افغانستان ــ ډيورنډ لاين ــ پښتونستان ( لومړۍ  برخه )

الف ـ افغان پښتون
لوی خدای مونږ پښتانه له پينځه زرو کلونو راهيسې د نړۍ په يو برخه کې استوګن کړي يو . يو مو ملي تاريخ ، يوه مو ګډه خاوره ، يو مو دين ، يوه مو ژبه ، يوه مو پښتونولي ، افغانيت ، يو مو دود دستور او کلتور ، يوه مو لاره ، يوه مو ملي هيله ، د يوه نيکه او ټبر ، يوه مو ورورولي ، يو مو ملي بيرغ او په سيمه کې تر ټولو ننګيالی ، توريالی او په خپلواکۍ ، سوله ميين لوی قام دی ، ښه او بد مو په ګډه دي ، ځکه نوم او تاريخ مو د يو افغان پښتون په نوم په نړۍ کې ژوندی دی .
څنګه به انګريزي نړيوال تور استعمار له هند څخه د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو خوندي کولو لپاره يو واحد افغان ملت د يوې کورنۍ غړي په يوه هيوايي مکاره ، کبرجنه خبره په ډېر سپين سترګتوب سره پيل کړي ؟

ب ـ د ډيورنډ لاين تاريخ
پښتونستان ، پښتونخوا، افغانيه د افغانستان نه بيليدونکې نه وريريدونکې نه ورپريښودونکې خاوره ده . په ١٨٩٣ م کال کې انګريزي استعمار په افغانستان باندې د ډيورنډ توره هوايي غير فطري کرښه د برطانوي هند او افغانستان تره مېنځه د افغانستان په زړه کې تحميل کړه ، چې په ميليونونو پښتانه د افغانستان له سياسي ، مدني ، بشري قوانينو څخه او له خپل پلارني هيواد څخه په پښتونخوا کې محرومه ، بې حقوقه پاتې کړای شول او پښتانه ورونه سره بيل کړای شول . د دغې کرښې په ايستلو کې دغه سيمې لکه د ازادو قبايلو پټاره ، وزيرستان ، خيبر ، پيښور ، کوټه ، سمندري لار ، بنو ، سوات ، چترال او داسې نور ښارګوټي له افغانستان څخه د يوې مودې لپاره بېل کړل شول . دغه سيمي له اوسني افغانستان د دريوو نه يوه برخه جوړوي .
NWFP ( North West Frontier Province) ــــ Federally Administered Tribal Areas
ډيورنډ کرښه يا Demarcation line ٢٦٣٠ کيلومتره اوږده ده . انګريزانو دغه کرښه له پيل څخه په دقيقه توګه نده ويستلې . دا کرښه د انګريز کلونيل سستم د ساتلو لپاره په موقته توګه ويستل شوې وه. دغه کرښه د برلن ديوال ، د سويلي شمالي کوريا ، د کشمير بيلونکې کرښې سره هيڅ نه پرتله کيږي . افغانانو هم له لومړي پيل څخه تر ننه د دغې کرښې قانوني خيال ندی ساتلی . د بېلګې په توګه کرښې ته نږدې د پرتو پښتنو او په ميليونو افغان کوچيانو په کرښه د تګ راتګ لړۍ دوام لري . د انګريزانو هغه موخې د هند نه د وتلو سره يو ځای له مينځه تللې دي .
دا سيمې هيڅکله له برطانوي هند امپراتورۍ سره تړلې سيمې نه وې. د دغې سيمې ټول عوايد او ماليات به تر ډيرې مودې پورې د انګريزانو له خوا د افغانستان شاهي دولت ته ورکول کيدل . همدا وجه ده چې د ډيورنډ کرښه افغانستان ته ، ټولو پښتنو ته په هماغه لومړۍ ورځ Irredentismus ( چې يو ملي لږکي يا اقليت خپل پلارني هيواد ته او مورنۍ خاورې ته يو ځای کيدل غواړي ) جوړ کړی دی . ځکه پښتانه په اوسني پاکستان کې په سلو کې ١٣ برخې دي .
د دغې کرښې تړون د افغانستان امير عبدالرحمن خان او برطانوي هند د باندنيو چارو وزير سر مارټم ډيورنډ Sir Montimer Durand له خوا په ١٢ نوامبر ١٨٩٣ کال پس له دوو ناکامو افغان او انګليس جګړو څخه له انګريزي چل او فشار لاندې د لوی لوبې په ترڅ کې په امير عبدالرحمن خان باندې وروتپل شو . افغانستان مجبور کړی شو چې يواځې د نړۍ په نقشه کې دغه کرښه په موقتي ډول مني .
دغې کرښې ته له هماغې ورځې نه راپديخوا تر اوسه پورې يو ريښلي افغان پښتون هم د يوې قانوني پولې په څير ندي کتلي . مونږ پښتنو ته په تاريخ کې او په سيمه کې لوی ملي سياسي پيغور جوړ شوی دی. له هغه وخته چې د روسانو او انګريزانو ښکيلاکګرو ځواکونو لويه لوبه The Great Game پيل کړې ، انګريزانو له پخوا څخه د هند په شمال ختيځ کې د خپل کولونيال سيستم امنيت ته يو سوری يا ګواښ احساسو، هغه د وريښمنو لارې دي چې افغان لښکرې له لسو ځلو ډېر پرې تللي وو او له دوی نه مخکې هم افغانانو په هند کې حکومت کاوه.
د افغانستان په شمال کې روسيي ځواکونو د يرغل په حالت کې ولاړ وو. چې پرختيا وږي او شتمنيو پسې ليوني ګرځيده. روسان او انګريزان د نړۍ نيولو او ويشلو تجربو سره په افغان پولو تيارسۍ ولاړ وو. روسان او انګريزان د افغانستان له استراتيزيکي موقعيت پوره خبر وو. د لويې لوبې دواړه خواوې په دې پوهيدې چې په يوازې ټول افغان ولس نشي کنترولولی .
په ١٨٦٩ کال د برلن په کنګره کې د بسمارک په مشرۍ روسانو ، انګريزانو خپلو ټولو خپل منځي اختلافاتو ، زبرځواکي ، سيالۍ او ټکر ته د پای ټکی کيښود . د انګريزانو په پريکړه د افغانستان نيمايي به انګريز او نيمايي برخه به يې روسان کنترول کړي . دا به د دواړو سيالو امپراياليستي ځواکونو په ګټه وي او هم به د افغانانو خاوره د دوی تر منځ يوه بيلونکې سيمه اعلان شي. د پښتون ولس ويښ ځواک او ګواښ به د دوی په اند لنډ او پس کړل شي .
دغه سيمه يا ختيځ افغانستان ته له ستر افغان د پښتنو د خپلواکۍ او ميړانې د فکرونو مخکښ لوی احمد شاه بابا څخه نيولې بيا تر ستر هيواد پال شهيد سردار محمد داود خان پورې خاص پام شوی. دور د دورانو د ښکلې پښتونخوا د غرونو سرونه ځکه هير نه کړل چې په عشق کې يې ښکلي ځلميانو د وينو ډک ځيګرونه بايللي وو .
کومې سيمي چې د ډيورنډ کرښې د افغاستان نه جلا کړي ، هغه د ګران افغانستان د تن يوه برخه ده او دغه سيمو بيرته افغانستان سره يو ځای کيدل د افغان ملت ملي غوښتنه ده .

ج . د ډيورنډ کرښې په يوې خوا کې
١ . په ١٨٣٦ کال کې امير دوست محمد خان د افغانستان ښار پيښور د نيولو لپاره د امير المومنين لقب وګټلو . د پنجاب سکانو په ضد يې د جهاد اعلان وکړ ، د خيبر په دره کې د افغان غازيانو او سکانو په منځ کې جګږه وشوه .
٢ . په همدې کال کې د امير سوليز وړانديز برتانوي هند ته او له روسانو څخه مرسته چې په سکانو فشار راولي ، پيښور افغانستان ته بيرته ورکړي . په لومړي سره کې انګريزانو دغه خبره منلې وه .
٣ . په ١٨٣٥ کې وزير اکبر خان د پيښور بيا نيولو لپاره د پلار اجازت څخه پرته لښکرې پنجاب ته واستولې خو بری يې ونه موند .
٤ . په ١٩١٩ کال کې د افغان خپلواکۍ ستوري شاه امان الله او د هغه د باندنيو چارو وزير محمود طرزی مجبور شول چې د افغانستان د لويې برخې د خپلواکۍ علان وکړي . دا محال په سيمه کې ټول هيوادونه د روس او يا د انګريزانو د استعمار او ولکې لاندې وو . غازي امان الله خان چې انګريزی کافر پوځ يې له افغان اسلامي خاورې ويستلو او دی بيا د کفر په نوم له خپل پلارني هيواد څخه د انګريزانو په لمسون ويستلو ته مجبور کړی شو .
٥ . په ١٩٤٧ کال صدراعظم شاه محمو خان د پښتنو او قبايلو د برخليک په اړه په کابل کې د سفارت له لارې د برتانيې حکومت سره د پښتونستان مسله په رسمي ډول مطرح کړه .
٦ . د ١٩٤٧ کال د سپتمبر په مياشت کې افغانستان په ملګرو ملتونو کې د نړۍ يوازينی هيواد و چی د پاکستان له شموليت يا ورګډولو په ضد يې اعلان وکړ او مخالفه رايه يې ورکړه .
٧ . د افغانستان په رمسي نقشو کې له پاکستان سره دولتي پوله نه په نښه کيدله ، پښتونستان به د نيول شوي خاورې په توګه په خاص رنګ ښودل کيده .
٨ . په ١٩٤٨ کال کېد افغانستان خبري رسنيو سرليکونه او په دولتي کچه عالي غونډې جوړې ، په کندهار ، کابل ، ننګرهار او پکتيا کې مظاهرې او لاريونونه کيدل .
٨ . د هند او پاکستان په دوو جګړو کې افغانستان سره د ډيورنډ کرښې له کړکيچ په جګړه کې پاکستان ولس په ضد کوم ګام اوچت نه کړو . بلکې د دواړو هيوادونو تر منځ يې د سوله ييزو هڅو ملاتړ وکړو .
٩ . په ١٣٤١ کال کې شهيد محمد داود خان د ماسکو او لندن د راستنيدو په وخت وويل ... د پښتون ولس د يووالي مبارزه د نړيوالو قوانينو په رڼا کې د دوی منلی مشروع حق دی او په لندن کې د پښتونخوا د خلکو لپاره د عمومي ازادو ټاکنو د حق غوښتنه وکړه . ورسره په راډيويي وينا کې يې زياته کړه : د افغانستان او پښتون ولس د ملي يووالي ژورې اړيکې او د خواخوږۍ احساس په نني ځواک او نه به د سبا کوم بل ځواک سره پيل کړل شي .
دا کرښه له پيله د نړۍ په تاريخ کې له سترو پيښور څخه يوه پيښه ګڼل شوې ده . د نړۍ خبري رسنيو غټ ټکي لکه د لندن ، فرانسې ، روسيي ، هند ، ايران ، چکوسواکيه او داسې نورو هيوادونو له دغې کشالې او مسئلې څخه ډک وو .
١٠ . په ١٩٥٠ کال کې افغانستان بيا د پښتونستان (( مسئلې )) حل غوښتنه وکړه ، افغان وسله وال پوځ قبايلي سيمې ته سفر بري پيل کړه .
١١ . پخواني شوروي اتحاد ، بلغاريه په نړيواله ټولنه کې د اپښتونستان په برخه کې د افغانستان سياسي ملاتړ اعلان وکړو .
١٢ . په ١٣٣١ کال کې امريکې متحده ايالاتو د افغانستان او پاکستان حکومتونو تر منځه د ډيورنډ کرښې شخړې په اړه خپل منځګړيتوب او ديپلوماتيکي هڅې په کابل کې له خپل سفارت له لارې د افغانستان شاهي دولت سره پيل کړې . د همدې کال د لړم په مياشت کې سپينې ماڼۍ د جمهور ريئس خاص استازي له افغان دولت سره د خبرو لپاره کابل ته ورسيد .
١٣ . په ١٩٧٦ کال کې شهيد محمد داود خان د زولفقار بوټو په بلنه پاکستان ته سفر وکړو . دواړو مشرانو د ډيورنډ کرښې شخړې له خبرو اتر او سولييز حل لاره وړاندې کړه . شهيد محمد داود خان په سيمه کې يو عملي افغان سياستپوه سړی وو . دۀ ته جوته شوه چې اوسمهال د نړۍ سياست دغې مسئلې حل په اړه نه راڅرخي او نړيوال ملاتړ يې ډېر کمزوری دی .
دغه هيواد پال مشر په همدې سفر کې په اسلام اباد کې له شاهي دولت څخه مرور مشر زمرک خان د ملي خپلواکۍ اتل غازي ببرک خان ځدراڼ له زوی سره وليدل . غازي ببرک په سويلي محازونو کې له انګريزانو سره جنګيدلی ، او د ډيورنډ کرښې په ضد يې ټل ، ميرانشاه ، سپين وام او هنګو کې د پرنګي ټولې پوځي چوڼۍ چې اغزن سيمونه هم ورنه تاو شوي وو ، د ځايي غازي قامونو په ملاتړ له منځه وړي وو . غازي ببرک خان د پيښور په لور د تيارۍ په حال کې وو چې په سيمه کې د انګريز په خلاف خوځښتونه پيل شول . د انګريزانو په لښکر کې له ماتې ګډ يدو سره جوخت په پيښور کې د افغان غازيانو په پلوۍ پاڅون پيل شو . انګريزانو امان الله خان ته د اوربند او د افغانستان خپلواکۍ په رسميت پيژندنې وړانديز وکړو . امان الله خان د اوربند عملي کولو فرمان صادر کړو او لومړي خو ټولو غازيانو له دغه فرمان څخه د سرغړونې فيصله وکړه . امان الله خان له هغوی څخه وغوښتل چې د مرکزي دولت د اوامرو اطاعت وکړي . محمد داود خان د نايب سالار زمرک خان لپاره کابل ته د هغه د راتګ لاره هواره کړې وه . زمرک خان ددروند مشر له ليدنې کتنې سره سم د تيارۍ په حال کې و چې د غويي کودتاه وشوله .
د زمرک خان بل ورور سيد اکبر خان هم له شاني کورنۍ نه مرور په پاکستان کې له خپل اورو سره ژوند کاوه ، هغه د افغان په ننګ د پاکستان صدراعظم لياقت علي په قتل ورساوو . سيد اکبر خان هملته د پيښې په مهال ووژلی شو . په پاکستان کې له زمرک خان سره د شهيد داود خان ليدل څه عادي خبره نه وه . په سمبوليک ډول پاکستان ته د خپل بيل شوي مرور ورور يو ځای کيدلو ته اشاره وه .
١٣ . په ١٩٤٩ کال کې د افغانستان پارلمان (( ولسي جرګې )) په غوڅ اکثريت پريکړه وکړه چې د ډيورنډ کرښه نوره ټوله شوې ، نشته او مړه ده ، انګريزان هم په سيمه کې ورک شوي ، د تړون يو خوا هيڅ وجود نه لري د تړون له منځه تلل يې هم اعلان کړل . د وږي يا سنبلې نهمه د پښتونستان ملي ورځ اعلان شوه چې تر اوسه په هيواد کې لمانځل کيږي .
١٥ . په ١٩٤٩ کال کې د جلال اباد جرګې د ولسي جرګې پريکړې تاييد کړې او د ډيورنډ کرښې د پای اعلان وشو.
١٦ . په کابل کې د پښتونستان لپاره د اعانې دفترونه خلاص شول . د کرښې په دواړو غاړو کې د لر او بر يو افغان لاريونونه پيل شول .
١٧ . پښتونستان مسئله د داود خان حکومت د اجندا په سر کې وه . په همدې وجه يې خپل ورور نعيم خان امريکې ته د پوځي مرستې راوړلو لپاره وليږه .
١٨ . په ١٩٥٣ کال کې امريکايانو د کمونستي روسيې په وجه پاکستان ته د پوځي مرستو اعلان وکړو .
١٩ . په ١٩٥٣ کال کې د امريکې جمهور رئيس کابل ته راغی خو په افغانستان کې يې کومه ګټه ونه ليدله چې د پښتونستان د مسئلې په اړه يې خپل دريځ څرګند کړی وی .
٢٠ . شهيد محمد داود خان که څه هم کمونستي ضد احساسات لرل خو مجبور شو چې د دغې مسئلې په اړه له روسانو څخه پوځي مرسته د لويې جرګې په تصويب تر لاسه کړي .
٢١ . په ١٩٥٥ کال کې پاکستان د پښتونخوا نوم په صوبه سرحد واړولو او د خپل اداري سيستم په تشکيلاتو کې يې اعلان کړو . د پښتنو د يووالي ارادې ته ، د دوی خپلواکي ته پام نه کولو او د دی بشري حقه حقوق تر پښو لاندې کولو په اړه د افغانانو غبرګون پاکستان ته ډير شديد و .
٢٢ . شهيد داود خان د سفر بری اعلان او د پوځي احضار اتو امر وکړ . په څلورويشتو ساعتونو کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه افغانانو په حيرانونکي ډول په خپل شخصي لګښتونو په خپله خوښه ځانونه د ولاياتو مرکزونو او پلازمينې ته ورسول .
٢٣ . افغان ولس مشر د ډيورنډ کرښې د سياسي کړنلارې په اړه د افغان ولس پاڅو او د دغه ولسي يووالي احساس په ښودلو کې يو ځل بيا حکومت د خپل سياست تاييد وليد . نړيوال سيميز سياسي څارونکي او کتونکي د افغانانو دغه احساس ته ګوته په غاښ پاتې شول . د افغانستان ټولو حکومتونو او په پښتنو کې دغه کرښه تر ننه چا نه ده منلې او په راتلونکي کې به يې هم ونه مني . هر افغان قانوني منتخب ، مضبوط حکومت چې د کرښې منلو پريکړه وکړي . دخپل حکومت د له منځه وړلو پره کړې او اعلان کړي دي .
٣٤ . افغان حکومت په نړيوالو ټولو غونډو او ملګرو ملتونو په ټولو غونډو او جرګو کې د پښتنو او بلوڅو ورونو د حقه حقوقو د تر لاسه کولو لپاره پرله پسې ديپلوماتيکي هلې ځلې کړي دي . په دې برخه کې په تيره بيا د ارواښاد عبدالرحمن پژواک هڅې د هيرولو نه دي .

د . د ډيورنډ کرښې په بلې خوا کې
١ . په ١٩٢٩ کال په پيښور کې د فخر افغان عبدالغفار خان د عدم تشدد غورځنګ (( خدايي خدمتګارو غورځنګ )) بنسټ کيښودل شو او ورسره د پښتون کنفرانس ګوند جوړ شو. دوی خپله لويه موخه د خپلواکۍ ګټل اعلان کړه .
٢ . د باچا خان اسلامي عدم تشدد غورځنګ او بې وسلې جهاد پيل شو چې په اسلامي نړۍ کې يې ساری نه لرلو .
٣ . پښتنو مشرانو خپلواک پښتونستان اعلان کړو ، د نړيوالې ټولنې لخوا په رسميت ونه پيژندل شو .
٤ . په ١٩٣٠ کال کې پيښور د يوه لنډې مودې لپاره د انګريزانو د کولونيال ځواک له لاسه ووت ، تر څو چې پرنګي نوې لښکلرې ورورسيدلې.
٥ . په ١٩٣٦ او ١٩٣٧ کال کې په وزيرستان کې وزيرو ، مسيدو ، اپريديو ، شينوارو او د نورو پښتنې ننګيالو او توريالو قومونو او قبايلو پرله پسې پاڅونونه پيل او په ترڅ کې يې خپل کلي ، کورونه د پرنګي له سختې ظالمې بې رحمه بيماريو او هوايي ځواک تر بريدونو لاندې ونيول شول .
انګلستان په لومړۍ نړيوالې جګړې کې د وسلو په تصليحاتي کنفرانس کې د ګواښمنو وسلو او هوايي بمباريو منع تړون له لاسليک کولو څخه ډډه وکړه .انګريزانو دلايل دا وو چې افغان قبايل مونږ يوازې او يوازې د هوايي بمبارۍ له لارې تر کنترول لاندې راوستی شو .
٦ . د خپلواکۍ بل ځلاندی ستوری مير زا علي خان ــ اپيي فقير ــ د انګريز ښکلياک ګرو په ضد مبارزه کې زمونږ د تاريخ ځلانده کرښې جوړوي . د انګريزانو په وړاندې پښتني قبيلو د مبارزو تاريخ ډېر اوږود دی . دا مبارزه او بهير تر ننه پورې په پښتونخوا ، د خپلواکو قبايلو په پټاره کې د ملي ولسواکو ځواکونو او د ملتپالو ګوندونو لخوا په مخ درومي . هيواد پال پښتون قام تل په خپل ملي ، تاريخي ټاټوبي کې هر ډول بلهارۍ ورکړې دي .
٧ . خان عبدالغفار خان د خپل وصعت له مخې د پښتون په غيرتي خاوره جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شو . دا د ډيورنډ کرښې په ضد د هغه د اوږدې مبارزې يوه برخه ګټلی شو .
٨ . په ١٩٤٧ کال د جون په مياشت کې د بنو لويه جرګه جوړه شوه ، د ټولې پښتونخوا او بلوچستان ملي مشرانو په ګډون فيصله وشوه چې پښتانه نه هند غواړي نه پاکستان ، يو واحد افغان ملي دولت جوړول غواړي .
٩ . کله چې د پيښور په چوک يادګار کې ، خيبر او توخم کې پښتنو ننګيالو ځلميانو د لر او بر يو افغان شعارونه ورکول ، اسلام اباد د ساړۀ جنګ په مهال دوی لويديځ او امريکې ته د روسانو مخته راليږل شوي استازي او ګوډاګي ورپيژندل .
١٠ . قاضي عطاالله خان ، ظفر کاکاخيل په افغانيت هغومره وياړي لکه د کابل ، کندز ، کندهار پښتون . د ډيورنډ کرښې په دواړو خواو کې پښتانه تاريخي سياسي ، مذهبي ، ژبني ، ګډ کلتور او فرهنګ لري او هيڅ څوک نه شي کولی چې دوی د کرښې دېخوا او هاخوا پښتانه په نوم سره بيل کړي . پښتانه پوهيږي يا به يو کيږيو ، که نه ورکيږو ، که د زمانې توپانونو مخې ته سره يو نشو نو برباديږو .

سراج الحق ببرکزی ځدراڼ

بېرته شاته