د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ په اړه شننې او ليکنې

30.11.2010 21:31    |   الف مومند د کرکټ د سپینو زرو مډال مو مبارک شه

د افغانستان کرکټ بورډ دا لومړی ځل دی چې افغان ملي لوبډله یې په اسیاد کې د کرکټ لوبو ګدون لپاره ولېږیله او د سپینو زرو ویاړ یې افغانستان ته په اسیاد کې خپل کړ چې وړه خبره نه ده او که د خدای رضا وي په ۲۰۱۴ز کابل کې به د کرکټ ملي لوبډله هیواد ته د سروزو مډال له اسیاده راوړي.

17.09.2010 13:00    |   هلال - مومند د کرکټ نړيواله شورا کرکټ جوړوي که ورانوي یې!

د کرکټ نړيواله شورا هوډ لري چې د کرکټ د ۵۰ اورونو نړيوال جام يواځې د لسو هېوادونو ترمنځ وکړي. د دې دا مانا ده چې د افغانستان غوندې هېوادونه به هيڅکله چانس ونه لري چې نړيوال جام ته لاره ومومي. ځکه افغانستان دا مهال د ۱۳ او ۱۵ مقام ترمنځ ځای لري او د کرکټ د نړيوالې شورا پوره غړيتوب نه بلکه د درېمې درجې غړيتوب لري چې هيڅکله به په دې غړيتوب نړيوال جام ته د تللو جوګه نه شي.

09.09.2010 16:32    |   کرکټ څانګه کرکټ بورډ د ولايټي شل اوریزې سیالۍ د لوبو قوانین اعلان کړل

د افغانستان د کرکټ بورډ تخنکي مسؤلینو په رارونې شل اوریزې سیالۍ کې ګډونکونکو لوبډلو ته د معیاري لوبې تر سره کولو لپاره د قوانینو مجموعه اعلان کړه. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا قوانين یې د شل اوریزې سیالۍ د معياري کولو او ښه تر سره کولو لپاره په ټولو برخو کې وضعه کړي.

19.08.2010 08:00    |   عبد الواحد صیاد راتلونکی شل اوریز جام او د ولایتی لوبډلو غوراوی

د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره چې د افغانستان کرکټ بورډ د ولایاتو تر منځ د کورنۍ سیالیو کومي هلې ځلې پیل کړی دي واقعآ د افغانستان دکرکټ په روښانه راتلونکي کښې مهمه ونډه لري، په دې توګه به با استعداده لوبغاړی په نښه او په راتلونکي کښې به په ښه ډول د افغانستان د رښتینی استازیتوب جوګه او خپلو خلکو ته به د خدمت مصدر وګرځي.

18.08.2010 08:23    |   هلال - مومند د يو ورځنۍ لوبو ګټل افغانستان ته خورا ارزښتناک دي

کېدای شي ډېر هېوادوال او د کرکټ سره تړلې کړۍ په دې لا نه وي خبر چې په نړيوال کرکټ کې د افغانستان د اوسني رسمي حیثيت د لوړولو لپاره خورا اړينه ده چې موږ يو ورځنۍ لوبې ونه بايلو. کرکټ بورډ ته هم په کار دي چې د يو ورځنيو لوبو ارزښت کم ونه بولي دا ځکه چې د کرکټ نړيواله شورا د هغو اسوسيټ يا افيليېټ هېوادونو تر منځ چې د نړيوالو يو ورځنيو لوبو (Reliance Mobile ICC ODI Championship) لري هم توپير کوي او د دوی لپاره یې دوه ډوله کتوګريانې چمتو کړي دي چې د ټيسټ هېوادونو سره د لوبو کولو او دوی ته د پرمختيايي بوديجو په ورکولو نېغ په نېغه اغېزه لري.

14.08.2010 13:36    |   عبدالواحد صیاد نوی روزونکی او نوې هیلې

د افغانستان اوسکاټلانډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د انټرکانټینینټل د روانی څلورورڅنۍ(فرسټ کلاس) سیالۍ په ترڅ کښی چی په سکاټلانډ روانه ده افغان لوبغاړو په تیره بیا افغان توپ وهونکو دا ثابته کړه چی افغانان په لږ وخت کښی هم د هر راز زدکړو او مهارت حاصلولو وړتیا لری.

01.08.2010 11:31    |   کرکټ څانګه په انټرکانټننټل سيالۍ کې د افغانستان برخليک

افغانستان له یو کال راهيسي د کرکټ د نړيوالې شورا د لويو وچو يا انټرکانټننټل په لوبو کې لوبه کوي چې شپږ نور هېوادونه (زيمبابوی، سکاټلينډ، ايرلينډ، کينيا، کاناډا، او هالينډ) هم په کې شامل دي. په دې سيالۍ کې چې هر هېواد شپږ لوبې کوي دا مهال افغانستان په دويم مقام دی او دوه لوبې یې پاتې دي. دوه نورې لوبډلې چې د دې سيالۍ د ګټلو او له یو لک څخه د ډېرو ډالرو لاسته راوړلو چانس لري سکاټلينډ او زيمبابوی دي. د افغانستان چانس څومره دی چې دا سيالي وګټي؟

20.07.2010 08:07    |   هلال - مومند کرکټ بورډ دې اوس له روزونکو ګټه واخلي

د افغانستان کرکټ بورډ د راشد لطيف په ګمارنه دا دی دويم روزونکی هم ترلاسه کړ. مشر روزونکی کبيرخان چې دوه کاله کېږي ملي لوبډلې ته روزنه ورکوي لوبډله تر ډېره مخکې وړې ده، د همدې پرمختګ په ترڅ کې وليدل شول چې افغان لوبډله لا خاميانې لري چې له منځه وړل یې ځينو زړورو ګامونو ته اړتيا لري چې یو په کې د توپ وهنې د روزونکي او بل د فيلډ يا غونډونې روزونکی ټاکل وو. افغان کرکټ بورډ دا دی اوس د توپ وهنې روزونکی وګماره خو د ده او مشر روزونکي حاجي کبيرخان له تجربو د ګټې اخيستلو لپاره بايد یو پلان جوړ کړي. یو وړانديز چې زه يې لرم په لاندې ډول دی:

18.07.2010 11:56    |   کرکټ څانګه د کورني کرکټ د ولایتونو د استازو لپاره معیارونه

د افغانستتان د کورني کرکټ مسؤل نظیم جار عبدالرحیمزی لږیا دی چې د کورني کرکټ د ولایتونو د استازو لپاره لومړني قوانین جوړ کړي چې د ښاغلي په اند ډیر ژر به يې کرکټ بورډ پلي کړي.

27.06.2010 08:36    |   هلال - مومند افغانستان د WCL د لومړي ډويژڼ د ګټلو استعداد لري

د افغانستان ملي لوبډله د کرکټ د نړيوالې شورا د لومړي ډويژن د لوبو په موخه نن هالينډ ته رسي. دوره ورځې وروسته (د سه شنبې په ورځ) د سکاټلينډ سره تمريني لوبه لري. له هغې دمخه یوه ورځ لري چې د هالينډ له هوا سره ځانونه اشنا کړي. تر دې دمخه هم ملي لوبډله هالينډ ته تللې ده او د لوبغالو سره یې ډېری لوبغاړي اشنا دي.

20.06.2010 16:54    |   مشتاق رحیم افغانستان کرکټ- نویو اداري هڅو ته اړتیا

پورتنیو ستونزو نه یوازې دا چې د افغانستان د کرکټ مینه وال خواشیني کړي دې بلکه د افغانستان او د هیواد د کرکټ د بدنامۍ لامل هم ګرځیدلي دي ـ ډیر د خپګان وړ وي کله چې په هغه پاڼو کې چې زمونږ د ځوانانو حیرانونکي لاس ته راوړنو ته ګوته په خله ول اوس ددغه لانجو خبرونه وینو او همدا راز دا زمونږ د هیواد یوازنې د ویاړ وړ ډګر هم تر پوښتنو لاندې راولي (د لوبو پرته بل داسې ډګر نه وینم چې مونږ پکې په ښه نامه یاد شو) ـ

09.06.2010 11:24    |   کرکټ څانګه د افغانستان په کرکټ تېره اونۍ څه تېرشول!

تېره اونۍ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي ريس احمدزي د فيس بوک په پاڼه یو پيغام خپور شو چې ملي لوبډلې استعفا ورکړه. حيرانونکی خبر و. ورپسې ريس احمدزي د ټول افغان او نورو رسنيو سره اړيکي ونيولې چې دا خبر خپور کړي. ټول افغان د معمول سره سم څېړنه پيل کړه او د کرکټ بورډ په شمول یې د یو شمېر لوبغاړو سره هم خبرې وکړې چې وروسته د ټولو څرګندونې په یو رپوټ کې خپرې شوې.

09.06.2010 11:23    |   کرکټ څانګه د کرکټ بورډ او یو شمېر لوبغاړو تر منځ خپګان رامنځته شوی دی

د افغانستان د کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو ترمنځ یو لړ مسايل د خپګان لامل شوي دي چې له امله یې ځينو لوبغاړو د جولايي په مياشت کې په هالينډ کې د لومړي پړاو لوبو ته د نه تللو تهديد ورکړی دی او ځيني یې وايي چې د کرکټ بورډ اوسنۍ اداره وي دوی بېخي کرکټ نه کوي.

29.05.2010 07:22    |   سمسور د ولايتي سيالۍ د سترګو ليدلی حال: له دې نه خو شمشاد ښه و

تیره ورځ یانی دجمعی په ورځ زه دکرکټ لوبغالی ته دخپلو دوو خوریونو چی عمرونه یی 7 او اته کلونه دی په ډیره غوښتنه لاړوم ترڅو د لوبی سیل وکړم او هغو می هم بیولی وو.

21.05.2010 20:44    |   ريس احمدزی د افغان کرکټ د ودې او پياوړتيا لپاره وړانديزونه

زه په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ او پياوړتيا لپاره یو شمېر وړانديزونه لرم چې افغان کرکټ بورډ منلي هم دي. ۱. موږ ته په کار دي چې لږ تر لږه په څلورو ولايتونو کې معياري لوبغالي ولرو چې خاورين پيچونه ولري. له دې لوبغالو سره څنګ کې بايد د کرکټ اکاډيميانې هم ولرو.

21.05.2010 13:12    |   هلال - مومند د ولايتي سيالۍ په اړه څو يادونې

په کابل کې د ولايتي سيالۍ لوبې ډېرې جالبې دي. د شمشاد تلويزيون ورته لا ډېره ښکلا وربښلي ده. تر دې چې موږ یې هم له هېواده بهر تعقيبولای شو. همدا لامل دی چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کورني کرکټ په اړه موږ ډېر داسې ټکي چې مخکې ورڅخه خبر نه و اوس پرې خبر شو.

19.05.2010 20:11    |   کرکټ څانګه ۸۶٪ لوستونکي د سپانسرشپ او نړيوال جام په پيسو د کرکټ لوبغالي جوړېدل غواړي

لوستونکو خپله اند ووايه او یو شمېر لوستونکو د پام وړ تبصرې هم وکړې چې ډېرې اغېزمنې وې. په يوه اونۍ کې په ټولپوښتنه کې تر ۴۵۰ زياتو لوستونکو رايې ورکړې. ۵۴٪ رايه ورکونکي په دې اند دي چې افغان کرکټ بورډ دې څه پيسې يواځې په لوبغاړووويشي او په پاتې پيسو دې په عاجله توګه دوه يا درې لوبغالي جوړ کړي. ۳۲٪ لوستونکي بيا په دې اند دي چې د کرکټ بورډ دې څه پيسې په لوبغاړو او ويسټ انډيز ته تللو مامورينو وويشي او په پاتې پيسو دې په عاجله توګه دوه يا درې لوبغالي جوړ کړای شي. ۱۰٪ لوستونکي په دې اندې دي چې ټولې پيسې دې په لوبغاړو او۳٪ په دې اند دي چې ټولې پيسې دې په لوبغاړو او ويسټ انډیز ته تللو مامورينو وويشل شي.

19.05.2010 14:13    |   هلال - مومند د شمشاد تلويزيون د کرکټ په تاريخ کې بل شهکار وکړ. لومړۍ سيمه ييزه لوبه یې په ژوندۍ ډول وښوده

له کابل څخه خپرېدونکي شمشاد تلويزيون نن یو بل شهکار وکړ. شمشاد لومړی تلويزيون دی چې یوه سيمه ييزه لوبه یې په ژوندۍ په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د کرکټ مينه والو ته په ژوندۍ بڼه وښوده.

16.05.2010 15:30    |   عزيز فضلي عزيز فضلي: زما د عمر ازموينه سمه نه ده، زه له ۱۶ کالو ټيټ يم

زه عزېز فضلي يم. د افغانستان د ۱۶ کاله ټيټ کرکټ لوبډلې ته د غوره ۴۰ کسانو پورې کامياب وومه. د کرکټ بورډ موږ کابل ته د هډوکو د ټيسټ لپاره وغوښتو. ټيسټ وشو اوزما عمر ېې ۱۸کاله وښود.زما خپل عمر 15نېم کاله دی.

15.05.2010 00:05    |   ټول افغان ټول افغان د کرکټ انګليسي ويبپاڼه په ليکه کړه

دټول افغان دکرکټ انګليسي ويبپاڼه The Cricket Post نومېږي او دکرکټ په اړه د ټول افغان د پښتو او دري څانګې له برياليتوب څخه وروسته خپرېږي. دټول افغان د کرکټ افغاني او انګليسي څانګې لومړۍ ويبپاڼې دي چې د افغانستان د کرکټ د پوښښ لپاره ځانګړې کېږي.

12.05.2010 06:29    |   رحيم رېشا ملي لوبډله - شعر

غوړېدلی نوی ګل دی دا ملي ټيم د افغان دی دثمر وخت یې دی پاته خو پياوړی پر ميدان دی

10.05.2010 05:49    |   شیرین اغا جهانګیر د کرکټ د ملي لوبډلې په ویاړ

پرون يې چې شمله د ټول افغان ګټلی دی نن هغه بیا زما د زړه میدان ګټلی دی

07.05.2010 12:07    |   بختیارحسین خیل افغانستان لوبه بایلوده خو زړونه یی اوګټل

د مسلسل ناکامئ وروسته افغانستان په نړیوال کپ کی ښی لاسته راوړنی درلودی چی د لوړې درجی لوبډلو سره ښه لوبه کول او په میدان کی اتحاد ساتل او د لوبغاړو ترمنځ د وکټو ترمنځ په منډه کی تفاهم ښه اړخونه دی.

06.05.2010 11:08    |   تاج ملوک افغان لوبډله نوي پړاو ته ننوته چې نوی تياری ورته په کار دی

موږ ډېر زيات خفه یو چې سبا به خالي لاس هېواد ته ستنېږو. نن مو چې کله سويلي افريقا په ۱۳۹ منډو راغونډه کړه نو په ميدان کې ناستو خلکو او موږ ته داسې معلومېده چې موږ یې ګټو. خو کله چې سټين او مورکيل په ساعت کې په ۱۵۰ کيلومتره رفتار کې توپونه پيل کړل، نو لوبه کول یې ډېره سخته کړه.په دې پيچ له موږ مخکې استراليا د بنګلادېش په وړاندې په ډېر سختو شرايطو کې وګټله.

05.05.2010 07:46    |   حميد حسن حميد حسن: سويلي افريقا سره لوبې ته خوښ یو

د افغانستان تېز توپ اچونکي حميد حسن په لاندې ليکنه کې ويلي دي چې افغان لوبغاړي د سويلي افريقا سره لوبې ته خوښ دي او کوښښ به کوي چې ماته ورکړي. حميد حسن وايي چې دا لوبه به د شپې رڼاګانو ته وي او دوی اوس د شپې لوبو سره اموخته شوي دي ځکه چې په شارجه کې یې نړيوال جام ته تياری د شپې رڼاګانو ته ترسره کړی دی. حميد حسن ويلي دي چې د هندوستان سره یې د سويلي افريقا لوبه ليدلې ده او يو څو ټکي یې نوټ کړي دي چې دوی سره به د سويلي افريقا سره په لوبه کې مرسته وکړي.