د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کتابونه پاڼې پاڼې

24.05.2014 10:33    |   افغان کلتوري ټولنه یادونه او دردونه

یادونه او دردونه یادونه او دردونه ، د ښاغلي جاوید احمدزي دوهمه شعري ټولګه ده ،چې تازه په تازه په ۹۹ مخونو کې چاپ شوې ده .


22.04.2014 14:41    |   الحاج انجینیر سید رقیب شاه هاشمي دښوونو (زیتون)پروسس

دښوونو (زیتون)پروسس دغه کتاب په ننګرهارکی دمومند خپرندویه اداری په زیار په چاپ رسیدلی دی په دی کتاب کی دښوونو (زیتون)پروسس ټول مراحل دکرنه شروع تررفع حاصل تر مرحلی پوری اودغوړیو دویستلو تریقی داچارکولو طریقی دخوراک مقدار اوطریقی دښوونو پواسطه دناروغیو مخنیوی اوتداوی په دی کتاب کی لوستلی شی دغه کتاب په ښه ثقافت له چاپه وتلی اوپه مومند کتا ب پلورنڅی کی چی ننګرهارکی دی تر لاسه کیدای شی


14.04.2014 20:02    |   شیرزی موږه دوه په دوه ملګري رنګینه شعري ټولګه

موږه دوه په دوه ملګري رنګینه شعري ټولګه په پښتو ادب کې موږه دوه په دوه ملګري شعري ټولګه د ځوان شاعر او ژورنالېست محمدالله شېرزي ده چې د شعر په ډګر کې یې یوه بله زیاتونه وکړه.


15.03.2014 23:03    |   الحاج انجینیر سید رقیب شاه هاشمي روغن نباتی و تولید پنبه دانه

روغن نباتی و تولید پنبه دانه روغن نباتی و تولید پنبه دانه


08.02.2014 11:17    |   سيد هاشم نعماني استشهاد که انتحار؟

استشهاد که انتحار؟ استشهاد که انتحار؟! کتاب، تېر کال په لومړي ځل ۱۰۰۰ ټوکه چاپ شو، دا دی اوس له ځينو زیادتونو او تصحيحاتو سره په دوهم ځل ۱۱۰۰ ټوکه له چاپه راووت، چې په ښکلي ډيزاین او صحافت سره، په (۲۰۰) مخونو کې خوندي دی، په نوموړي کتاب کې چې ښاغلي استاذ احمد ضیاء بریالي لیکلی، د قرآن کریم د مبارکو آیتونو، نبوي احاديثو، د صحابهء کرامو رضي الله عنهم د ژوند د ژوندیو پېښو، د څلورو مذاهبو د علمای کرامو، او د اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د عربي نړۍ د معاصرو محدثینو، فقهاوو، دعاتو او مفکرینو، د اقوالو، نظرونو او فتواګانو په رڼا کې په دقیق او مختصر ډول، د استشهاد او انتحار ترمنځ توپير پکې په ډاګه شوی دی.


30.12.2013 19:20    |   غلام نبي شاکر د مېرمني زړه خپل کړئ

د مېرمني زړه خپل کړئ دا د هغه کتاب نوم دی چي د مهمند خپرندویه ټولني په زیار تازه له چاپه راوتلی، لیکوال یې ښاغلی تفضیل احمد (ضغیم) دي او غلام نبي (شاکر) په ساده او روانه پښتو ژباړلی دی، شریف الله (دوست سرواني) او ستر عالم مولوي محمد یاسین (فهیم) ورباندي سریزي لیکلي دي.


19.12.2013 16:51    |   مجیب الرحمان انګار د تاريخ سبقونه چاپ شو

د تاريخ سبقونه چاپ شو د تاريخ سبقونه د نوموتي ليکوال او څېړونکي ډاکټر مبارک علي د هغو تاريخي مقالو کتاب دی، چې خوږ ژبي ليکوال اسدالله غضنفر پښتو کړی.


21.11.2013 12:22    |   اکرام الله اکرام د مطبوعاتي مرکې ارونه

د مطبوعاتي مرکې ارونه دمطبوعاتي مرکې ارونه د لیکوال او ژورنالست محمد اصف شینواري ژباړه ده چې په وروستیو کې له ننګرهاره ختیځ خپرندويه ټولنې په عالي کاغذ او ډبل پښتۍ د ژورنالیزم مینه والو او محصلینو ته وړاندې کړی دی .


03.11.2013 13:41    |   ساده حيدرخېل (جنتي سيند) شعري تولګه چاپ شوه

(جنتي سيند) شعري تولګه چاپ شوه /جنتي سيند/ د ساده حيدرخېل درېيم شعري کتاب دی. له دې وړاندې يې دوې شعري ټولګې نورې هم چاپ شوې، چې لومړۍ يې د/غرنی ګل/ په نوم په ۲۰۰۰ او دويمه /د ګل انځور/ په نوم په ۲۰۰۴ کلونو کې چاپ شوې. د/ګل انځور/ د خوست فرهنګيانو خپلواکې ټولنې له خوا خپره اوچاپ شوې خو /غرنی ګل/ د شاعر له خوا خپره شوې ده.


02.11.2013 17:10    |   اکرام الله اکرام د ټوليزو اړيکو وسايل

د ټوليزو اړيکو وسايل (د ټوليزو اړيکو وسايل )د دروند استاد پوهنمل ببرک مياخيل پښتو ژباړه ده ، چې منځپانګه يې د ټوليزو اړيکو د وسايلو پر تاریخچې ،پېژندنې او اهميت څرخي .


08.10.2013 12:10    |   اتل احمدزی سیاسي ځانوژنه او که علمي بې باکي

د ډاکتر اشرف غنی ټاکنیز سیاسي حرکت د بې شمیره هغو کسانو زړونه ور مات کړل ، چې د یو حقیقي بدلون په تمه یې د ده خواته سترګې اړولې وې ډاکتر غني په داسې حال کې په ټاکنو کې برخه واخیسته چې ښي لاس ته یې دوستم ولاړ و او چپ لاس ته هم د خلیلي متعصب سرور دانش. که څه هم ځینې د اشرف غني دې حرکت ته د یو ستراتیژیک حرکت په سترګه ګوري او دا انګیري چې بویه د نوموړي دا ناولی (نامقدس) ائتلاف به هغه ته دا چانس او ابزار په لاس ورکړي چې د یو


11.05.2013 16:28    |   سپوږمۍ « ټلویزیوني خبریالي» د خبریالانو لپاره لارښود

« ټلویزیوني خبریالي» د خبریالانو لپاره لارښود « ټلویزیوني خبریالي» د لیکوال او ژورنالیست نذیراحمد سهار نوی کتاب دی، چې په ۲۲۸ مخونو او ۱۰۰۰ ټوکونو کې په کابل کې سپوږمۍ راډیو خپور کړی دی. دغه کتاب، چې د ښاغلي سهار له څوکلنو ټلویزیوني تجربو سرچینه اخلي، د افغان ژورنالیستانو او محصلانو لپاره د نوې ټلویزیوني خبریالۍ او دود ژانرونو او قواعدو په تړاو یو ګټور کتاب دی. په دغه کتاب کې د ټلویزیوني خبریالۍ پر دود ژانرونو، ټلویزیوني خبري سبکونو، انټرنیټي او انلاین ټلویزیوني تولیداتو، مخاطب پوهنې او ګڼو نورو مسایلو خبرې شوې، چې د افغان ژورنالیستانو او د ژورنالیزم د نویو لارویانو لپاره یې لوستل بې ګټې نه دي.


15.04.2013 21:46    |   شاه محمود شینواری پر تقوا ولاړه کورنۍ

پر تقوا ولاړه کورنۍ پر تقوا ولاړه کورنۍ ګټور اسلامي کتاب له چاپه راووت پر تقوا ولاړه کورنۍ چې د عربي نړۍ د یوه نوښتګر،لیکوال فاضل شخصیت او عالم عبدالله بن عبدالله عایض القرني کتاب دی، لیکوال او ژورنالست جعفر هاند تازه پښتو کړی اوپه ننګرهار کې ختیځ خپرندویه ټولنې په لوړ کیفیت


20.03.2013 09:32    |   لمر مومند تصوف الله جل جلا له ته د رسېدو لنډه لار

تصوف الله جل جلا له ته د رسېدو لنډه لار که څه په پښتو کې بېلابېل کتابونه ليکل شوي دبېلګې په توګه: شاعري، ادبي کتابونه، تاريخ، لنډې کيسې، ساينسي کتابونه


04.02.2013 20:18    |   رحیم ګل څاروان د جعفر هاند نوې شعري ټولګه له چاپه راووته

د جعفر هاند نوې شعري ټولګه له چاپه راووته د ځوان، هڅاند او نوښتګر شاعر محمد جعفر هاند نوې شعري ټولګه ولې مې نه هېرېږې، له چاپه راووته، ولې مې نه هېرېږې شعري ټولګه په جلال اباد کې د ختیځ خپرندويې ټولنې په زرو ټوکو کې خپره کړې ده .


22.01.2013 19:16    |   ساده حيدرخېل سيند په اوښکه کې

سيند په اوښکه کې، د نظيف الله نظيف لومړۍ شعري ټولګه ده چې څه موده مخکې د ۱۰۵ مخونو او د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر د حسين احمد چاپخونې له خوا په خوست کې چاپ شوه، سيند په اوښکه کې، ښايسته پښتۍ لري چې له نوم سره سم يو روڼ بهانده سيند، واورين غرونه او د سيند په ژۍ ښکلي ولاړ نښترونه لري. د کتاب پر شا د شاعر وړوکی انځور او پېژندګلوي راغلې ده. په دې کتاب کې خواوشا ۱۰۰ غزل او د ګوتو په شمېر بيتونه د منځنۍ درجې پر کاغذ چاپ شوي دي.


20.01.2013 11:07    |   نصیر احمد احمدي اغزن سیم (ناول)

اغزن سیم (ناول) اغزن سیم د ښاغلي نصیر احمد احمدي ناول دی، چې تیره اوونۍ دچاپ په ګاڼه سینګار شو. اغزن سیم یوسلو شپيته مخه دی، په جلال اباد کې مومند خپرندويې ټولنې دزرو ټوکو په شمیر چاپ کړی. ژبه يې روانه، په ښه صحافت او سپين کاغذ چاپ شوی.


15.12.2012 09:56    |   سالنګ کتاب خپروونکي سیاستپوهنه.د پنجشنبې ماسپښين

سیاستپوهنه.د پنجشنبې ماسپښين يکوال: سالنګ کتاب خپروونکي سالنګ کتاب خپروونکي Salang Book Publishers چې له تېرو څو کلونو راهيسې کتابونه چاپوي اوس تازه تازه يې دوه نور کتابونه هم چاپ کړي دي .


14.12.2012 17:51    |   خوځون د کاروبار په نامه نوی کتاب چاپ شو

کتاب ټولټال له سريزې پرته ۱۱۰ مخونه او څلور څپرکي لري. په دې کتاب کې ډېر ګټور او تازه اقتصادي معلومات په خوږه پښتو ليکل شويدي. دا کتاب په خپله څانګه کې لومړنی کتاب دی، چې په پښتو ژبه کې د کاروبار مينه والو او کاروباريانو ته زيات ګټور معلومات وړاندې کړي. ښاغلي نيازي له دې وړاندې د (( بانکوالي)) په نامه په پښتو يو کتاب ليکلی و، چې په ياده څانګه کې يې د ډېرو مينه والو ستونزې هوارې کړې دي.


22.10.2012 18:35    |   د ختیځ خپرندویه ټولنې مشرتابه د ویر سندرې کتاب چاپ شو

د ویر سندرې کتاب چاپ شو (د ویر سندرې) د ګران ملګري قدرت الله لټون په هڅو راټوله شوې د شعرونو ټولګه ده چې په نږدې دوه سوه مخونو کې په ننګرهار کې د ختیځ خپرندویه ټولنې له خوا په ښکلي کاغذ او ډبلې پښتې سره چاپ شو .