داسې لاس پوڅۍ رژيم چې يواځې دپاکستان تر سياسي اغېزي لاندي وي جوړ نسو ،دمجددي صاحب تر دوه مياشتنۍ واکدارۍ وروسته دپاکستان دتړون په اساس استاد رباني دڅلورو مياشتو لپاره واک پلاس کې واخيست ،کله چې دا څلور مياشتي پوره کېدي استاد رباني تر زياتو جگړو او افغان وژني وروسته پر دی بريالۍ سو چې د1992زکال په اخر داهل حل وعقدشورادايره اوهمدا شورارباني ته داتلسومياشتو لپاره دحکومت کولو وخت ورکړ، گلبدين ددغي پرېکړي سره مخالفت وکړ ،له ډير پخوا نه گلندين پر پاکستان گران وهغه هم ديوه سياسي گټي او ملحوظ په خاطر چې پښتونو ځکه يې درباني او هغه په اختلاف کې پاکستان په پټه دگلبدين ملا تړکاوه ، روسان په دغه کار دخپلو جاسوسانو له لاري خبرېدل او ددې لپاره چې پر رباني نور هم احسان واچوي او هغه روسانو ته نور هم نږدې شي هغه او احمدشاه مسعود ته يې يو سلسله مسايل ويل ، بلاخره روسې په دولتي واک کې دتنظيمو څخه په دې نامه چې دافغانستان قانوني حکومت دی او دوی په رسميت پېژندلۍ دي خپل علني ملاتړ وښوداوهغوي ته يې هر ډول مالي او مادي مرستي ورکړي ،روسي وکولاي سوه چې دتنظيمونو حاکميت تر خپل سياسي اغېزي لاندي راولي ،دجمعيت اسلامي دگوند او شمالي ټلوالي سره دپخوانيو دوستيو پر اساس دا ځل افغانستان دمجاهد په لباس کې ددوي پلاس ورغلۍ.

امريکا داسلامي بنسټپالو لخوا ددولتي واک دتر لاسه کولو څخه ډارېده چې حالت بل ډول سو . پيسې او وسله دامريکا او روپا مصرف سوه مگر حکومت دروسې سره دښو اړيکو علاقمندي له هيچا څخه نه پټول ،او دروسي سره داړيکو دټينگولو په منظور نوي پروتوکولونه لاسليک سول ،رباني پخل لومړي سفر کې روسي ته ددوستۍ دټيگېدو وعده ورکړه په مقابل کې روسي داومنل چې دشوراي نظار حکومت به دبل هر مخالف قوت په مقابل کې حمايه کوي او هر اړخيزي مرستي به ورسره کوي . په واقعيت کې روسانو تر 2001زکال دطالبانو درژيم تر ړنگېدو پوري دوی ډير ونازول ددوي لپاره يې دطالبانو په حاکميت کې هم وسلي برابرولي او هم يې پيسې چاپولي او درباني حکومت چې يواځې دبدخشان مرکز يې پلاس کې وپه رسميت پيژانده .

کله چې مؤقته او بيا راوروسته عبوري اداري جوړېدې دروسانو ،ايران او هند په مرسته ددوي برخه تر بل هر سياسي او تنظيمي ډلي تل غوښنه وه ،په اوسنۍ اداره کې خويې تاسو لوستونکي پخپله وينۍ فکر کوم تکرار ته يې اړينه نه برېښي .

امريکا او پاکستان ددغه حقيقت په پوهېدو سره چې هر څه برباد ولاړل ،دهغي پروژي په عملي کولو پيل وکړ دکوم په خاطر چې يې تنظيمونو ته شا ور اړه ولې وه . له يوي خوا دداړمارو حکومت جوړسوۍ ود هيچا ځان او مال په امن کې نه و، پر هر څه ديوه عادي نادان لخوا چې ټوپک يې پلاس کې و تېري قانوني بڼه اختيار کړې وه ،دا حالت دکابل ښاريانو او دهيواد په نورو ښاروکي افغان ولس ته دزغم وړنه و ،زه يې ځکه زيات نه انځورم پدې پوهيږم چې تر اوس لاديوه کوچني ماشوم هم دا وحشيانه کړني نه دي هيري شوي او دکابل دښار دېوالونه دقدرت دتږودجگړې دقربانيانو او دکابل دشريفو اوسېدونکو له وينو څخه دا اوسنۍ ښاروالۍ نه دي پاک کړي .

هغه سياسي پانگه اچونه چې پاکستان دافغانستان دراتلونکي برخه ليک او دهغه په درشل کې دډيورنډ دکرښي دسرنويشت په هکله کړې وه دمجاهيدينو څخه دامريکاد لاس پر سر کيدوسره ټول په درياب کې لاهو سول . دپاکستاني چارواکو هغه خوب که افغانستان پاکستانۍ پنځمه صوبه نشي نو دډيورنډ دکرښي سرنويشت به هرو مرو ددوي په خوښه ټاکل کيږي په رښتيابدل نسو . که څه هم په اخر کې کله چې په افغانستان کې حاکميت دروسانو تر سياسي غښتلي اغېزي لاندي راغلۍ په واقعيت کې دپاکستان او امريکا لپاره غټ سياسي گذارو ،خو پاکستاني چارواکي ډير مايوسه نشول ؛ دوی دداسي سياسي ناببره ناکاميو دتلافي کولو لپاره خپل بل سياسي پټ واريانت او امکان څخه چې هغه طالبي غورځنگ دی دگټي پورته کولوپروسه شروع کړه؛ دا پټه پروژه يې خپلو سياسي موخوته درسېدو په منظور علني کړه . نور بيا

يادونه : درنو لوستونکو ددغي ليکني دلومړۍ برخي په يو ځای کې ليکل شوي دي چې په 1949زکال لويي جرگي دډيورنډ کرښه رد ............ هيله ده لويه جرگه په ملي شورا اصلاح کړئ .

حبيب الله غمخور

بېرته شاته